دې سبت په حق کې پشتنه

(متي ۱۲:_۱_-_۸ او مرقوس ۲:_۲۳_-_۲۸)

1 دې سبت په يوه وريځ عيسیٰ دې خپلې شاګردونې سره دې غانمې په پاټيون تيريده. شاګردونې يې دې غانمې وژي روشيکاول او په لوسينه کې يې مژل او خواړل يې. 2 ځنې فريسيونې پشتنه وکړه، ”توس ويلې داسې کور کئ چې دې سبت په وريځ ناراوو دائي؟“ 3 عيسیٰ اغا ته په ځاوب کې وويل، ”ايا توسې دا نه دي ويلي کله چې داود او ملګري يې وژي شوي وي، بيا يغ څه وکړل؟ 4 اغا دې خدائ کير ته نناوته، پوکه ماړئي روخاستله او ويې خواړه او خپل ملګريې ته يې هه ويرکړه، که څه هه دې يغې ماړئي خواړل دې امامونې نه وره بل چاته راوو نه وه.“ 5 بيا عيسیٰ وويل، ”دې انسان زيائي دې سبت دې وريځې خاوند هه دائي.“

عيسیٰ دې سبت په وريځ بيمورونې ته شفا ويرکاوي

(متي ۱۲:_۹_-_۱۴ او مرقوس ۳:_۱_-_۶)

6 دې بل سبت په وريځ عيسیٰ عبادتخانې ته نناوته او تعليم يې ويرکاوه. وولته يو ساړائي و چې شائي لوس يې وچ شوائي و. 7 دې شريعت ځنې عالمونې او فريسيونې په ځير سره يغ ته کاتل چې وويني ايا عيسیٰ و دې سبت په وريځ چا ته شفا ويرکاوي که نه، ترڅو په اغا بندې دې تومات لګاولې دې پوره يو داليل پيدو کو. 8 عيسیٰ دې يغې په فکرينه پوئي شه او اغا ساړي ته چې لوس يې وچ شوائي و وويل، ”روچګيژه او دې ټولې په مخ کې وداريژه.“ بيا اغا روچګ شه او وولته ودريده. 9 بيا عيسیٰ اغا ته وويل، ”زه دې توس نه پشتنه کمه: ايا دې سبت په وريځ نيکي کړل راوو دي که بدي کړل؟ دې يو چا ژوند ژغورل، که دې ميانځه وړل؟“ 10 عيسیٰ ګړد وړد يغې ټولې ته وکاتل او بيا يې يغ ساړي ته وويل، ”خپل لوس دې وغزاوه.“ يغ خپل لوس وغزووه او لوس يې روغ شه. 11 خو دې شريعت عالمون او فريسيون ډير په قهر شول او يوه بل ته يې وويل چې دې عيسیٰ سره څه وکي.

عيسیٰ دې خپلې شاګردونې نه دولاس رسولون ټاکي

(متي ۱۰:_۱_-_۴ او مرقوس ۳:_۱۳_-_۱۹)

12 په اغا وريځې کې عيسیٰ دې داعو دې پوره غره ته لوړ شه او ټوله شپه يې خدائ ته په داعو کړلې تيره کړه. 13 کله چې ګائيز شه، بيا خپل شاګردون يې روغوشتل او دې يغې ميانځ نه يې دولاس کاسون غوره کړل او اغا يې دې رسولونې په نوم يود کړل: 14 شمعون چې عيسیٰ په پطروس نوم کشياش او دې يغ ورور اندرياس، يعقوب، يوحنا، فيليپوس او بارتولما، 15 متي، توما، يعقوب دې حلفي زيائي او شمعون چې په سرتيري مشهور و 16 او يهودا دې يعقوب زيائي او يهودا اسخريوتي چې ورستې خاين شه.

