1 عيسیٰ زيوته کړه، ”په يقين سره زه توس ته دا يايمه چې دولته ځنې داس خالک ويلوړ دي چې تر يغې پوره و مړه نه شي ترڅو يې چې دې خدائ بدشائي چې په قدرات سره و روشې ليدليې نه وي.“
دې عيسیٰ دې څيرې بدليدل
(متي ۱۷:_۱_-_۱۳ او لوقا ۹:_۲۸_-_۳۶)
2 شپيژ وريځې ورستې عيسیٰ پطروس، يعقوب او يوحنا دې ځون سره وخاستل او يو چګ غره ته يې بوتلل چې وولته ګوشي پنډ شي. وولته دې يغې په مخکې دې عيسیٰ څيره بادله شوه. 3 او دې يغ جومې سپينې وچړکيدلې، داسې سپينې چې دې منځکې په مخ ايچا داسې نه شول سپيناولائي. 4 بيا يغې الياس نبي او موسیٰ وليدل چې دې عيسیٰ سره يې خبرې کړلې. 5 پطروس عيسیٰ ته وويل، ”ايستوذه! څومره شه دو چې ميژ دولته يې. روڅئ چې درې خيمې جوړې کي: يوه توته، يوه موسیٰ ته او يوه الياس ته.“ 6 پطروس نه پئيده چې څه يائي، ځکه چې اغا ټول ډاريدلي وي.
7 بيا يوه وريځ روشکاره شوه او په اغا بندې يې سيوره وکړه او دې يغې وريځې نه يو اووز روغائي چې ويل يې، ”دا دې مو ګرون زيائي دائي، يغ ته غوژ ونسئ.“ 8 يغې په مخ مخته او څټ ته وکاتل خو ايڅوک يې نه وليدل، خالي عيسیٰ دې دئ سره و.
9 کله چې اغا دې غره نه روکيزيدل بيا عيسیٰ يغې ته امر وکه، ”څه هه چې ليدلي دي دې يغې په حق کې دې يغه پرا ايچا ته څه مه يايئ ترڅو پرا چې دې انسان زيائي په څټ دې مړه نه روژواندائي شوائي نه وي.“ 10 يغې دا خبره دې خپل ځون سره وسوتله او په خپله کې سره باحث کوو چې دې مړينيې نه دې بيا رو ژوانديده څه معنی دو. 11 بيا يغې دې عيسیٰ نه پشتنه وکړه، ”دې شريعت عالمون ويلې يائي چې اوال و الياس نبي روشي؟“ 12 عيسیٰ ځاوب ويرکه، ”اې خامخا، الياس و اوال روڅي چې ار څه سام کو. خو بيا ويلې دې خدائ په کلام کې ليکل شوي دي چې دې انسان زيائي و ډير کړاوينه وزغمي او په الک نظير و ورته وکاتل شي؟ 13 خو زه توس ته يايمه چې الياس روغلائي دائي او لکه څرنګې چې دې يغ په حق کې ليکل شوي دي، خالکې چې ار څه غوشتل دې يغ سره يې وکړل.“
عيسیٰ يوه پيريونې نيولي ژڼکي ته شفا ويرکاوي
(متي ۱۷:_۱۴_-_۲۱ او لوقا ۹:_۳۷_-_۴۳)
14 کله چې عيسیٰ او دې يغ درې شاګردون په څټ نورې شاګردونې ته روغلل بيا ويې ليدل چې ګاڼ شمير خالک دې يغې شو او خو ويلوړ دي او دې شريعت عالمون دې يغې سره باحث کو. 15 څرنګې چې خالکې عيسیٰ وليده بيا ډير حيرون شول او په منډه منډه ستړي ماشي ته ويراغلل. 16 عيسیٰ دې شاګردونې نه پشتنه وکړه، ”دې څه شي په حق کې دې يغې سره باحث کئ؟“ 17 دې ګاڼې ګيڼې نه يو ساړي ځاوب ويرکه، ”ايستوذه، مو خپل زيائي توته رواستلائي دائي. اغا پيريونې نيولائي او خبرې نه شي کړائي. 18 کله چې په يغ بندې پيريون روشي بيا په منځکه يې روولي او دې خولې نه يې ځاګينه راون وي، خپل غوشينه چيچي او سيرات يې نيغ شي. دې تو دې شاګردونې نه مې وغوشتل چې پيريون ځنې وبوسي خو يغې ونه شول کړائي.“
