دې بپتسمه ويرکاوينکي يحيیٰ تعليم
(متي ۳:_۱_-_۱۲ او مرقوس ۱:_۱_-_۸ او يوحنا ۱:_۱۹_-_۲۸)
1 دې تيبريوس بادشا دې حکومت په پينځلاسام کول کله چې پانتياس پيلاتوس دې يهوديې والي و او هيروديس دې جليل حاکم و او دې يغ ورور فيليپوس دې ايتوريې او ترخونيتس دې سيمې حاکم او ليسانيوس دې ابيلينې حاکم و، 2 او حناس او قيافا ستر امامون وي، په اغا وخت کې دې خدائ کلام په داشته کې دې زکريا په ځوئي يحيیٰ بندې نازل شه. 3 بيا يحيیٰ دې اردن دې سيند شو او خو ټوله سيمه کې ګرځيده او تعليم يې ويرکوو چې دې خپلې ګونائينې دې باخشنې په خاطر توبه وکوژئ او بپتسمه ووخلئ. 4 لکه څرنګې چې دې اشعيا پيغمبر په کيتوب کې ليکلي شوي دي:
”يو څوک سيرې وائي په داشته کې
دې تيشتن دې پوره ليار تايوره کئ،
او دې يغ دې پوره ليار سامه کئ
5 ډاکه و شي اره داره
اوور و شي اره غونډئي او غر
کاژې ليارې و شي سامې
او شي و اوور کانډ او کاپر ځائينه
6 بيا و وويني ټول انسانون دې خدائ خلوصين“
7 يحيیٰ اغا ګاڼ شمير خالکې ته چې دې يغ په لوس بپتسمې وخاستلې ته روغلي وي، وويل، ”اې دې مانګارې باچيونې! توس چا خبر کړائي چې دې روتلينکي غضاب نه وتشتئ؟ 8 بيا داسې کورينه وکئ چې دا وشائي چې توس دې ګونائينې نه توبه ياستليې دو. دې خپلې ځانينې سره داسې مه يايئ چې ابراهيم دې ميژ پلور دائي. دې ځکه چې زه درته يايمه چې خدائ کړائي شي دې دغې تيژې نه هه ابراهيم ته الودينه پيدو کو. 9 دا ويس دې ونې بيخينې ته تبر نيول شوائي دائي او اره ونه چې شه ميوه نه نسي، اغا و واله شي او په يور کې و وچاول شي.“
10 خالکې دې يغ نه پشتنه وکړه، ”بيا ميژ څه وکي؟“ 11 يغ ځاوب ويرکه، ”څوک چې دوا ختينه لري، بيا يو دا اغا چاته ويرکو چې نه يې لري او په دغ رانګ دې چا سره چې ماړئي وي اغا دا هه دې نورې سره وويشي.“ 12 ټيکس ټوله وينکي هه دې بپتسمې وخاستلې دې پوره روغلل او پشتنه يې ځنې وکړه، ”اې ايستوذه! ميژ بايد څه وکي؟“ 13 يغ ځاوب ويرکه، ”دې ټاکل شوي اندازې نه زيوت ټيکس مه وخلئ.“ 14 په دا رانګ ځنې عسکرې هه پشتنه وکړله، ”او ميژ څه وکي؟“ اغا ته يې وويل، ”دې چا نه په زور پائسې مه وخلئ او په ايچا بندې په درويغا تومات مه لګاوئي. په خپله تنخواه بندې قناعت وکئ.“
15 خالکې انتظار که او په خپل زړينه کې يې دې يحيیٰ په حق کې فکر که چې اغا و مسيح وي که نه. 16 بيا يحيیٰ اغا ټول ته وويل، ”زه توس ته په يبه بندې بپتسمه ديرکاومه، خو يو څوک روراون دائي چې اغا په مو نه ډير زوراور دائي. زه حتي دې دغې لائق هه نه يمه چې دې يغ دې څاپلئ ووشينه خلوص کمه. اغا و توس ته په روح القدس او په يور بندې بپتسمه ديرکاوي. 17 يغ خپله درې خشيې په لوس کې نيولې دو چې خپل درماند پوک کو او غانم په خپل ګودام کې سره روټول کو، خو پيړ و په اغا يور کې سويځاوي چې ايڅ کله نه مړ کيژي.“
18 يحيیٰ په ډيرې نورې طريقې خالک اڅاول او اغا ته يې زرائي ارووه. 19 خو يحيیٰ هيروديس والي دې خپلې وانديارې هيروديا سره دې ناراوو اړيکې په لارلې *او نورې ټولې بدې کورينې دې اماله معلومات که. 20 بيا زندان ته دې يحيیٰ په اچاولې سره هيروديس يو بل بد کور هه وکه.
