دې ايلعازر مارګ

1 دې ايلعازر په نوم يو ساړائي و چې بيمور و. دې يغ کير په بيت_عنيا کې و، يعني په اغا کلي کې چې وولته مريم او دې يغ خور مرتا پنډيده. 2 دا اغا مريم دو چې دې عيسیٰ په پشې بندې و عاطر اچاوي او دې يغ پشې په خپل ويشته وچاوي. دې يغې ورور ايلعازر بيمور و. 3 خو خوانديې يې عيسیٰ ته خبر وير ولاژه او ورته ويې ويل، ”ايستوذه، دې تو ګرون ملګرائي بيمور شوائي دائي.“ 4 کله چې عيسیٰ دا ورويدل نو ويې ويل، ”ايلعازر و دې دغې بيمورئي نه نه مړ کيژي، بلکې دا دې خدائ دې جلال دې جاواتاولې دې پوره يوه وسيله دو ترڅو دې خدائ زيائي هه دې دغې ليارې جلال مينده کو.“

5 په عيسیٰ بندې مرتا، دې يغې خور او ايلعازر ګرون وي. 6 سره دې دغې چې اغا دې ايلعازر دې بيمورئي نه خبر شه، خو دوې وريځې نور هه په اغا ځوئي کې چې و، وولته پوتې شه. 7 بيا يغ خپلې شاګردونې ته وويل، ”روڅئ چې په څټ يهوديې ته لوړ شي.“ 8 شاګردونې ورته وويل، ”اې ايستوذه، لژ ساعت مخته دې يغ ځوئي خالکې غوشتل چې تو سنګسار کو، خو ته بيا هه غوړې چې وولته لوړ شې؟“ 9 عيسیٰ ځاوب ويرکه، ”ايا يوه وريځ دولاس ګينټې نه دو؟ څوک چې دې وريځې ګرځي نه نسکاريژي، ځکه چې دې دغې دنيو رڼو ويني. 10 خو که څوک دې شپې ګرځي نو نسکاريژي، ځکه چې دې يغ سره رڼو نه وي.“ 11 عيسیٰ دا خبرې وکړې او بيا يې اغا ته وويل، ”دې ميژ ملګرائي ايلعازر وود پروت دائي، خو زه وير څمه چې رويش يې کمه.“ 12 شاګردونې وويل، ”اې ايستوذه، که اغا وود وي بيا اغا و روچګ شي.“ 13 خو دې عيسیٰ دې خبرې مقصد دا و چې ايلعازر مړ شوائي دائي، خو دئ فکر وکه چې دې ده مقصد اسې خوب دائي. 14 نو عيسیٰ اغا ته جاوات وويل، ”ايلعازر مړ شوائي دائي. 15 خو زه دې توسې په خاطر خواشول يمه چې وولته نه ومه، ځکه چې توس و ويس په رشتيا ايمون رورئي. روڅئ چې يغ ته وير شي.“

16 توما چې دې غبرګوني په نوم هه يوديده، نور شاګردون ته وويل، ”رو څئ چې ميژ هه لوړ شي او دې يغ سره مړه شي.“