19 عيسیٰ په ځاوب کې وويل، ”اې دې دغې زمونې بې ايمونه نسله! دې څو پره و زه دې توسې سره ومه؟ دې څو پره و توس ته حوصله کمه؟ اغا ژڼکائي موته روالئ.“ 20 بيا يغې اغا ژڼکائي عيسیٰ ته رواست. څرنګې چې پيري عيسیٰ وليد په مخ په ژڼکي بندې چپه روغله. اغا په منځکه ولويده، ايلې دولې چخړيده او دې خولې نه يې ځاګينه وواتل. 21 عيسیٰ دې ژڼکي دې پلور نه پشتنه وکړه، ”څومره وخت شي چې ژڼکائي په دا حال دائي؟“ يغ ځاوب ويرکه، ”دې وړيکولي نه. 22 څو څو ووره يې اغا په يور او په يبه کې سنړ والائي دائي چې مړ يې کو. خو که ته څه کړائي شې بيا په ميژ راحم وکه او مراسته روسره وکه.“ 23 عيسیٰ وويل، ”ته ويلې يايې چې که ته څه کړائي شې؟ ار څوک چې ايمون لري دې يغ دې پورا ار څه ممکن دي.“ 24 په مخ دې ژڼکي پلور سيرې کړې، ”زه ايمون لارمه، خو ايمون مې کمزورائي دائي. دې مو سره مراسته وکه چې ايمون مې مضبيط شي.“ 25 کله چې عيسیٰ وليدل چې دې خالکې ګاڼه ګيڼه زيوتيژي بيا يغ پيرائي سپک که او ورته ويې ويل، ”اې ګونګه او کيڼه پيريا، زه توته امر کمه چې دې يغ نه رو وځه او بيا ايڅ کله مه ويرنناوځه.“ 26 پيري سيرې کړې او ژڼکائي يې ډير ژوبل که او بيا ځنې ووت. ژڼکائي دې مړه غوندې ليده شه او ډيرې ويل چې، ”اغا مړ دائي.“ 27 خو عيسیٰ اغا په لوس ونيوه او اغا يې پورته که او ژڼکائي ودريده.
28 عيسیٰ کير ته لوړ شه او کله چې وولته نور څوک نه وي شاګردونې يې پشتنه ځنې وکړه، ”ميژ ويلې نه شول کړائي چې اغا پيرائي وبوسي؟“ 29 عيسیٰ ځاوب ويرکه، ”دا رانګې پيريون خالي په داعو واتائي شي.“
عيسیٰ يورې بيا دې خپل مارګ په حق کې خبرې کو
(متي ۱۷:_۲۲، ۲۳ او لوقا ۹:_۴۳_-_۴۵)
30 عيسیٰ او شاګردون يې دې يغ ځوئي نه لوړل او دې جليل په ليار يې سفر شيري که. عيسیٰ دا نه غوشتل چې څوک په خبر شي چې اغا چيرته دائي، 31 ځکه چې يغ خپلې شاګردونې ته تعليم ويرکاوه او يغې ته يې ويلل، ”دې انسان زيائي و خالک ته په لوس ويرکړائي شي او اغا و يې وويژني خو درې وريځې ورستې و بيا روژواندائي شي.“ 32 خو اغا نه شول پوئي چې دې دغې خبرې معنی څه دو او ډاريدل چې پشتنه ځنې وکو.
