دې ستوريې پيژاندينکيې روتلل

1 عيسیٰ دې هيروديس دې بادشايئ په وخت کې دې يهوديې دې صوبې دې بيت لحم په شار کې وزيژيده. څه وخت ورستې دې خاتيځ نه ځنې ستوري پيژاندينکي يروشلم ته روغلل 2 او پشتنه يې کړله: ”اغا نوي پيدو شوائي ژڼکائي چې دې يهوديونې بادشا کيژي چيرته دائي؟ ميژ دې يغ ستورائي چې دې لمر خوته دې خو نه روخاته، ليدلې دائي او روغلي يي چې سجده ورته وکي.“ 3 کله چې هيروديس بادشا دا خبره ورويدله، بيا ډير پريشان شه او دې يروشلم ټول خالک هه پريشان شول. 4 يغ ټول مشرون امامون او دې شريعت عالمون روغوشتل او پشتنه يې ځنې وکړله چې مسيح و په کيم ځوئي کې پيدو کيژي؟ 5 يغې وويل: ”دې يهوديې په بيت لحم کې، ځکه چې يوه پيغمبر داسې ليکلي دي:

6 اې بيت لحمه چې دې يهوديې په وطن کې يې! ته دې يهوديې دې سترې شارينې نه ايڅ کام نه يې، ځکه چې په تو کې و يو ليار وشوينکائي پيدو کيژي چې دې شپون په رانګ و دې مو دې قوم اسرائيلې ليار وشونه کو.“

7 بيا هيروديس اغا ستوري پيژاندينکي په پټه رو وغوشتل او دې يغې نه يې دې ستوري دې رو خاتلې دې ټاکلي وخت په حق کې معلومات ځنې لوس ته کړل. 8 بيا يې دئ بيت لحم ته ولاژل او ورته ويې ويل: ”لوړ شئ او په ډير غور سره اغا وړيکنکائي وغوړئي او کله مم چې پيدو که، بيا مو خبر کئ چې زه هه روشمه او سجده ورته وکمه.“ 9 کله چې يغې دې بادشا خبرې وورويدلې، بيا په خپله ليار راون شول او اغا ستورائي چې دې لمر خوته نه يې ليدلائي و، وليده چې دې يغې نه مخکې راون و او په اغا ځوئي بندې ودريده چيرته چې اغا وړيکنکائي و. 10 کله چې يغې اغا ستورائي وليده، بيا ډير زيوت خواشول شول. 11 کله چې اغا يغ کير ته وير نناواتل او اغا وړيکنکائي يې دې خپلې مور مريم سره وليده، بيا ورته په سجده ولويدل او دې يغ عبادت يې وکه. بيا يې دې خپلې کاڅوړې نه سره زار، قيمتي خوشبييئ او دې د مرکنډ خوشبييئ رو وياستلې او دې تحفې په رانګ يې يغ ته ويرکړلې. 12 څرنګې چې خدائ يغې ته په خوب کې خبر دارائي وير کړائي و چې په څټ هيروديس ته لوړ نه شئ، بيا په بله ليار خپل وطن ته په څټ لوړل.

مصر ته تشتيدل

13 کله چې اغا لوړل بيا يوسف ته په خوب کې دې تيشتن يوه فرشته جاواته شوه او ورته ويې ويل: ”چګ شه، وړيکنکائي او مور يې دې ځون سره ووخله او مصر ته وتشته او دې يغې پره وولته پوتې شه، ترڅو زه درته ويايمه چې په څټ روشه، ځکه چې هيروديس و اغا وړيکنکائي غوړي چې ويې ويژني.“ 14 بيا يوسف چګ شه او په اغا شپه يې واړيکائي او دې يغ مور دې ځون سره ووخستل او مصر ته لوړل 15 او دې هيروديس دې مارګه پورې وولته پوتې شول. بيا په داغا رانګ دې تيشتن اغا وئينه چې دې پيغمبر* په وسيله يې کړيې وه رشتيا شوه:

خپل زيائي مې دې مصر نه رو وغوشت.

دې واړيکي قاتلاول

16 کله چې هيروديس پوئي شه چې ستوريې پيژاندينکي اغا تيرياستلائي دائي، بيا ساخت په قهر شه او حکم يې وکه چې دې بيت لحم او دې يغ شو او خو سيمه کې ټول ووړکې چې دوا کوله او يا په اغا نه کام عمري لري، وويژنئ. او دا کور يې دې يغې ستوريې پيژاندينکي دې معلموتې په مخه چې اغا ستورائي څه وخت جاواتيژي، وکه. 17 بيا په داغا رانګ کيمې خبرې چې خدائ دې خپل پيغمبر ارميا په وسيله کړيې وې اغا رشتيا شوې.

18 په رامه کې يو اووز وور ويدل شه، دې ژاړو او ستر دې وير اووز. راحيل** په خپلې ووړکيې بندې ژوړي او ډوډګيرنه نه ماني، ځکه چې اغا مړه شوي دي.

دې مصر نه په څټ روګوډيدل

19 بيا دې هيروديس په مارګ نه دې ورستې دې تيشتن فرشته په مصر کې يوسف ته په خوب کې جاواته شوه او ورته ويې ويل: 20 ”چګ شه، وړيکنکائي او دې يغ مور درسره ووخله او دې اسرائيلې وطن ته لوړ شه، ځکه کيمې خالکې چې غوشتل چې اغا واړيکائي وويژني، اغا مړه شوي دي.“ 21 بيا اغا چګ شه او واړيکائي او دې يغ مور يې دې ځون سره ووخستل او دې اسرائيلې وطن ته لوړل. 22 خو کله چې يوسف وور ويدل چې آرکلائوس دې خپل پلور هيروديس په ځوئي دې يهوديې بادشا شوائي دائي، بيا وولته دې تاګ نه وډور شه، خو څرنګې چې په خوب کې يغ ته خبر دارائي ويرکړل شوائي و بيا دې جليل سيمه ته لوړ شه، 23 او دې ناصريې په نوم په يوه شار کې پنډيده. بيا په داغا رانګ دې پيغمبرونې اغا وئينه رشتيا شوه چې ويلي يې وي: ”يغ ته و ناصري ويلل کيژي***.“

Sorry, no results.
Please try another keyword