دې انګير دې بوغ دې اجارې مثال
(متي ۲۱:_۳۳_-_۴۶ او لوقا ۲۰:_۹_-_۱۹)
1 بيا عيسیٰ يغې ته په مثالينه کې خبرې شيري کړې، ”يو ساړي دې انګير بوغ جوړ که او ديول يې په بادال که، دې انګير دې شاربات دې ياستلې دې پوره يې پکې يوځوئي جوړ که او دې سوتلې دې پوره يې پکې يوه ټامکه هه جوړه کړله. بيا يې اغا باغبونې ته په اجاره ويرکه او خپله په سفر راون شه. 2 کله چې دې انګيرونې دې روټولاولې وخت رو وراسيده، بيا يغ خپل يو نيکار زميندورونې ته ويرولاژه چې خپله برخه انګير ځنې ووخلي. 3 خو زميندورونې اغا نيکار ونيو، اغا يې وويه او تش لوس يې په څټ ولوژه. 4 بيا يغ يو بل نيکار ولوژه. او اغا يې هه په سار سار وويه او بې عزته يې که. 5 بيا اغا يو بل نيکار ويرولوژه او اغا يې مړ که. يغ نور ډير نيکارون ويرولژل، خو ځنې يې ووالل او ځنې يې مړه کړل. 6 ګوشائي کاس چې ورته پوتې و چې وير ويې لاژي اغا يې خپل ګرون زيائي و. په اخيره کې يې خپل زيائي ويرولوژه او فکر يې وکه چې اغا و دې مو دې زي لحاظ وکو. 7 خو زميندورونې يو بل ته وويل: ’دا يې وارث دائي، روڅئ چې مړ يې کي او ميروث و يې دې ميژ شي.‘ 8 بيا يغې اغا ونيو او مړ يې که او دې يغ مړائي يې دې بوغ نه دې ورچانې سنړ وويه.“
9 عيسیٰ پشتنه وکړه، ”دې بوغ خاوند و ويس څه کو؟ اغا و روشي او زميندورون و وويژني او بوغ و نور ته ويرکو. 10 ايا توسې دې خدائ په کلام کې دا نه دي ويلي:
کيمه تيژه چې راد کړې وه خاټګرې
اغا ويس شوه اصلي تيژه دې بيزل
11 دا کور وشه دې تيشتن دې خو
او عجيبه ليده شي دې ميژ په نظير کې“
12 دې يهوديونې مشرونې اڅه کړله چې عيسیٰ ونسي، ځکه چې اغا پوئي شول چې يغ دا مثال دې يغې په حق کې وويه. خو اغا دې خالکې نه ډاريدل، نو اغا يې پرياش او لوړ شول.
دې ټيکس ويرکاولې په حق کې پشتنه
(متي ۲۲:_۱۵_-_۲۲ او لوقا ۲۰:_۲۰_-_۲۶)
13 بيا اغا ځنې فريسيون او دې هيروديس طرفدورون ولاژل چې عيسیٰ په خپلې خبرې کې رو ونسي. 14 اغا روغلل او عيسیٰ ته يې وويل، ”ايستوذه! ميژ پئيژي چې ته يو رشتينائي ساړائي يې او دې ايچا طاراپ نه کې که اغا ار څوک وي بلکې په رشتيني طريقه دې خدائ دې ليارې تعليم ويرکاوې. ايا دې روم بادشا ته ټيکس ويرکاول راوو دي که نه؟ ميژ ټيکس ويرکې که نه؟“ 15 خو عيسیٰ دې يغې په منافقات پوئي شه او ورته ويې ويل، ”توسې ويلې اڅه کئ چې مو وزميئ؟ موته دې سپينې زارې يوه سيکه روړئي چې ويې کسمه.“ 16 يغې يوه سيکه روړله او يغ پشتنه ځنې وکړه: ”په دا بندې دې چا تاوصير او دې چا نوم دائي؟“ يغې ځاوب ويرکه، ”دې بادشا.“ 17 بيا عيسیٰ يغې ته وويل، ”څه چې دې بادشا دي اغا بادشا ته ويرکئ او څه چې دې خدائ دي اغا خدائ ته ويرکئ.“ اغا دې يغ په خبرې حيرون شول.