عيسیٰ خالک ته تعليم او شفا ويرکاوي

(متي ۴:_۲۳_-_۲۵)

17 عيسیٰ دې خپلې رسولونې سره دې غره نه روکيز شه او په يو اوور ځوئي کې ودريده. په اغا ځوئي کې دې يغ دې ليارتلينکيې يوه ستره ډاله او دې ټولې يهوديې، يروشلم او دې صور او صيدون دې ساحلي شارينې نه ګاڼ شمير خالک موجود وي. 18 دا خالک دې دغې دې پوره روغلي وي چې دې يغ خبرې ووروي او دې خپلې بيمورئي نه روغ شي. په دغ رانګ اغا خالک چې پيريونې نيولي وي هه روغلي وي او روغ شول. 19 ټولې خالکې کوشش که چې عيسیٰ ته لوس ويري، دې ځکه چې دې يغ نه يو قدرات رووته او ټول و يې روغاول.

خواشولي او غم

(متي ۵:_۱_-_۱۲)

20 بيا عيسیٰ خپلې شاګردونې ته مخ رووړو او ويې ويل:

”بختاور يئ توسې چې ويس غريبون يئ،

دې ځکه چې دې خدائ بدشائي دې توسې دو.

21 بختاور يئ توسې چې ويس وژي يئ، دې ځکه چې توس و موړه شئ.

بختاور يئ چې ويس ژوړئي، دې ځکه چې توس و وخوندئي.

22 بختاور يئ توسې چې خالک درنه دې انسان دې زي په خاطر کرکيې کو او خپل ميانځ کې مم نه پريژدي، سپکاوائي درته کو او توس بدنومه وي. 23 بيا په اغا وخت کې خواشي وکئ او دې خواشولئ ټوپينه ووايئ، دې ځکه چې په جنت کې و ستر اجر ولرئي. دې يغې نيکونې دې پيغمبرونې سره هه داسې چالند کړائي و.

24 خو افسوس دا وي دې توسې مالدارې په حال!

دې ځکه چې توس خپل دې سوکالئ وخت تير کړائي دائي.

25 افسوس دا وي دې توسې په حال چې ويس موړه يئ،

دې ځکه چې توس و وژي شئ

افسوس دا وي په توسې چې ويس خوندئي،

دې ځکه چې دې توسې خاندو و په وير او ژاړو بادله شي

26 افسوس دا وي دې توسې په حال کله چې ټول دې توسې صفات کو.

دې ځکه چې دې يغې نيکينه هه دې جعلي پيغمبرونې صفات که.

دې ديشمنونې سره مينه

(متي ۵:_۳۸_-_۴۸، ۷:_۱۲)

27 خو زه توس ته چې دې مو خبرې وروئي، يايمه چې دې خپلې ديشمنونې سره مينه کئ، څوک چې دې توس نه کرکيې کو دې يغې سره شه کئ. 28 دې يغې خالکې دې پوره چې په توس لعنت يائي، براکات وغوړئي او دې يغې خالکې دې پوره چې دې توسې سره بد چالند کو، داعو وکئ. 29 که چيرې څوک توته په يوه مخ څپړ دير کو بيا خپل بل مخ هه وير وړاوه. که څوک درخه چوغه وخلي بيا پريژده چې دې تو خت هه وخلي. 30 که څوک درخه کيم شائي وغوړي بيا ورته وير يې که او که چيرې څوک دې تو نه کيم شائي چې اغا دې تو وي وخلي، بيا يې په څټ مه ځنې غوړه. 31 بيا دې نورې سره داسې چالند کاوئي لکه څرنګې چې توسې يې دې ځون دې پوره دې يغې نه غوړئي.

32 که چيرې ګوشي دې يغې خالکې سره مينه کئ چې دې توسې سره مينه کو، بيا په دا کې و دې توسې دې پوره څه اجر وي؟ دې ځکه ګونانګورون هه دې يغ چا سره مينه کو څوک چې دې يغې سره مينه کو. 33 که چيرې توسې ګوشي دې يغې خالکې سره نيکي کئ چې دې توسې سره نيکي کو، بيا په دا کې و دې توسې دې پوره څه اجر وي؟ دې ځکه چې ګونانګورون هه داسې کو. 34 که چيرې اغا خالک ته پور ويرکئ چې په څټ دې وخاستلې تامه يې لرئي بيا په دا کې و دې توس دې پوره څه اجر وي؟ دې ځکه چې ګونانګورون هه نورې ګونانګورونې ته پور ويرکاوي چې په څټ يې ځنې پيره وخلي. 35 خو توس دې خپلې ديشمنونې سره مينه کئ او دې يغې سره نيکي کئ. پور ويرکئ او په څټ دې وخاستلې تامه ځنې مه کئ. بيا دا و دې توسې دې پوره ستر اجر وي او توس و دې خدائ تعالی الودينه وائي، دې ځکه چې اغا په ناشکره او بدکوره خالک هه مهربونه دائي. 36 لکه څرنګې چې دې توسې اسموني پلور زړه سواندائي دائي، بيا توس هه زړه سواندي پنډيژئي.

