عيسیٰ اووه شاګردون ته ځون جاواتوي

1 څه وخت دې ورستې عيسیٰ يور بيا دې جليل دې داريوب په غوړه شاګردونې ته خپل ځون جاوات که. يغ خپل ځون په دا رانګ جاوات که: 2 شمعون پطروس او توما چې دې غبرګيني په نوم يوديده، نتناييل چې دې جليل دې قانا نه و، دې زبدي دوه زامن او دوه نور شاګردون هه وولته وي. 3 شمعون پطروس يغې ته وويل، ”زه څمه چې کابون ونسمه.“ يغې وويل، ”ميژ هه در سره څې.“ اغا راون شول او په کشتئ کې سوره شول، خو په اغا شپه يې ايڅ ونه نيول.

4 کله چې ګائيز شه بيا عيسیٰ دې داريوب په غوړه ويلوړ و، خو شاګردونې اغا ونه پيژونده چې اغا عيسیٰ دائي. 5 عيسیٰ اغا ته وير سيرې کړلې، ”اې ملګريې، څه مم نيولي دي؟“ يغې ځاوب ويرکه، ”نه.“ 6 عيسیٰ يغې ته وويل، ”خپل جال مم دې کشتئ شي طرف ته وير وچائي بيا يو څه کابون و ونسئ.“ بيا يغې جال وير ووچو او دامره ډير کابون يې ونيول چې دئ نه شول کړلائي چې جال په څټ کشتئ ته روچګ کو. 7 بيا اغا شاګرد چې په عيسیٰ بندې ډير ګرون وه پطروس ته وويل، ”اغا ساړائي چې دې داريوب په غوړه ويلوړ دائي، اغا دې ميژ ايستوذ دائي!“ کله چې شمعون پطروس دا خبره وور ويدله چې اغا عيسیٰ دائي بيا خپل لانګ يې وتوړه ځکه چې يغ خپل لانګ ياستلئ و او يبه ته يې وير ټوپ کړل. 8 نور شاګردون په کشتئ کې دې داريوب غوړه ته روغلل او دې کابونې ډاک جال يې رو کاش که، ځکه چې اغا دې وچې نه صرف سل ميټره لرې وي. 9 کله چې اغا وچه ته رو وواتل بيا وولته يې دې سکوره يور وليده چې کاب په اغا پروت و او لژ ماړئي هه وه. 10 عيسیٰ يغې ته وويل، ”دې خپلې کابونې نه چې دا ويس مم ونيول لژ څه رورئي.“ 11 شمعون پطروس په څټ کشتئ ته وخوته او جال يې وچه ته رو يوسته چې په کې يو سل درې پنځوس غوټ کابون وي، خو دا دامره زيوت کابونې سره بيا هه جال نه شه بژا. 12 عيسیٰ يغې ته وويل، ”روشئ دې ګائيز ماړئي وخورئي.“ په شاګردونې کې ايچا هه دا جرات ونه که چې دې يغ نه پشتنه وکو، ”ته څوک يې؟“ ځکه چې اغا پئيدل چې دا دې يغې ايستوذ دائي. 13 بيا عيسیٰ رومخته شه، ماړئي يې رو وخاستله او اغا ته يې ويرکړله او کابون يې هه ويرکړل.

14 دا درام وور و چې عيسیٰ دې مړيې نه دې ژواندي کيدلې نه دې ورستې شاګردون ته شکاره شه.

عيسیٰ او پطروس

15 په ماړئي خواړلې نه دې ورستې عيسیٰ دې شمعون پطروس نه پشتنه وکړله، ”اې دې يوحنا زامنه شمعونه، ته دې دغې نورې ټولې نه دې مو سره زيوته مينه کې؟“ پطروس ځاوب ويرکه، ”اې، ايستوذه، ته پئيژې چې په مو بندې ګرون يې.“ عيسیٰ وويل، ”دې مو په وريون بندې پام که.“ 16 عيسیٰ په دوام وور دې يغ نه پشتنه وکړله، ”اې دې يوحنا زامنه شمعونه، ايا دې مو سره مينه کې؟“ پطروس ځاوب ويرکه، ”اې، ايستوذه، ته پئيژې چې په مو بندې ګرون يې.“ عيسیٰ يغ ته وويل، ”دې مو په پسون بندې پام که.“ 17 په درام وور عيسیٰ دې يغ نه پشتنه وکړله، ”اې دې يوحنا زامنه شمعونه، ايا زه دربندې ګرون يمه؟“ پطروس غمجن شه ځکه چې يغ ځنې په درام وور دا پشتنه وکړله، ”ايا زه په تو بندې ګرون يمه؟“ بيا پطروس يغ ته وويل، ”ايستوذه، ته دې ار څه نه خبر يې، ته پئيژې چې په مو بندې ګرون يې.“ عيسیٰ يغ ته وويل، ”دې مو په پسون بندې پام که. 18 په يقين سره زه تو ته دا يايمه کله چې ته ځوون وې بيا خپله ملا و دې خپله تاړله او ار چيرته دې چې غوشتل بيا وولته و تلې، خو کله چې زوړ شې بيا لوسينه و دې بل چا ته غزاولي وي چې ملا دې وتاړي او اغا ځوئي ته و دې بوځي چې ته ورته تاګ نه غوړې.“ 19 عيسیٰ دا خبره دې دغې دې پوره وکړله چې دا شکاره کو چې پطروس و په څه رانګ مړ کيژي او خدائ ته و جلال ويرکاوي. بيا عيسیٰ يغ ته وويل، ”مو پسې روڅه.“

عيسیٰ او دې يغ ګرون شاګرد

20 پطروس مخ رو ووړوه او ويې ليدل چې اغا شاګرد ورپسې دې څټه روراون دائي چې په عيسیٰ بندې ډير ګرون و، يعني اغا شاګرد چې دې لماشوم ماړئي په وخت کې دې عيسیٰ په څانګ کې نوست و او پشتنه يې ځنې وکړله، ”ايستوذه، اغا څوک دائي چې تو و خپل ديشمن ته تسليمه وي؟“ 21 کله چې پطروس اغا شاګرد وليده بيا دې عيسیٰ نه يې پشتنه وکړله، ”په اغا بندې و څه شي؟“ 22 عيسیٰ ځاوب ويرکه، ”که زه وغوړمه چې اغا دا دې مو دې روتاګ پورې ژواندائي پوتې شي بيا په دا کې دې تو څه کور دائي؟ ته په مو پسې رو څه.“ 23 بيا دې عيسیٰ دې ليارتلينکي په ميانځ کې دا خبره ړانګه شوله چې اغا شاګرد و نه مړ کيژي، خو عيسیٰ داسې نه وويل چې اغا و نه مړ کيژي، يغ خالي دا ويلي وي، ”که زه وغوړمه چې اغا دا دې مو دې رو تاګ پوره ژواندائي پوتې شي بيا په دا کې دې تو څه کور دائي؟“ 24 دا اغا شاګرد دائي چې دا شايون يې ليکلي دي او دې يغې په حق کې شائدي ويرکاوي او ميژ پئيژي چې دې يغ شائدي رشتيا دو.

اخير

25 عيسیٰ ډير نور کورينه هه کړي دي. که اغا ټول په کيتوبينه کې ليکل شوي وائي بيا زه ګمون کمه چې په ټوله دنيو کې و دې دغې کيتوبينې دې پوره چې ليکل شوي وائي، ايڅ ځوئي نه وائي.

Sorry, no results.
Please try another keyword