عيسیٰ خپل شاګردون ته دې داعو کړلې په حق کې تعليم ويرکاوي
(متي ۶:_۹_-_۱۳، ۷:_۷_-_۱۱)
1 يوه وريځ عيسیٰ په يوه ځوئي کې داعو کړله. کله چې يغ خپله داعو ختم کړله، بيا دې شاګردونې نه يو کاس يغ ته وويل، ”اې ايستوذه! لکه څرنګې چې يحيیٰ خپل شاګردون ته داعو کړل ويرزده کړې وي، ته يې هه ميژ ته روزده که.“ 2 عيسیٰ اغا ته وويل، ”کله چې توس داعو کئ بيا داسې ويايئ:
’اې اسموني پلوره!
دې تو نوم دا پوک وي،
دې تو بدشائي دا روشي.
3 دې ميژ وريځونه رزق اره وريځ ميژ ته روکه.
4 دې ميژ ګونائينه وباخشه
دې ځکه چې ميژ هه اغا خالک باخشي چې دې ميژ سره بدي کو
او ميژ په ازميشت کې مه اچاوه.‘“
5 بيا عيسیٰ خپل شاګردون ته وويل، ”فرض کئ که په توس کې يو کس په نيمه شپه کې دې خپل ملګری کير ته ويرشي او ورته ويايي: ’اې ملګريه! موته درې ماړئي په پور روکه. 6 دې مو يو ملګرائي چې په سفر کې و دې مو کير ته روغلئ دائي او دې مو سره څه نشته چې دې يغ په مخکې يې کشيژدمه چې ويې خوري.‘ 7 او دې توسې ملګرائي دې کير دې ننه نه توس ته ځاوب ديرکو: ’مو مه نه ارامه کوه، دروزه ويس باند دو او زه او دې مو باچيون په خپلې بيشتارې کې پروته يې. زه نه شمه کړائي چې روچګ شمه او تو ته کيم څه ديرکمه.‘ 8 زه توس ته يايمه که چيرې اغا دې ملګرتيا په خاطر رو چګ نه شي او ماړئي دير نه کو، خو بيا هه په دا خاطر چې توس په سول کړلې نه شرميژئي بيا اغا و روچګيژي او ار څه ته چې اړتيا ولرئي توس ته و يې ديرکو. 9 په دغ رانګ توس ته يايمه چې وغوړئي بيا توس ته و دير کړل شي، ويې لټاوئي بيا پيدو و يې کئ، وار وټکاوئي بيا درته خلوص و شي. 10 دې ځکه ار څوک چې څه وغوړي، بيا و يې مينده کو او ار څوک چې څه وغوړي، بيا پيدو و يې کو او ار څوک چې دروزه وټکاوي بيا ورته خلوصه و شي. 11 ايا په توس کې داسې پلور شته چې زيائي يې ځنې کاب وغوړي او اغا دې کاب په ځوئي ورته مانګور ويرکو؟ 12 ليا اغا ځنې يويه وغوړي او اغا ورته لړم ويرکو؟ 13 بيا توس چې دامره بد خالک يئ، په دا پئيژئي چې خپلې الودينې ته څرنګې شه شايون ويرکئ، بيا دې توسې اسموني پلور و څومره زيوت روح القدس اغا خالک ته ويرکو چې ځنې يې وغوړي.“
عيسیٰ او دې پيريونې مشر بعلزبول
(متي ۱۲:_۲۲_-_۳۰ او مرقوس ۳:_۱۴_-_۲۳)
14 عيسیٰ دې يوه ساړي نه ګونګ پيرائي ويوسته او کله چې اغا پيرائي ووت، بيا يغ ګونګي ساړي په خبرې شيري وکړه او خالک حيرون شول. 15 خو ځنې خالکې وويل: چې اغا دې پيريونې دې مشر بعلزبول يعني شيطون په مراسته پيريون وبوسي. 16 نورې دې ازميشت په رانګ دې عيسیٰ نه اسموني معجزه وغوشتله. 17 خو عيسیٰ دې يغې په خيالينه پئيده، بيا اغا ته يې وويل، ”په اره بدشائي کې چې په خپل ميانځ کې بې اتفاقي رو ميانځ ته شي اغا دې ميانځ نه څي. په اره کورانۍ کې چې بې اتفاقي رو ميانځ ته شي اغا کورانۍ ټوټې ټوټې کيژي. 18 او که چيرې شيطون دې خپل ځون په خلاف شي، بيا دې يغ بدشائي و څرنګې پوتې شي؟ خو بيا هه توس يايئ چې زه دې بعلزبول په مراسته پيريون وبوسمه. 19 که چيرې زه دې بعلزبول په مراسته پيريون وبوسمه، بيا دې توسې خپل ليارتلينکيې يې دې چا په مراسته وبوسي؟ بيا اغا و دې توسې په حق کې پئصاله وکو. 20 خو که چيرې زه دې خدائ په قدرات سره پيريون وبوسمه، بيا په دا پوئي شئ چې دې خدائ بدشائي توس ته روغليې دو.
