لاسام ساباق
دې شپون مثال
۱”په يقين سره زه توسې ته دا يايمه چې ار څوک چې دې پسونې شپول ته دې دروزې په ليار نه وير نناوځي، بلکه دې کيمې بلې ليارې نه وير نناوځي اغا غال او شيکاوينکائي دائي. ۲خو کيم ساړائي چې په دروزه وير نناوځي اغا دې پسونې شپون دائي. ۳چوکيدور اغا ته دروزه خلوصاوي او کله چې اغا خپل پسون ته نوم وخلي او سيرې ورته کو نو پسون دې يغ ژاغ پيژاني او اغا يې دې ورچانې وبوسي. ۴کله چې اغا خپل ټول پسون وبوسي نو شپون يې مخ ته راون وي او پسون وير پسې وي، ځکه چې دې يغ ژاغ پيژاني. ۵اغا په پرادي ساړي پسې نه څي، بلکې دې يغ نه تشتي، ځکه چې اغا دې پرادي ساړي ژاغ نه پيژاني.“ ۶عيسیٰ اغي ته دا مثال رواړ، خو اغا په دا پوئي نه شول چې دې يغ مقصد څه دائي.
عيسیٰ نيک شپون دائي
۷عيسیٰ يور بيا اغا ته وويل، ”په يقين سره زه توس ته دا يايمه چې زه دې پسونې دې پوره دې دروزې په رانګ يمه. ۸اغا نور ټول چې په مو نه مخته روغلي وي، غله او شيکاوينکي وي او پسونې دې يغ ژاغ ته غوژ نه دائي نيولائي. ۹زه دې دروزې په رانګ يمه. ار څوک چې دې مو دې ليارې نناوځي نو اغا و وژغورل شي. اغا و څي او روڅي او شه دې څارلې ځوئي و مينده وي. ۱۰غله خالي دې غلې، قاتل او بربودئي دې پوره روڅي. زه دې دغې دې پوره روغلائي يمه چې دې مو پسون ژوند مينده کو او دې يغ په ژوند کې ار څه پريمون وي. ۱۱زه نيک شپون يمه، داسې شپون چې دې خپلې پسونې په خاطر خپل ځون قربان کاوي. ۱۲خو يو مزدير چې شپون نه دائي او پسينه يې خپل نه دي، نو کله چې وويني چې ليوه روراون دائي، پسون پريژدي او تشتي. ليوه و په پسون بندې اماله وکو، پسون و په زور بوځي او خوره ووره و يې کو. ۱۳اغا و وتشتي، ځکه چې اغا مزدير دائي او دې پسونې پيروه نه لري. ۱۴زه نيک شپون يمه. زه خپل پسينه پيژانمه او اغا مو پيژاني. ۱۵لکه څرنګې چې مو پلور پيژاني، زه هه پلور پيژانمه او زه خپل ځون دې پسونې دې پوره قرباني کاومه. ۱۶زه نور پسون هه لارمه خو اغا دې دغې شپول نه دي، اغا هه بايد روالمه. اغا و هه دې مو ژاغ ووروي او يوه رامه و شي او شپون و يې هه يو وي. ۱۷پلور دې مو سره مينه کو ځکه چې زه خپل ځون قربانه ومه دې دغې دې پوره چې اغا بيا مينده کمه. ۱۸ايڅوک دې مو نه دې مو ژوند نه ووخلي، بلکې په خپله خواشه يې قرباني کاومه. دا دې مو اختيار دائي چې ځون قربان کمه او دا واک او اختيار لارمه چې اغا په څټ لوس ته کمه. دا اغا څه دي چې پلور مې روته حکم کړائي دائي چې ويې کمه.“
۱۹دې عيسیٰ په دا خبرې يور بيا دې يهوديونې په ميانځ کې اختلاف پئيدو شه. ۲۰په اغا کې ډيرې وويل، ”اغا پيريونې نيولائي دائي او ليوانائي دائي. ويلي دې يغ خبرې ته غوژ نسئ؟“ ۲۱خو نورې وويل، ”څوک چې پيريونې نيولائي وي اغا داسې خبرې نه شي کړائي. ايا پيرائي کړائي شي چې ړونده سترګاور کو؟“
