1 شوغليه تيوفيلوسه:
ډيرې خالکې کوشش کړائي دائي ترڅو اغا پيشې بيان کي چې دې ميژ په ميانځ کې روميانځته شويې دي. 2 يغې اغا څه ليکلي دي چې ميژ ته عيني شائدونې او دې خدائ دې کلام دې خيذماتګورونې دې خو رو راسيدليې دي. 3 شوغليه تيوفيلوسه، مو هه په خپل وور سره ټولې پيشې دې سار نه په غور سره وڅيړلې، بيا دا روته شه شکاره شوه چې اغا توس ته په ترتيب سره وليکمه. 4 دا کور دې دغې دې پوره کمه ترڅو ته دې يغې ټولې شايونې په حق کې چې ځنې خبر شوائي يې، په اقيقات پوئي شې.
دې يحيیٰ دې زيژيدنې په حق کې پيشګوئي
5 دې يهوديې دې بادشا هيروديس په زمونه کې يو يهودي امام و چې زکريا نوميده او دې ابيا دې ډالې نه و. دې يغ شځه اليزابت نوميدله او اغا هه دې هارون امام دې کورانۍ نه وه. 6 اغا دواسره دې خدائ په نظير کې صادق خالک وه او په پيره رانګ يې دې تيشتن په ټول قوانين او حکمينه بندې عمل که. 7 خو يغې الود نه لوره، دې ځکه چې اليزابت شانډه وه او دواسره ډير زوړه وي.
8 کله چې دې خدائ په کير کې دې خيذمات وور دې زکريا ډالې ته وراسيده، بيا زکريا دې امام په رانګ په خپله چار کې لګيا شه. 9 دې امامونې دې دود دې مخې اغا دې خلي په وسيله غوره شه، ترڅو بيت المقدس ته نناوځي او خوشبيي ولګاوي. 10 دې خوشبييئ دې لګياولې په وخت ګاڼ شمير عبادت کاوينکي دې ورچانې ويلوړ وي او داعو يې کړله. 11 په دا وخت کې دې تيشتن يوه فرشته زکريا ته وير شکاره شوله چې دې قربانئ دې ځوئي شي خو ته چې خوشبيي پکې ليګيدله، ويلوړه وه. 12 کله چې زکريا اغا وليدله بيا جاټکه يې وخواړله او ډور په روغائي. 13 خو فرشتې يغ ته وويل، ”اې زکريا، مه ډاريژه! دې تو داعو قابيله شويې دو او دې تو شځه اليزابت و توته يو زيائي وزيژاوي او ته و په اغا بندې يحيیٰ نوم کشيژدې. 14 اغا و دې تو دې پوره دې خواشئ او خواشولئ سبب شي او ډير خالک و دې يغ په زيژاول بندې خواشولي وکو. 15 دې ځکه چې اغا و دې تيشتن په نظير کې ستر ساړائي وي. اغا بايد ايڅکله شاروپ او ليا داسې کيم شائي ونه تشي چې په نشه شي. اغا و دې مور دې ګډې نه دې روح القدس نه ډاک وي، 16 او ډير اسرائيليون و دې خپل تيشتن خدائ خو ته روړاوي. 17 يحيیٰ و په اغا روح او قدرات سره چې الياس نبي لوره دې تيشتن په مخکې راون وي، ترڅو پلارينه او الودينه سره په خوله کو، سرکشه کاسون دې نيکونې دې حکمت نه ډاکې ليارې ته رو وګرځاوي او خالک دې تيشتن روتلل ته تايور کو.“
18 زکريا فرشتې ته وويل، ”زه څرنګې په دا بندې يقين کړائي شمه چې داسې و وشي؟ دې ځکه چې زه زوړ ساړائي يمه او شځه مې هه زاړه دو.“ 19 فرشتې په ځاوب کې وويل، ”زه جبرائيل يمه چې دې خدائ په حضور کې ودارمه. زه رولژل شوائي يمه چې دې تو سره خبرې وکمه او دا زرائي درته دير کمه. 20 خو کسه، ته و ګونګ شې او دې دغ شايونې تر پيشيدې پره و خبرې نه شې کړائي، دې ځکه چې تو دې مو په خبرې چې په ټاکل شوي وخت کې و رشتيا شي، يقين ونه که.“
21 په دا وخت کې خالکې چې زکريا دې پوره انتظار که او حيرون وي چې اغا ويلې بيت المقدس کې دامره زيوت وخت تير که. 22 کله چې اغا رووته، دې يغې سره يې خبرې نه شوې کړائي. بيا دئ پوئي شول چې يغ په بيت المقدس کې کيمه رويا ليدليې دو، دې ځکه چې اغا ته يې په لوسينه اشارې کړې خو خبرې يې ونه شوې کړائي.
