دې عيسیٰ زيژيدنه
(متي ۱:_۱۸_-_۲۵)
1 په اغا وخت کې بادشا اګوستوس دې روم په ټوله بادشايئ کې دې سار شمرينې په خاطر يو فرمان شيري که. 2 دا اوالينئ سار شميرنه وه چې دې شام دې والي کرينوس په وخت کې وشوه. 3 ار څوک خپل شار ته لوړل چې خپل نوم وليکو. 4 بيا يوسف هه دې جليل دې ناصرت دې شار نه دې يهوديې دې ولايت بيت لحم شار ته چې دې داود بادشا دې زيژيدنې ځوئي و لوړ شه، دې ځکه چې اغا دې داود دې کورانۍ نه و. 5 يوسف دې مريم سره چې لوس نيوائي يې و او اميدوره وه، دې نوم ليکنې دې پوره وولته لوړ شه. 6 او کله چې اغا په بيت لحم کې و دې يغې دې واړيکي دې زيژيدلې وخت رو وراسيده. 7 يغې خپل اوالينئ الود چې ژڼکائي و، وزيژوه. اغا يې په رڼي کې ونغوړه او په خوار کې يې کشياش، دې ځکه چې په ميسوفر خونه کې دې يغې دې پوره ځوئي نه و.
شپونه ته دې فرشتې زرائي
8 په اغا سيمه کې څو شپونه وي چې په شو او خو منځکې کې پنډيدل او دې شپې و يې په خپلې رامې بندې پام که. 9 دې تيشتن فرشته اغا ته شکاره شوه او دې تيشتن دې جلال رڼو په اغا بندې وچړکيدله. اغا ساخت وډاريدل. 10 خو فرشتې اغا ته وويل، ”مه ډاريژئي، مو توسې ته يو زرائي روړائي دائي چې دې ټولې خالکې دې پوره و يوه ستره خواشولي وي. 11 دا نن دې داود په شار** کې دې توسې دې پوره يو خلوصاوينکائي زيژيدلائي دائي چې اغا مسيح او تيشتن دائي. 12 او دې توسې دې پوره و دا ناخشه وي چې يو واړيکائي و مينده کئ چې په رڼي کې و نغشتئ شوائي وي او په خوار کې و پروت وي.“ 13 بيځيه دې يغې فرشتې سره يو ستر اسموني لشکر روشکاره شه چې دې خدائ ثنا يې ويله:
14 ”خدائ ته دا وي جلال په چګ اسمونينه کې
او صولحه او سالومتي دا وي په منځکه بندې
په اغا خالک بندې چې ځنې روضي دائي اغا“
15 کله چې فرشتې اغا پريشول او په څټ اسمون ته لوړې، بيا شپنې يو بل ته سره وويل، ”روڅئ چې بيت لحم ته لوړ شي او اغا څه چې پيش شوي دي او تيشتن ميژ دې يغې نه خبر کړي يې، وويني.“ 16 بيا اغا په منډه لوړل، مريم او يوسف يې پيدو کړل او ويې ليدل چې واړيکائي په خوار کې پروت دائي. 17 کله چې شپنې اغا واړيکائي وليد، بيا څه چې يې دې يغ په حق کې ارويدلي وي، ټول يې خبر کړل. 18 ار چا چې دې شپنې خبرې ارويدلې بيا حيرون پوتې کيدل. 19 خو مريم دا ټول شايون په خپل زړه کې سوتل او دې يغې په حق کې يې ډير فکر که. 20 شپونه په څټ لوړل او څه يې چې ارويدلي او ليدلي وي دې يغې دې پوره يې دې خدائ سترتوب بيانوه او ثنا يې ويله، دې ځکه دا اغا څه وي چې فرشتې يغې ته ويلي وي.
په عيسیٰ بندې نوم ايشاول
21 په وتمه وريځ کله چې دې واړيکي دې سوناتولې وخت رو وراسيده، بيا په اغا يې عيسیٰ نوم کشياش. دا اغا نوم و چې مخکې په دا نه چې مريم اميدوره شي فرشتې په ايشئ و.
خدائ ته دې عيسیٰ وقف کيدل
22 کله چې دې موسیٰ دې شريعت دې مخه دې يغې دې پوکولي دې مراسمې وخت*** رو وراسيده، بيا يغې اغا واړيکائي يروشلم ته بوته چې تيشتن ته يې وير مخته کو. 23 لکه څرنګې چې په شريعت کې ليکل شوي دي، ”ار اوالينئ نر واړيکائي چې پيدو شي بايد تيشتن ته وقف شي.“ 24 بيا يغې دې شريعت دې مخه قرباني وکړله يعني يوه جوړه کاوتارې ليا دوې ځوونې بابغيې.
