عيسیٰ يوه بيمور ساړي ته شفا ويرکاوي
1 دې سبت په يوه وريځ عيسیٰ دې ماړئي خواړلې دې پوره دې فريسيونې دې ډالې دې يوه مشر کير ته لوړ شه او وولته خالکې په ځير اغا ته کاتل. 2 وولته عيسیٰ ته مخومخ يو ساړائي ويلوړ و چې دې پړسوب په بيمورئي وخته و. 3 عيسیٰ دې شريعت دې عالمونې او فريسيونې نه پشتنه وکړه، ”ايا دې سبت په وريځ دې بيمورونې روغاول راوو دي که نه؟“ 4 خو اغا غلي پوتې شول. بيا عيسیٰ اغا ساړائي په لوس ونيوه، اغا يې روغ که او ريخصات يې که. 5 بيا عيسیٰ دې يغې نه پشتنه وکړه، ”که چيرې دې سبت په وريځ په توس کې دې کيم چا زيائي ليا غويه کيي ته ولويژي، بيا ايا اغا و يې په مخ روو نه بوسي؟“ 6 خو دې يغې سره دې يغ ځاوب نه و.
عاجزي او ولما پالنه
7 کله چې عيسیٰ وليدل چې ځنې ولمانې کوشش که چې ځونينې دې پوره تر ټول نه شه ځائينه ونسي، بيا اغا ته يې دا مثال رواړ: 8 ”کله چې څوک توس ته دې ورو دې ولماستيه دې پوره بالنه ديرکو بيا دې مجلس په سار کې مه کشينئ، دې ځکه کيدائي شي چې په توس نه کيم بل ډير مهم ساړائي روبالل شوائي وي، 9 او دې توسې کوربه چې توسې دواسره يې روباللي يئ روشي او درته ويائي: ’خپل ځوئي دې دا ساړي ته پريژده.‘ بيا و وشرميژې او مجبور و شې چې په ټول نه دې ورستې ځوئي کې کشينې. 10 خو کله چې دې چا ولما شې، بيا لوړ شه او په ټول نه دې ورستې ځوئي کې کشينه، ترڅو کله چې کوربه روشي او درته ويائي: ’اې دې مو ملګريه! مخته کشينه.‘ په دا و دې نورې ټولې ولمانې په مخکې دې تو عزت وشي، 11 دې ځکه څوک چې خپل ځون ستر ګڼي، اغا و خور شي او څوک چې خپل ځون عاجز کو، اغا و سرلوړائي شي.“
12 بيا عيسیٰ خپل کوربه ته وويل، ”کله چې دې غارمې ليا دې لماشوم ماړئي دې پوره څوک روغوړې، بيا خپل ملګري ليا خپل وريڼه ليا خپلون ليا خپل مالدار ګاونډيون ته بالنه مه ويرکاوه، دې ځکه چې اغا و هه په څټ توته بالنه ديرکو او په دا رانګ و دې تو بادال پيره کو. 13 خو کله چې ولماستيه ويرکاوې، بيا غريبون، شيالون، ګوډون او ړوندون ته بالنه ويرکاوه. 14 بيا ته و بختاور يې، دې ځکه چې اغا دې تو بادال نه شي پيراکاولئ. خو دې قيامات په وريځ و خدائ تو ته دې نيکونې سره اجر ديرکو.“
دې سترې ولماستيې مثال
(متي ۲۲:_۱_-_۱۰)
15 کله چې دې حاضرې خالکې نه يو کاس چې په دسترخوان ورسره نوست و دا ورويدل، بيا عيسیٰ ته يې وويل، ”بختاور دائي اغا خالک چې دې خدائ په بدشائي کې و په ولماستيه کې کشيني.“
