عيسیٰ دې رومي منصبدور نيکار ته شفا ويرکاوي
(متي ۸:_۵_-_۱۳)
1 کله چې عيسیٰ خالک ته خپلې ټولې خبرې وکړې، بيا کپرناحوم ته لوړ شه. 2 وولته يو رومي واکمن و او يو نيکار يې لوره چې په اغا ډير ګرون و. اغا نيکار بيمور و او مارګ ته نژدې و. 3 کله چې اغا منصبدور دې عيسیٰ په حق کې ورويدل، بيا يو څو يهودي مشرون يې ويرولاژل ترڅو دې يغ نه وغوړي چې روشي او نيکار يې روغ کو. 4 اغا عيسیٰ ته روغلل او ساختې زورئي يې ورته وکړې او ورته ويې ويل، ”دا ساړائي په رشتيا دې دغې وړ دائي چې مراسته ورسره وکې، 5 دې ځکه چې اغا دې ميژ دې خالکې سره مينه لري او ميژ ته يې عبادتخانه هه جوړه کړيې دو.“ 6 بيا عيسیٰ دې يغې سره لوړ شه. خو کله چې دې اغا کير ته نژدې شه بيا اغا واکمن خپل څو ملګري ويرولاژل چې اغا ته ويائي، ”شوغليه! خپل ځون دې مه په تکليفه وه، زه دې دغې لائق نه يمه چې دې مو کير ته روشې 7 او دا مې هه غوره ونه ګاڼله چې خپل تو ته روشمه. ته خالي حکم وکه، بيا دې مو نيکار و روغ شي. 8 دې ځکه چې زه هه دې بل دې امر لوندې يمه او عسکر دې مو دې امر لوندې دي. کله چې کيم يوه ته ويايمه چې لوړ شه، بيا اغا څي او بل ته ويايمه چې روشه، بيا روڅي او خپل نيکار ته ويايمه چې دا چار وکه، بيا اغا يې کو.“ 9 کله چې عيسیٰ دا ورويدل، بيا حيرون شه او خالک ته يې چې پسې راون وي، مخ روړوه او ويې ويل، ”زه توس ته يايمه چې مو په اسرائيلې کې هه داسې ايمون نه دائي ليدلئ.“ 10 کله چې لاژل شوي کاسون په څټ کير ته روګوډ شول، بيا اغا نيکار يې روغ راميټ وليد.
عيسیٰ دې يوې کونډې زيائي ژواندائي کاوي
11 بله وريځ عيسیٰ دې خپلې شاګردونې او دې خالکې يوې سترې ډالې سره نايين نومي شار ته لوړ شه. 12 کله چې دې شار دروزې ته نژدې شه، بيا يوه جنوزه يې وليدله چې روواتله. دا مړائي دې يوې کونډې شځې ګوشائي زيائي و او دې يغې سره دې شار ګاڼ شمير خالک ملګري وي. 13 کله چې عيسیٰ اغا شځه وليده، بيا زړه يې په وسيو او ورته ويې ويل، ”نوره مه ژوړه.“ 14 بيا اغا دې مخه شه او په تابوت بندې يې لوس کشياش او کيمې خالکې چې تابوت واړ، ودريدل. عيسیٰ وويل، ”اې ځوونه! توته يايمه روچګيژه.“ 15 اغا مړائي کشينوست او په خبرې يې شيري وکړه او عيسیٰ اغا په څټ خپله مور ته وسپوره. 16 اغا ټول ډور وخاستل او دې خدائ ثنا يې وويله او ويې ويل، ”په ميژ کې يو ستر پيغمبر پيدو شوائي دائي. خدائ روغلئ دائي چې دې خپل قوم سره مراسته وکو.“ 17 عيسیٰ چې څه کړي وي دې يغې خبر په ټوله يهوديه او شو او خو سيمې کې ړانګ شه.
