عيسیٰ څالور زره کاسون ته ماړئي ويرکاوي

(متي ۱۵:_۳۲_-_۳۹)

1 په اغا وريځې کې يورې بيا ګاڼ شمير خالک روټول شول او دې يغې دې پوره دې خواړلي ايڅ شائي نه وي، بيا عيسیٰ خپل شاګردون روغوشتل او ورته ويې ويل: 2 ”په دا خالک بندې دې مو زړه سويځي، ځکه چې درې وريځې کيژي اغا دې مو سره دي او ايڅ شائي ورسره نشته چې ويې خوري. 3 که چيرې اغا وژي خپل کورينه ته ريخصات کمه بيا و په ليار کې بې ووله شي، ځکه چې په اغا کې ځنې دې لرې ځايونې نه روغلي دي.“

4 شاګردونې يې ځاوب ويرکه، ”په دا داشته کې څوک دامره ډير خالک ته ماړئي ويرکاولائي شي؟“

5 عيسیٰ پشتنه وکړه، ”دې توسې سره څو ماړئي دي؟“ يغې ځاوب ويرکه، ”ووه ماړئي.“

6 بيا عيسیٰ خالکې ته وويل چې په منځکه کشيني. بيا يې اغا ووه ماړئي روخاستلې، دې خدائ شکر يې ويوسته، ماړئي يې موتې کړلې او شاګردونې ته يې ويرکړلې چې په خالک کې يې وويشي او شاګردونې داس وکړل. 7 دې يغې سره يو څو واړيکي کابون هه وي. عيسیٰ په اغا هه شکر ويوسته او شاګردونې ته يې وويل چې اغا هه وويشي. 8 خالکې اغا وخواړل او ټول په موړه شول او دې ماړئي دې پوتې شويې ټکړې نه ووه ټوکرئي ډاکې شوې. 9 په يغ ځوئي کې نژدې څالور زره کاسون وي. عيسیٰ اغا ريخصات کړل، 10 او په مخ دې خپلې شاګردونې سره په کشتئ کې سور شه او دې دلمانوته سيمې ته لوړ شه.

دې فريسيونې دې طاراپ نه دې معجزې غوشتنه

(متي ۱۶:_۱_-_۴)

11 فريسيون روغلل او دې عيسیٰ سره يې باحث شيرې که او دې دغې دې پوره چې اغا وازموئي بيا دې يغ نه يې وغوشتل چې دئ ته يوه اسموني معجزه وشائي. 12 يغ يو سوړ اسويلائي ويوست او ويې ويل، ”دې دغې زمونې خالک ويلې معجزه غوړي؟ په يقين سره زه توس ته دا يايمه چې دغې خالکې ته و ايڅ يوه معجزه نه شي وشلولائي.“ 13 بيا عيسیٰ اغا پريشول او په څټ په کشتئ کې کشينوست او دې داريوب بلا غوړه ته لوړ شه.

دې فريسيونې او هيروديس دې تعليم نه لرې ګرځئ

(متي ۱۶:_۵_-_۱۲)

14 شاګردونې دا وير کړي وي چې دې ځون سره ماړئي يوسي او په کشتئ کې دې يغې سره ګوشي يوه ماړئي وه. 15 عيسیٰ يغې ته امر وکه او ويې ويل، ”پام کئ، دې فريسيونې او هيروديس دې خميرې نه و ځونينه سوتئ.“ 16 بيا شاګردونې په خپل ميانځ کې سره باحث شيري که او ويې ويل، ”اغا ځکه دا خبره کو چې ميژ سره ماړئي نشته.“

17 عيسیٰ پوئي شه چې اغا څه يائي، بيا دې يغې نه يې پشتنه وکړه، ”توس ويلې په دا حق کې باحث کئ چې ماړئي درسره نشته؟ ايا توس دې ويسه پره نه يئ خبر او نه پئيژئي؟ ايا دې توسې زړينه ساخت شوي دي؟ 18 توس سترګې لرئي خو ليدلئ نشئ او غوژينه لرئي خو ارويدلائي نشئ؟ ايا توس ته يود نه دي 19 چې کله مو پينځه ماړئي په پينځه زره کاسونې ويشلې بيا توسې دې يغې پوتې شويې ماړئي دې ټکړې نه څو ټوکرئي ډاکې کړې؟“ يغې وويل، ”دولاس ټوکرئي.“ 20 بيا عيسیٰ پشتنه وکړه، ”چې کله مې ووه ماړئي په څالور زره کاسونې وويشلې، دې يغې پوتې ټکړې نه مو څو ټوکرئي ډاکې کړې؟“ يغې وويل، ”ووه ټوکرئي.“ 21 بيا عيسیٰ وويل، ”توس دې ويسه هه نه پئيژئي؟“