عيسیٰ قيامات او ژواندين دائي

17 کله چې عيسیٰ اغا ځوئي ته وراسيده، څالور وريځې کيدې چې دې ايلعازر مړائي په قبر کې ايش شوائي و. 18 بيت_عنيا دې يروشلم نه شو او خو درې کيلوميټره لرې وه 19 او دې يروشلم نه دې يهوديې ډير خالک مرتا او مريم ته روغلي وي چې دې يغې دې ورور دې مارګ په خاطر ورته تسالي ويرکو، 20 نو کله چې مرتا دې عيسیٰ دې روتاګ نه خبره شوه، دې يغ مخ ته ويراغله، خو مريم په کير کې پوتې شوه. 21 مرتا عيسیٰ ته وويل، ”ايستوذه، که ته دولته وائي، نو دې مو ورور و نه وائي مړ شوائي. 22 خو زه ويس هه په دا پئيژمه چې که ته دې خدائ نه ار څه وغوړې نو خدائ و يې ديرکاوي.“ 23 عيسیٰ يغې ته وويل، ”دې تو ورور و په څټ روژواندائي شي.“ 24 مرتا وويل، ”زه پئيژمه چې اغا و دې قيامات په وريځ روژواندائي شي.“ 25 عيسیٰ يغې ته وويل، ”زه قيامات او ژواندين يمه. که څوک په مو بندې ايمون روري که اغا مړ هه شي، خو بيا و هه ژواندائ وي، 26 او که څوک ژواندائ وي او په مو بندې ايمون روري، نو اغا و ايڅ کله هه مړ نه شي. ايا په دا بندې يقين کئ؟“ 27 يغې وويل، ”اې، ايستوذه! زه په دا ايمون لارمه چې ته مسيح يعني دې خدائ زيائي يې، دې چا په حق کې چې خدائ ويلي دي چې اغا بايد دنيو ته روشي.“

عيسیٰ ژوړي

28 کله چې مرتا دا خبره وکړله بيا لوړه او خپله خور يې راوبلله او په پټه يې ورته وويل، ”ايستوذ روغلائي دائي او تو غوړي.“ 29 کله چې مريم دا وورويدل نو زر روچګا شوله او عيسیٰ ته ويراغله. 30 عيسیٰ ليا کلي ته راسيدلائي نه و او ليا په اغا ځوئي کې و چې مرتا يې ليدلې ته ويراغليې وه. 31 کيم خالک چې مريم ته دې تسالئ ويرکاولې دې پوره روغلي وي او دې يغې په کير کې وي، نو کله يې چې وليدل چې اغا په بيړه دې کير نه ووځي نو اغا پسې راون شول. يغې فکر که چې اغا قبر ته راونه دو چې وولته وژوړي.

32 مريم اغا ځوئي ته وراسيده چې عيسیٰ په کي و او څرنګې يې چې اغا وليده، نو پشې ته يې ولويدله او ويې ويل، ”ايستوذه، که ته دولته وائي بيا دې مو ورور و نه وائي مړ شوائي.“ 33 کله چې عيسیٰ اغا وليدله چې ژوړي او په دا رانګ کيم خالک چې يغې سره روغلي وي هه ژوړي، نو سوړ اسويلائي يې ويوست او ډير خفا شه 34 او دې يغې نه يې پشتنه وکړله، ”دې يغ قبر چيرته دائي؟“ يغې ځاوب ويرکه، ”شوغليه، روشه او ويې کسه.“ 35 عيسیٰ په ژاړو شه. 36 بيا خالکې وويل، ”وکسئ اغا څومره په ګرون و.“ 37 خو ځنې يې وويل، ”دغ ساړي چې دې يغ ړيند ساړي سترګې شې کړلې، ايا دا يې نه شوائي کړائي چې ايلعازر يې دې مارګ نه باچ کړائي وائي؟“

