اووتام ساباق

 

دې زناکورې شځې په حق کې پئصاله

۱خو عيسیٰ دې زيتون غره ته لوړ شه. ۲بله وريځ ګائيز واختي اغا په څټ بيت المقدس ته لوړ شه او ټول خالک ورته رو ټول شول. اغا کشينوست او اغا ته يې تعليم شيري که. ۳په دا وخت کې دې شريعت عالمونې او فريسيونې يوه شځه چې دې زنا په وخت کې يې نيوليې وه اغا ته رو واستله او دې ټولې په مخ کې يې وداره وله. ۴يغې عيسیٰ ته وويل، ”ايستوذه، دا شځه دې زنا کړلې په وخت نيوليې شويې دو. ۵موسیٰ په شريعت کې ميژ ته حکم کړائي دائي چې داسې شځې بايد سنګسارې شي. خو ته دې دغې په حق کې څه يائې؟“ ۶يغې دا خبره دې دغې دې پوره وکړه چې عيسیٰ په ليمه کې ونسي، تر څو وکړلائي شي په چې يغ بندې تومات ولګاوي. خو يغ خپل سار کيز ټيټ که او په خپله ګوته يې په منځکه بندې ليکل شيري کړل. ۷کله چې اغي پله پسې دې يغ نه سولينه کړل، نو عيسیٰ خپل سار رو چګ که او اغا ته يې وويل، ”په توس کې چې کيم چا ايڅ کله هه ګونه نه وي کړائي نو اغا و اوالينائي کاس وي چې اغا و په تيژه بندې ولي.“ ۸عيسیٰ يو وور بيا خپل سار ټيټ که او په منځکه بندې يې ليکل کړل. ۹کله چې يغې دا خبره وورويدله نو مشرون اوال لوړل او بيا ځوانون ورپسې راون شول. عيسیٰ دې يغې شځې سره چې وولته ليا ويلوړه وه ګوشائي پوتې شه. ۱۰عيسیٰ خپل سار رو چګ که او اغا شځه ته يې وويل، ”اغا څه شول؟ ايچا ته ګرامه نه کړلې؟“ ۱۱يغې ځاوب ويرکه، ”ايچا هه نه، شوغليه.“عيسیٰ وويل، ”نو بيا زه هه تو نه ګراماومه، وير څه بيا نور ګناه مه که.“]

 

عيسیٰ دې دنيو دې پوره رڼو دو

۱۲عيسیٰ يو وور بيا دې خالکې سره خبرې وکړلې او ويې ويل، ”زه دې دنيو دې پوره رڼو يمه! څوک چې دې مو پيروي کو، اغا و په تياره کې نه ګرځي، بلکې دې يغ سره و دې ژواندين رڼو وي.“ ۱۳فريسيونې يغ ته وويل، ”ته دې خپل ځون په حق کې شائدي ويرکاوي نو دې تو شائدي اعتبار نه لري.“ ۱۴عيسیٰ په ځاوب کې وويل، ”حتي که زه دې خپل ځون په حق کې هه شائدي وير کمه نو دې مو شائدي اعتبار لري، ځکه زه پئيژمه چې دې کيم ځوئي نه روغلائي يمه او چيرته و څمه. خو توسې نه پئيژئي چې زه دې کيم ځوئي نه روغلائي يمه او چيرته و څمه. ۱۵توسې دې انسانونې دې رسمينې او رواجينې دې مخه پئصالې کئ، خو زه دې ايچا په حق کې داسې پئصاله نه کمه. ۱۶خو که زه پئصاله هه وکمه نو اغا سامه دو، ځکه چې دا کور زه ګوشائي نه کمه بلکې اغا پلور چې زه يې رو لاژلائي يمه په دا کور کې دې مو سره دائي. ۱۷دې توسې په شريعت کې ليکل شوي دي چې که چيرې دوه کاسون دې يوې موضوع په حق کي شائدي ويرکو، بيا اعتبار لري. ۱۸يو زه يمه چې دې خپل ځون په حق کي شائدي وير کمه او بل شائد دې مو پلور دائي چې زه يې رو لاژلائي يمه.“ ۱۹بيا اغي دې يغ نه پشتنه وکړله، ”دې تو پلور چيرته دائي؟“عيسیٰ ځاوب ويرکه، ”توس نه مو پيژانئ او نه دې مو پلور. که توسې زه پيژاندلائي نو دې مو پلور و مم هه پيژونده.“ ۲۰عيسیٰ دا خبرې اغا وخت وکړلې، کله چې اغي دې بيت المقدس په خزونه کي خالکې ته تعليم ويرکوو. خو ايچا هه اغا ونه نيوه ځکه چې دې يغ وخت ليا نه و رو راسيدلائي.

