ديارلاسام ساباق

 

عيسیٰ دې خپلې شاګردونې پشې وينځي

۱دې فسحې دې اختر نه يوه وريځ مخته عيسیٰ په دا پوئي شه چې اغا وخت رو وراسيده چې دې دغې دنيو نه لوړ شي، او پلور ته وير شي. يغ ار وخت په دا دنيو کې او تر اخيره پرې دې خپلې ليارتلينکي سره مينه وکړله. ۲دې لماشوم دې ماړئي وخت و او شيطون دې مخه نه دې شمعون اسخريوتي دې زي يهودا په زړه کې دا فکر اچاولائي و چې دې عيسیٰ سره خيانات وکو. ۳عيسیٰ په دا پئيده چې پلور ورته دې ټولې شايونې اختيار وير کړائي دائي او اغا دې خدائ دې خو نه روغلائي دائي او په څټ خدائ ته وير څي. ۴نو اغا دې ماړئي نه رو چګ شه، خپله چوغه يې لرې کړله او يو ريمول يې رو ووخست او په خپله ملا بندې يې رو بادال که. ۵بيا يې په بالټۍ کې يبه وچاولې او دې خپلې شاګردونې دې پشې په وينځلې يې شيري وکړله او اغا يې په اغا ريمول بندې چې په خپله ملا بندې يې بادال کړائي و، وچولې. ۶اغا شمعون پطروس ته ويراغائي نو پطروس يغ ته وويل، ”اې تيشتنه، ايا ته غوړې چې دې مو پشې ووينځي؟“ ۷عيسیٰ په ځاوب کې وويل، ”ته ويس نه پئيژې چې زه څه کمه، خو دې ورستې و پوئي شې.“ ۸پطروس ورته وويل، ”ته و ايڅ کله هه دې مو پشې نه ووينځې.“عيسیٰ وويل، ”که زه دې تو پشې نه ووينځمه نو ته و نوره دې مو سره ملګرتيا نه ولري.“ ۹شمعون پطروس وويل، ”بيا خو تيشتنه، ګوشي پشې مې نه بلکې لوسينه او سار مې هه ووينځه.“ ۱۰عيسیٰ ورته وويل، ”چا چې ځون وينځلائي وي نو اغا بيخې پوک وي او وينځل ته ضرورات نه لري، ګوشي پشې يې بايد ووينځلې شي. توس ټول پوک يئ، خو په توس کې يو کاس پوک نه دائي.“ ۱۱ځکه چې عيسیٰ ته ماليمه وه چې څوک و ورسره خيانات کو، نو ځکه يې وويل، ”توس ټول پوک يئ دې يوه کاس نه علاوه.“

۱۲کله چې عيسیٰ دې يغې پشې ووينځلې، نو خپله چوغه يې په څټ وغاستله او په څټ دسترخوان ته کشينوست او دې يغې نه يې پشتنه وکړله، ”مو چې دې توسې دې پوره څه وکړل ايا توس دې يغې په معنی بندې پوئي شوائي؟ ۱۳توس موته ايستوذ او مشر يايئ او توس شه کئ چې داسې يايئ، ځکه چې زه هه داسې يمه. ۱۴بيا که چيرې زه دې توسې مشر او ايستوذ ومه دې توسې پشې مې وينځلې، نو توس هه بايد دې يو بل پشې ووينځئ. ۱۵مو توس ته يو مثال ديرکه ترڅو توسې دې يو بل سره هه داسې وکئ لکه څرنګې چې مو دې توسې دې پوره وکړل. ۱۶په يقين سره زه توس ته دا يايمه چې يو نيکار هه دې خپل مشر نه ستر نه دائي او يو غړائي هه دې خپل رولاژينکي نه ستر نه دائي. ۱۷ويس چې توسې په دا شايون بندې پوئي شوائي، نو که عمل په وکئ نو توس بختور يئ.

۱۸زه دې توسې ټولې په حق کې خبرې نه کمه، کيم خالک چې مو غوره کړي دي زه اغا پيژانمه. خو دې خدائ دې کلام دا وئينو بايد رشتيا شي چې يائي: ’اغا چا چې دې مو سره يې ماړئي خواړله دې مو په ضد رو چګ شه.‘ ۱۹ويس زه توس ته دې يغې پيشې دې روميانځ ته کيدلې نه مخته يايمه، دې دغې دې پوره کله چې اغا وشي نو توس و په دا ايمون رورئي چې زه اغا يمه. ۲۰په يقين سره زه توسې ته دا يايمه څوک چې اغا کاس قابيل کو چې زه يې لاژمه، بيا زه يې قابيل کړائي يمه او ار څوک چې مو قابيل کو، بيا اغا څوک يې قابيل کړائي دائي چې زه يې رولژلئ يمه.“

