نام ساباق
عيسیٰ يوه ساړي ته چې دې مور نه ړيند پيدو شوائي و شفا ويرکاوي
۱کله چې عيسیٰ په ليار تيريده بيا يو ساړائي يې وليده چې دې پيدوئشت نه ړيند و. ۲شاګردونې يې ځنې پشتنه وکړله، ”ايستوذه، ګناه چا کړائي دائي، دغ ساړي ليا دې دغ مور او پلور چې اغا ړيند پيدو شوائي دائي؟“ ۳عيسیٰ ځاوب ويرکه، ”نه دغ ساړي او نه يې مور او پلور ګونه کړائي دائي، بلکې اغا دې دغې دې پوره ړيند پئيدو شه چې دې يغ په سيرات کې دې خدائ چار وليدله شي. ۴تر يغه پورې چې ليا وريځ دو بايد اغا کورينه سار ته وراساوي چې دې يغ چا دې خو نه ميژ ته سپورل شوي دي چې زه يې رو لاژلائي يمه. کله چې شپه شي نو ايڅوک کور نه شي کړلائي. ۵تر څو پره چې په دا دنيو کې يمه دې دنيو دې پوره رڼو يمه.“ ۶څرنګې چې عيسیٰ دا خبره وکړله نو په منځکه بوندې يې لياړې وچاولې او په لياړې يې خاټه جوړه کړله او اغا يې دې يغ ساړي په سترګې پرې وسيلاوله ۷او ورته ويې ويل، ”لوړ شه او دې سيلوام په تالوب کې خپلې سترګې ووينځه.“(دې سيلوام معنی دو لاژل شوي.) نو اغا ساړائي لوړ شه، خپلې سترګې يې و وينځلې او په څټ چې روغائي بيا سترګاور و.
۸دې يغ ګاونډيونې او يغې خالکې چې مخته نه يې اغا پيژونده چې خيرات و يې غوشته وويل، ”ايا دا اغا ړيند سولګار ساړائي نه دائي چې نوست و وه او خيرات و يې غوشت؟“ ۹ځنې وويل، ”دا اغا ساړائي دائي.“خو نورې وويل، ”نه، دا دې يغ په رانګ ليده شي.“خو يغ په خپله وويل، ”زه اغا ساړائي يمه.“ ۱۰نو يغې ځنې پشتنه وکړله، ”دې تو سترګې څرنګې شې شوې؟“ ۱۱يغ ځاوب ويرکه، ”اغا ساړائي چې عيسیٰ نوميده لژ خاټه جوړه کړله او دې مو په سترګې بندې وسيلاوله او روته ويې ويل چې دې سيلوام تالوب ته لوړ شه او وولته يې ووينځه. نو زه لوړمه او خپلې سترګې مې ووينځلې او سترګاور شومه.“ ۱۲يغې پشتنه وکړله، ”اغا چيرته دائي؟“يغ ځاوب ويرکه، ”زه نه پئيژمه.“
فريسيون دې شفا ميندلې په حق کې څيړنه کو
۱۳بيا ځنې خالکې اغا ساړائي چې مخته ړيند و فريسيونې ته روسته. ۱۴دا دې سبت وريځ وه چې عيسیٰ خاټه جوړه کړيې وه او دې يغ سترګې يې شې کړيې وې. ۱۵دوام وور فريسيونې دې يغ ساړي نه پشتنه وکړله چې څرنګې سترګاور شوې. يغ ساړي اغي ته وويل، ”يغ دې مو په سترګې بندې خاټه کشيشوله او مو اغا ووينځلې او ويس ار څه ليدلئ شمه.“ ۱۶ځنې فريسيونې وويل، ”اغا ساړائي دې خدائ دې خو نه ندائي روغلائي، ځکه چې دې سبت وريځ نه ماني.“خو نورې وويل، ”يو ګونانګور ساړائي څرنګې داسې دې قدرات ناخشې وشوائي شي؟“او دې يغې په ميانځ کې اختلافات پئيدو شول.