23 کله چې دې خدائ په کير کې دې زکريا دې خيذمات وخت اخير ته وراسيده، بيا اغا په څټ خپل کير ته لوړ شه. 24 څه وخت دې ورستې دې يغ شځه اليزابت اميدوره شوله او پينځه مياشتې يې خپل ځون دې خالکې نه پټ وسوته او دې خپل ځون سره و يې ويل: 25 ”تيشتن ويس دې مو دې پوره دا کور وکه او په مو يې راحم وکه او زه يې دې خالکې په مخکې دې شرم نه خلوصه کړمه.“
دې عيسیٰ مسيح دې زيژيدنې په حق کې پيشګوئي
26 دې اليزابت دې اميدورئي په شپيژمه مياشت خدائ جبرائيل فرشته دې جليل په ولايت کې دې ناصرت په نوم يو شار ته ولژله، 27 ترڅو يوې پيغلې ته چې دې يوسف نومي ساړي سره يې چې دې داود بادشا دې کورانۍ نه و وير په نوم شوې وه، ويرشي. دې يغې پيغلې نوم مريم و. 28 فرشته اغا ته روغله او ويې ويل، ”سالوم په تو چې ډير فاضل دربندې شوائي دائي، تيشتن دې تو سره مال دائي.“ 29 مريم دې فرشتې په خبره ډيره ورخاطو شوه او په فکر کې ډيبه شوه چې دې دغې خبرې معنی و څه وي. 30 فرشتې يغې ته وويل، ”اې مريمې، مه ډاريژه! خدائ په تو مهربونه شوائي دائي. 31 کسه، ته و اميدوره شې او زيائي و دې وشي او دې يغ نوم و عيسیٰ کشيژدې. 32 اغا و ستر شخصيت وي او دې خدائ تعالی دې زي په نوم و يود شي. تيشتن خدائ و دې يغ دې نيکه داود تخت اغا ته ويرکو. 33 اغا و دې تل دې پوره دې يعقوب په الود بندې بدشائي کو او دې يغ بدشائي و ايڅکله نه خاتميژي.“ 34 مريم فرشتې ته وويل، ”داسې څرنګې کيدائي شي؟ زه ليا پيغله يمه او تر ويسه وده شويې نه يمه.“ 35 فرشتې په ځاوب کې وويل، ”په تو و روح القدس نازل شي او دې خدائ تعالی قدرات و په تو بندې سيوره وکو او دې دغ اماله و اغا سپيڅلئ واړيکائي دې خدائ تعالی دې زي په نوم يود شي. 36 وکسه، دې تو خپل ووله اليزابت و هه په زوړه عمر کې زيائي روري. سره دې دغې چې اغا ته شانډه او بې الوده ويل کيدله، خو ويس شپيژ مياشتې شي چې اميدوره دو. 37 دې ځکه چې دې خدائ دې پوره ايڅ کور ناشينائي نه دائي.“ 38 مريم وويل، ”زه دې تيشتن خيذماتګوريې يمه. تو چې څه وويل داسې دا وشي.“ او فرشته ځنې لوړله.
مريم دې اليزابت ليدلې ته ويرڅي
39 څه وخت دې ورستې مريم راونه شوله او په بيړه يو شار ته چې دې يهوديې په غرانئ سيمه کې و، لوړه. 40 اغا دې زکريا کير تا ويرنناوتله او په اليزابت يې سالوم وچوه. 41 کله چې اليزابت دې مريم سالوم ورويده، بيا په ګډه کې يې واړيکي ټوپينه ووالل. اليزابت دې روح القدس نه ډاکه شوله 42 او په چګ اووز سره يې وويل، ”ته په ټولې شځې کې يوه ډيره مباراکه شځه يې او اغا واړيکائي مباراک دائي چې دې تو نه و پيدو شي! 43 زه څوک يمه چې دې مو دې مشر مور دا دې مو ليدلې ته روشي؟ 44 کله چې دې تو دې سالوم اووز دې مو په غوژ شه، بيا واړيکي دې خواشولئ نه دې مو په ګډه کې ټوپينه ووالل. 45 ته څومره بختاوره يې چې په دا بندې دې يقين وکه چې تيشتن درته څه ويلي وي اغا و پيره شي.“
دې مريم دې ثنا او صفات سندره
46 مريم وويل:
”بيانوي مې زړه سترتوب دې تيشتن
47 دائي دې مو روح خواشول
دې ځکه خدائ مې دائي ژغورينکائي
48 دې ځکه زه يې کړمه يوده، خپله عاجزه خيذماتګوره
دا دې ويس نه و ټول خالک مو بختاوره بولي
49 دې ځکه قادر خدائ کړي دي ستر کورينه موته
چې سپيڅلئ يې دائي نوم
50 دې يو نسل نه تر بله کو رحمت
په اغا خالک بندې چې کو ډور ځنې
51 يغ کړي دي غوټ کورينه په خپلې مټې
کبرجن خالک يې خوره ووره کړل
دې خپلې زړينې دې خيولينې سره
52 رو سنړوالي يې شاهون دي دې خپلې تاختينې نه
سرلوړي کړي يې دي عاجزه خالک
53 موړه کړي يې دي وژي په شه شايون
مالدار خالک يې ورړه دي تش لوسينه
54 مراسته يې کړيې دو دې خپل خادم اسرائيلې سره
راحم يې کړائي دائي تل په خپل خالک
55 لکه يې څرنګې چې وعده کړيې وه دې ميژ نيکونې،
ابراهيم او الودې سره يې دې تل دې پوره“
56 مريم نژدې درې مياشتې دې اليزابت سره پوتې شوله او بيا په څټ خپل کير ته لوړه.
