1 مو دا شايون توس ته دې دغې دې پوره وويل چې ايمون دې لوس نه وير نه کئ. 2 اغا و توس دې عبادتخانې نه ورړه کو او داسې وخت و روشي چې څوک چې توسې مړه وي نو اغا و ګمون کو چې په داغا کور سره يې دې خدائ خيذمات کړائي دائي. 3 اغا و دې توسې سره داسې کورينه کو، ځکه چې اغا نه پلور پيژاني او نه مو. 4 دا شايون مې دې دغې دې پوره توس ته وويل چې کله دې دئ دې واک وخت روشي نو توس ته و دې مو خبرې در يودې شي.

دې روح القدس چار

مو دا شايون په اوال کې توس ته نه وويل دې ځکه چې زه په خپله دې توسې سره ومه، 5 خو زه ويس اغا چا ته وير څمه چې زه يې رو لاژلئ يمه او توس يو هه دې مو نه دا پشتنه نه کئ چې ته چيرې څې؟ 6 مو چې توس ته کيم څه وويل په اغا بندې دې توسې زړينه غمجن شول. 7 خو زه توس ته اقيقات يايمه چې دې مو تاګ دې توسې دې پوره شه دائي ځکه که زه چيرې لوړ نه شمه نو توس ته و مراسته کاوينکائي رو نه شي. خو که زه لوړ شمه بيا اغا و توس ته دير ولاژمه. 8 کله چې اغا روشي، بيا دې دغې دنيو خالک ته و دې ګناه او دې خدائ دې صداقت او پئصالې په حق کې اقيقات شکاره کو. 9 دې دنيو خالک دې ګناه په حق کې غلط فکر لري ځکه چې اغا په مو بندې ايمون نه روري. 10 اغا دې صداقت په حق کې غلط فکر لري، ځکه چې زه پلور ته څمه او نور و مي نه ووينئ، 11 دئ دې خدائ دې پئصالې په حق کې هه غلط فکر لري ځکه چې دې دغې دنيو واکمن ليا دې مخته نه محکوم کړائي شوائي دائي.

12 ډيرې نورې خبرې دي چې بايد توس ته يې وکمه خو ويس يې توس دې ارويدلې طاقات نه لرئي. 13 خو کله چې دې اقيقات روح روشي نو توس و دې اقيقات طاراپ ته بوځي. اغا و دې خپله ځون نه خبرې نه کو بلکې څه چې اغا ووري اغا و يائي او په روتلينکيې وخت کې چې کيم څه کيژي توس و په خبر کو. 14 اغا چې دې مو نه کيم تعليم تر لوسه کاوي نو توس و په اغا بندې خبره وي او په داغا رانګ و دې مو جلال شکاره کاوي. 15 دې پلور سره چې کيم حکمت دائي اغا دې مو هه دائي، نو په دا خاطر مو وويل چې زه چې روح القدس ته کيم تعليم وير کاومه اغا و يې ووخلي او توس و په اغا بندې خبره وي.“

