دې طالوق په حق کې دې عيسیٰ تعليم
(متي ۱۹:_۱_-_۱۲ او لوقا ۱۶:_۱۸)
1 بيا عيسیٰ دې يغ ځوئي نه راون شه او دې يهوديې سيمې ته چې دې اردن دې سيند په بله غوړه پراته دو، لوړ شه. يو وور بيا ګاڼ شمير خالک ورته روغلل او دې خپل عادات دې مخې يې يغې ته تعليم ويرکاول شيري کړل.
2 ځنې فريسيون روغلل او دې دغې دې پوره چې اغا وازموئي، بيا يې پشتنه ځنې وکړه، ”ايا دا راوو دو چې يو ساړائي دا خپله شځه طالوقه کو؟“ 3 عيسیٰ په ځاوب کې دې يغې نه پشتنه وکړه، ”موسیٰ دې دغې په حق کې توس ته څه حکم کړائي دائي؟“ 4 يغې وويل، ”موسیٰ اجازات وير کړائي دائي چې يو ساړائي کړائي شي چې خپلې شځې ته طالوق نومه ويرکو او اغا پريژدي.“ 5 خو عيسیٰ يغې ته وويل، ”موسیٰ دا حکم دې دغې دې پوره توس ته وليکه چې دې توسې زړينه ساخت وي. 6 خو دې دنيو دې پيدوئشت نه داسې وه: ’خدائ انسانون نر او شځه پيدو کړل. 7 په دا واجې بندې ساړائي خپل مور او پلور پريژدي او دې خپلې شځې سره يوځوئي شي 8 او دواسره يو سيرات شي.‘ بيا اغا و نور دوا کاسون نه بلکې يو کاس وي. 9 لکه څرنګې چې خدائ اغا سره يوځوئي کړي دي، انسان بايد اغا سره ګوشي نه کو.“
10 کله چې اغا په څټ کير ته نناوتل، بيا شاګردونې دې دغې په حق کې دې عيسیٰ نه پشتنه وکړه. 11 يغ ورته وويل، ”ار څوک چې خپله شځه طالوقه کو او دې بلې شځې سره ووده وکو بيا اغا دې خپلې اوالينئ شځې په مخ کې زنا کو. 12 په دا رانګې که يوه شځه خپل ميړه ته طالوق ويرکو او دې بل ساړي سره ووده وکو بيا اغا هه زنا کو.“
عيسیٰ واړيکيي ته براکات ويرکاوي
(متي ۱۹:_۱۳_-_۱۵ او لوقا ۱۸:_۱۵_-_۱۷)
13 خالکې عيسیٰ ته خپل واړيکي ووړکي رواستل چې خپل لوس په اغا بندې کشيژدي، خو شاګردونې اغا سپک کړل. 14 خو کله چې عيسیٰ اغا وليدل چې اغا څه کو بيا خاپه شه او خپلې شاګردونې ته يې وويل، ”واړيکي پريژدئي چې موته روشي، اغا مه مانې کاوئي، دې ځکه چې دې خدائ بدشائي دې داسې خالکې دو. 15 په يقين سره زه توس ته دا يايمه ار څوک چې دې خدائ بدشائي دې يوه واړيکي په څير ونه مني اغا و ايڅ کله هه وير دننه نه شي.“ 16 بيا عيسیٰ واړيکي په غيژ کې ونيول او خپل لوس يې دې يغې په سرينه بندې کشياش او اغا ته يې براکات ويرکه.