 

دې خپل مارګ په حق کې دې عيسیٰ خبرې

۲۱عيسیٰ يور بيا يغې ته وويل، ”زه څمه او توس و په مو پسې ګرځئ خو توسې و په خپل ګونائينه کې مړه شئ. چيرې چې زه څمه توس وولته نه شئ روتلائي.“ ۲۲نو خالکې يو بل ته سره وويل، ”کله چې اغا يائي: ’چيرې چې زه څمه توس وولته نه شئ روتلائي،‘ ايا دې يغ مقصد دا دائي چې اغا و خپل ځون مړه وي؟“ ۲۳عيسیٰ يغې ته وويل، ”توس دې منځکې خالک يئ خو زه دې اسمون نه روغلائي يمه. توس دې دغې دنيو يئ، خو زه دې دغې دنيو نه يمه. ۲۴بيا ځکه مې توس ته وويل چې توس و په خپل ګونائينه کې مړه شئ. که چيرې توسې په دا بندې ايمون رو نه واړ چې زه هه اغا يمه، نو په خپل ګونائينه کې و مړه شئ.“ ۲۵يغې دې يغ نه پشتنه وکړله، ”ته څوک يې؟“عيسیٰ ځاوب ويرکه، ”زه اغا څوک يمه چې دې اوال نه مې توسې ته وويل. ۲۶دې مو سره زيوت شايون شته چې دې توسې په حق کې يې ويايمه او پئصاله وکمه، خو زه اغا نه يايمه. چا چې زه رو لاژلئ يمه اغا رشتينائي دائي او څه چې مو دې يغ نه ارويدلي دي اغا دنيو ته يايمه.“ ۲۷اغا په دا پوئي نه شول چې عيسیٰ دې يغې سره دې خپل اسموني پلور په حق کې خبرې کړلې. ۲۸نو عيسیٰ يغې ته وويل، ”کله چې توسې دې انسان زيائي په صليب وخيژاوئي نو بيا و پوئي شئ چې زه اغا يمه. زه دې خپل ځون نه کيم کور نه کمه، بلکې اغا خبرې کمه چې پلور مې روته وشويې دي. ۲۹چا چې زه رو لاژلئ يمه اغا دې مو سره مال دائي. يغ زه ګوشائي نه يمه پريشائي، ځکه چې زه ار وخت اغا کور کمه چې اغا په خواشوليژي.“ ۳۰کله چې عيسیٰ دا خبرې وکړلې نو ډيرې په ايمون رواړ.

 

اقيقات توسې ازودوي

۳۱بيا کيمې خالکې چې په عيسیٰ بندې ايمون رو وړائي و عيسیٰ يغې ته وويل، ”که چيرې توسې ار وخت دې مو په تعليم بندې عمل وکئ نو په رشتيا و دې مو شاګردون وائي ۳۲او توسې و اقيقات وپيژانئ او اقيقات و توسې ازود کو.“ ۳۳يغې ځاوب ويرکه، ”ميژ دې ابراهيم الود يي او ميژ ايڅ کله هه دې چا غلامون شوي نه يي. نو بيا دې دغې خبرې نه دې تو ماطلاب څه دائي چې توسې و ازود شئ؟“ ۳۴عيسیٰ يغې ته وويل، ”په يقين سره زه توس ته دا يايمه چې ار څوک چې ګونه کو نو اغا دې ګونه غلام دائي. ۳۵غلام ار وخت په يوه کورانۍ کې نه پوتې کيژي، خو زيائي ار وخت دې کورانۍ غړائي وي. ۳۶نو که چيرې زيائي توس ازود کو نو توسې و په رشتيا سره ازود پنډيژئي. ۳۷زه توس پيژانمه چې دې ابراهيم الود يئ. خو دې دغې په خاطر چې دې مو تعليم دې توسې په زړينه کې ځوئي نه لري نو غوړئي چې مو مړ کئ. ۳۸زه دې توسې سره دې يغې شايونې په حق کې خبرې کمه کيم چې دې پلور په حضور کې مې ليدليي دي. خو توسې اغا څه کئ چې دې خپل پلور نه مو ارويدلي دي.“

 