دې عيسیٰ په حق کې دې يحيیٰ پشتنه
(متي ۱۱:_۲_-_۱۹)
18 دې يحيیٰ شاګردونې اغا دې دغ ټولې کورينې نه خبر که. بيا يحيیٰ دې يغې نه دوه کاسون روغوشتل 19 او اغا يې عيسیٰ ته وير ولاژل چې پشتنه ځنې وکو، ”ايا ته اغا څوک يې چې ويل شوي وي بايد روغلائي وائي، يا دې کيم بل چا په تامه پوتې شي؟“ 20 کله چې اغا عيسیٰ ته ويراغلل، ورته ويې ويل، ”ميژ بپتسمه ويرکاوينکي يحيیٰ توته رولژلي يې چې پشتنه وکي چې ته اغا څوک يې چې بايد روغلائي وائي يا دې کيم بل چا په تامه پوتې شي؟“ 21 په اغا ساعت عيسیٰ ډير خالک دې رانګ رانګ بيمورئي، طاعون او پيريونې نه روغ کړل او ډير ړونده يې سترګاور کړل. 22 يغ دې يحيیٰ غړي ته په ځاوب کې وويل، ”په څټ لوړ شئ او څه مم چې ليدلي او ارويدلي، اغا يحيیٰ ته ويايئ چې څرنګې ړونده سترګاور کيژي، ګوډون کړلائي شي چې وګرځي، کيم خالک چې په جذوم بندې ووخته وي اغا پوک او روغ* شوي دي او کوڼه وروري، مړي روژواندي کيژي او غريبون ته زرائي ويرکاول کيژي. 23 بختاور دائي اغا څوک چې په مو شک ونه کو.“
24 کله چې دې يحيیٰ غړي لوړل، بيا عيسیٰ دې يحيیٰ په حق کې دې خالکې سره خبرې شيري کړې او ويې ويل، ”توسې دې څه شی دې ليدلې دې پوره داشته ته تلي وائي؟ ايا دې يغ مزرئي دې ليدلې دې پوره چې بود يې خيځاوي؟ 25 بيا دې څه شی دې ليدلې دې پوره تلي وائي؟ ايا دې يغ چا دې ليدلې دې پوره چې کوشليې جومې يې وغستيې وې؟ کسئ، کيم خالک چې قيمتي جومې وغندي، اغا په عيش او عشرت کې ژوند تيراوي او په موڼئ کې پنډيژي. 26 بيا دې څه شی دې ليدلې دې پوره وتلي وائي؟ ايا دې يو پيغمبر دې ليدلې دې پوره؟ اې، زه توس ته يايمه چې اغا دې يوه پيغمبر نه هه ډير ستر دائي. 27 دا اغا څوک دائي چې دې يغ په حق کې دې خدائ په کلام کې ليکل شوي دي:
**’کسئ، زه و خپل غړائي په تو نه مخکې ولاژمه
چې دې تو دې پوره ليار تايوره کو.‘“
28 عيسیٰ زيوته کړه، ”زه توس ته يايمه چې په دا دنيو کې دې يحيیٰ نه بل څوک ستر نه دائي زيژاول شوائي، خو بيا هه دې خدائ په بدشائي کې په ټول نه واړيکائي په يغ نه ستر دائي.“
29 کله چې ټولې خالکې او حتي ټيکس ټولاوينکيې دې عيسیٰ خبرې ورويدلې، بيا په دا يې اقرار وکه چې دې خدائ ليار سامه دو، دې ځکه چې يغې دې يحيیٰ په لوس بپتسمه وخستيي وه. 30 خو فريسيونې او دې شريعت عالمونې دې خدائ اغا مقصد چې دې يغې دې پوره يې لوره راد که، دې ځکه چې يغې دې يحيیٰ په لوس بپتسمه نه وه وخستيې.