مالدار خالک او دې خدائ بدشائي
(متي ۱۹:_۱۶_-_۳۰ او لوقا ۱۸:_۱۸_-_۳۰)
17 کله چې عيسیٰ په خپله ليار راون و بيا يوه ساړي رومنډه کړل او دې يغ په مخکې په ګينډې شه او پشتنه يې ځنې وکړه، ”اې نيکه ايستوذه! زه بايد څه وکمه چې تل پوتې ژواندين وګاټمه؟“ 18 عيسیٰ يغ ته وويل، ”ويلې مو ته نيک يائې؟ بې دې خدائ نه بل ايڅوک نيک نه دائي. 19 ته په حکمينه بندې پئيژې: زنا مه که، قاتل مه که، غلا مه که، په درويغې شائدي مه ويرکاوه، ټاګي مه که او دې خپل مور او پلور عزت که.“ 20 يغ ساړي ځاوب ويرکه، ”ايستوذه، مو دې ځوونئ دې وخت نه په دا ټول حکمينه بندې عمل کړائي دائي.“ 21 عيسیٰ يغ ته وکاتل او په يغ بندې يې مينه روغله او ورته ويې ويل، ”په تو کې دې يوه شي کامائي شته، لوړ شه ار څه چې لرې اغا خارڅ که او پائسې يې غريبون ته ويرکه بيا و ته په اسمون کې خزونې ولرې او بيا روشه دې مو پيروي وکه.“ 22 په داغا خبره دې يغ څيره باداله شوه او غمجن لوړ شه، ځکه چې اغا ډير مالدار ساړائي و.
23 عيسیٰ خو او شو وکاتل او خپلې شاګردونې ته يې وويل، ”مالداري خالک ته دې خدائ په بدشائي کې نناواتل څومره ګرون کور دائي.“ 24 شاګردون دې يغ په خبرې حيرون شول، خو عيسیٰ يورې بيا يغې ته وويل، ”اې باچيونې، دې خدائ بدشائي ته نناواتل څومره ګرون کور دائي. 25 دې ستنې په سروي بندې دې ايش تيريدل اسون دي په دا نه چې يو مالدار ساړائي دا دې خدائ بدشائي ته وير نناوځي.“ 26 شاګردون ډير زيوت حيرون شول او يو بل ته يې وويل، ”بيا څوک کړائي شي چې خلوصين مينده کو؟“ 27 عيسیٰ يغې ته وکاتل او ويې ويل، ”دې انسان دې پوره دا ګرونه دو خو دې خدائ دې پوره نه، دې ځکه چې دې خدائ دې پوره ار څه ممکن دي.“ 28 بيا پطروس يغ ته وويل، ”وکسه، ميژ ار څه پريشي دي او په تو پسې راون شوي يې.“ 29 عيسیٰ وويل، ”په يقين سره زه توس ته دا يايمه ار چا چې دې مو او دې مو دې زري دې رساولې په خاطر خپل کير يا خپل وريڼه يا خوانديې يا مور او پلور يا خپل الودينه يا خپلې منځکې پريشيې وي، 30 په داغا دنيو کې و ويس اغا سل ګينه لوس ته روري. اغا و سل ګينه کورينه، وريڼه، خوانديې، مانديې، الودينه او منځکې لوس ته روري او دې دغې سره و وځوريژي او په اخيرات کې و تل پوتې ژواندين مينده کو. 31 خو ډير چې ويس اوال دي اغا و اخير شي او ډير چې ويس اخير دي اغا و اوال شي.“
عيسیٰ دې درام وور دې پوره دې خپل مارګ په حق کې پيشګوئي کو
(متي ۲۰:_۱۷_-_۱۹ او لوقا ۱۸:_۳۱_-_۳۴)
32 عيسیٰ دې خپلې دولاسې شاګردونې سره دې يروشلم په ليار راون و او عيسیٰ په شاګردون نه مخته راون و. شاګردون حيرون پوتې وي او کيم خالک چې په يغې پسې راون وي وډاريدل. عيسیٰ يور بيا خپل دولاس شاګردون ګوشي کړل او ورته ويې ويل چې په يغ بندې و کيمه پيشه کيژي. 33 او يغې ته يې وويل، ”کسئ، ميژ ويس يروشلم ته څي او دې انسان زيائي و مشرون امامون او دې شريعت عالمون ته په لوس ويرکړلائي شي. او اغا و په دې مارګ حکم وکو او غير يهوديونې ته و يې وسپوري. 34 اغا و په يغ بندې مالانډې ووائي، لياړې و وير توئي کو، په کوړې و يې ووائي او مړ و يې کو، خو درې وريځې ورستې و بيا روژواندائي شي.“