يهوديون عيسیٰ نه ماني
۲۲دا دې ژمي وخت و او په يروشلم کې دې بيت المقدس دې وقف کيدلې اختر و. ۲۳عيسیٰ دې بيت المقدس په يوه ځي کې چې دې سليمان دې برينډې په نوم يوديده، ګرځيده. ۲۴خالک دې يغ نه ګړد وړد بادال شول او ورته ويې ويل، ”تر څو پره و ميژ پريژدي چې شاکمن وګرځي؟ که چيرې ته مسيح يې بيا ميژ ته په جاواته ويايه.“ ۲۵عيسیٰ ځاوب ويرکه، ”مو توس ته وويل خو توسې په يقين نه کئ. زه چې دې خپل پلور په نوم کيم کورينه کمه اغا دې مو په حق کې شائدي ويرکاوي. ۲۶خو توسې په يقين نه کئ ځکه چې توسې دې مو پسون نه يئ. ۲۷دې مو پسون دې مو ژاغ پيژاني او زه اغا پيژانمه او اغا په مو پسې روڅي. ۲۸زه اغا ته تل پوتې ژواندين وير کاومه او اغا و ايڅ کله هه الوک نه شي او ايڅوک نه شي کړلائي چې اغا په زور روخا بوځي. ۲۹دې مو پلور چې اغا خالک يې موته روکړائي دائي اغا په ټول نه ستر دائي او ايڅوک نه شي کړلائي چې اغا دې مو دې پلور نه په زور بوځي. ۳۰زه او پلور يو يي.“
۳۱خالکې يور بيا تيژې رو ووخستلې چې اغا سنګسار کو. ۳۲عيسیٰ يغې ته وويل، ”مو توس ته دې پلور دې خو نه ډير شه کورينه وکړل. توس دې يغې نه دې کيم يوه په خاطر مو سنګسارا وائي؟“ ۳۳يغې ورته ځاوب ويرکه، ”ميژ تو دې کيم نيک کور په خاطر نه سنګسارا وي، بلکې دې کفر ويلې په خاطر. ځکه چې ته ګوشائي يو انسان يې، خو دې خدايئ دعویٰ کې.“ ۳۴عيسیٰ يغې ته په ځاوب کې وويل، ”ايا دې توسې په شريعت کې نه دي ليکل شوي چې خدائ وويل: ’توس خدايون يئ؟‘ ۳۵ميژ پئيژي چې دې خدائ کلام نه شي بادليدائي. بيا که چيرې خدائ اغا خالک چې دې يغ پيغام ورته راسيدلائي دائي خدايون باللي دي، ۳۶نو بيا ويلې توس په مو بندې دې کفر ويلې تومات لګاوئي چې کله يايمه چې زه دې خدائ زيائي يمه؟ لکه څرنګې چې پلور زه وقف کړائي يمه او دنيو ته يې رولاژلئ يمه. ۳۷که چيرې زه دې خپل پلور کورينه نه کمه نو په مو بندې ايمون مه رورئي. ۳۸خو که چيرې زه اغا کورينه کمه چې پلور يې کو، که بيا هه په مو بندې ايمون نه رورئي نو څه نه څه دې مو په کورينه بندې خو ايمون رورئي. بيا توسې دا ومانئ او په دا پوئي شئ چې پلور په مو کي دائي او زه په پلور کې يمه.“ ۳۹يغې يور بيا اڅه وکړله چې عيسیٰ ونسي، خو اغا دې يغې دې نظير نه ورک شه.
۴۰بيا عيسیٰ دې اردن دې سيند بله غوړه ته ووشت او يغ ځوئي ته لوړ شه چې مخکې يحيیٰ په کې بپتسمه ويرکاوله او وولته پوتې شه. ۴۱ډير خالک ورته روغلل او يغې وويل، ”يحيیٰ ايڅ کله کيمه معجزه نه وشوله، خو اغا چې ار څه دې دغ ساړي په حق کې ويلي وي اغا رشتيا وي.“ ۴۲او په اغا ځوئي کې ډيرې خالکې په عيسیٰ بندې ايمون رواړ.