دې عيسیٰ دې اختيار په حق کې پشتنه
(متي ۲۱:_۲۳_-_۲۷ او مرقوس ۱۱:_۲۷_-_۳۳)
1 يوه وريځ کله چې عيسیٰ په بيت المقدس کې خالک ته تعليم ويرکاوه او زرائي يې ورته اعلانوه، مشرون امامون او دې شريعت عالمون دې نورې يهودي مشرونې سره روغلل 2 او اغا ته يې وويل، ”ته څه حق لرې چې دا کورينه کې؟ چا توته دا اختيار دير کړائي دائي؟“ 3 عيسیٰ اغا ته په ځاوب کې وويل، ”زه هه دې توس نه يوه پشتنه کمه، موته ويايئ چې 4 دې يحيیٰ بپتسمه ويرکاول دې خدائ دې طاراپ نه وه ليا دې انسان دې طاراپ نه؟“ 5 يغې په خپل ميانځ کې باحث وکه او ويل يې، ”که چيرې ويائي چې دې خدائ دې طاراپ نه وه، بيا و اغا ويائي چې بيا توس ويلې په يغ بندې ايمون نه رواړ؟ 6 خو که چيرې ويائي چې دې انسان دې طاراپ نه وه، بيا ټول خالک و ميژ سنګسار کو، دې ځکه چې اغا په دا عقيده دي چې يحيیٰ پيغمبر و.“ 7 بيا ځاوب يې ويرکه، ”ميژ نه پئيژي چې دې کيم ځوئي نه وه.“ 8 عيسیٰ اغا ته وويل، ”زه هه توس ته نه يايمه چې په کيم اختيار دا کورينه کمه.“
دې انګيرې دې بوغ او باغبونې مثال
(متي ۲۱:_۳۳_-_۴۶ او مرقوس ۱۲:_۱_-_۱۲)
9 بيا عيسیٰ خالک ته دا مثال رواړ، ”يوه ساړي دې انګير بوغ جوړ که او اغا يې باغبونې ته په اجاره ويرکه او په خپله دې وژده وخت دې پوره يو بل وطن ته لوړ شه. 10 کله چې دې انګيرونې دې روټولاولې وخت روراسيده، بيا يغ خپل يو نيکار زميندورونې ته ويرولوژه چې دې بوغ دې حاصلاتې نه دې يغ برخه روري. خو زميندورونې اغا وويه او تش لوس يې په څټ ولاژه. 11 بيا يغ بل نيکار ولوژه، خو زميندورونې اغا هه وويه، اغا يې بې عزته که او تش لوس يې په څټ ولوژه. 12 بيا يې درام نيکار ويرولاژه، خو اغا يې هه زاخمي که او دې ورچانې يې سنړ ويه. 13 دې بوغ خاوند دې خپل ځون سره وويل: ’ويس څه وکمه؟ زه و خپل ګرون زيائي ويرولاژمه، کيدائي شي چې دې يغ لحاظ وکو.‘ 14 خو کله چې زميندورونې اغا وليده بيا يې يو بل ته سره وويل: ’دا يې وارث دائي. روڅئ چې مړ يې کي، بيا ميروث و يې دې ميژ شي.‘ 15 بيا اغا يې دې انګيرې دې بوغ نه دې ورچانې ويوست او ويې ويژنه.“
عيسیٰ پشتنه وکړه، ”دې بوغ خاوند و ويس دې يغې سره څه کو؟ 16 اغا و روشي او دا زميندورون و وويژني او دې انګيرې بوغ و نور ته ويرکو.“ کله چې خالکې دا ورويدل، بيا ويې ويل، ”خدائ دا نه کو.“ 17 عيسیٰ اغا ته په ځير سره وکاتل او پشتنه يې وکړه، ”بيا دې زبور دې کيتوب دې دغې برخې معنی څه دو؟
’کيمه تيژه چې راد کړيې خاټګرې وه
اغا ويس شوه اصلي تيژه دې بيزل.‘
18 ار څوک چې په دا تيژه رو ولويژي بيا ټوټې ټوټې و شي او که اغا تيژه په چا بندې رو ولويژي، بيا اغا و زرې زرې کو.“
دې ټيکس ويرکاولې په حق کې پشتنه
(متي ۲۲:_۱۵_-_۲۲ او مرقوس ۱۲:_۱۳_-_۱۷)
19 دې شريعت عالمونې او مشرونې امامونې غوشتل چې په اغا ساعت عيسیٰ ونسي، دې ځکه چې اغا پوئي شول چې دا مثال يې دې دئ په حق کې وويه، خو دې خالکې نه ډاريدل. 20 بيا اغا دې موقع په لټه کې وي او ځنې جاسوسونې يې چې خپل ځانينه يې صادقون وشول ولاژل، ترڅو عيسیٰ په خپلې خبرې کې رو ونسي او اغا دې روم والي ته چې دې قدرات او واک خاوند دائي وسپوري. 21 جاسوسونې عيسیٰ ته وويل، ”ايستوذه! ميژ پئيژي ته چې څه يائې او کيم تعليم چې ويرکاوې اغا صحيح دائي. ته دې ايچا طاراپ نه کې بلکې په رشتينولائي سره دې خدائ دې ليارې تعليم ويرکاوې. 22 ايا ميژ ته راوو دو چې بادشا ته ټيکس ويرکې که نه؟“ 23 عيسیٰ پوئي شه چې اغا ورسره چال کو، بيا ورته ويې ويل: 24 ”موته دې سپينې زارې يوه سيکه روشايئ. په اغا بندې دې چا تاوصير او دې چا نوم دائي؟“ يغې ځاوب ويرکه، ”دې بادشا.“ 25 عيسیٰ وويل، ”بيا څه چې دې بادشا دي اغا بادشا ته ويرکئ او څه چې دې خدائ دي اغا خدائ ته ويرکئ.“ 26 يغې ونه شول کړائي چې عيسیٰ دې خالکې په مخکې په خپلې خبرې کې رو ونسي او دې يغ په ځاوب حيرون شول، بيا غلي پوتې شول.