دې توسې غم و په خواشولي بادال شي

16 عيسیٰ خپل شاګردون ته وويل، ”دې لژ وخت دې پوره و توس نور مو نه ووينئ، خو لژ ساعت دې ورستې و مو بيا ووينئ.“ 17 ځنې شاګردونې يوه بل ته سره وويل، ”دې دغې خبرې نه دې يغ ماطلاب څه دائي چې ويايي: ’دې لژ وخت دې پوره و توس مو نه ووينئ خو لژ ساعت نه ورستې و مو ووينئ‘ او ’دا دې ځکه چې زه پلور ته وير څمه؟‘“ 18 يغې وويل، ”دې دغ لژ وخت نه چې عيسیٰ دې يغې په حق کې خبرې کو څه ماطلاب دائي؟ ميژ نه پئيژي چې اغا دې څه شي په حق کې دا خبرې کو.“ 19 عيسیٰ پوئي شه چې اغا غوړي چې دې دغې په حق کې پشتنه ځنې وکو، نو اغا ته يې وويل، ”ايا توس دې دغې په خاطر دې يو بل نه پشتنه کئ چې دې مو دې دغې خبرې نه ماطلاب څه دائي چې توس و دې لژ وخت دې پوره نور مو نه ووينئ خو لژ وخت نه دې ورستې و مو بيا ووينئ؟ 20 په يقين سره زه توس ته دا يايمه چې توس و ژوړئي او وير و کئ خو دنيو و خواشوله وي. توس و خفا وائي خو دې توسې غم و په خواشولي بادال شي. 21 يوه شځه دې ماشوم دې زيژه ولې په وخت کې ډير داړدينه وزغمي، خو کله چې ماشوم پئيدو شي بيا اغا خپل داړدينه ويرا وي، ځکه چې اغا خواشوله وي چې يو انسان يې دنيو ته رو وړائي دائي. 22 توس هه ويس غمجن يئ خو زه و بيا توسې ووينمه او زړينه و مم خواشول شي او ايڅوک نه شي کړلائي چې دا خواشولي دې توس نه ووخلي. 23 کله چې اغا وريځ روشي بيا توس و دې مو نه ايڅ سول نه کئ. په يقين سره زه توس ته دا يايمه چې که چيرې توسې دې مو په نوم دې پلور نه ار څه وغوړئي بيا توس ته و يې دير کو. 24 دې ويسه پوره توسې دې مو په نوم ايڅ شائي نه دائې غوشتئې، وغوړئي بيا توس ته و دير کړل شي، تر څو دې توسې خواشولي پيره شي.

په دنيو بندې بارائي مينده وال

25 مو توس ته په مثالينه کې خبرې کړلې، خو داسې وخت و روشي چې نور و توس ته په مثالينه کې خبرې نه کمه، بلکې په جاواته سره و توسې ته دې پلور په حق کې خبرې کمه. 26 کله چې اغا وريځ روشي بيا توس و دې مو په نوم يغ ته سول وکئ او مو ته و دې دغې ضرورات نه وي چې دې توسې په خاطر يغ ته سول وکمه. 27 ځکه چې په خپله په پلور بندې توس ګرون يئ، ځکه چې زه په توس بندې ګرون يمه او په دا بندې توسې ايمون رو وړائي دائي چې زه دې خدائ دې طاراپ نه روغلائي يمه. 28 زه دې پلور دې طاراپ نه داغا دنيو ته روغلائي يمه او ويس دنيو پريژدمه او پلور ته وير څمه.“

29 بيا دې عيسیٰ شاګردونې وويل، ”ته ويس جاواتې خبرې کې او دې مثالينې نه کور نه وخلې. 30 ويس ميژ پئيژي چې ته دې ار څه نه خبر يې او لازمه نه دو چې څوک دې تو نه دې څه شي په حق کې پشتنه وکو. بيا دې دغې دې اماله ميژ ايمون لري چې ته دې خدائ دې طاراپ نه روغلائي يې.“ 31 عيسیٰ دئ ته وويل، ”ايا توس ويس په مو بندې پيره ايمون لرئي؟ 32 کسئ، اغا وخت رو راون دائي او بلکې رو راسيدلائي دائي چې توسې ټول و خوره ووره شئ او خپل کورينه ته و لوړ شئ او مو و ګوشائي پريژدئي. خو بيا هه زه ګوشائي نه يمه، ځکه چې پلور رو سره دائي. 33 مو دا ار څه دې دغې دې پوره توس ته وويل ترڅو په مو کې سلامتيا ولرئ. په دا دنيو کې و توسې ځاوريژئي او کاړيژئي و. خو زيړاور پنډيژئي! ځکه چې زه په دنيو بندې بريولئ شوائي يمه.“

Sorry, no results.
Please try another keyword