دې بيت المقدس دې ړانګاولې پيشګوئي

(متي ۲۴:_۱_-_۲ او لوقا ۲۱:_۵_-_۶)

1 کله چې عيسیٰ دې بيت المقدس نه ووته، بيا يو شاګرد يې ورته وويل، ”کسه ايستوذه، څومره کوشليې تيژې او غوټې ويدونئ دي.“ 2 عيسیٰ اغا ته وويل، ”ته دا غوټې غوټې ويدونئ وينې؟ دولته و يوه تيژه په بله تيژه دې پوسه پوتې نه شي او ټولې و روړانګې شي.“

په ايمون کې تر اخره ټينګ پوتې شئ

3 عيسیٰ دې زيتون په غره کې بيت المقدس ته مخومخ نوست و بيا کله چې پطروس، يعقوب، يوحنا او اندرياس دې يغ سره ګوشي پوتې شول بيا دې يغ نه يې پشتنه وکړه: 4 ”ميژ ته ويايه چې دا ار څه و کله پيش شي او دې دغې کورينې دې پيره کيدلې ناخشه و څه وي؟“

5 عيسیٰ يغې ته وويل، ”پام کئ چې څوک مم بې ليارې نه کو. 6 ډير و دې مو په نوم روشي او يائي و: ’زه مسيح يمه‘ او ډير خالک و بې ليارې کو. 7 کله چې توس په جنګينه بندې خبريژئي او دې جنګينې اووز ووروئي، بيا ما ورخاطو کيژئي. دا شايون و خامخا پيشيژي. خو دې دغې دا معنی نه دو چې اخرانائي وخت روراسيدلائي دائي. 8 يو قوم و دې بل قوم سره او يوه بدشائي و دې بلې بدشائي سره جنګيژي. دې دنيو په ډير ځائيون کې و زلزلې وشي او قحطي و روشي او دا شايون و لکه دې ننګون دې داړدينه دې شيري کيدلې په رانګ وي.

9 خو توس په خپل ځانينه بندې پام کئ. توس و دې مقادمې دې پوره معرکې ته ويرکو، په عبادتخانې کې و والل کيژئي او دې مو په خاطر و دې واليونې او بدشاونې په مخ کې دارول کيژئي، تر څو دې يغې په مخکې شائدي ويرکئ. 10 خو په دا نه مخکې چې اخيري وخت روشي، بيا اوال بايد ټولې قومينې ته زرائي وراساول شي. 11 بيا کله چې توس ونيول شئ او معرکه ته يوړل شئ بيا مخکې نه مخکې مه پريشان کيژئي چې څه و يايئ، بلکې څه چې په اغا ساعت کې دې روح القدس په وسيله توس ته ويلل کيژي ويايئ، ځکه چې اغا و دې توسې خبرې نه، بلکې دې روح القدس خبرې وي. 12 ورور و دې ورور سره خيانت وکو چې و ويژنل شي او پلور و دې خپلې الودينې سره. الودينه و دې خپلې مانديې او پلورينې په خلاف رو پورته شي او دې يغې دې مړينې سبب و شي. 13 ټول خالک و دې مو دې نوم په خاطر دې توس نه کرکيې کو. خو څوک چې دې اخيره پورې ټينګ پوتې شي، اغا و خلوصين مينده کو.

ستر مصيبت

(متي ۲۴:_۱۵_-_۲۸ او لوقا ۲۱:_۲۰_-_۲۴)