21 کله چې يو زوراور ساړائي چې واسله ويرسره وي دې خپل کير سوتنه کو بيا دې يغ مول او جايداد و خواندي وي، 22 خو کله چې دې يغ نه زيوت زوراور ساړائي په يغ بندې حمله وکو او اغا ته موتيې ويرکو، بيا دې يغ نه و ټوله واسله چې په ډاډه و، وخلي او کيم شايون چې يغ غلا کړي دي اغا و په خپله کې سره وويشي.
23 څوک چې دې مو سره نه دائي، اغا دې مو په خلاف دائي او څوک چې دې مو سره دې خالکې په روټولولې کې مراسته نه کو، اغا يې خوره ووره کاوي.
دې پيري په څټ روتلل
(متي ۱۲:_۴۳_-_۴۵)
24 کله چې دې يوه ساړي نه پيرائي رووځي، بيا په داشته کې سرګردانه ګرځي او دې ارام کړلې دې پوره ځوئي غوړي، خو کله چې داسې ځوئي پيدو نه کو، بيا دې خپل ځون سره ويائي: ’زه و په څټ اغا کير ته لوړ شمه چې ځني رواتلائي ومه.‘ 25 بيا کله چې په څټ روشي بيا اغا کير ريبز شوائي او په ترتيب سره وويني. 26 بيا اغا لوړ شي او په ځون نه بد نور اووه پيريون روالي او اغا ټول روشي، په يغ کاس کې ويرنناوځي او وولته پنډيژي. بيا دې يغ حال په مخته نه هه خاروپ شي.“
رشتينيې خواشولي
27 کله چې عيسیٰ دا خبرې کړلې، دې خالکې دې ميانځ نه يوې شځې په چګ اووز اغا ته وويل، ”بختاوره دو اغا شځه چې ته ځنې پيدو شوائي يې او توته يې شوده ديرکړي دي.“ 28 خو عيسیٰ ځاوب ويرکه، ”نه، اغا څوک بختاور دائي چې دې خدائ کلام وروي او عمل په کو.“
دې معجزې غوشتنه
(متي ۱۲:_۳۸_-_۴۲)
29 کله چې دې عيسیٰ په شو او خو ډير خالک روټول شول، يغ داسې وويل، ”دې دغې زمونې خالک څومره بدکورائي دائي. دئ معجزه غوړي، خو ګوشيې معجزه چې دئ ته و وشول شي اغا دې يونس پيغمبر معجزه* دو. 30 لکه څرنګې چې يونس پيغمبر دې نينوا دې خالکې دې پوره يوه ناخشه وه، بيا داسې و دې انسان زيائي دې دغې زمونې دې خالکې دې پوره يوه ناخشه وي. 31 دې شيبا ملکه و دې قيامات په وريځ روچګيژي او دې دغې زمونې خالک و ګرام کو، دې ځکه چې اغا دې دنيو دې بل سار نه روغليې وه چې دې سليمان دې حکمت نه ډاکې خبرې ووروي. خو کسئ ويس دولته يو څوک شته چې په سليمان نه ستر دائي. 32 دې قيامات په وريځ و دې نينوا خالک روچګ شي او دې دغې زمونې خالک و ګرام کو، دې ځکه چې يغې دې يونس دې تعليم په ارويدلې سره توبه وياستله، خو کسئ څوک چې ويس دولته دائي اغا په يونس نه ډير ستر دائي.