25 په اغا وخت کې په يروشلم کې دې شمعون په نوم يو ساړائي پنډيده. اغا يو صادق او پرهيزګورائي ساړائي و او دې اسرائيلې دې ژغورنې انتظار يې که او روح القدس ورسره و. 26 روح القدس شمعون ته دا په شکاره ويلي وي چې ترڅو پره دې تيشتن دې خو نه وعده شوائي مسيح ونه وينې، ته و نه مړ کيژې. 27 شمعون دې روح القدس په ليار وشونه دې ننه بيت المقدس ته روغائي. کله چې مور او پلور واړيکائي عيسیٰ وولته رواست ترڅو دې يغ دې پوره اغا څه وکو چې دې موسیٰ شريعت يې غوشتنه کړله، 28 بيا شمعون اغا واړيکائي په غيژ کې وخاست او دې خدائ ثنا يې وويله:
29 ”اې تيشتن تعالی، ويس دې ريخصات که
خپل خادم دې دغې دنيو نه په سالومتئ سره
لکه چې څرنګې تو وعده کړيې وه
30 دې ځکه چې مو دې تو خلوصين وليده په خپلې سترګې
31 اغا خلوصين چې تايور کړائي دائي تو
دې ټولې خالکې په حضور کې
32 يوه رڼو چې و شکاره کو اراده دې تو
غير يهودې ته
او کو و دې تو قوم اسرائيل چګ ساري“
33 دې واړيکي مور او پلور په اغا خبرې چې شمعون دې يغ په حق کې وکړې حيرون شول. 34 شمعون دې يغې دې پوره دې خير داعو وکړه او دې عيسیٰ مور مريم ته يې وويل، ”دا واړيکائي په اسرائيلې کې دې ډيرې دې بربودئي او ليا چګ سارئي دې پوره دې خدائ دې خو نه غوره شوائي دي. اغا دې خدائ دې خو نه يوه ناخشه دو چې ډير خالک و يې مخالفت وکو 35 او په دا رانګ و دې ډيرې زړي پټ خيالينه جاوات شي. او اې مريمې، غم و لکه دې تيرې تيرې په رانګ دې تو زړه هه سروائي سروائي کو.“
36 وولته يوه پيغمبره وه چې حنا نوميدله او ډيره زاړه وه، اغا دې فنوييل لير وه او دې اشير دې قابيلې نه وه. اغا په ورو نه دې ورستې ګوشي اووه کوله دې خپل ميړه سره پنډه شوې وه او په اغا نه دې ورستې يې ميړه مړ شه. 37 ويس اغا څالور اتيا کولنه او کونډه وه. اغا ايڅکله دې بيت المقدس نه نۀ واتله، بلکې شپه او وريځ و يې په ريژه نيولې او داعو کړلې سره دې خدائ عبادت که. 38 حنا په اغا وخت کې يوسف او مريم ته روغله، دې خدائ شکر يې ويوست او دې يغې ټولې خالکې سره يې چې دې يروشلم دې ازودئي په تامه وي دې يغ واړيکي په حق کې يې خبرې وکړې.
عيسیٰ په ناصرې کې ستر شه
39 کله چې يوسف او مريم ار څه دې شريعت دې مخه سار ته وراساول، بيا په څټ خپل شار ناصرت ته چې په جليل کې و، رو ګوډ شول. 40 اغا واړيکائي ستر او طاقتور شه، اغا دې حکمت نه ډاک و او دې خدائ فاضل ورسره و.
دولاس کولن عيسیٰ دې خدائ په کير کې
41 دې عيسیٰ مور او پلور و ار کول دې فسحې دې اختر دې پوره يروشلم ته تلل. 42 کله چې عيسیٰ دولاس کولن شه بيا اغا دې خپل دود او دستور دې مخې دې اختر دې پوره يروشلم ته لوړل. 43 کله چې دې اختر وريځې اخير ته وراسيدلې، اغا په څټ خپل کير ته راون شول او عيسیٰ چې ليا واړيکائي ژڼکائي و په يروشلم کې پوتې شه، خو دې يغ مور او پلور ځنې خبر نه وي. 44 يغې ګمون که چې عيسیٰ دې نورې ميسوفرې په ډاله کې راون دائي. يغې ټوله وريځ سفر وکه او بيا يې دې خپلې خپلونې او ملګريې په ميانځ کې دې يغ په غوشتلې شيري وکړه. 45 کله يې چې اغا پيدو نه که بيا په څټ يروشلم ته لوړل ترڅو اغا وغوړي. 46 درې وريځې ورستې يې اغا په بيت المقدس کې پيدو که چې دې ديني عالمونې سره نوست و، اغا ته يې غوژ نيولائي و او پشتنې يې ځنې کړلې. 47 ار چا چې دې عيسیٰ خبرې ارويدلې، بيا دې يغ پويا او ځاوبينه ته حيرون پوتې کيدل. 48 کله چې مور او پلور يې اغا وليد، بيا حيرون شول او مور يې ورته وويل، ”کسه زامنه، دې ميژ سره دې ويلې داسې وکړل؟ مو او پلور دې په ډيرې انديشنې سره غوشتلې.“ 49 يغ ورته وويل، ”توسې ويلې زه غوشتمله؟ ايا په دا نه پئيدلئ چې زه بايد دې خپل پلور په کير کې پنډ شمه؟“ 50 خو اغا دې يغ دې خبرې په مقصد پوئي نه شول. 51 بيا عيسیٰ دې يغې سره په څټ ناصرت ته لوړ شه او دې يغې تابع و. مور يې دا ټولې خبرې په خپل زړه کې سوتلې. 52 عيسیٰ دې قد او حکمت په لحاظ ستريده او دې خدائ او خالکې خواشيده.