اغا شځې چې دې عيسیٰ سره يې مراسته وکړله

1 څه وخت دې ورستې عيسیٰ شار په شار او کلي په کلي ګرځيده، تبليغ يې که او دې خدائ دې بدشايئ زرائي يې ويرکاوه او اغا دولاس شاګردون هه ورسره وي. 2 يو څو شځې چې دې پيريونې نه خلوصې شويې وې او دې بيمورئي نه يې شفا ميندليې وه هه ورسره وې: لکه مريم چې په مجدليه مشهوره وه چې اووه پيريون ځنې وتلي وي، 3 يونا دې خوزا شځه چې ميړه يې دې هيروديس دې دربار ناظر و، سوسن او نورې ډيرې شځې چې دې خپلې مالدارئي نه يې دې عيسیٰ او دې يغ دې شاګردونې سره مراسته کړله.

دې زميندور مثال

(متي ۱۳:_۱_-_۹ او مرقوس ۴:_۱_-_۹)

4 خالک دې يوه شار او بل شار نه عيسیٰ ته روتلل او کله چې ګاڼ شمير خالک سره روغونډ شول بيا يغ ورته دا مثال رواړ: 5 ”يو زميندور دې تخم کارلې دې پوره پاټي ته لوړ شه. کله يې چې تخم وکوره، بيا يو څه په ليار کې ولويده، اغا په پشې لوندې شه او مرغونې وخوړ. 6 څه تخم په تيژې کې ولويده او کله چې روشين شه بيا دې لمدولي دې کمولي دې اماله اغا زر وچ شه. 7 څه تخم په اغزي کې ولويده او اغزي ورسره ستر شول او بيټي يې لوندې کړل. 8 نور تخم په څاربه خوره کې ولويده. اغا روشين شه او سل ګينه زيوت حاصل يې ويرکه.“

کله چې عيسیٰ خپلې خبرې اخير ته وراسولې بيا په چګ اووز يې وويل، ”که څوک غوژينه لري، نو اغا دا ووروي.“

دې مثالينې مقصد

(متي ۱۳:_۱۰_-_۱۷ او مرقوس ۴:_۱۰_-_۱۲)

9 کله چې دې عيسیٰ شاګردونې پشتنه وکړه چې دې دغ مثال معنی څه دو، 10 يغ ځاوب ويرکه، ”توس ته دې خدائ دې بدشايئ په پټ رازينه دې پئيدلې دې پوره پويا ديرکړائي شويې دو، خو نور ته دا ار څه په مثالينه کې ويل کيژي ترڅو دې خدائ دې کلام اغا ليکنه پيره شي چې يايي:

*’اغا کسي خو ايڅ و ونه ويني، اغا و ووروي، خو ايڅ وربندې پوئي و نه شي.‘

دې زميندور دې مثال تفسير

(متي ۱۳:_۱۸_-_۲۳ او مرقوس ۴:_۱۳_-_۲۰)

11 دې دغ مثال معنی دا دو: تخم دې خدائ کلام دائي. 12 اغا تخم چې په ليار کې لويژي دا اغا خالک دائي چې کلام وروي، خو شيطون روڅي او کلام دې يغې دې زړينې نه وري، ترڅو اغا ايمون رو نه وري او خلوصين ونه ميمي. 13 کيم تخم چې په تيژې کې لويژي دا اغا خالک دائي چې په خواشولئ سره کلام وروي او مني يې. خو کلام په اغا کې وليې نه وي نيوليې. اغا دې يو څه وخت دې پوره ايمون روري، خو دې اوزميشت په وخت کې يې دې لوسه ويرکو. 14 اغا تخم چې په اغزي کې لويدلائي دائي، اغا خالک دائي چې کلام وروي خو دې ژوند انديشنې، مالدارئي او دې ژوند غوشتنې دې يغې دې ودې مخه نسي او ميوه يې ايڅکله نه پخيژي. 15 خو کيم تخم چې په شه خوره کې لويژي دا اغا خالک دائي چې کلام وروي او په خپل صادق او شه زړه کې يې سوتي او په صابر سره ميوه ويرکاوي.

دې څروغ مثال

(مرقوس ۴:_۲۱_-_۲۵)

16 ايڅوک داسې نه کو چې څروغ بل کو او اغا دې لوشي لوندې پټ کو او ليا يې دې کاټ لوندې کشيژدي، بلکې اغا په څروغدان بندې ژدي چې ار څوک رونناوځي او دې يغ رڼو وويني. 17 دې ځکه چې ايڅ داسې پټ شائي نشته چې شکاره و نه شي او نه داسې پټ راز شته چې جاوات و نه شي. 18 بيا پام کئ چې څرنګې يې وروئي، دې ځکه څوک چې څه ولري بيا اغا ته و نور هه ويرکړل شي، خو اغا څوک چې څه نه لري حتي که دې يغ په ګمون کيم څه چې لري اغا و هه ځنې وخاستل شي.“

