دې اوزميشتينې او باخشنې په حق کې تعليم
(متي ۱۸:_۶_-_۷،_۲۱_-_۲۲ او مرقوس ۹:_۴۲)
1 عيسیٰ خپل شاګردون ته وويل، ”اوزميشتينه و خامخا روڅي خو چې دې چا دې لوسه روڅي د يغې په حال افسوس دائي. 2 دې يغ پوره و دا شه وي چې دې ژراندې پل وير ته په غوړه کې وچاول شي او داريوب ته سنړ والل شي، په ځوئ دې دغې چې په دا خالکې کې چې په مو بندې دې واړيکيې په رانګ ايمون لري، دې يوه دې ګونانګورولې سبب شي. 3 پام کئ! که چيرې ورور دې درسره بدي وکو، بيا اغا سپک که او که توبه وبوسي، بيا ويې باخشه. 4 او که اغا دې وريځې اووه ووره درسره بدي وکو او ار وور روشي او درته ويايي چې دې مو توبه دو، بيا اغا وباخشه.“
طاقتور ايمون
5 رسولونې عيسیٰ ته وويل، ”دې ميژ ايمون طاقتور که.“ 6 عيسیٰ وويل، ”که چيرې توسې دې شاړشمې دې دونې په اندازه ايمون لرلائي، بيا توس کړائي شول چې دې تيت دا ونې ته ويايئ چې دې وليې رووځه او په داريوب کې روشنه شه. بيا اغا و دې توسې خبره منليې وائي.
دې يوه نيکار وظيفه
7 فرض کئ په توس کې کيم څوک نيکار لري چې يويې کو ليا پسينه سوتي. کله چې اغا دې پاټي نه روشي ايا مشر و ورته ويائي چې زر روشه، کشينه او ماړئي وخوره؟ 8 ايڅکله نه، دې دغ په ځوئي و اغا ته ويائي: ’موته دې لماشوم ماړئي تايوره که، ملا دې وتړه او ترڅو پره چې زه ماړئي خورمه دې مو خيذمات که، په اغا نه دې ورستې کړائي شې چې خپله ماړئي وخورې.‘ 9 ايا مشر و دې يغ نيکار نه چې دې يغ امر يې په ځوئي کړائي دائي، مننه وکو؟ 10 او په دغ رانګ کله چې توس هه خپل ټول کورينه چې درته حکم شوائي دائي سار ته وراساوئي، بيا ويايئ: ’ميژ نيکارون دې شاباسي وړ نه يې، ميژ خالي خپله وظيفه سار ته رساوليې دو.‘“
عيسیٰ لاس جذوميون ته شفا ويرکاوي
11 کله چې عيسیٰ يروشلم ته تۀ، بيا دې جليل او سامريې ترميانځ په پيله تير شه. 12 اغا يوه کلي ته دې نناوتلې په وخت کې دې لاسې کاسونې سره چې دې جذوم په بيموري وخته وي، مخومخ شه. اغا لرې ودريدل 13 او په چګ اووز يې سيرې کړې، ”اې عيسیٰ مشره! په ميژ راحم وکه.“ 14 عيسیٰ اغا ته وکاتل او ورته ويې ويل، ”لوړ شئ او خپل ځونينه امامونې ته وشايئ.“ څرنګې چې اغا راون شول، بيا پوک او روغ شول. 15 کله چې په اغا کې يوه کاس وليدل چې روغ شوائي دائي، بيا په څټ روګوډ شه او په چګ اووز يې دې خدائ ثنا وويله. 16 اغا دې عيسیٰ په پشې کې ولويد او دې يغ نه يې مننه وکړه. دا ساړائي يو سامري و. 17 عيسیٰ وويل، ”ايا ټول لاس کاسون پوک او روغ نه شول؟ بيا اغا نور نهه کاسون چيرته دي؟ 18 ايا دې دغ پرادي ساړي نه وره بل څوک نه و چې په څټ روغلئ وائي او دې خدائ ثنا يې ويليې وائي؟“ 19 عيسیٰ يغ ساړي ته وويل، ”چګيژه او لوړ شه، خپل ايمون ته روغ کړې.“
دې خدائ دې بدشايئ روتاګ
(متي ۲۴:_۲۳_-_۲۸،_۳۷_-_۴۱)
20 ځنې فريسيونې دې عيسیٰ نه پشتنه وکړه چې دې خدائ بدشائي و کله روشي. عيسیٰ ځاوب ويرکه، ”دې خدائ بدشائي په داسې رانګ نه روڅي چې اغا وليدل شي. 21 نه و هه څوک ويايې چې وکسئ، دولته دو ليا وولته دو. دې ځکه چې په اقيقات کې دې خدائ بدشائي دې توسې په ميانځ کې دو.“
22 بيا يې شاګردونې ته وويل، ”داسې وخت و روشي چې توسې و په دا ارمون وائي چې اغا وريځ ووينئ چې دې انسان زيائي بدشائي کو، خو و ويې نه وينئ. 23 خالک و توس ته ويائي چې وکسئ دولته دائي ليا وکسئ وولته دائي. خو توس په اغا پسې مه څئ. 24 دې ځکه په کيمه وريځ چې دې انسان زيائي روڅي دې يغې بريشنو په رانګ و وي چې دې اسمون دې يوه سار نه تر بل سار پره چړکيژي. 25 خو اوال بايد اغا ډير کړاوينه وزغمي او دې دغې زمونې دې خالکې دې خو و راد شي. 26 لکه څرنګې چې دې نوح په زمونه کې شوي وي، داسې و دې انسان دې زي په زمونه کې هه وشي. 27 خالکې تر يغې وريځې پوره خواړل تشل، او ورو و يې کړې، ترڅو چې نوح کشتئ ته نناوت او سيلاب روغائي او ټول يې تباه کړل. 28 دې لوط په زمونه کې داسې شوي وي چې يغې و خواړل، تشل، وخاستل او خرڅاول، کرنه يې کړله او ويدونئ و يې جوړاولې، 29 خو په اغا وريځ چې لوط دې سدوم نه لوړ شه، بيا دې اسمون نه يور او دې ګيګاړې وور روواريد او اغا ټول يې تباه کړل. 30 په اغا وريځ چې دې انسان زيائي روجاوات شي، بيا داسې و وشي.
31 په اغا وريځ څوک چې دې چات په سار وي او سامان يې په کوټه کې وي، بيا اغا دا دې خپل سامان دې وړلې دې پوره روکيز نه شي. په دغ رانګ څوک چې په پاټي کې وي بيا خپل کير ته دا په څټ لوړ نه شي. 32 دې لوط شځه** دير په يود کئ چې دې يغې سره څه وشول. 33 ار څوک چې دې خپل ځون دې سوتلې کوشش وکو بيا اغا و دې لوسه ويرکو، او څوک چې خپل ځون دې لوسه ويرکو، بيا اغا و يې وژغوري. 34 زه توس ته يايمه، په اغا شپه کې که چيرې دوه کاسون په يوه کاټ کې پروته وي، يو و يې بوتلل شي او بل و پريشول شي. 35 دې دوې شځې نه چې يوځوئي سره مچن کو، يوه و يې بوتلله شي او بله و يې پريشوله شي. 36 که چيرې دوه ساړي په پاټي کې وي، بيا يو و يې بوتلل شي او بل و يې پريشول شي.“ 37 شاګردونې دې يغ نه پشتنه وکړه، ”چيرته، اې ايستوذه؟“ عيسیٰ په ځاوب کې وويل، ”چيرته چې مردوړه وي، وولته دې مردوړې مرغون روټوليژي.“