عيسیٰ بپتسمه وخلي
(متي ۳:_۱۳_-_۱۷ او مرقوس ۱:_۹_-_۱۱)
21 کله چې ټولې خالکې ته بپتسمه ويرکړل شوه، بيا عيسیٰ ته هه بپتسمه ويرکړل شوه. کله چې يغ داعو کړله بيا دې اسمون دروزه خلوصه شوه 22 او روح القدس په اغا بندې دې کاوتارې په شکل رونازل شه او دې اسمون نه يو اووز روغائي، ”ته دې مو ګرون زيائي يې. زه دې تو نه خواشول يمه.“
دې عيسیٰ شجره
(متي ۱:_۱_-_۱۷)
23 عيسیٰ شو او خو دې ديرشې کولې په عمر کې و چې خپل خيذمات يې شيري که او خالکې ګمون که چې اغا دې يوسف زيائي دائي. يوسف دې هالي زيائي و، 24 هالي دې متات زيائي و، متات دې لاوي زيائي و، لاوي دې ملکي زيائي و، ملکي دې ينا زيائي و، ينا دې يوسف زيائي و، 25 يوسف دې متاتيا زيائي و، متاتيا دې عاموس زيائي و، عاموس دې ناحوم زيائي و، ناحوم دې حسلي زيائي و، حسلي دې نجي زيائي و، 26 نجي دې مات زيائي و، مات دې متاتيا زيائي و، متاتيا دې شمعي زيائي و، شمعي دې يوسک زيائي و، يوسک د يوداه زيائي و، 27 يوداه دې يوحنا زيائي و، يوحنا دې ريسا زيائي و، ريسا دې زروبابل زيائي و، زروبابل دې شالتي ييل زيائي و، شالتي ييل دې نيري زيائي و، 28 نيري دې ملکي زيائي و، ملکي دې آدي زيائي و، آدي دې قوسام زيائي و، قوسام دې ايلمودام زيائي و، ايلمودام دې عير زيائي و، عير دې يوشع زيائي و، 29 يوشع دې ايلعازر زيائي و، ايلعازر دې يوريم زيائي و، يوريم دې متات زيائي و، متات دې لاوي زيائي و، 30 لاوي دې شمعون زيائي و، شمعون دې يهودا زيائي و، يهودا دې يوسف زيائي و، يوسف دې يونان زيائي و، يونان دې ايلياقيم زيائي و، 31 ايلياقيم دې مليا زيائي و، مليا دې مينان زيائي و، مينان دې متاتا زيائي و، متاتا دې ناتان زيائي و، ناتان دې داود زيائي و، 32 داود دې يسي زيائي و، يسي دې عبيد زيائي و، عبيد دې بوعز زيائي و، بوعز دې شلمون زيائي و، شلمون دې نحشون زيائي و، 33 نحشون دې عميناداب زيائي و، عميناداب دې ادمين زيائي و، ادمين دې آرام زيائي و، آرام دې حزرون زيائي و، حزرون دې فارز زيائي و، فارز دې يهودا زيائي و، 34 يهودا دې يعقوب زيائي و، يعقوب دې اسحاق زيائي و، اسحاق دې ابراهيم زيائي و، ابراهيم دې تارح زيائي و، تارح دې ناحور زيائي و، 35 ناحور دې سروج زيائي و، سروج دې رعو زيائي و، رعو دې فلج زيائي و، فلج دې عابر زيائي و، عابر دې صالح زيائي و، 36 صالح دې قينان زيائي و، قينان دې ارفکشاد زيائي و، ارفکشاد دې سام زيائي و، سام دې نوح زيائي و، نوح دې لامک زيائي و، 37 لامک دې متوشالح زيائي و، متوشالح دې خنوخ زيائي و، خنوخ دې يارد زيائي و، يارد دې مهللييل زيائي و، مهللييل دې قينان زيائي و، 38 قينان دې انوش زيائي و، انوش دې شيث زيائي و، شيث دې ادم زيائي و، او ادم خدائ پيدو کړائي و.