دې يعقوب او يوحنا غوشتنه
(متي ۲۰:_۲۰_-_۲۸)
35 بيا دې زبدي زامن يعقوب او يوحنا عيسیٰ ته ويراغلل او ورته ويې ويل، ”ايستوذه، ميژ چې څه دې تونه غوړي اغا دې ميژ دې پوره وکه.“ 36 عيسیٰ دې يغې نه پشتنه وکړه، ”دې مونه څه غوړئي چې درته ويې کمه؟“ 37 يغې ورته وويل، ”کله چې ته دې خپل جلال نه ډاکې بدشايئ په تخت بندې کشينې بيا ميژ ته اجازات روکه چې يو دې شي لوس او بل دې ګڅ لوس ته کشيني.“ 38 عيسیٰ يغې ته وويل، ”توس نه پئيژئي چې څه غوړئي. کيمه پيوله* چې زه يې تشمه، توس اغا تشلائي شئ او يا کيمه بپتسمه چې موته روکاول کيژي توس يې وخستائي شئ؟“ 39 يغې ځاوب ويرکه، ”اې، ميژ يې کړائي شي.“ عيسیٰ يغې ته وويل، ”کيمه پيوله چې زه تشمه، توس و يې وتشئ او کيمه بپتسمه** چې زه يې وخلمه، توس و يې هه وخلئ. 40 خو دا دې مو په اختيار کې نه دي چې څوک و دې مو شي يا کيڼ لوس ته کشيني. دا ځائينه دې يغې خالکې دې پوره دي چې دې مخته نه ورته تايور شوي دي.“
41 کله چې نور لاس شاګردون دې دغې نه خبر شول، بيا دې يعقوب او يوحنا نه خفا شول. 42 بيا عيسیٰ اغا روغوشتل او ورته ويې ويل، ”توس پئيژئي چې کيم خالک دې غير يهوديونې حاکمون ګاڼل کيژي، اغا په خپل خالک بندې مشري کو او مشرون يې ورته خپل زور وشائي. 43 خو په توس کې دا داسې نه وي، که په توس کې څوک غوړي چې مشر شي بيا اغا دا دې توسې ټولې خيذماتګور شي 44 او په توس کې چې څوک غوړي چې مشر شي، بيا اغا دا دې توسې ټولې خيذماتګور شي. 45 دې ځکه چې دې انسان زيائي دې دغې دې پوره ندائي روغلائي چې خيذمات يې وشي بلکې دې نورې خيذمات وکو او خپل ژوند دې ډيرې خالکې دې پوره قربان کو.“
عيسیٰ بارتيماوس سترګاور کاوي
(متي ۲۰:_۲۹_-_۳۴ او لوقا ۱۸:_۳۵_-_۴۳)
46 بيا اغا دې اريحا شار ته روغلل او کله چې عيسیٰ دې خپلې شاګردونې او ګاڼ شمير خالکې سره دې شار نه واتل بيا يو ړيند سولګار چې بارتيماوس نوميده او دې تيماوس زيائي و دې ساړک په غوړه نوست و. 47 کله چې اغا خبر شه چې دا ناصري عيسیٰ دائي، بيا يې په سيرې بريد وکه، ”اې عيسیٰ، دې داود زامنه! په مو بندې راحم وکه.“ 48 ډيرې خالکې اغا سپک که او ورته ويې ويل چې غلائي شه، خو يغ نورې هه سيرې والې، ”اې دې داود زامنه، په مو بندې راحم وکه.“ 49 عيسیٰ ودريده او ويې ويل، ”يغ ته ژاغ وکئ چې روشي.“ يغې اغا ساړي ته ژاغ وکه او ورته ويې ويل، ”خواشول پنډيژه، چګيژه، اغا دې غوړي.“ 50 بيا يغ خپل څاپينړائي يو طاراپ ته سنړ ويه، دې خپل ځوئي نه روچګ شه او عيسیٰ ته روغائي. 51 عيسیٰ يغ ته وويل، ”دې مو نه څه غوړې چې درته ويې کمه؟“ يغ ړونده ساړي ځاوب ويرکه، ”اې مو ايستوذه، زه غوړمه چې په څټ بيا سترګاور شمه.“ 52 عيسیٰ يغ ته وويل، ”ويرڅه، ته خپل ايمون روغ کړې.“ په مخ اغا سترګاور شه او په عيسیٰ پسې راون شه.