دې ځيرک ناظر مثال
1 عيسیٰ خپل شاګردون ته وويل، ”يوه مالدار ساړي يو ناظر لوره. دا ساړائي خبر شه چې ناظر دې يغ دنيو بيځيه لګاوي. 2 بيا اغا يې روغوشت او ورته ويې ويل: ’دا څه دي چې دې تو په حق کې يې ورومه؟ څه دې چې وخستي او څه چې دې لګولي دي دې يغې ايثوب روکه، دې ځکه چې ته نور نه شې کړائي چې دې مو ناظر پنډ شي.‘ 3 ناظر دې ځون سره وويل: ’دې مو مشر مو دې خپل کور نه ورړاوي، بيا ويس و زه څه کمه؟ زه خو دامره تاکړه نه يمه چې لوړ شمه او چيرته لاشتائي وکندمه او په خير غوشتلې هه شرميژمه. 4 ويس پوئي شومه چې څه وکمه. کله چې مو دې چارې نه لرې کو، بيا زه بايد ملګري ولارمه چې موته په خپل کورينه کې ځوئي روکو.‘ 5 بيا دې خپل مشر ار يو پيراوړئي يې روغوشت. اواليني ته يې وويل: ’دې مو دې مشر څومره پيراوړئي يې؟‘ 6 يغ ځاوب ويرکه: ’سل پئمونې دې زيتونې تيل.‘ ناظر ورته وويل: ’خپل ايثوب رووخله، زر کشينه او دې يغ په ځي پنځوس وليکه.‘ 7 بيا يې بل ته وويل: ’ته څومره پيراوړئي يې؟‘ يغ ځاوب ويرکه: ’سل ګيڼئ غانم.‘ ناظر ورته وويل: ’خپل ايثوب رووخله او دې يغ په ځوئي اتيا وليکه.‘ 8 بيا مشر يې اغا بې ايمونه ناظر وستويه، په دا خاطر چې يغ په ځيرکئ سره داسې کور وکه، دې ځکه چې دې دغې دنيو خالک په خپله کې په روکړه ويرکړه کې دې ايماندورونې په نسبت ډير ځيرک دي.“
9 عيسیٰ زيوته کړه، ”زه توس ته يايمه چې په خپلې دنياوي مالدارئي دې نورې سره مراسته وکئ چې خپل ځونينه ته ملګري پيدو کئ، بيا کله چې اغا مالداري خلوصه شي توس ته و په تل پوتې کورينه کې ځوئي ديرکړل شي. 10 څوک چې په لژ شايون کې صادق وي، بيا اغا و په ډير شايون کې هه صادق وي، او څوک چې په لژ شايون کې صادق نه وي، بيا اغا و په ډير شايون کې هه صادق نه وي. 11 که چيرې په دنياوي مالداري بندې په توس اعتبار ونه شي، بيا په اصلي مالدارئي و څوک په توسې اعتبار وکو؟ 12 که چيرې توس دې نورې خالکې دې مالدارئي دې پوره صادق نه شئ، بيا څوک و توس ته اغا مالداري چې دې توس و وي، ديرکو؟ 13 ايڅ غلام نشي کړلائي چې دې دوې مشرونې خذمات وکو، دې ځکه چې يا خو و دې يوه نه کرکه کو او دې بل سره مينه او يا و يوه ته وفادور وي او بل ته و په الکه سترګه کسي. توسې نه شئ کړلائي چې هه دې خدائ باندګي وکئ او هه دې پائسې باندګي وکئ.“
شريعت او دې خدائ بدشائي
(متي ۱۱:_۱۲_-_۱۳، ۵:_۳۱_-_۳۲ او مرقوس ۱۰:_۱۱_-_۱۲)
14 فريسيونې چې دا خبرې ورويدلې بيا په عيسیٰ بندې يې مالانډې وواللې، دې ځکه چې يغې دې پائسې سره مينه لارله. 15 عيسیٰ اغا ته وويل، ”توس داس خالک يئ چې خپل ځونينه دې نورې په مخکې صادق شکاره کاوئي، خو خدائ دې توسې زړينه شه پيژاني. دې ځکه کيم شايون چې دې انسانونې په نظير کې ډير ارزشت لري، خدائ اغا بد ګڼي.