دې نورې په حق کې پئصاله کړل

(متي ۷:_۱_-_۵)

37 په نورې بندې تومات مه لګاوئ، بيا په توس و هه تومات ونه لګاول شي. نور خالک مه ګراماوئي، بيا خدائ و توس نه ګراماوي. نور خالک وباخشئ، بيا خدائ و توس وباخشي. 38 نور ته څه شائي ويرکئ، بيا توس ته و هه دير کړل شي. توس ته و په ډاکې پئمونې، په زور ځوئي شوې او تر خولې پره ډاکه دې توس په لمن کې وچاول شي. دې ځکه په اره پيمونه چې توس يې نور ته ويرکاوئي په اغا پيمونه و توس ته دير کړل کيژي.“

39 بيا عيسیٰ اغا ته دا مثال وويه، ”ايا يو ړيند بل ړونده ته ليار وشولئ شي؟ ايا دواسره و په کانده کې ونه لويژي؟ 40 شاګرد په خپل ايستوذ نه ستر نه دائي، خو کله چې يو شاګرد خپلې زده کړې پيره کو بيا دې خپل ايستوذ په رانګ و شي. 41 ته ويلې دې خپل ورور په سترګه کې خلائي ليدلئ شې خو په خپله سترګه کې غوټ لارګائي ليدلئ نه شې؟ 42 څرنګې کړائي شې خپل ورور ته ويايې چې اې وروره، اجازات روکه دې تو دې سترګې نه خلائي روبوسمه، خو په خپله سترګه کې غوټ لارګائي ليدلئ نه شې؟ اې منافقه! ته بايد اوال دې خپلې سترګې نه لارګائي وبوسې، بيا کړائي شې چې په شکاره رانګ ووينې چې څرنګې دې خپل ورور دې سترګې نه خلائي وبوسې.

ونه دې خپلې ميوې نه پيژاندل کيژي

(متي ۷:_۱۷_-_۲۰، ۱۲:_۳۳_-_۳۵)

43 شه ونه خاروپه ميوه نه نسي او نه و خاروپه ونه شه ميوه ونسي. 44 اره ونه دې خپلې ميوې نه پيژاندل کيژي. دې اغزي دې بيټې نه توغه او دې ځنګلي بيټي نه انګير نه شئ روټولاولئ. 45 شه ساړائي دې خپل زړه دې شې خزونې نه شه شايون رو وبوسي او بد ساړائي دې خپل زړه دې بدې خزونې نه بد شايون رو وبوسي، دې ځکه کيمې خبرې چې په زړه کې وي اغا په خوله روڅي.

دوه قسمه بنيادينه

(متي ۷:_۲۴_-_۲۷)

46 توس ويلې موته ايستوذه، ايستوذه يايئ، خو څه چې درته يايمه اغا نه کئ؟ 47 ار څوک چې موته روشي او دې مو خبرې ته غوژ ونسي او په اغا بندې عمل وکو، بيا زه و توس ته وشايمه چې اغا دې چا په رانګ دائي. 48 اغا دې يوه داسې ساړي په رانګ دائي چې دې خپل کير دې جوړاولې دې پوره يې منځکه وکندله او بنياد يې په تيژې کشياش. کله چې سيلاب روغائي او په اغا کير ويراغائي، خو اغا يې دې ځوئي نه ونه شه خيځاولئ، دې ځکه چې اغا يې کلاک جوړ کړائي و. 49 خو څوک چې دې مو خبرې وروي او عمل په نه کو، بيا اغا دې يغ ساړي په رانګ دائي چې خپل کير يې داسې جوړ کړائي و چې بنياد يې نه و. کله چې په اغا کير بندې سيلاب روغائي، بيا اغا په مخ رو وليده او بيخي ړانګ شه.“

Sorry, no results.
Please try another keyword