عيسیٰ يائي چې شيطون دې درويغزنې پلور دائي

۳۹يغې وويل، ”ابراهيم دې ميژ پلور دائي.“

عيسیٰ يغې ته وويل، ”که چيرې توسې په رشتيا دې ابراهيم الود وائي نو اغا کورينه و مم کړل چې ابراهيم کړل. ۴۰خو ويس توسې غوړئي چې مو مړ کئ، مو توسې ته اغا اقيقات ويلائي دائي چې دې خدائ دې خو نه مي ارويدلائي و. ابراهيم ايڅ کله هه داسې کور نه دائي کړائي. ۴۱توسې اغا کورينه کئ چې پلور مو يې کو.“يغې وويل، ”ميژ حراميني نه يې، ميژ يو پلور لري او اغا خدائ دائي.“ ۴۲عيسیٰ اغي ته وويل، ”که خدائ په رشتيا دې توسې پلور وائي نو زه و په توس بندې ګرون وائي، ځکه چې زه دې خدائ دې خو نه روغلائي يمه او ويس دولته يمه. زه په خپل سار نه يمه روغلائي، بلکې يغ رو لاژلئ يمه. ۴۳توسې ويلې دې مو په خبرې نه پئيژئي؟ ځکه چې توسې نه غوړئي چې دې مو تعليم ته غوژ ونسئ. ۴۴توسې دې خپل پلور يعني شيطون الودينه يئ او دې خپل پلور په خواشه کورينه کئ. اغا ليا دې اواله نه قاتل و او ايڅ کله دې اقيقات په طاراپ نه دائي، ځکه چې يغ ايڅ کله اقيقات نه دائي ويلائي. کله چې اغا درويغ يائي نو دې خپل ځون نه يې يائي ځکه چې اغا درويغزن دائي او دې ټولې درويغې پلور دائي. ۴۵خو کله چې زه رشتيا يايمه توس په مو بندې يقين نه کئ. ۴۶په توس کې څوک کړلائي شي چې دا ثابته کو چې مو ګونه کړائي دائي؟ که چيرې زه اقيقات يايمه نو بيا ويلې په مو بندې يقين نه کئ؟ ۴۷ار څوک چې دې خدائ دې خو نه روڅي اغا دې خدائ کلام ته غوژ نسي، خو توسې دې خدائ نه نه يئ نو دې دغې اماله دې خدائ کلام ته غوژ نه نسئ.“

 

عيسیٰ او ابراهيم

۴۸خالکې عيسیٰ ته په ځاوب کې وويل، ”ايا ميژ په اقا نه يې چې يائي ته سامرائي يې او پيريونې نيولائي يې؟“ ۴۹عيسیٰ وويل، ”زه پيريونې نه يمه نيولائي، بلکې دې خپل پلور عزت کمه، خو توسې دې مو سپکاوائي کئ. ۵۰زه دې خالکې نه دې خپل ځون دې پوره لوئي نه غوړمه، خو يو بل څوک شته چې اغا غوړي چې دې مو عزت دا وشي او اغا سامه پئصاله کو. ۵۱په يقين سره زه توسې ته دا يايمه چې که څوک دې مو په تعليم بندې عمل وکو نو اغا و ايڅ کله مړ نه شي.“ ۵۲خالکې يغ ته وويل، ”ويس ميژ پيره ډاډه يې چې ته پيريونې نيولائي يې. ابراهيم مړ شه او نور پيغمبرون هه مړه شول، خو ته بيا هه يائې چې که څوک دې مو په تعليم بندې عمل وکو نو اغا و ايڅ کله مړ نه شي. ۵۳ايا ته دې ميژ دې پلور ابراهيم او نور پيغمبرونې نه چې مړه شول ډير لوئي يې؟ ته څه فکر کې چې څوک يې؟“ ۵۴عيسیٰ ځاوب ويرکه، ”که زه خپل ځون ستر وګاڼمه نو دا سترتوب و ايڅ معنی نه ولري. خو دا دې مو پلور دائي چې مو ته سترتوب راس کاوي، اغا څوک چې توس يائي چې دې ميژ خدائ دائي. ۵۵که څه هه توسې اغا نه پيژانئ، خو زه اغا پيژانمه. خو که زه ويايمه چې اغا نه پيژانمه نو زه و دې توسې په رانګ درويغزن ومه، خو زه اغا پيژانمه او دې يغ په تعليم بندې عمل کمه. ۵۶دې توسې پلور ابراهيم دې دغې په خاطر خواشول و چې دې مو دې روتاګ وريځ وويني. نو اغا يې وليدله او خواشول شه.“ ۵۷خالکې يغ ته وويل، ”ته خو ليا دې پنځوسې کولې هه نه يې، نو بيا څرنګې ويلائي شې چې ابراهيم دې ليدلئ دائي؟“ ۵۸عيسیٰ ځاوب ويرکه، ”په يقين سره زه توس ته دا يايمه چې ابراهيم ليا پئيدو شوائي هه نه و چې زه يمه.“ ۵۹په دا خبرې يغې تيژې رو ووخستلې چې عيسیٰ په سنګسار کو، خو عيسیٰ دې خالکې دې نظير نه ورک شه او دې بيت المقدس نه لوړ شه.

Sorry, no results.
Please try another keyword