دې سيرات څروغ
(متي ۵:_۱۵، ۶:_۲۲_-_۲۳)
33 ايڅوک څروغ دې دغې دې پوره نه بلوي چې اغا په يوه پټ ځوئي کې کشيژدي او ليا يې دې يوې تولئ لوندې کشيژدي، بلکې اغا په څروغدان بندې ژدي چې کله خالک روشي بيا رڼو يې وويني. 34 دې تو سترګې دې تو دې سيرات دې پوره لکه دې څروغ په رانګ دي. کله دې چې سترګې روغې وي بيا ټول سيرات و دې هه رڼو وي، خو کله دې چې سترګې خاروپې وي، بيا دې تو سيرات و هه تياره وي. 35 بيا پام که، اسې نه په تو کې چې کيمه رڼو دو اغا تياره وي. 36 که چيرې دې تو ټول سيرات دې رشنويئ نه ډاک وي او يوه برخه يې هه په تياره کې نه وي، بيا ټول سيرات و دې داسې روشانه وي لکه څروغ چې په خپله رڼو تو روشانه کو.“
عيسیٰ فريسيون او دې شريعت عالمون ګرامه وي
(متي ۲۳:_۱_-_۳۶ او مرقوس ۱۲:_۳۸_-_۴۰)
37 کله چې عيسیٰ خپلې خبرې خاتمې کړې، بيا يو فريسي اغا ته دې ماړئي دې پوره بالنه ويرکړه. عيسیٰ دې يغ کير ته ويراغائي او دسترخوان ته کشينوست. 38 کله چې فريسي وليدل چې عيسیٰ په خواروک نه اول لوسينه ونه وينځل، بيا حيرون شه. 39 عيسیٰ يغ ته وويل، ”توسې فريسيون دې خپلې پيولې او دې تولئ ورچانې برخې پوکه وائي، خو دې توسې زړينه دې حرص او بدئي نه ډاک دي. 40 اې کام عقلې خالکې! چا چې دې ورچانې برخه جوړه کړيې دو ايا اغي دې ننه برخه نه دو جوړه کړيې؟ 41 خو څه چې دې توس په پيولې او چانيون کې دي اغا غريبونې ته خيرات ويرکئ، بيا و ټول شايون دې توس دې پوره پوک شي.
42 خو اې فريسيونې! دې توس په حال دا افسوس وي. توسې دې ويلنيې او سپيلنئ او نورې بيټيې لاسمه برخه ويرکاوئي، خو په انصاف کړلې او دې خدائ سره په مينه کړلې کې بې پروئي کئ. توس بايد په دا ټول بندې عمل کړلائي او اغا نور مم هه دې نظير نه نۀ اچاولائي.
43 اې فريسيونې! دې توسې په حال دا افسوس وي. توس دا خواشاوئي چې په عبادتخانې کې مخته ځائينه ونسئ، او دا خواشاوئي چې په بازورينه کې دا درته سالومينه اچاول شي. 44 دې توسې په حال دا افسوس وي. توس دې يغې بې ناخشې او بې شناختې قبرينې په رانګ يئ چې خالک په ګرځي او نه يې پيژاني.“
45 دې شريعت دې عالمونې نه يوه کاس عيسیٰ ته په ځاوب کې وويل، ”ايستوذه! کله چې داسې خبرې کې، بيا دې ميژ هه سپکاوائي کې.“ 46 عيسیٰ ځاوب ويرکه، ”اې دې شريعت عالمونې! دې توس په حال دا هه افسوس وي. توس خالک ته داسې بورينه وير په شو کاوئي چې په ساختئ سره يې وري، خو خپل ورته ګوتې هه نه ويرئي. 47 دې توسې په حال دا افسوس وي. توس دې يغې پيغمبرونې دې پوره زيورتينه جوړه وائي چې دې توسې نيکونې وژنلي وي. 48 دې توسې نيکونې چې کيم کورينه کړي دي توس په خپله اغا منئ او تصديق کاوئ يې. يغې پيغمبرون وويژنل او توس ورته زيورتينه جوړاوئي، 49 دې دغ اماله خدائ په خپل حکمت سره وويل: ’زه و اغا ته پيغمبرون او رسولون وير ولاژمه. خو اغا و دې دئ نه ځنې وويژني او نور و وځوراوي.‘ 50 بيا دې دغې زمونې دې خالکې نه و دې يغې پيغمبرونې دې وينې ځاوب چې دې دنيو دې پيدوئشت راسه توئي شويې دي وغوشتل شي. 51 دې هابيل دې ويژنلې نه وخله تر زکريا دې ويژنلې پره چې دې قربانئ دې ځوئي او سپيڅلي ځوئي ترميانځ وويژنل شول. اې، زه توس ته يايمه چې دې دغې زمونې خالک و دې دغ ار څه دې پوره ځاوب ويرکاوي.
52 اې دې شريعت عالمونې! دې توسې په حال دا افسوس وي. توس دې علم دې کير دې دروزې کرئي وخاستيې دي، په خپله هه نه وير نناوځئ او څوک چې وير نناوځي اغا هه نه پريژدئي.“
53 کله چې عيسیٰ دې يغ کير نه ووت، دې شريعت عالمونې او فريسيونې دې يغ سره ډير ساخت مخالفت شيري که او دې ډيرې شايونې په حق کې يې ځنې ساختې پشتنې کړلې. 54 يغې کوشش که چې اغا په خپلې خبرې کې رو ونسي.