عيسیٰ په بيت صيدا کې يو ړيند ته شفا ويرکاوي

22 عيسیٰ او شاګردون يې بيت صيدا ته وراسيدل. وولته ځنې خالکې عيسیٰ ته يو ړيند ساړائي رواست او يغ ته يې زوري وکړه چې په يغ بندې خپل لوس کشيژدي. 23 عيسیٰ اغا ړيند په لوس ونيوه او دې کلي نه يې دې ورچانې بوته. بيا يې دې يغ په سترګې بندې لياړې پورې کړلې او خپل لوسينه يې په کشيشول او پشتنه يې ځنې وکړه، ”ايا څه شائې وينې؟“ 24 دې يغ سترګې بينه شويې وې او ويې ويل، ”اې، زه خالک وينمه چې ګرځي او روګرځي، خو اغا روته دې ونې په رانګ ليده شي.“ 25 عيسیٰ يورې بيا دې يغ په سترګې بندې لوسينه کشيشول او اغا پيره بينه شه، دې سترګې نظير يې په څټ شه شه او ار څه يې شه ليدل. 26 عيسیٰ اغا خپل کير ته ريخصات که او ورته ويې ويل، ”ته کړائي شې چې په څټ خپل کير ته لوړ شې، خو په کلي کې ما ګرځه.“

دې عيسیٰ په حق کې دې پطروس اقرار

(متي ۱۶:_۱۳_-_۲۰ او لوقا ۹:_۱۸_-_۲۱)

27 بيا عيسیٰ او شاګردون يې دې قيصريې فيليپوس شو او خو کلي ته لوړل. اغا په ليار کې دې خپلې شاګردونې نه پشتنه وکړه، ”خالک څه يائي چې زه څوک يمه؟“ 28 يغې ځاوب ويرکه، ”ځنې يائي چې ته بپتسمه ويرکاوينکائي يحيیٰ يې، ځنې يائي چې الياس نبي يې او نور يائي چې دې پيغمبرونې نه يو پيغمبر يې.“ 29 بيا عيسیٰ پشتنه وکړه، ”توس څه يايئ چې زه څوک يمه؟“ پطروس ځاوب ويرکه، ”ته مسيح يې.“ 30 بيا عيسیٰ اغا ته په کلا که حکم وکه چې دې يغ په حق کې دا ايچاته څه نه يائي.

عيسیٰ دې خپلې کړاوينې او مارګ په حق کې پيشګوئي کو

(متي ۱۶:_۲۱_-_۲۸ او لوقا ۹:_۲۲_-_۲۷)

31 بيا عيسیٰ خپلې شاګردونې ته تعليم ويرکاول شيري کړل چې دې انسان زيائي و خامخا زيوت کړاوينه وزغمي او دې يهوديونې دې مشرونې، مشرونې امامونې او دې شريعت دې عالمونې دې خو نه و راد کړائي شي او وه و ويژنل شي او په درمه وريځ و روژواندائي شي. 32 يغ په دا حق کې جاواتې خبرې وکړې. بيا پطروس اغا ګوشائي که او دې داسې خبرې نه يې مانې که. 33 خو عيسیٰ مخ رووړوه او خپلې شاګردونې ته يې وکاتل او پطروس يې سپک که او ورته ويې ويل، ”دې مو دې مخ نه لرې شه شيطونه! ته دې انسانونې په رانګ فکر کې، نه دې خدائ په رانګ.“

34 بيا عيسیٰ خالک او خپل شاګردون روغوشتل او اغي ته يې وويل، ”که څوک غوړي چې دې مو دې ليارتلينکيې نه شي، بيا بايد دې خپل ځون نه تير شي، خپل صليب دې روخلي او په مو پسې دا روڅي. 35 دې ځکه څوک چې غوړي چې خپل ځون وسوتي بيا اغا و دې لوسه ويرکو، خو که څوک دې مو او دې مو دې زري په خاطر خپل ژوند دې لوسه ويرکو بيا اغا و يې وژغوري. 36 دې يو چا دې پوره و څه ګاټه وي چې ټوله دنيو لوس ته روري خو خپل ځون دې لوسه ويرکو؟ 37 انسان دې خپل ژوند په بادال کې څه شائي ويرکاولائي شي؟ 38 که څوک په دا بې ايمونه او ګناه ګوره زمونه کې په مو او ليا دې مو په کلام شرميژي، بيا دې انسان زيائي چې کله دې خپل پلور په جلال کې دې پوکې فرشتې سره روڅي، په اغا وشرميژي.“

Sorry, no results.
Please try another keyword