ايلعازر روژواندائي کيژي

38 عيسیٰ يور بيا سوړ اسويلائي ويوست او قبر ته ويراغائي. دا قبر يو غور و چې خوله ته يې يوه تيژه ايشه وه. 39 عيسیٰ خالک ته امر وکه او ويې ويل، ”تيژه لرې کئ.“ مرتا دې مړ شوي ساړي خور يغ ته وويل، ”ايستوذه، ويس خو دې يغ دې مارګ څالور وريځې شويې دي او بي و يې کړائي وي.“ 40 عيسیٰ يغې ته وويل، ”ايا تو ته مې نه وي ويلي چې که چيرې ته ايمون ولري نو دې خدائ جلال ووينې؟“ 41 نو خالکې تيژه لرې کړه. بيا عيسیٰ پورته اسمون ته وکاتل او ويې ويل، ”اې پلوره، زه دې تو شکر کمه چې دې مو داعو دې وورويدله. 42 زه پئيژمه چې ته ار وخت دې مو داعو ووروې، خو مو دا دې دغې خالکې په خاطر چې دولته ويلوړ دي، وويل ترڅو اغا په دا بندې ايمون روري چې زه تو رولژلئ يمه.“ 43 کله چې عيسیٰ داعو ختم کړله نو په چګ ژاغ يې سيره وکړه، ”اې ايلعازره، رو ووځه.“ 44 نو اغا مړائي چې لوسينه او پشې يې په کفن کې اړيدلي شوي وي او مخ يې په ريمول کې پټ و، رو ووته. عيسیٰ اغا ته وويل، ”اغا رو خلوص کئ او پريژدئي چې لوړ شي.“

دې عيسیٰ په خلاف دوسيسه

(متي ۲۶:_۱_-_۵ او مرقوس ۱۴:_۱_-_۲ او لوقا ۲۲:_۱_-_۲)

45 نو ډير خالک چې دې مريم ليدلې ته روغلي وي، کله چې يغې اغا څه چې عيسیٰ وکړل وليدل نو په اغا بندې يې ايمون رواړ. 46 خو دې يغې نه ځنې فريسيون ته ويراغلل او کيم کورينه چې عيسیٰ کړي وي اغا ته يې وويل. 47 بيا فريسيونې او مشرونې امامونې شورا رو وغوشتله او ويې ويل، ”چې څه وکي؟ ځکه چې دا ساړائي ډيرې معجزې جاواته وي. 48 که ميژ اغا پريژدي چې په داغا رانګ کورينه وکو نو ټول خالک و په ايمون روري، بيا و روميون روشي او دې ميژ بيت المقدس او دې ميژ ټول قوم و دې ميانځ نه يوسي.“ 49 خو په اغا کې يو کاس چې قيافا نوميده او په اغا کول کې ستر امام و، وويل، ”توس نه پئيژئي! 50 په دا نه پئيژئي چې دې توسې دې پوره دا شه دي چې يو کاس دې ټول قوم په خاطر مړ شي، نه دا چې ټول قوم تباه شي.“ 51 يغ دا خبره دې خپل ځون نه نه وکړله، بلکې دې دغې دې پوره چې اغا په دا کول کې ستر امام و، نو يغ پيشګوئي وکړله چې عيسیٰ و دې يهوديونې دې قوم په خاطر مړ شي، 52 او ګوشائي دې يغ قوم دې پوره نه، بلکې دې خدائ ټول خوره ووره الودينه چې په مختليف ځائينه کې پنډيژي سره يو ځوئي کو. 53 نو دې اغي وريځې نه يغې دې عيسیٰ دې مړاولې پريکړه وکړله. 54 په اغا نه دې ورستې عيسیٰ نور دې خالکې په ميانځ کې جاوات نه ګرځيده، بلکې دې يغ ځوئي نه يوې سيمې ته چې داشته ته نژدې وه، يعني دې افرايم په نوم شار ته لوړ شه او دې خپلې شاګردونې سره وولته پوتې شه.

55 دې يهوديونې دې فسحې اختر نژدې و او ډير خالک دې کليولې سيمې نه يروشلم ته روغلل چې په اختر نه مخکې دې پوکولي مراسم سرته ورساوي. 56 يغې عيسیٰ غوشت او څرنګې چې دئ په بيت المقدس کې سره رو ټول شول بيا يو بل ته يې وويل، ”توس څه فکر کئ، ايا اغا و دې اختر خواشي ته رو نشي؟“ 57 مشرونې امامونې او فريسيونې دا حکم کړائي و، که ار څوک پوئي شي چې عيسیٰ چيرته دائي نو دئ ته دا خبر ويرکو چې اغا ونسي.

Sorry, no results.
Please try another keyword