دې عيسیٰ مور او وريڼه څوک دي؟

(متي ۱۲:_۴۶_-_۵۰ او مرقوس ۳:_۳۱_-_۳۵)

19 بيا دې عيسیٰ مور او وريڼه روغلل چې اغا وويني، خو دې زيوتې ګاڼې ګيڼې دې اماله يې ونه شول کړائي چې اغا ته ځون وراساوي. 20 يو چا عيسیٰ ته وويل، ”دې تو مور او وريڼه دې ورچانې ويلوړ دي او غوړي چې تو وويني.“ 21 عيسیٰ په ځاوب کې وويل، ”دې مو مور او وريڼه اغا دي چې دې خدائ کلام وروي او عمل په کو.“

عيسیٰ طوفان دراوي

(متي ۸:_۲۳_-_۲۷ او مرقوس ۴:_۳۵_-_۴۱)

22 يوه وريځ عيسیٰ دې خپلې شاګردونې سره په کشتئ کې سور شه او اغا ته يې وويل، ”روڅئ چې دې داريوب بلې غوړې ته لوړ شي.“ بيا اغا راون شول. 23 کله چې اغا په کشتئ کې راون وي، بيا عيسیٰ وود شه. په دا وخت کې بيځيه په داريوب کې ساخت بود روغائي او کشتئ دې يبې نه په ډکاول شيرې شوه او اغا دې يوه ستر خطر سره مخومخ وي. 24 شاګردون عيسیٰ ته ويراغلل، اغا يې روويش که او ورته ويې ويل، ”ايستوذه! ايستوذه! ميژ ډيبيژي.“ عيسیٰ روويش شه او بود او دې يبې چاپې ته يې حکم وکه، طوفان ودريده او ار څه قرور شول. 25 بيا يغ خپل شاګردونې ته وويل، ”دې توسې ايمون څه شه؟“ خو يغې په ډور او حيرونتيا سره يو بل ته وويل، ”دا ساړائي څوک دائي چې حتي بود او يبه ته امر کو او اغا يې مني؟“

عيسیٰ پيريونې نيولي ساړي ته شفا ويرکاوي

(متي ۸:_۲۸_-_۳۴ او مرقوس ۵:_۱_-_۲۰)

26 بيا عيسیٰ دې خپلې شاګردونې سره دې جدريونې سيمې ته چې دې جليل ولايت ته مخومخ دو، ورسيده. 27 څرنګې چې عيسیٰ دې کشتئ نه روکيز شه، بيا دې يغ شار دې يوه ساړي سره چې پيريونې نيولائي و، مخومخ شه. زيوت وخت کيده چې اغا لاغاړ ګرځيده او په کير کې نه پنډيده، بلکې په اديره کې پنډيده. 28 کله چې يغ عيسیٰ وليده، بيا سيرې يې وواللې او دې يغ په پشې کې ولويده او په چګ اووز يې وويل، ”اې عيسیٰ، اې دې خدائ تعالی زامنه! دې مو سره څه چار لرې؟ زه توته زورئي کمه مو مه په غضاب کوه.“ 29 يغ ځکه داسې ويل چې عيسیٰ پيريونې ته امر کړائي و چې يغ ساړي نه رو وځئ. اغا ساړائي څو څو ووره پيريونې نيولائي و. خالکې و دې يغ لوسينه او پشې په زنځيرينه تړلې او ځلوانې و يې وير اچاولې، خو اغا و يې موتاولې او پيريونې و اغا داشتې ته بوته. 30 عيسیٰ دې يغ نه پشتنه وکړه، ”دې تو نوم څه دائي؟“ يغ ځاوب ويرکه، ”دې مو نوم لشکر دائي.“ دې ځکه چې په اغا کې ډير پيريون وي. 31 پيريونې عيسیٰ ته زورئي وکړې چې اغا دې منځکې ميانځ ته ونه لژې. 32 وولته نژدې دې خنزيرونې يوه ستره رامه وه چې په يوه غونډئي بندې څاړله. بيا پيريونې عيسیٰ ته زوري وکړه چې دئ ته اجازات ويرکو چې په خنزيرونې کې نناوځي، بيا يغ ورته اجازات ويرکه. 33 بيا پيريون دې يغ ساړي نه ووتل او په خنزيرونې کې وير نناواتل. ټوله رامه په منډه دې کمر نه کيزه داريوب ته ولويدله او ډيبه شوله.