31 عيسیٰ وويل، ”دې دغې زمونې خالک دې څه شی سره بروبار کمه؟ دا څه رانګ خالک دي؟ 32 دئ دې يغې واړيکي په رانګ دي چې په بازور کې نوست وي او يو بل ته سيرې وائي او يائي: ’ميژ توس ته شپيلئ واله، خو توس ګاډو نه وکړه. ميژ درته دې غم بادلې وويلې، خو توس ونه ژاړل.‘ 33 دې ځکه کله چې بپتسمه ويرکاوينکائي يحيیٰ روغائي يغ و نه ماړئي خواړله او نه يې شاروپ تشل، بيا توس ويل چې اغا پيريونې نيولائي دائي. 34 دې انسان زيائي روغائي چې هه خوري او هه تشي بيا توس يائي چې دا ساړائي وکسئ، اغا ګډه وار، شاروپي او دې ټيکس ټولاوينکي او ګونانګورونې ملګرائي دائي. 35 خو بيا هه دې خدائ حکمت دې يغې خالکې په وسيله چې اغا يې منلائي دائي، رشتينائي ثابت شه.“
عيسیٰ دې فريسي شمعون په کير کې
36 يوه فريسي عيسیٰ ته بالنه ويرکړه چې دې يغ سره ماړئي وخوري، بيا عيسیٰ دې يغ کير ته ويراغائي او دې يغ سره دسترخوان ته کشينوست. 37 په اغا شار کې يوه بادکوريې شځه پنډيدله. اغا خبره شوه چې عيسیٰ دې يغ فريسي په کير کې ماړئي خوري، بيا دې عاطرې نه ډاک دې مارمارې دې بوتل سره روغله. 38 اغا شځه دې عيسیٰ څټ ته ***دې يغ دې پشې سره ودريدله او ژاړل يې. دې يغې ويشکې دې عيسیٰ په پشې بندې توئي شوې او اغا لامدې شوې. شځې اغا په خپل ويشتون بندې وچې کړلې، دې يغ پشې يې کوشال کړې او عاطر يې په وچاول. 39 کله چې اغا فريسي چې عيسیٰ يې ولما کړائي وه دا وليدل، بيا دې خپل ځون سره يې وويل، ”که چيرې دا ساړائي په رشتيا پيغمبر وائي بيا اغا بايد په دا پوئي شوائي وائي چې دا شځه چې يغ ته لوس ويري، څوک دو او څرنګې شځه دو. اغا يوه ګونانګوره شځه دو.“
40 بيا عيسیٰ يغ فريسي ته وويل، ”اې شمعونه! زه غوړمه توته يو څه ويايمه.“ يغ وويل، ”شه ايستوذه! ويايه.“ 41 عيسیٰ وويل، ”دوې کاسونې دې يو چا نه پور وخستئ و، دې يغې نه يو يې پينځه ساوه دې سپينې زارې سيکې پوره وړائي وه او بل يې پنځوس سيکې. 42 يغې دوې سارې ايڅ نه لارل چې خپل پور ويرکو، بيا پور ويرکاوينکي اغا دواسره ته خپل پورينه وير وباخشل. بيا ويس په دا دواسره کې و کيم يو دې يغ سره زيوته مينه وکو؟“ 43 شمعون په ځاوب کې وويل، ”دې مو په خيال کيم ساړي ته چې زيوت پور وباخشل شه.“ عيسیٰ وويل، ”تو سامه پئصاله وکړه.“ 44 بيا يې شځه ته مخ رووړو او شمعون ته يې وويل، ”دا شځه وينې؟ زه دې تو کير ته روغلمه خو تو دې مو دې پشې دې پوره يبه رونه وړلې، خو يغې په خپلې ويشکې بندې دې مو پشې ووينځلې او په خپل ويشتون يې وچې کړلې. 45 تو زه کوشال نه کړمه، خو دې کيم وخت نه چې زه دولته روغلئ يمه دا شځه لګيا دو دې مو پشې کوشلاوي. 46 تو دې مو سار په تيلې غوړ نه که، خو يغې دې مو په پشې عاطر وچاول. 47 بيا زه توته يايمه چې يغې دې مو سره ډيره مينه وشوله، دې ځکه چې دې يغې ډير ګونائينه وباخشل شول. خو دې چا چې لژ باخشل شي اغا لژ مينه کو.“ 48 بيا عيسیٰ اغا شځه ته وويل، ”دې تو ګونائينه وباخشل شول.“ 49 دسترخوان ته نورې نوستې ولمانې په خپله کې سره وويل، ”دا څوک دائي چې حتي ګونائينه هه باخشي؟“ 50 خو عيسیٰ اغا شځه ته وويل، ”ته خپل ايمون وژغورلې په خير لوړه شه.“