څلوارام ساباق
دې عيسیٰ ازميشت
(متي ۴: ۱ - ۱۱ او مرقوس ۱: ۱۲ - ۱۳)
۱عيسیٰ چې دې روح القدس نه ډاک و، دې اردن دې سيند نه روګوډ شه او اغا روح اغا داشتې ته بوته ۲او په اغا ځوئي کې څالويشت وريځې دې شيطون دې اوزميشت لوندې و. په اغا وريځې کې اغا ايڅ ونه خواړل او په اخره کې ډير وژائي شه. ۳شيطون يغ ته وويل، ”که ته دې خدائ زيائي يې بيا دا تيژه ته ويايه چې په ماړئي بادله شي.“ ۴خو عيسیٰ ځاوب ويرکه، ”دې خدائ په کلام کې ليکل شوي دي:
انسان ګوشائي په ماړئي بندې ژوندائي نه دائي.“
۵بيا شيطون اغا يو چګ زي ته بوته او دې سترګې په راپ کې يې ورته دې ټولې دنيو بدشايئ وير وشولې. ۶شيطون يغ ته وويل، ”زه و دې دغ ټولې واک او اختيار او دې يغې شان او شوکت توته دير کمه، دې ځکه چې دا موته روکړل شوي دي او ار چا ته چې زه وغوړمه اغا ته يې ويرکاومه. ۷که چيرې ته موته سجده وکې بيا و دا ټول دې تو شي.“ ۸عيسیٰ په ځاوب کې وويل،
”دې خدائ په کلام کې ليکل شوي دي چې خپل تيشتن خدائ ته عبادت که او ګوشائي دې يغ خذمات که.“
۹بيا شيطون اغا يروشلم ته بوته او دې بيت المقدس په مينوره يې ودروو او ورته ويې ويل، ”که چيرې ته دې خدائ زيائي يې بيا خپل ځون دې دغ ځوئي نه کيز سنړ وايه. ۱۰دې ځکه چې دې خدائ په کلام کې ليکل شوي دي:
خدائ و خپلې فرشتې ته حکم وکو چې تو وسوتي.
۱۱په دغ رانګ ليکل شوي دي:
اغا و تو په خپل لوسينه کې پورته کو، ترڅو دې تو پشه په تيژه ونه لاګيژي.“
۱۲خو عيسیٰ په ځاوب کې وويل،
”دې خدائ په کلام کې ويل شوي دي چې خپل تيشتن خدائ مه وزمايئ.“
۱۳کله چې شيطون ټولې اسوسې اخر ته وراسولې، بيا اغا يې دې يو څه وخت دې پوره پرياش.
په جليل کې دې عيسیٰ دې کور شيري
(متي ۴: ۱۲ - ۱۷ او مرقوس ۱: ۱۴ - ۱۵)
۱۴عيسیٰ دې روح القدس په قدرات سره جليل ته روګوډ شه. دې يغ په حق کې په ټولې سيمې کې اوزه ړانګه شوله. ۱۵اغا دې يهوديونې په عبادتخونې کې تعليم ويرکوه او ټولې خالکې دې يغ ستوينه کړله.
دې ناصرې خالک عيسیٰ نه مني
(متي ۱۳: ۵۳ - ۵۸ او مرقوس ۶: ۱ - ۶)
۱۶بيا عيسیٰ دې ناصرت شار ته، يعني اغا ځوئي ته چې اغا په کې ستر شوائي و روغائي، او لکه څرنګې چې دې يغ عادات و بيا دې سبت په وريځ عبادتخانې ته لوړ شه. اغا وولته ودريده چې دې خدائ کلام ويائي ۱۷او دې اشعيا پيغمبر طومار ورته ويرکړل شه. اغا يې خلوص که او اغا ځوئي يې پيدو که چې په کې ليکل شوي وي:
۱۸”دې تيشتن روح په مو بندې نازل شوائي دائي
دې ځکه چې زۀ يې غوره کړائي يمه
ترڅو غريبونې ته زرائي ورساوم
يغ زه رولژلئ يمه چې اعلان وکمه
چې بانديون و ازود شي
ړونده و سترګاور شي او مظلومون و ازود شي
۱۹او دا اعلان کمه چې دې تيشتن دې مهربونئ وخت روراسېدلئ دائي.“
۲۰عيسیٰ طومار باند که او اغا يې په څټ دې عبادتخونې مرستيال ته ويرکه او کشينوست. ټولې خالکې په عبادتخانه کې دې يغ خو ته سترګې نيوليې وې. ۲۱عيسیٰ يغې ته وويل، ”نن چې توسې دې خدائ دې کلام دا ليکنه ورويدله، اغا رشتيا شوه.“ ۲۲يغې ټولې په اغا بندې شه وويل او په دا حيرون شول چې داسې دې فاضل خبرې دې يغ دې خولې نه رو وواتلې او ويل يې، ”ايا دا دې يوسف زيائي نه دائي؟“ ۲۳عيسیٰ يغې ته وويل، ”دې شک نه وره چې توس و موته دا متال يايئ: ’اې طبيبه! خپل ځون روغ که.