دې قيامات دې وريځې په حق کې پشتنه
(متي ۲۲:_۲۳_-_۳۳ او مرقوس ۱۲:_۱۸_-_۲۷)
27 بيا ځنې صدوقيون چې دې مارګ نه ورستې دې بيا روژواندي کيدلې نه منکر وي، عيسیٰ ته روغلل او دې يغ نه يې يو سول وکه: 28 ”ايستوذه! موسیٰ په شريعت کې ميژ ته ليکلي دي چې که چيرې دې چا ورور مړ شي او شځه يې ځنې پوتې شي او الودينه ونه لري، بيا دې دغ ساړي ورور بايد دې يغې کونډې سره ورو وکو، ترڅو دې يغې الودينه پيدو شي او اغا يې دې مړه ورور الودينه وګاڼل شي. 29 بيا داسې وشول چې اووه وريڼه وي، اواليني يې شځه وکړه او بې الوده مړ شه. 30 بيا دوم يې اغا شځه وکړه، اغا هه بې الوده مړ شه. 31 بيا درام اغا وکړله او په دغ رانګ اووه سره ټول دې يغې سره ورو وکړلې او ار يو مړ شه، خو دې يوه هه الود ونه شه، 32 او په ټول نه دې ورستې اغا شځه هه مړه شوه. 33 بيا دې قيامات په وريځ و اغا دې کيم يو شځه وي؟ دې ځکه چې اووه سره ټول دې يغې سره ورو کړيې وې.“
34 عيسیٰ ځاوب ويرکه، ”په دا دنيو کې نر او شځې ورو کو، 35 خو کيم خالک چې دې روتلينکيې دنيو او دې مارګ نه دې بيا روژواندي کيدلې لائق ګاڼل شوي دي، اغا يو دې بل سره ورو نه کو. 36 اغا و نور نه مړه کيژي، دې ځکه چې دې فرشتې په رانګ و وي. اغا دې خدائ الودينه دي، دې ځکه چې دې مړې نه دې ار وخت دې پوره روژواندي شوي دي. 37 او دا چې مړي بيا روژواندي کيژي، موسیٰ دا په خپله دې سوځيدينکي بيټي په پيشه کې وشوله او وولته يې تيشتن دې ابراهيم خدائ، دې اسحاق خدائ او دې يعقوب خدائ وبوله. 38 اغا دې مړې نه بلکې دې ژواندائي خدائ دائي، دې ځکه چې دې يغ په نظير کې ټول ژواندي دي.“ 39 دې شريعت ځنې عالمونې وويل، ”ايستوذه! ډير شه ځاوب دې ويرکه.“ 40 په اغا نه دې ورستې نور چا جرات ونه که چې دې يغ نه بله پشتنه وکو.
مسيح دې چا زيائي دائي؟
(متي ۲۲:_۴۱_-_۴۶ او مرقوس ۱۲:_۳۵_-_۳۷)
41 بيا عيسیٰ دې يغې نه پشتنه وکړه، ”اغا څرنګې ويلائي شي چې مسيح دې داود زيائي دائي؟ 42 دې ځکه خپله داود دې زبور په کيتوب کې يائي:
تيشتن وويل دې مو مشر ته:
’کشينه دې مو شي لوس ته
43 تر څو چې دې تو ديشمنون دې تو دې پشې لوندې کمه.‘
44 بيا کله چې داود مسيح ته مشر يائي، بيا دا څرنګې کيدائي شي چې اغا دې داود زيائي وي؟“
عيسیٰ دې شريعت دې عالمونې په خلاف خبردارائي ويرکاوي
(متي ۲۳:_۱_-_۳۶ او مرقوس ۱۲:_۳۸_-_۴۰)
45 په داسې حال کې چې ټولې خالکې دې عيسیٰ خبرې ته غوژ نيولائي وه، خپل شاګردون ته يې وويل: 46 ”دې شريعت دې عالمونې سره اختياط کئ. اغا دا خواشاوي چې په وژدې چوغې کې وګرځي او په بازورينه کې ورته خالک سالوم وچاوي او غوړي چې په عبادتخانې کې په مخکې ځائينه او په ولماستيې کې په شه ځائينه کې کشيني. 47 اغا دې کونډې مولينه خوري او دې ځون وشونې دې پوره وژدې وژدې داعوګونې کو. دې داسې خالکې سازو و دې ټولې نه ساخته وي.“