دې زميندور مثال

(متي ۱۳:_۱_-_۹ او لوقا ۸:_۴_-_۸)

1 عيسیٰ يورې بيا دې داريوب په غوړه تعليم ويرکاول شيري کړل. او دامره زيوت خالک ورته روغونډ شوائي وو چې کشتئ ته ځنې لاک شه او وولته کشينوست او غونډ خالک دې داريوب په غوړه ويلوړ و. 2 يغ دئ ته په مثالينه کې ډير شايون وير زده کاول. کله چې يغ تعليم ويرکوو بيا اغا ته يې وويل: 3 ”ووروئي، په يو وخت يو زميندور دې تخم کارلې دې پوره خپل پاټي ته لوړ شه. 4 کله چې يغ تخم کوره بيا يو څو دونې په ليار کې ځنې ولويدلې. بيا مرغون روغلل او اغا يې وخواړل. 5 څه تخم په داسې منځکه کې ولويده چې تيژې وې پکې بيا اغا تخم زر روشين شه، دې ځکه چې خوره کامه وه پکې. 6 خو کله چې غورمه روخوته بيا اغا بيټي وسول او وچ شول، ځکه چې وليې يې ژاورې نه وې. 7 څه تخم په اغزي کې ولويده او کله چې اغزي ستر شول بيا بيټي يې لوندې کړل او پاصل يې نکه وير. 8 نور تخم په څاربه خوره کې ولويده او اغا روشين شه، ستر شه، او ديرش ګينه، شپيته ګينه او سل ګينه پاصل يې ويرکه.“

9 بيا عيسیٰ وويل، ”که څوک غوژينه لري بيا اغا دا ووروي.“

دې مثالينې مانه

(متي ۱۳:_۱۰_-_۱۷ او لوقا ۸:_۹_-_۱۰)

10 کله چې عيسیٰ ګوشائي شه بيا دولاس شاګردون او نور خالک چې ورسره ملګري وي دې يغ نه پشتنه وکړه چې دې دغې مثالينې څه معنی دو. 11 عيسیٰ ځاوب ويرکه، ”توس ته دې خدائ دې بدشائي پټ راز ديرکړائي شوائي دائي، خو نور ته ار څه په مثالينه کې ويل کيژي، 12 ترڅو دې خدائ دې کلام اغا ليکنه*** پيره شي چې يايي:

اغا و تل کسي خو څه و نه ويني، تل و ووروي خو ايڅ کله و نه په پئيژي، دې ځکه که چيرې يغې ارويدلائي او ليدلائي بيا و دې خدائ خو ته روګرځيدلي وائي او باخش شوي و وائي.“

دې زميندور دې مثال سپيناوئ کړل

(متي ۱۳:_۱۸_-_۲۳ او لوقا ۸:_۱۱_-_۱۵)

13 بيا عيسیٰ يغې ته وويل، ”توسې چې په دا مثال نه پئيژئي، بيا و په نور مثالينه څرنګې پوئي شئ؟ 14 زميندور دې خدائ کلام ړانګاوي. 15 ځنې خالک دې يغ تخم په رانګ دي چې په ليار کې لويژي، څرنګې چې کلام ووري بيا په مخ شيطون روشي او کيم کلام چې دې دئ په زړينه کې کارل شوائي دائي اغا ځنې يوسي. 16 ځنې خالک دې يغ تخم په رانګ دي چې په اغا منځکه کې کارل شوائي دائي چې تيژی لري، څرنګې چې اغا کلام ووروي بيا يې په خواشولئ سره ماني. 17 خو دې دغې دې واجې چې کلام په اغا کې وليې نه وې نيوليې بيا اغا دې زيوت وخت دې پوره نه پوتې کيژي. بيا کله چې دې کلام په واجې په اغا بندې ساختي روشي يا وځاوريژي، بيا زر خپل ايمون دې لوسه ويرکو. 18 نور خالک دې يغ تخم په رانګ دي چې په اغزي کې کارل شوي وي. دا اغا خالک دي چې کلام ووروي، 19 خو کله چې دې ژوند انديشنې، دې مالدارئي سره مينه او دې نورې شايونې غوشتنې روپيدو شي بيا دې کلام مخه نسي او حاصل نه ويرکاوي. 20 نور خالک دې يغ تخم په رانګ دي چې په شې خورې کې لويدلي وي، اغا کلام ووروي او قابيل يې کو او اغا ديرش ګينه يا شپيته ګينه يا سل ګينه حاصل ويرکاوي.“

دې څروغ مثال

(لوقا ۸:_۱۶_-_۱۸)

