دې خدائ حکمينه دې نيکونې دې رواياتينې نه چګ دي
(متي ۱۵:_۱_-_۹)
1 ځنې فريسيون او دې شريعت عالمون چې دې يروشلم نه روغلي وي، دې عيسیٰ نه ايلې دولې روبادال شول. 2 يغې وليدل چې دې يغ ځنې شاګردونې په خيرن لوسينه ماړئي وخواړله.
3 فريسيونې او يهوديونې دې يغا پره ماړئي نه خواړله چې دې څو پره يې خپل لوسينه دې خپلې نيکونې دې ريواياتې سره نه وي وينځلي. 4 کله و چې دې بازور نه دئ روتلل بيا دې يغا پورې چې غسل و يې نۀ وې کړي، ايڅ شائي و يې نه خوړه. او نور ډير رواجينې و يې مانل لکه دې پيولې، ديګي او دې ګيلټې لوشي وينځل.
5 بيا فريسيونې او دې شريعت عالمونې دې عيسیٰ نه پشتنه وکړله، ”دې تو شاګردون ويلې دې ميژ دې نيکونې په رواجينه بندې عمل نه کو، بلکې په خيرن لوسينه بندې ماړئي خوري؟“
6 عيسیٰ ځاوب ويرکه، ”اشعيا نبي په حقا و چې دې توسې منافقونې په حق يې پيشګوئي کړيې وه، لکه څرنګې چې يغ ليکلي وي:
دا خالک په خوله دې مو عزت کو خو زړينه يې دې مو نه لرې دي. 7 دې يغې عبادت ګاټه نه لري، دې ځکه چې اغا دې خدائ دې حکمينې په ځوئي دې انساني حکمينې تعليم ويرکاوي.
8 خو توسې دې خدائ حکمينه پريشي دي او په انساني رواياتينه بندې عمل کئ.“ 9 عيسیٰ اغا ته دا هه وويل، ”توسې دې خدائ دې حکمينې دې رداولې دې پوره شه ليار ميندليې، تر څو په خپلې رواجينې بندې عمل وکئ. 10 دې ځکه موسیٰ ويلي دي چې دې خپل مور او پلور عزت که او ار څوک چې خپل مور او پلور ته زياړې وکو، بايد وويژنل شي. 11 خو توس يايئ چې که چيرې څوک خپل مور او پلور ته ويائي چې زه دې توسې سره مراسته نه شمه کړائي، ځکه کيم څه چې پچار وي چې توس ته مې دير کړي وائي مو نذر مانلائي دائي چې اغا دې خدائ په نوم ويرکمه، 12 بيا په دا رانګې توس اغا نور نه پريژدئي چې دې خپل مور او پلور سره مراسته وکو. 13 بيا دې خپل دود او دستور په خاطر دې خدائ کلام ته دريندولا نه ويرکاوئي. او توسې نورې داسې ډيرې چارې کئ.“
اغا شايون چې دې انسان دې ناپوکئ سبب ګرځي
(متي ۱۵:_۱۰_-_۲۰)
14 عيسیٰ يورې بيا خالک رو وغوشتل او ورته ويې ويل، ”توسې ټول دې مو خبرې ته غوژ ونسئ او ځون وربندې پوئي کئ. 15 ايڅ داسې شائي نشته چې انسان يې وخوري او وربندې ناپوک شي، خو کيمې بدې خبرې چې دې انسان دې زړه نه رو وځي اغا انسان ناپوک کاوي. 16 که څوک غوژينه لري بيا اغا دا ووروي.“
17 کله چې عيسیٰ دې خالکې نه ريخصات شه او کير ته نناوته، بيا شاګردونې يې دې دغ مثال په حق کې دې يغ نه پشتنه وکړه. 18 عيسیٰ يغې ته وويل، ”ايا توسې هه دې نورې په رانګ ناپوئي يئ؟ ايا نه پئيژئي چې کيم شائي دې ورچانې نه دې انسان سيرات ته نناوځي، نه شي کړائي چې اغا ناپوک کو. 19 ځکه چې دا خواروک دې يغ زړه ته نه نناوځي بلکې دې يغ ګډه ته څي او ورستې بيا دې سيرات نه ووځي.“ په دا خبره عيسیٰ ټول خوړه الول که.