 

دې يهوداه دې خيانت په حق کې دې عيسیٰ پيشګوئي

(متي ۲۶‏:‌۲۰‌‏-‌۲۵ او مرقوس ۱۴‏:‌۱۷‌‏-‌۲۱ او لوقا ۲۲‏:‌۲۱‌‏-‌۲۳)

۲۱کله چې عيسیٰ دا خبرې وکړلې نو دې يغ روح بې ارامه شه او په جاواته يې وويل، ”په يقين سره زه توس ته دا يايمه چې په توس کې و يو کاس دې مو سره خيانات وکو.“ ۲۲شاګردونې يو بل ته وکاتل او شاکمن شول چې يغ دې چا په حق کې خبرې کړلې. ۲۳په شاګردون کې يو چې په عيسیٰ بندې ډير ګرون و دې يغ په څانګ کې نوست و. ۲۴شمعون پطروس يغ شاګرد ته اشاره وکړله او ورته ويې ويل، ”دې عيسیٰ نه پشتنه وکه چې اغا دې چا په حق کې خبرې کو.“ ۲۵نو اغا شاګرد عيسیٰ ته وير نژدې شه او پشتنه يې ځنې وکړله، ”ايستوذه، اغا څوک دائي؟“ ۲۶عيسیٰ ځاوب ويرکه، ”دا اغا ساړائي دائي چې زه لژ ماړئي په چاني کې لامده ومه او ورته يې وير کاومه.“نو يغ لژ ماړئي په چاني کې لامده کړله او دې شمعون اسخريوتي زي يهودا ته يې ويرکړله. ۲۷څرنګې چې يهودا اغا لژ ماړئي وخاستله نو شيطون يې سيرات ته وير نناوته. عيسیٰ ورته وويل، ”ار څه چې کې زر يې وکه.“ ۲۸کيم خالک چې ماړئي ته نوست وي په يغې کې ايڅوک پوئي نه شول چې دې دغې خبرې نه دې يغ مقصد څه وه. ۲۹څرنګې چې دې يهودا سره دې پائسې سوتلې کاڅوړه وه، نو ځنې شاګردونې دا ګمون وکه چې عيسیٰ يغ ته وويل چې لوړشي او دې اختر دې پوره چې کيم څه په کور دي ووخلي او يا غريبونې ته لژ څه ويرکو. ۳۰څرنګې چې يهودا اغا لژ ماړئي ووخستله نو په مخ دې ورچانې ووته. دا شپه وه.

 

نوائي حکم

۳۱کله چې يهودا لوړ شه نو عيسیٰ وويل، ”ويس و دې خدائ زيائي جلال مينده کو او دې يغ په وسيله و خدائ جلال مينده کو. ۳۲څرنګې چې خدائ دې يغ په وسيله جلال مينده کو نو خدائ و په خپله هه اغا ته جلال ويرکاوي او ډير زر و ورته جلال ويرکو. ۳۳دې مو باچيونې! زه و دې لژ نور وخت دې پوره دې توسې سره ومه. بيا و په مو پسې ګرځئ او پئيدو کاولائي و مې نشئ او لکه څرنګې مې چې يهودي مشرونې ته وويل، ويس يې توس ته هه يايمه، زه چې چيرې څمه وولته توس نه شئ تلائي. ۳۴زه توس ته نوائي حکم دير کاومه: دې يو بل سره مينه کئ، لکه څرنګې چې مو دې توسې سره کړيې دو، نو توسې هه بايد دې يو بل سره مينه وکئ. ۳۵که توس يو دې بل سره مينه ولرئ نو بيا و ټول په دا پوئي شي چې توس دې مو شاګردون يئ.“

 

عيسیٰ دې پطروس دې منکريدلې پيشګوئي کو

۳۶شمعون پطروس دې يغ نه پشتنه وکړله، ”ايستوذه، ته چيرې څې؟“عيسیٰ ځاوب ويرکه، ”زه چې کيم ځوئي ته څمه ته ويس وولته په مو پسې نه شې روتلائي، خو دې ورستې و روشې.“ ۳۷پطروس وويل، ”ايستوذه، ويس درپسې ويلې نه شمه ديرتلائي؟ زه دا ته حاضر يمه چې دې تو په خاطر خپل ځون قربان کمه.“ ۳۸عيسیٰ ځاوب ويرکه، ”ايا ته حاضر يې چې دې مو په خاطر مړ شې؟ په يقين سره زه تو ته دا يايمه چې دې چرګ دې بونګ نه مخته و درې ووره ويايې چې ته مو نه پيژانې.“

Sorry, no results.
Please try another keyword