21 بيا عيسیٰ دې دئ نه پشتنه وکړه، ”ايا توسې څروغ دې دغې دې پوره روورئي چې اغا دې کيم لوشي او ليا يې دې کاټ لوندې کشيژدئي؟ ايا اغا دې ډيوې په يشاوينکي بندې نه ژدئي؟ 22 ځکه داسې پټ شائي نشته چې جاوات نه شي او نه داسې پټ راز شته چې جاوات و نه شي. 23 که څوک غوژينه لري بيا اغا دا ووروي.“ 24 بيا يې يغې ته وويل، ”څه چې ووروئي، بيا دې اغي په حق کې پام کئ. څرنګې چې توسې يې ووروئي، په اغا اندازه و بيا ډيره پويا دير کړله شي او په اغا نه و زيوته دير کړله شي. 25 ځکه څوک چې دې مو تعليم ته غوژ نسي بيا اغا ته و نوره پويا هه ويرکړله شي، خو څوک چې ورته غوژ نه نسي، بيا اغا لژ پويا چې لري يې اغا و هه ځنې وخاستله شي.“

دې تخم دې روشنې کيدې مثال

26 عيسیٰ وويل، ”دې خدائ بدشائي داس دو لکه چې زميندور په خپل پاټي کې تخم کري. 27 اغا دې شپې وود وي او دې وريځې ويش وي، خو تخم شين کيژي او غوټيژي او اغا په نه پئيژي چې دا تخم څرنګې شين شه او ستر شه. 28 منځکه په خپله بيټي شنه کاوي او غله ويرکاوي، اوال لاړئي نسي، بيا ويژي او بيا اغا ويژي دونې نسي. 29 خو کله چې پاصل پوخ شي بيا زميندور په اغا پسې لور روووخلي ځکه چې دې پاصل دې ريبلې وخت روراسيدلائي وي.“

دې شاړشمې دې تخم مثال

(متي ۱۳:_۳۱_-_۳۲ او لوقا ۱۳:_۱۸_-_۱۹)

30 عيسیٰ وويل، ”دې خدائ بدشائي دې څه شي سره بروباره کاولائي شي او يا دې يغې پوره کيم مثال ويائي؟ 31 دې خدائ بدشائي دې شاړشمې دې تخم په رانګ دو چې په منځکه کې کارل کيژي او دې منځکې په مخ دې ټولې تخمينې دې دونې نه ډير واړيکائي دائي. 32 خو کله چې وکارل شي، بيا اغا غوټيژي او دې ټولې بيټيې نه چګ شي او څونګې يې دامره غوټې شي چې مرغون کړائي شي چې مانځولې پکې جوړې کو.“

33 عيسیٰ و په داسې ډير مثالينه سره خالکې ته خپل پيغام ويراسوو، ترڅو چې اغا وکړائي شي چې په پوئي شي. 34 يغ و دې خالکې سره بې مثالينې نه خبرې نه کړلې، خو کله چې و دې خپلې شاګردونې سره ګوشائي و بيا اغا ته و يې ار څه سپيناول.

عيسیٰ طوفان داروي

(متي ۸:_۲۳_-_۲۷ او لوقا ۸:_۲۲_-_۲۵)

35 دې يغې وريځې په لماشوم عيسیٰ خپل شاګردون ته وويل، ”روڅئ چې دې داريوب بلې غوړې ته لوړ شي.“ 36 بيا دئ خالک پرې شول، شاګردونې عيسیٰ هه په اغا کشتئ کې چې نوست و دې ځون سره بوته. ځنې خالکې هه کشتئ ونيولې او دې يغ سره راون شول. 37 بيځيه يو ساخت طوفان روغائي او چاپې يې کشتئ داس وولا چې نژدې وه چې ډيبه شي. 38 په دا وخت کې عيسیٰ د کشتئ په اخر کې خپل سار په بولشت بندې يش و او وود شوائي و. شاګردونې اغا روويش که او ورته ويې ويل، ”ايستوذه! دې تو سره دې ميژ غم نشته، ميژ ډيبيژي؟“ 39 اغا روچګ شه او بود ته يې امر وکه، ”کارور شه.“ او چاپې ته يې وويل، ”ودارئي.“ بيا بود ودريده او کاروره کاروري شوه. 40 بيا عيسیٰ خپلې شاګردونې ته وويل، ”توس ويلې دامره ډاريژئي؟ ايا توس ليا ويس هه ايمون نه لرئي؟“

41 اغا ساخت ډاريدلي وي او يو بل ته يې وويل، ”دا ليا څوک دائي چې بود او چاپې يې هه امر ماني؟“

Sorry, no results.
Please try another keyword