20 او يغ زيوته کړه، ”څه چې دې انسان دې ننه نه رووځي اغا په ناپوک کيژي. 21 دې ځکه چې دې انسان دې زړه نه بد خيالينه، جنسي بد_اخلاقي، غلا، قاتل، 22 زناکوري، حرص، بدي، ټاګي، شهوت_پرستي، نيت کمي، تومات لګاول، تکابور او بې عقلې رووځي. 23 دا ټول بد شايون دې ننا نه رووځی او انسان ناپوکه کاوي.“
دې يوې غيريهودي شځې ايمون
(متي ۱۵:_۲۱_-_۲۸)
24 بيا عيسیٰ دې يغ ځوئي نه راون شه او دې صور سيمې ته لوړ شه. اغا يوه کير ته ويراغائي او نه يې غوشتل چې څوک په پوئي شي چې اغا وولته دائي، خو ويې نه شول کړائي چې پټ پوتې شي. 25 په مخ يوه شځه چې لير يې پيريونې نيولې وه دې عيسیٰ نه خبره شوه او روغله او دې يغ په پشې کې ولويدله. 26 اغا شځه يونانۍ وه او دې سوريې دې فينيقيې په سيمه کې زيژيدليې وه. يغې عيسیٰ ته زورئي وکړلې چې دې لير نه يې پيريون وبوسي. 27 خو عيسیٰ يغې ته وويل، ”پريژده چې اوال واړيکي موړه شي، دا سامه ندو چې څوک دا دې واړيکي ماړئي ووخلي او سپيوني ته **يې وچاوي.“ 28 يغې ځاوب ويرکه، ”اې، شوغليه! خو دې کير سپي هه دې واړيکي دې ماړئي پوتې شويې ټکړې خوري.“ 29 بيا عيسیٰ يغې ته وويل، ”دا چې شه ځاوب دې وويه بيا خپل کير ته لوړه شه، دې تو دې لير نه پيريون واتلي دي.“ 30 کله چې اغا شځه په څټ کير ته لوړه بيا ويې ليدل چې لير يې په کاټ کې پراته دو او پيريون ځنې واتلي وي.
عيسیٰ يوه کيڼ ساړي ته شفا ويرکاوي
31 بيا عيسیٰ دې صور دې سيمې نه په څټ روغائي او دې صيدون او دکاپولس په ليار دې جليل داريوب ته لوړ شه. 32 په اغا ځوئي کې ځنې خالکې يغ ته يو ساړائي چې کيڼ و او ژبه يې هه بانديدله، رواست. يغې ورته زوري وکړه چې په يغ ساړي بندې خپل لوس کشيژدي. 33 بيا عيسیٰ اغا ساړائي دې خالکې دې ګاڼې ګيڼې نه يوه خو ته بوته او خپلې ګوتې يې دې يغ په غوژينه کې کشي شولې، بيا يې ګوتې په لياړې لامدې کړې او ژبه يې ورته لامده کړه. 34 بيا عيسیٰ اسمون ته وکاتل، اسويلائي يې ويوسته او يغ ته يې وويل، ”افتح“ يعني ”خلوص شئ.“
35 په مخ دې يغ ساړي غوژينه خلوص شول، دې ژبې بانداول يې شه شول او په رواني سره يې خبرې شيري کړې. 36 عيسیٰ يغې ته امر وکه چې دې دغې په حق کې ايچاته څه ونه يائي، خو ار څومره چې عيسیٰ اغا دې دغ کور نه مانې کاول، بيا دامره و دئ دا خبره ړانګاوله. 37 خالک ډير زيوت حيرون شوائي و او ويل يې، ”دې يغ ټول کورينه حيروناوينکي دي. دې داغا پوره يغ کانړون روغ کړل چې ووروي او ګونګون يې روغ کړل چې خبرې کو.“