۱۷نو فريسيونې يور بيا دې يغ ساړي نه پشتنه وکړه، ”ته دې يغ ساړي په حق کې چې دې تو سترګې يې شې کړلې څه يائې؟“يغ ساړي ځاوب ويرکه، ”اغا پيغمبر دائي.“ ۱۸خو يهودي مشرونې په دا بندې يقين نه که چې اغا ساړائي دې اوال نه ړيند و او ويس سترګاور شوائي دائي ترڅو يې دې يغ مور او پلور رو وغوشتل. ۱۹يهودې مشرونې دې يغې نه پشتنه وکړله، ”ايا دا دې توسې زيائي دائي؟ توس يايئ چې اغا ړيند پئيدو شوائي دائي؟ نو بيا څرنګې ويس کړلائي شي چې وويني؟“ ۲۰دې يغ ساړي مور او پلور په ځاوب کې وويل، ”ميژ پئيژي چې دا دې ميژ زيائي دائي او ړيند پئيدو شوائي دائي. ۲۱خو ميژ نه پئيژي چې اغا څرنګې سترګاور شه يا چا دې يغ سترګې شې کړلې. دې يغ نه پشتنه وکئ، اغا بالغ دائي او په خپله ځاوب ويلائي شي!“ ۲۲دې يغ مور او پلور په دې خاطر داس وويل چې اغا دې يهوديونې مشرونې نه ډاريدل، ځکه چې دئ ليا دې مخه نه په دا پئصاله کړيې وه چې ار څوک چې وماني چې عيسیٰ اغا مسيح دائي، نو اغا و دې عبادتخانې نه وراړ شي. ۲۳نو دې دغې دې اماله دې يغ ساړي مور او پلور وويل، ”اغا بالغ دائي، پشتنه ځنې وکئ.“
۲۴يغې دې دوم وور دې پوره اغا ساړائي چې اوال ړيند و رو وغوشت او ورته ويې ويل، ”دې خدائ په نوم قاسام وخوره چې رشتيا و يائې! ميژ پئيژي چې دا ساړائي ګونانګور دائي.“ ۲۵يغ ساړي ځاوب ويرکه، ”دا چې اغا ګونانګور دائي او که نه دائي زه نه پئيژمه، خو په يوه شي بندې پئيژمه چې زه ړيند ومه او ويس سترګاور شوائي يمه.“ ۲۶يغې پشتنه وکړله، ”يغ دې تو سره څه وکړل او څرنګې يې دې تو سترګې شې کړلې؟“ ۲۷يغ ځاوب ويرکه، ”مو اوال توس ته وويل خو توسې نه غوشتل چې دې مو خبره ووروئي. نو توسې ويلې غوړئي چې يو وور بيا يې ووروئي؟ ايا توسې هه غوړئي چې دې يغ شاګردون شئ؟“ ۲۸بيا يغې اغا ساړي ته زياړې وکړلې او ورته ويې ويل، ”ته دې يغ شاګرد يې، ميژ خو دې موسیٰ شاګردون يي. ۲۹ميژ پئيژي چې خدائ دې موسیٰ سره خبرې کړيې وې، خو خبر نه يي چې دا ساړائي دې کيم ځوئي نه روغلائي دائي.“ ۳۰يغ ساړي په ځاوب کې وويل، ”څومره حيروناوينکي خبره دو! يغ دې مو سترګې شې کړلې، خو توس ليا ويسه هه خبر نه يئ چې اغا دې کيم ځوئي نه روغلائي دائي. ۳۱ميژ پئيژي چې خدائ دې ګونانګورونې داعو نه ووروي، خو اغا دې دينداريې خالکې چې دې يغ راضو پيرا کاوي داعوګونې وروي. ۳۲دې دنيو دې پيدوئشت نه ايچا نه دي ارويدلي چې چا دې پيديوشي ړونده سترګې شې کړيې وي. ۳۳که چيرې دا ساړائي دې خدائ دې خو نه نوائي روغلائي نو يغ ايڅ نشول کړائي.“ ۳۴يغې په ځاوب کې وويل، ”دې کيمې وريځې نه چې ته پيدو شوائي يې ړيند او ګونانګور يې، بيا ته څوک يې چې ميژ ته دارس روکاوې؟“بيا يې اغا دې عبادتخانې نه وراړ که.
روحاني ړيندوولائي
۳۵کله چې عيسیٰ وورويدل چې يغې اغا ساړائي دې عبادتخانې نه وراړ دائي نو اغا يې غوشت او مينده يې که بيا يې پشتنه ځنې وکړله، ”ايا ته دې انسان په زي ايمون لرې؟“ ۳۶يغ ساړي په ځاوب کې وويل، ”شوغليه، موته ويايه چې اغا څوک دائي چې زه په ايمون رورمه.“ ۳۷عيسیٰ ورته وويل، ”تو اغا ليدلئ دائي او دا هه اغا ساړائي دائي چې دا ويس در سره خبرې کو.“ ۳۸يغ ساړي وويل، ”اې، تيشتنه، زه دربندې ايمون لارمه.“او يغ ته په سجده ولويد.
۳۹بيا عيسیٰ يغ ته وويل، ”زه دا دنيو ته دې پئصالې کړلې دې پوره روغلائي يمه چې ړونده سترګاور شي او سترګاور ړونده شي.“ ۴۰ځنې فريسيون چې دې عيسیٰ سره نژدې ويلوړ وي دا خبرې ارويدلې او پشتنه يې ځنې وکړله، ”دې تو مقصد دا دائي چې ميژ هه ړونده يي؟“ ۴۱عيسیٰ اغي ته وويل، ”که توسې ړونده وائي نو دې توسې ګناه و نه وائي، خو دا چې توسې يايئ چې ميژ سترګاور يي، نو دې دغې معنی دا دو چې توسې دې ويسه پورې هه ګونانګورون يئ.“