عيسیٰ دې سبت په وريځ شفا ويرکاوي

(متي ۱۲:_۹_-_۱۴ او لوقا ۶:_۶_-_۱۱)

1 عيسیٰ يورې بيا عبادتخانې ته لوړ شه او وولته يو ساړائي و چې لوس يې وچ شوائي و. 2 ځنې خالکې اڅه کړله چې څه داليل پيدو کو چې په عيسیٰ تومات ولګاوي، بيا يغې دا ته کاتل چې اغا دې سبت په وريځ يغ ساړي ته شفا ويرکاوي او که نه. 3 بيا عيسیٰ يغ ساړي ته چې لوس يې وچ شوائي و، وويل، ”روچګيژه او دې ټولې په مخ کې وداريژه.“ 4 بيا يغ دې خالکې نه پشتنه وکړه، ”دې سبت په وريځ نيکي کړل راو دي که بد کړل؟ دې چا دې ژوند ژغورل راو دي که دې ميانځ نه وړل؟“ خو اغا غلي پوتې شول. 5 عيسیٰ په قهر سره اغا وکاتل او دې يغې په حال يې زاور وکه، ځکه چې زړينه يې ساخت وي. بيا يې يغ ساړي ته وويل، ”خپل لوس وغزاوه.“ يغ لوس وغزوو او لوس يې روغ شه. 6 بيا فريسيون دې عبادتخانې نه وواتل او په مخ يې دې هيروديس دې طرفدورونې سره يوه ليار جوړه کړه چې عيسیٰ څرنګې وويژني.

عيسیٰ ته دې شفا دې پوره دې ډيرې خالکې روتاګ

7 عيسیٰ دې خپلې شاګردونې سره دې داريوب غوړه ته لوړ شه او زيوت شمير خالک پسې راون وي. اغا دې جليل، دې يهوديه، 8 يروشلم، ادوميې، دې اردن دې سيند دې بلې غوړې دې سيمې او دې صور او صيدون دې شو او خو سيمې نه روغلي وي. دا ټول خالک ځکه عيسیٰ ته روغلل چې دې يغ دې چارې نه خبر شوي وي. 9 دې خالکې دې زيوتې ګاڼې ګيڼې په واجه عيسیٰ خپلې شاګردونې ته وويل چې يغ ته کشتئ تايوره کو چې تر څو خالک په سرزيري نه شي. 10 ځکه چې يغ دامره ډير بيمورون شه کړي وي چې يو بل يې پورې والل چې څو يغ ته لوس ويري. 11 کله و چې پيريونې عيسیٰ وليده بيا و يې په پشې کې ولويدل او سيرې و يې والې، ”ته دې خدائ زيائي يې.“ 12 خو عيسیٰ و پيريونې ته په کلاکه حکم که چې ايچا ته نه ويائي چې اغا څوک دائي.

عيسیٰ دولاس رسولون ټاکي

(متي ۱۰:_۱_-_۴ او لوقا ۶:_۱۲_-_۱۶)

13 بيا عيسیٰ غره ته لوړ شه او کيم کاسون يې چې خواش کړي وي اغا يې روغوشتل او اغا ورته روغلل. 14 عيسیٰ دولاس کاسون وټاکل او اغا يې دې رسولونې په نوم يود کړل چې دې يغ سره و پنډيژي او اغا و ولاژل شي چې تعليم وکو 15 او دا واک او اختيار و لري چې پيريون وبوسي.

16 يغ دا دولاس کاسون وټاکل: شمعون چې عيسیٰ وربندې پطروس نوم کشياش، 17 دې زبدي زيائي يعقوب او دې يغ ورور يوحنا چې يغې بندې يې دې بوانيرګس نوم کشياش چې معنی يې دو دې تندر زامن، 18 او اندرياس، فيليپوس، بارتولما، متي، توما، دې حلفي زيائي يعقوب، تدي، شمعون سرتيرائې، 19 يهودا اسخريوتي چې دې عيسیٰ سره يې بيا خيانات هه وکه.

عيسیٰ او بعلزبول يعني شيطون

(متي ۱۲:_۲۲_-_۳۲ او لوقا ۱۱:_۱۴_-_۲۳، ۱۲:_۱۰)

20 ورستې عيسیٰ خپل کير ته نناوته او يورې بيا دامره زيوت خالک روغونډ شول چې عيسیٰ او شاګردونې يې دې ماړئي خوړلې وخت هه نه لوره. 21 کله چې دې عيسیٰ خپلون خبر شول بيا اغا لوړل چې اغا دې ځون سره بوځي، ځکه چې دئ ويلل چې اغا ليوانائي شوائي دائي.

22 دې شريعت کيم عالمون چې دې يروشلم نه روغلي وي، ويل يې، ”اغا دې بعلزبول يعني دې پيريونې دې مشر چې شيطون دائي، په مراسته پيريون وبوسي.“ 23 بيا عيسیٰ خالک روغوشتل او په مثالينه کې يې خبرې ورسره وکړلې او ويې ويل، ”شيطون څرنګې شيطون ياستلئ شي؟ 24 که په يوه بدشائي کې بې اتفاقي روپيدو شي بيا اغا بدشائي نه شي پوتې کيدلائي. 25 که په يوه کورانۍ کې بې اتفاقي روپيدو شي بيا اغا کورانۍ نوره نه شي پوتې کيدلائي. 26 که چيرې شيطون دې خپل ځون په خلاف روچګ شي او دې ځون سره بې اتفاقه شي، بيا اغا نه شي پوتې کيدلائي او زور يې دې ميانځ نه څي. 27 دا رانګې ايڅوک نه شي کړلائي چې دې يو زوراور ساړي کير ته وير نناوځي او دې يغ دې کير سامان وشيکاوي، تر څو چې اوال اغا ساړائي وتاړي او بيا يې کير وشيکاوي.

28 په يقين سره زه توس ته دا يايمه چې دې انسان ار رانګې ګناه او داغا پوره ار يو کفر يې چې ويلائي وي اغا و باخش شي، 29 خو څوک چې دې روح القدس په خلاف کفر ويائي اغا و ايڅکله باخش نه شي، بلکې دې يغې ګناه و دې تل ترتله پوره دې يغ په غوړه وي.“ 30 عيسیٰ ځکه دا خبره وکړه چې اغي ويل، ”اغا پيريونې نيولائي دائي.“

دې عيسیٰ مور او وريڼه

(متي ۱۲:_۴۶_-_۵۰ او لوقا ۸:_۱۹_-_۲۱)

31 بيا دې عيسیٰ مور او وريڼه روغلل او دې کير نه دې ورچانې ويلوړ وي. يو څوک يې ويرولوژه چې يغ ته ژاغ وکو. 32 په دا وخت کې ګاڼ شمير خالک چې دې عيسیٰ په څالور اوړخينه نوست وي، يغ ته يې ويل، ”دې تو مور او وريڼه دې ورچانې ويلوړ دي او غوړي چې تو وويني.“

33 عيسیٰ په ځاوب کې وويل، ”دې مو مور څوک دو او دې مو وريڼه څوک دي؟“ 34 عيسیٰ يغې خالکې ته چې دې ده څالور اوړخينه ته نوست وي وکاتل او ويې ويل، ”دې مو مور او وريڼه دا دي. 35 څوک چې دې خدائ دې ارادې سره سام کور کو اغا دې مو ورور، دې مو خور او دې مو مور دو.“

Sorry, no results.
Please try another keyword