‘ دا و هه روته ويايئ چې کيم کورينه چې تو دې کپرناحوم په شار کې کړي دي او ميژ دې يغ په حق کې ارويدلي، اغا کورينه په خپل شار کې هه وکه.“ ۲۴عيسیٰ زيوته کړه، ”په يقين سره زه توس ته دا يايمه چې ايڅ پيغمبر په خپل وطن کې چا نه دائي مانلائي. ۲۵دا رشتيا دي چې دې الياس پيغمبر په زمونه کې په اسرائيلې کې ډيرې کونډې وې. په اغا وخت کې درې نيم کوله وارينه نه وي شوي او په ټول وطن کې ساخته قحطي روغليې وه. ۲۶خو الياس په اغا کونډې کې يوې ته هه دې مراستې دې پوره ونه لاژل شه، خو ګوشائي اغي کونډې ته ولاژل شه چې دې صيدون دې زرفت په سيمه کې وه. ۲۷په دغ رانګ دې اليشع نبي په زمونه کې په اسرائيلې کې ډير خالک وي چې دې جذوم په بيموري وخته وي، خو دې يغې نه يو هه پوک او روغ نه شه، ګوشائي نعمان چې دې شام و، روغ شه.“ ۲۸کله چې په عبادتخونه کې خالکې دا خبرې ورويدلې بيا ډير په قهر شول. ۲۹اغا روچګ شول او عيسیٰ يې دې شار نه ويوست او دې يغې غونډئي سار ته يې وخيژوو چې د شار په جوړ شوائي و ترڅو لوندې يې سنړ وائي. ۳۰خو اغا دې يغې دې ميانځ نه تير شه او لوړ شه.
عيسیٰ پيريونې نيولي ساړي ته شفا ويرکاوي
(مرقوس ۱: ۲۱ - ۲۸)
۳۱بيا عيسیٰ کپرناحوم ته چې دې جليل يو شار و لوړ شه او دې سبت په وريځ يې خالک ته تعليم ويرکوه. ۳۲خالک دې يغ په تعليم حيرون شول، دې ځکه چې په پيره اختيار سره يې خبرې کړلې. ۳۳په عبادتخونه کې يو ساړائي و چې پيريونې نيولائي و او په چګ اووز يې سيرې ووالې: ۳۴”اې عيسیٰ ناصري! دې ميژ سره څه کور لرې؟ ته روغلئ يې چې ميژ تباه کې؟ زه دې پيژانمه چې ته څوک يې، ته دې خدائ سپيڅلئ يې.“ ۳۵عيسیٰ پيري ته حکم وکه، ”غلائي شه او دې دغ ساړي نه رو ووځه.“ پيري اغا ساړائي دې يغې په مخکې په منځکه رو وويشت او بې دې دغې چې کيم زيون ورته وراساوي ځنې ووته. ۳۶ټول خالک حيرون شول او يو بل ته يې وويل، ”دا څه خبره دو چې دا ساړائي په پيره اختيار او قدرات سره پيريون ته امر کو او اغا ووځي؟“ ۳۷او په دغ رانګ دا خبره په ټوله سيمه کې ړانګه شوه.
عيسیٰ ډير خالک ته شفا ويرکاوي
(متي ۸: ۱۴ - ۱۷ او مرقوس ۱: ۲۹ - ۳۴)
۳۸عيسیٰ دې عبادتخونې نه رو ووته او دې شمعون کير ته لوړ شه. دې شمعون خوشيې ساختې تبې نيولې وه او يغې دې عيسیٰ نه وغوشتل چې دې يغې سره مراسته وکو. ۳۹عيسیٰ لوړ شه او دې يغې په خو کې ودريده او تبې ته يې امر وکه چې اغا پريژدي. تبې اغا شځه پريشوله، بيا شځه په مخ چګا شوله او دې يغې خذمات يې شيري که.
۴۰دې لمر پريواتې په وخت کې خالکې خپل بيمورون چې په رانګ رانګ بيمورئي وخته وي عيسیٰ ته رواستل. يغ په ار يو بندې خپل لوس کشياش او ټول يې روغ کړل. ۴۱دې ډيرې خالکې نه پيريون وواتل او سيرې يې والې، ”ته دې خدائ زيائي يې.“ خو عيسیٰ پيريونې ته حکم وکه او اغا يې پرې نه شول چې خبرې وکو، دې ځکه چې اغا پئيدل چې اغا مسيح دائي.
عيسیٰ په عبادتخانه کې تعليم کو
(مرقوس ۱: ۳۵ - ۳۹)
۴۲کله چې ګائيز شه بيا عيسیٰ دې شار نه راون شه او يو ګوشي ځوئي ته لوړ شه. خالکې اغا غوشت او چې کله يې پيدو که، بيا کوشش يې وکه چې دې يغ دې تللې مخه ونسي. ۴۳خو يغ ورته وويل، ”زه بايد نور شارينه ته هه دې خدائ دې بدشايئ زرائي وراساومه، دې ځکه چې دې دغ کور دې پوره رولژل شوائي يمه.“ ۴۴بيا اغا دې يهوديې په ټولې عبادتخانې کې تعليم ويرکوه.