16 عيسیٰ يغ ته وويل، ”يوه ساړي يو ستره ولماستيه جوړه کړه او ډير خالک يې رو وبالل. 17 کله چې دې ماړئي وخت شه، بيا خپل نيکار يې په ولمنو پسې ولاژه چې ورته وويائي: ’روشئ، ار څه تايور دي.‘ 18 خو يغې ټولې بونې شيري کړي. اوال وويل: ’مو لژ منځکه وخستيې دو، بايد لوړ شمه او اغا ووينمه. مهربوني وکه دې مو وعذر ومنه.‘ 19 بل وويل: ’مو پينځه جوړې غويون وخستي دي او راون يمه چې اغا وکسمه، مهربوني وکه دې مو وعذر ومنه.‘ 20 او بل وويل: ’مو نويې ورو کړيې دو، بيا دې دغ اماله نه شمه ديرتلئ.‘ 21 نيکار په څټ روغائي او خپل مشر ته يې دا ار څه وويل. مشر ډير په قهر شه او خپل نيکار ته يې وويل: ’زر زر دې شار ليارې او چيلې ته ووځه او غريبون، شيالون، ړونده او ګوډون رواله.‘ 22 کله چې نيکار په څټ روګوډ شه، بيا ويې ويل: ’مشره! دې تو امر په ځوئي شه، خو بيا هه دې نورې خالکې دې پوره ځوئي شته.‘ 23 بيا مشر خپل نيکار ته وويل: ’دې شار نه دې ورچانې سړکينه او چيلې ته ووځه او خالک په زور رواله، ترڅو دې مو کير ډاک شي. 24 زه توس ته يايمه چې دې يغې خالکې نه چې اوال مې ورته بالنه ويرکړيې وه ايڅوک و هه دې مو دې ولماستيه خواند ونه څاکي.‘“
دې مسيح دې شاګردئ قيمت
(متي ۱۰:_۳۷_-_۳۸)
25 يو وور چې دې خالکې يوه ستره ډاله دې عيسیٰ سره راونه وه، عيسیٰ اغا ته مخ روړوه او ورته ويې ويل: 26 ”که څوک موته روڅي او اغا دې خپل مور، پلور، خپلې شځې او الودينې، خوانديې او وريڼې او حتي دې خپل ځون نه هه دې مو سره زيوته مينه ونه کو، اغا نه شي کړائي چې دې مو شاګرد شي. 27 که چيرې څوک خپل صليب روونخلي *** او مو پسې رو نه شي، بيا اغا دې مو شاګرد کيدائي نه شي.
28 فرض کئ چې په توس کې يو څوک غوړي يوه موڼئ جوړه کو، ايا اغا و اوال نه کشيني چې خرچه يې جاواته کو، ترڅو وويني چې د يغ سره دامره پائسې شته چې اغا په سار ته وراساوي ليا نه؟ 29 که نه، بيا بيزل و يې کندي، خو و وه نه شي کړائي چې سار ته يې وراساوي، بيا ار څوک چې اغا وکسي ورپرې و وخوندي. 30 اغا و يائي چې دغ ساړي دې ويدونئ کور شيري که، خو ويې نه شول کړائي چې سار ته يې وراساوي. 31 ليا کيم داسې بادشا و وي چې دې بل بادشا سره جاګړې دې پوره څي او دې دغ نه وره چې اوال کشيني او فکر وکو چې ايا دې خپل لاسې زرې عسکرې سره و وکړائي شي دې يغ بل بادشا سره چې شل زره لشکر لري، وجنګيژي؟ 32 که چيرې اغا ونه شي کړائي، بيا په دا نه دې مخه چې ديشمن ورته روراسيژي، اغا و غړي ولاژي او دې صولحې دې شاړطينې په حق کې و ځنې غوشتنه وکو. 33 په دغ رانګ په توس کې ايڅوک تر يغې پره دې مو شاګرد کيدائي نه شي، ترڅو پره چې دې خپل مول او دولت نه تير نه شي.
دې بې خوانده مولګې مثال
(متي ۵:_۱۳ او مرقوس ۹:_۵۰)
34 مولګه شه شائي دائي، خو که په خپله مولګه بې خوانده شي بيا و اغا څرنګې په څټ خپل خواند پيدو کو؟ 35 دې يغې نه نور نه دې منځکې دې پوره او نه دې سرې دې پوره کور وخاستل کيژي او خالک اغا لرې سنړ وائي. که څوک غوژينه لري، بيا اغا دا ووروي.“