دي قيامات دې وريځې په حق کې پشتنه
(متي ۲۲:_۲۳_-_۳۳ او لوقا ۲۰:_۲۷_-_۴۰)
18 بيا صدوقيون چې دې مارګ نه ورستې دې بيا روژواندي کيدلې نه منکر وي، عيسیٰ ته روغلل او دې يغ نه يې پشتنه وکړه: 19 ”ايستوذه! موسیٰ په شريعت کې ميژ ته ليکلي دي که چيرې دې يو ساړي ورور مړ شي او بې الوده شځه ځنې پوتې شي بيا دې يغ ساړي ورور بايد دې يغې کونډې سره ورو وکو ترڅو الودينه يې پيدو شي او اغا دې يغ مړه ورور الودينه وګاڼل شي. 20 په يو وخت کې چې اووه وريڼه وي، اواليني يې ورو وکړه او بې الوده مړ شه. 21 بيا دوام ورور دې يغې شځې سره ورو وکړه، خو اغا هه بې الوده مړ شه او دې درام ورور سره هه داسې وشول. 22 اخر اووه سره مړه شول او دې ايڅ يو الود نه وشه. په ټول نه ورستې اغا شځه هه مړه شوه. 23 بيا دې قيامات په وريځ چې خالک روژواندائي کيژي اغا و دې کيم يوه شځه وي؟ ځکه چې اووه سره ورسره ورو کړيې وې.“
24 عيسیٰ يغې ته وويل، ”دې توسې غلاطي په دا کې دو چې نه دې خدائ په کلام پئيژئي او نه دې خدائ دې قدرات نه خبر يئ. 25 کله چې مړي روژواندي شي، بيا نه خو ساړي وادينه کو او نه شځې ويرکاول کيژي چې ووده شي، بلکې اغا و دې اسمون دې فرشتې په رانګ وي. 26 ايا توسې دې مړيې دې بيا روژواندي کيدلې په حق کې دې موسیٰ په تورات کې دې سوځيدينکي بيټي په کيسه کې نه دي ويلي چې خدائ څرنګې موسیٰ ته وويل: ’زه دې ابراهيم خدائ، دې اسحاق خدائ او دې يعقوب خدائ يمه‘ 27 خدائ دې مړيې خدائ نه بلکې دې ژواندائي خدائ دائي. توس ډير بې ليارې شوي يئ.“
ستر حکم
(متي ۲۲:_۳۴_-_۴۰ او لوقا ۱۰:_۲۵_-_۲۸)
28 دې شريعت يو عالم روغائي او دې يغې باحث يې وارويده او ويې ليدل چې عيسیٰ صدوقيونې ته شه ځاوب ويرکه، بيا دې عيسیٰ نه يې پشتنه وکړه، ”په ټول حکمينه کې مهم حکم کيم يو دائي؟“ 29 عيسیٰ ځاوب ويرکه، ”په ټول نه مهم حکم دا دائي: ’اې دې اسرائيلې خالکې، ووروئي! ګوشائې خدائ چې وجود لري اغا دې ميژ تيشتن خدائ دائي.‘ 30 دې خپل تيشتن خدائ سره دې زړه دې ميانځه، په خپل ټول روح، خپل ټول عقل او خپل ټول طاقات سره مينه که. 31 دوام حکم دا دائي: ’دې خپل ګاونډي سره دې خپل ځون په رانګ مينه که.‘ په دا حکمينه نه بل ستر حکم نشته.“
32 دې شريعت يغې عالمونې عيسیٰ ته وويل، ”ايستوذه، تو شه وويل، تو رشتيا وويل چې خدائ يو دائي او يغ نه وره بل خدائ نشته. 33 دې خدائ سره دې زړه دې ميانځه، ټوله پوئي او په ټول طاقات سره مينه کړل او دې خپل ځون په رانګ دې خپل ګاونډي سره مينه کړل دې ټولې سوځيدينکيې نذرانې او قربانئ نه ډير مهم دي.“ 34 کله چې عيسیٰ وليدل چې اغا په ويشورتيا سره ځاوب ويرکه بيا اغا ته يې وويل، ”ته دې خدائ دې بدشائي نه لرې نه يې.“ په اغا نه ورستې بيا ايچا دا جرات ونه که چې دې عيسیٰ نه نورې پشتنې وکو.
مسيح په داود نه ستر دائي
(متي ۲۲:_۴۱_-_۴۶ او لوقا ۲۰:_۴۱_-_۴۴)
35 کله چې عيسیٰ بيت المقدس کي تعليم ويرکاوه بيا و يې ويل، ”دې شريعت عالمون څرنګې کړائي شي چې ويائي چې مسيح دې داود زيائي دائي؟ 36 داود په خپله دې روح القدس په وسيله ويلي دي: ’تيشتن دې مو مشر ته وويل، ”دې مو شي لوس ته کشينه ترڅو دې تو ديشمنون کمه دې تو دې پشې لوندې.“‘ 37 داود په خپله مسيح ته تيشتن يائي، نو بيا څرنګې کيدائي شي چې مسيح دې داود زيائي وي؟“
ګاڼ شمير خالکې په شاوق سره دې يغ خبرې وورويدلې.
دې شريعت دې عالمونې په خلاف خبردارائي
(متي ۲۳:_۱_-_۳۶ او لوقا ۲۰:_۴۵_-_۴۷)
38 عيسیٰ دې تعليم ويرکاولې په وخت کې وويل، ”دې شريعت دې عالمونې نه ځون سوتئ. اغا دا خواشاوي چې په وژدې چوپانې کې وګرځي او په بازورينه کې ورته خالک سالوم وچاوي 39 او په عبادتخانې کې په مخکې ځائينه او په ولماستيې کې په شه ځائينه کې کشيني. 40 اغا دې کونډې مولينه خوري او دې ځون وشونې دې پوره وژدې وژدې داعوګونې کو. دې داسې خالکې سازو و دې ټولې نه ساخته وي.“
دې يوې کونډې شځې نذرانه
(لوقا ۲۱:_۱_-_۴)
41 عيسیٰ دې بيت المقدس خزونې ته مخومخ نوست و او کاتل يې چې خالکې څرنګې په اغا کې پائسې اچاولې. ډيرې مالدارې خالکې زيوتې پائسې وچاولې. 42 بيا يوه غريبه کونډه شځه روغله او دوې سيکې چې نژدې دوې ريپئ شوې په کې وچاولې. 43 عيسیٰ خپل شاګردون روغوشتل او ورته ويې ويل، ”په يقين سره زه توس ته دا يايمه چې دې غريبې کونډې دې بيت المقدس په خزونه کې دې نورې ټولې نه زيوتې پائسې وچاولې. 44 دې ځکه چې يغې ټولې اغا پائسې وچاولې چې دې يغې په ضرورات نه زيوتې وې، خو سره دې دغې چې اغا غريبه وه بيا څه چې وې ورسره او ار څه چې يغې په خپل ژوند تيروو، اغا يې ويرکړل.“