14 کله چې توسې اغا ناجس شائي چې دې بربودئي سبب ګرځي، په يغ ځوئي کې ويلوړ ووينئ چې بايد وولته نه وي، (ويينکي دا پوئي شي چې دې دغې معنی څه دو) بيا څوک چې په يهوديې کې وي اغا دا غرينه ته وتشتي. 15 که څوک دې چات په سار وي، بيا اغا دا دې څه شي دې وړلې دې پوره لوندې روکيز نه شي او خپل کير ته دا نه نناوځي. 16 او که څوک په پاټي کې وي بيا اغا دا په خپل څاپينړي پسې په څټ کير ته نه ويرڅي. 17 افسوس دې يغې شځې په حال چې په اغا وريځې کې اميدورې وي يا په اغا شځې چې خپل واړيکي ته پئ ويرکاوي. 18 داعو کئ چې دا شايون په ژمي کې پيش نه شي. 19 ځکه چې اغا وريځې کې و داسې مصيبت روميانځ ته شي چې دې کيم وخت نه چې خدائ دنيو پيدو کړيې دو دې ويسه پوره نه دائي روغلائې او نه و بيا روشي. 20 که چيرې خدائ داغا روتلينکيې وريځې لانډې کړيې نه وائي، بيا ايڅوک و ژواندي نه وائي پوتې. خو يغ دې خپل غوره شويې خالکې په خاطر اغا وريځې لانډې کړيې دي. 21 که په يغ وخت کې څوک توس ته ويائي: ’وکسئ، مسيح دولته دائي يا وولته دائي.‘ بيا يقين مه په کئ. 22 ځکه چې داسې کاسون و پئيدو شي چې په درويغا و دعویٰ کو چې مسيح او پيغمبرون دي او معجزې و وشائي او حيروناوينکې کورينه و کو، او که امکان ولري بيا و دې خدائ غوره شوي خالک هه بې ليارې کو. 23 بيا پام کئ، توس مې دې مخته نه دې دغې ټولې شايونې نه خبر کړائي.

دې انسان دې زي روتاګ

(متي ۲۴:_۲۹_-_۳۱ او لوقا ۲۱:_۲۵_-_۲۸)

24 خو په اغا وريځې کې و په اغې مصيبت نه ورستې لمر تياره شي او سپيژمئ و نوره رڼوئي نه ويرکاوي، 25 ستوري و دې اسمون نه رولويژي او اسموني موجودات و ړانګ شي. 26 بيا و اغا وويني چې دې انسان زيائي و دې ستر قدرات او جلال سره په وريځې کې رو راون وي. 27 اغا و فرشتې ولاژي او دې ټولې دنيو دې يو سار نه دې بل سار پوره و خپل غوره شوي خالک سره روټول کو.

دې اينځر دې ونې نه عبرات ووخستل

(متي ۲۴:_۳۲_-_۳۵ او لوقا ۲۱:_۲۹_-_۳۳)

28 دې اينځر دې ونې نه عبرات ووخلئ. کله چې دې يغې څونګې غيټئ ونسي او پونړيې وکو بيا توس پئيژئي چې ووړائي رونژدې دائي. 29 په دا رانګ چې کله توسې دا شايون ووينئ بيا پوئي شئ چې اغا وخت نژدې دائي بلکې روراسيدلائي دائي. 30 په يقين سره زه توس ته دا يايمه چې دا نسل و دې يغې پوره دې ميانځه لوړ نه شي، ترڅو دا ټولې پيشې روميانځ ته شويې نه وي. 31 منځکه او اسمون و دې ميانځه لوړ شي خو دې مو خبرې و ايڅ کله دې ميانځه لوړې نه شي.

نو ماليمه وريځ او وخت

(متي ۲۴:_۳۶_-_۴۴)

32 خو دې يغې وريځې او اغا ساعت نه ايڅوک نه دي خبر، نه دې اسمون فرشتې او نه زيائي، خالي پلور په خبر دائي. 33 پام کئ او بئيدور پنډيژئي، ځکه چې توسې نه پئيژئي چې اغا وخت و کله روڅي. 34 دا دې يغ ساړي په مثال دي چې دې کير نه په سفر راون شي او خپلې نيکارونې ته اختيار ويرکو چې ار يو دا خپل کور وکو او دې دروزې سوتينکي ته حکم وکو چې بئيدور پنډيژي. 35 بيا توس هه بئيدور پنډيژئي، ځکه چې توس نه پئيژئي چې دې کير خاوند و کله روڅي، لما شوم يا په نيمه شپه کې، دې چرګ په بونګ يا دې لمرخاته په وخت کې، 36 اسې نه چې اغا بيځيه روشي او توس په خوب ووده وويني. 37 زه چې توس ته څه يا يمه، بيا اغا ټول ته يا يمه: بئيدور پنډيژئي.“

Sorry, no results.
Please try another keyword