16 دې يحيیٰ تر روتلې پره خالکې دې تورات او دې پيغمبرونې په ليکنې عمل که. په اغا نه دې ورستې دې خدائ دې بدشايئ زرائي اعلان شه او ار څوک زيوت کوشش کو چې اغا ته وير دننه شي. 17 دې منځکې او اسمون دې ميانځه تلل اسون دي، په دا نه چې دې شريعت يو ټکائې هه دې ميانځه لوړ شي.
18 ار څوک چې خپله شځه طالوقه کو او دې بلې شځې سره ورو وکو، بيا اغا زنا کو او ار څوک چې دې طالوقې شويې شځې سره ورو وکو، اغا هه زنا کو.“
دې مالدار ساړي او ايلعازر مثال
19 عيسیٰ وويل، ”يو مالدار ساړائي و چې اره وريځ و يې تر ټولې قيمتي جومې وغاستلې او په عيش او عشرت کې يې ژوند تيروو. 20 دې يغ دې دروزې په مخکې و يو سولګار چې ايلعازر نوميده او سيرات يې دې زاخمينې نه ډاک و، پروت و 21 او په دا تامه و چې دې يغ مالدار ساړي دې دسترخوان نه په پوتې شويې ټوټې بندې ځون موړ کو. حتي سپي و روتلل او دې يغ زاخمينه و يې څاټل.
22 داسې وشول چې اغا غريب ساړائي مړ شه او فرشتې اغا دې ابراهيم څانګ* ته يواړ. بيا اغا مالدار ساړائي هه مړ شه او خورې ته وسپورل شه. 23 اغا دې مړې دنيو ته لوړ شه وولته ډير په غضاب و. يغ چې پورته وکاتل دې لرې نه يې ابراهيم وليد چې ايلعازر يې په خو کې و. 24 بيا يغ سيرې کړې او ويې ويل: ’اې دې مو نيکه ابراهيمه! په مو راحم وکه او ايلعازر روولژه چې خپله ګوته په يبه کې لامده کو او دې مو ژبه په ساړه کو، دې ځکه چې زه په دا يور کې ډير په غضاب يمه.‘ 25 خو ابراهيم وويل: ’زامنه! دير په يود که، تو په خپل ژوند کې ټول شه شايون تر لوسه کړل او ټول بد شايون دې ايلعازر په نصيب کې وي. خو ويس اغا دولته په ارام دائي او ته په غضاب کې يې. 26 په دانه علاوه پوسه، دې ميژ او توسې په ميانځ کې يوه ستره کانده شته، چې په اغا نه څوک دير پورې کيدائي شي او نه څوک ځنې روپورې کيدائي شي.‘ 27 اغي مالدار ساړي وويل: ’اې دې مو پلوره ابراهيمه! زه تو ته زورئي کمه چې ايلعازر دې مو دې پلور کير ته ولاژه، 28 دې ځکه چې زه پينځه وريڼه لارمه. پريژده چې اغا لوړ شي او اغا خبر کو، اسې نه چې اغا هه دې دغې غضاب ځوئي ته روشي.‘ 29 ابراهيم وويل: ’دې يغې سره دې موسیٰ او نورې پيغمبرونې ليکنې شته، بيا بايد دې يغې خبرې ته غوژ ونسي او عمل په وکو.‘ 30 مالدار ساړي ځاوب ويرکه: ’نه، اې دې مو نيکه ابراهيمه! خو که دې مړې نه څوک اغا ته ويرشي، بيا اغا و توبه وبوسي.‘ 31 خو ابراهيم ورته وويل: ’که چيرې اغا دې موسیٰ او نورې پيغمبرونې خبرې ته غوژ ونه نسي، بيا که دې مړې نه هه څوک روچګيژي، اغا و يقين په ونه کو.‘“