دې يحيیٰ زيژيدنه
57 اغا وخت رو وراسيده چې اليزابت واړيکائي وزيژاوي او دې يغې زيائي پيدو شه. 58 ګاونډيونې او خپلونې يې ورويدل چې تيشتن په يغې بندې ډير راحم کړائي دائي او ټولې ورسره خواشولي وکړه. 59 کله چې واړيکائي دې ووتې وريځې شه بيا اغا روغلل چې سونات يې کو او غوشتل يې چې دې خپل پلور زکريا نوم په کشيژدي. 60 خو مور يې وويل، ”نه، دې يغ نوم و يحيیٰ وي.“ 61 يغې ورته وويل، ”خو دې توسې په خپلونې کې په دا نوم څوک نشته.“ 62 بيا يغې دې يغ پلور ته اشاره وکړه او پشتنه يې ځنې وکړه چې په واړيکي بندې کيم نوم غوړي کشيژدي. 63 زکريا يوه تاخته رو وغوشتله او په اغا بندې يې وليکل، ”دې يغ نوم يحيیٰ دائي.“ اغا ټول ډير حيرون شول. 64 زکريا په مخ واپس په خبرې کړل روغائي او خدائ ته په ثنا ويلې يې شيري وکړه. 65 ټول ګاونډيون وډاريدل او دې يهوديې په ټوله غرانئ سيمه کې خالکې دې دغې شايونې په حق کې خبرې کړلې. 66 ار چا چې دا خبره ورويدله بيا دې يغې په حق کې يې فکر که او پشتنه يې کړله، ”دې دغ واړيکي نه و په روتلينکيې وخت کې څه جوړ شي؟“ دې ځکه چې دې تيشتن لوس دې يغ په سار بندې و.
دې زکريا پيشګوئي
67 دې يحيیٰ پلور زکريا دې روح القدس نه ډاک شه او داسې پيشګوئي يې وکړه:
68 ”ثنا او صفات دا وي تيشتن ته چې دائي خدائ دې اسرائيلې
ځکه روغائي چې وکو مراسته دې خپل قوم سره چې کو ازود اغا
69 يغ پيدو که ميژ ته زوراور ژغورينکائي
دې الودې نه دې داود چې خيذماتګور يې و خپل
70 لکه څرنګې چې مخکې يې وي ويلي
په خوله دې سپيڅليې مختينئ پيغمبرونې
71 چې مو خلوص کو دې خپلې ديشمنونې نه
دې يغې خالکې نه چې کو کرکه دې ميژ نه
72 راحم و وکو اغا دې ميژ نيکينه بندې
او رويوده وي و خپل سپيڅلئ لوظ
73 اغا قاسام چې و خواړلئ يغ
دې ميژ دې نيکه دې ابراهيم سره
74 چې و کو خلوص اغا ميژ دې ديشمنونې نه
چې بې ډوره وکي ميژ خيذمات دې يغ
75 په خپل ټول ژوند کې
دې پوکئ او صداقت سره
76 او اې واړيکيه دې مو
ته و يوديژې پيغمبر دې خدائ تعالی*
دې ځکه چې څې و په تيشتن نه دې مخه
چې کې تايوره ليار ته دې يغ دې پوره
77 چې په دا پوئي کې قوم دې يغ
چې دئ و وميمي خلوصين
دې خپلې ګونائينې په باخشلې سره
78 دې ميژ دې خدائ دې راحم او مهربونئ په سبب
په ميژ و رو ووخيژي لمر دې ګائيز
پوس دې اسمون نه
79 ترڅو چې روالي رڼو په اغا خالک بندې
چې تيراوي ژوند په تياره کې دې مارګ
او بروبار کو قدامينه دې ميژ دې صولحې او سالومتئ په ليار“
80 اغا واړيکائي غوټيده او په روحاني رانګ طاقتور کيده او تر يغ وخت پره په داشته کې پنډيده، ترڅو دې اسرائيلې خالک ته په جاوات رانګ بندې وير شکاره شه.