په ټول نه ستر څوک دائي؟
(متي ۱۸:_۱_-_۵ او لوقا ۹:_۴۶_-_۴۸)
33 بيا اغا کپرناحوم ته روغلل او کله چې عيسیٰ کير ته نناوت بيا يې دې خپلې شاګردونې نه پشتنه وکړه، ”په ليار کې مم دې څه شي په حق کې باحث که؟“ 34 خو يغې ځاوب وير نه که، ځکه چې دئ په ليار کې دې يو بل سره باحث که چې په ټولې کې ستر څوک دائي. 35 عيسیٰ کشينوست او دولاس شاګردون يې روغوشتل او ورته ويې ويل، ”که څوک غوړي چې اوال شي اغا دا خپل ځون په ټول نه دې څټه کو او دې ټولې خيذماتګورائي دا شي.“ 36 بيا يغ يو واړيکائي رواست او دې يغې په ميانځ کې يې ودروو. اغا يې په غيژ کې ونيو او اغا ته يې وويل: 37 ”ار څوک چې دې مو په نوم داسې يو وړيکنکائي قابيل کو بيا يغ زه قابيل کړائي يمه او ار څوک چې مو قابيل کو بيا يغ خالي زه نه بلکې اغا څوک يې قابيل کړائي دائي چې زه يې رولژلئ يمه.“
څوک چې دې ميژ مخالف نه دائي اغا دې ميژ ملګرائي دائي
(لوقا ۹:_۴۹_-_۵۰)
38 يوحنا عيسیٰ ته وويل، ”ايستوذه، ميژ يو ساړائي وليده چې دې تو په نوم يې پيريون ياستل خو ميژ اغا دې دغ کور نه منع که، دې ځکه چې اغا دې ميژ دې ډالې نه وه.“ 39 خو عيسیٰ ورته وويل، ”اغا مه منع کاوئي، دې ځکه داسې څوک نشته چې دې مو په نوم معجزه وشائي او بيا وکړائي شي چې په مو پسې بد وويائي. 40 دې ځکه څوک چې دې ميژ خلاف نه دائي اغا دې ميژ سره دائي. 41 په يقين سره زه توس ته دا يايمه چې ار څوک چې توسې ته په دا خاطر چې دې مسيح پيروکارون يئ يوه پيوله يبه دير کو بيا و اغا بې اجره پوتې نه شي.
دې ګناه په خلاف خبر دارائي
(متي ۱۸:_۶_-_۹ او لوقا ۱۷:_۱_-_۲)
42 که چيرې څوک دې دغې خالکې نه چې دې دغ وړيکنکي په رانګ په مو بندې ايمون لري کيم يو بې ليارې کو، بيا دې يغ دې پوره و دا شه وي چې دې ژراندې پل وير ته په غوړه کې وچاول شي او داريوب ته سنړ والل شي. 43 که چيرې دې تو لوس دې تو دې ګناه سبب وګرځي بيا اغا پرې که، دې ځکه چې دې تو دې پوره و دا شه وي چې دې يو لوس سره تل پوتې ژواندين ته ليار پيدو کې، نه دا چې دې دوې سرې لوسينې سره ديژاخ ته لوړ شې يعني اغا يور ته چې ايڅ کله نه مړ کيژي، 44 [اغا ځوئي ته چې چمجي يې نه مړه کيژي او يور يې نه مړ کيژي.] 45 که چيرې دې تو پشه دې تو دې ګناه سبب وګرځي، بيا اغا پرې که. دې ځکه چې دا شه دو چې دې يوې پشې سره تل پوتې ژواندين ته ليار پيدو کې، نه دا چې دوې سارې پشې دې روغې وي او ديژاخ ته وچاول شې، 46 [اغا ځوئي ته چې چمجي يې نه مړه کيژي او يور يې نه مړ کيژي.] 47 او که چيرې دې تو سترګه دې تو دې ګناه سبب شي بيا اغا وبوسه، ځکه چې تو دې پوره و دا شه وي چې دې يوې سترګې سره دې خدائ بدشائي ته نناوځي، نه دا چې دې دوې سترګې سره ديژاخ ته سنړ والل شې، 48 اغا ځوئي ته چې چمجي يې نه مړه کيژي او يور يې نه مړ کيژي.
49 ځکه چې ار څوک و په يور بندې پوکيژي***. [په ټولې نذرانې بندې دا مولګه وچاول شي.] 50 مولګه شه شائي دائي، خو که مولګه خپل خواند دې لوسه ويرکو بيا اغا و څرنګې په څټ خپل خواند پيدو کو؟ په خپل ځونينه کې دې مولګې خصلت ولرئي او دې يو بل سره په امن کې ژوند تيراوئي.“