34 کله چې دې خنزيرونې سوتينکي دا پيشه وليدله بيا وتشتيدل او دا خبر يې شار او بونډې ته وراسوه. 35 خالک دې دغې پيشې دې ليدلې دې پوره دې ورچانې رو وواتل کله چې اغا عيسیٰ ته روغلل بيا اغا ساړائي يې وليد چې پيريون ځنې واتلي وي. اغا دې عيسیٰ پشې ته نوست و، جومې يې وغستيې وې او په څټ خپل عادي حالت ته روغلئ و، بيا اغا وډاريدل. 36 کيمې خالکې چې دا پيشه ليدليې وه يغې نور ته وويل چې دا ساړائي چې پيريونې نيولائي و څرنګې روغ شه. 37 بيا دې جدريان دې شو او خو سيمې ټولې خالکې دې عيسیٰ نه وغوشتل چې دې يغ ځوئي نه لوړ شي، دې ځکه چې اغا ډير ډريدلي وي. بيا عيسیٰ په کشتئ کې سوور شه چې دې داريوب بلې غوړې ته لوړ شي. 38 بيا يغ ساړي چې پيريون ځنې واتلي وي عيسیٰ ته مينات وکه چې اجازات ورته ويرکو چې دې يغ سره لوړ شي، خو عيسیٰ اغا ريخصات که او ورته ويې ويل: 39 ”په څټ خپل کير ته لوړ شه او اغا څه چې خدائ دې تو دې پوره کړي دي اغا ټول ته ويايه.“ اغا ساړائي په ټول شار کې وګرځيده او عيسیٰ چې دې يغ دې پوره څه کړي وي اغا يې خالک ته بيان کړل.

دې عيسیٰ دې طرف نه دې ايمون په خاطر شفا ويرکاول

(متي ۹:_۱۸_-_۲۶ او مرقوس ۵:_۲۱_-_۴۳)

40 کله چې عيسیٰ په څټ روګوډ شه، بيا خالکې ورته ارکلائي وويه، دې ځکه چې اغا ټول ورته په انتظار وي. 41 بيا يو ساړائي چې يايروس نوميده او دې يوې عبادتخانې مشر و، روغائي او دې عيسیٰ په پشې کې ولويده او زوري ورته وکړه چې دې يغ سره کير ته لوړ شي، 42 دې ځکه چې دې يغ ګوشي لير چې دولاس کولنه وه دې مارګ په حالت کې پراته وه.

کله چې عيسیٰ په ليار راون و، خالکې دې ارې خو نه په زور رواړ. 43 دې يغې په ميانځ کې يوه شځه وه چې دې دولاسې کولې نه ځنې وينه بائيدله. يغې خپلې ټولې پائسې په طبيبونې لګاولې وې، خو ايچا دې يغې علاج نه شه کړائي. 44 اغا دې څټ دې طرفه روغله او دې عيسیٰ پيڅه ته يې لوس ويراړ او په مخ يې وينه ودريدله. 45 عيسیٰ پشتنه وکړه، ”چا موته لوس رواړ؟“ ټول منکر شول خو پطروس وويل، ”ايستوذه! ټول خالک درنه روبادال دائي او دې ارې خو نه دربندې زور روري.“ 46 خو عيسیٰ وويل، ”کيم چا روته لوس رواړ، دې ځکه زه پوئي شومه چې دې مو نه يو قوات ووته.“ 47 کله چې اغا شځه پوئي شوه چې پټه نه شي پوتې کيدائي بيا په تراول شوه، روغله او دې عيسیٰ په پشې کې ولويدله او دې ټولې په مخکې يې وويل چې ويلې يې اغا ته لوس ويراړ او څرنګې په مخ روغه شوه. 48 عيسیٰ يغې ته وويل، ”ليرې! ته خپل ايمون روغا کړې. په خير لوړه شې.“

49 عيسیٰ ليا خبرې کړلې چې دې عبادتخانې دې مشر دې کير نه يو ساړائي روغائي او يايروس ته يې وويل، ”دې تو لير مړه شوه، ايستوذ ته نور تکليف مه ويرکاوه.“ 50 خو کله چې عيسیٰ دا خبره ورويده، بيا يايروس ته يې وويل، ”مه ډاريژه، ګوشائي ايمون ولاره او اغا و ژوندائي شي.“ 51 کله چې عيسیٰ دې يايروس کير ته نناوت بيا يغ دې پطروس نه وره، يوحنا، يعقوب او دې يغې جلکئ دې مور او پلور نه وره بل ايچا ته اجازات وير نه کړه چې دې ننه ورسره لوړ شي. 52 ټولې دې يغې جلکئ دې پوره ژاړو او وير که. خو عيسیٰ وويل، ”مه ژوړئي، اغا مړه نه دو، اغا خو ووده دو.“ 53 يغې ټولې په يغ پرې وخاندل، دې ځکه چې اغا شه پئيدل چې اغا مړه دو. 54 خو عيسیٰ اغا جلکئ په لوس ونيوله او ورته وې يې ويل، ”اې جلکئ! روچګيژه.“ 55 اغا په څټ روژواندائي شوه او په مخ روچګا شوله. عيسیٰ اغا ته امر وکه چې يغې ته يو څه ويرکو چې ويې خوري. 56 دې يغې مور او پلور ډير حيرون شول، خو عيسیٰ اغا ته امر وکه چې دې دغې پيشې په حق کې چاته څه ونه يائي.

Sorry, no results.
Please try another keyword