عيسیٰ او دې يغ وريڼه

1 اغا نه دې ورستې عيسیٰ په جليل کې ګرځيده. يغ نه غوشتل چې په يهوديه کې پوتې شي، ځکه چې دې يهوديونې مشرونې غوشتل چې اغا مړ کو. 2 کله چې دې يهوديونې دې خيمې اختر رو نژدې شه، 3 بيا وريڼې يې عيسیٰ ته وويل، ”دا سيمه پريژده او يهوديه ته لوړ شه ترڅو دې تو ليارتلينکي دې تو معجزې وويني. 4 څوک چې غوړي چې مشهور شي نو اغا خپل کورينه په پټه نه کو. که چيرې ته داسې کورينه کې بيا پريژده چې ټوله دنيو دې وپيژاني.“ 5 ځکه چې دې يغ وريڼې هه په اغا بندې ايمون نه لوره. 6 عيسیٰ اغي ته وويل، ”دې مو دې پوره ليا مقرار شوائي وخت ندائي رو راسيدلائي، خو دې توسې دې پوره ار وخت مناسب دائي. 7 دې دنيو خالک نشي کړلائي چې کيم داليل مينده کو چې دې توسې نه کرکيې وکو، خو دې مو نه کرکيې کو ځکه چې زه اغا ته شائدي وير کاومه چې دې دئ کورينه غلط دي. 8 توسې دې اختر دې پوره لوړ شئ، زه دا اختر ته نه څمه ځکه چې دې مو دې پوره اغا مقرار شوائي وخت ليا ندائي رو راسيدلائي.“ 9 يغ دا خبره وکړله او په جليل کې پوتې شه.

عيسیٰ دې خيمې اختر ته څي

10 په اغا نه دې ورستې چې دې عيسیٰ وريڼه اختر ته لوړل، نو عيسیٰ هه لوړ شه خو په جاواته نه بلکې په پټه. 11 دې يهوديونې مشرون دې اختر په وريځې کې په يغ پسې ګرځيدل او دې خالکې نه يې پشتنه کړله، ”اغا ساړائي چيرته دائي؟“ 12 دې خالکې په ميانځ کي دې يغ په حق کې ګانګوسې رو پئيدو شولې. ځنې ويل، ”اغا شه ساړائي دائي.“ او نورې ويل، ”اغا خالک بې ليارې کاوي.“ 13 خو دې يهوديونې مشرونې دې ډوره ايچا دې يغ په حق کې شې خبرې نه شوې کړلائي.

14 کله چې دې اختر نيمې وريځې تيرې شولې، بيا عيسیٰ بيت المقدس ته لوړ شه او په تعليم ويرکاول يې شيري وکړله. 15 دې يهوديونې مشرونې په حيرونتيا سره وويل، ”دا بې تعليمه ساړائي په دامره شايون بندې څرنګې پئيژي؟“ 16 عيسیٰ ځاوب ويرکه، ”کيم تعليم چې زه ويرکاومه اغا دې مو خپل تعليم نه دائي، بلکې دا دې يغ چا تعليم دائي چې زه يې رو لاژلائي يمه. 17 که چيرې څوک غوړي چې دې خدائ راضو پيره کو، نو اغا و په دا پوئي شي چې کيم تعليم چې زه يې وير کاومه اغا دې خدائ دې طاراپ نه دائي يا که زه دې خپله ځونه خبرې کمه. 18 څوک چې دې خپل ځون نه خبرې کو اغا دې خپل ځون دې پوره لوئي غوړي. خو څوک چې دې يغ چا لوئي غوړي چې اغا يې رو لاژلائي دائي اغا صادق دائي او په اغا کې ايڅ ټاګي نشته. 19 ايا توس ته موسیٰ شريعت دير نه که؟ خو په توسې کې ايڅوک هه په اغا شريعت بوندې عمل نه کو. نو بيا توسې ويلې غوړئي چې مو مړ کئ؟“ 20 خالکې ځاوب ويرکه، ”ته پيريونې نيولائي يې! څوک غوړي چې تو مړ کو؟“ 21 عيسیٰ په ځاوب کې وويل، ”مو يوه معجزه وشوله او توسې ټول ورته حيرون شوائي. 22 موسیٰ توس ته حکم وکه چې خپل زامن سونات کئ خو په اقيقات کې دې سوناتکاولې دا رسم او رواج دې موسیٰ دې خو نه نا، بلکې دې توسې دې نيکونې دې وخت نه شيرې شوائي دائي. په دا رانګ توسې دې سبت په وريځ خپل زامن سوناتکاوئي. 23 که چيرې توسې خپل زامن دې سبت په وريځ سوناتکاوئي چې دې موسیٰ شريعت موت نه شي، نو بيا ويلې په مو بندې په قهر يئ چې دې سبت په وريځ مې يو ساړائي روغ راميټ که؟ 24 توسې په جاواته پئصاله مه کئ، بلکې دې انصاف دې مخه پئصاله وکئ.“

ايا عيسیٰ اغا وعده شوائي مسيح دائي؟

25 په دا وخت کې دې يروشلم ځنې خالکې وويل، ”ايا دا اغا ساړائي نه دائي چې يهودي مشرون يې غوړي چې مړ يې کو؟ 26 وکسئ، اغا دولته په جاواته لګيا دائي خبرې کو او اغا ورته ايڅ هه نه يائي! ايا داسې خو نه دو چې دې ميژ مشرون په رشتيا سره پئيژي چې اغا مسيح دائي؟ 27 خو ميژ پئيژي چې دا ساړائي دې کيم ځوئي دائي او کله چې مسيح روشي، نو ايڅوک و نه پئيژي چې اغا دې کيم ځوئي دائي.“

28 کيم وخت چې عيسیٰ بيت المقدس کې تعليم ويرکوو نو په چګ ژاغ يې وويل، ”اې، توس مو پيژانئ او په دا پئيژئي چې زه دې کيم ځوئي يمه. خو زه په خپله خواشه نه يمه روغلائي، يغ چا چې زه رو لاژلائي يمه اغا رشتينائي دائي او توس اغا نه پيژانئ. 29 خو زه اغا پيژانمه، ځکه چې زه دې يغ دې خو نه روغلائي يمه او زه يغ رو لاژلائي يمه.“ 30 بيا په اغا ځوئي کې ځنې خالکې کوشش وکه چې اغا رو ونسي، خو ايچا يغ ته لوس نه ويراړ، ځکه چې اغا مقرار شوائي وخت ليا نه و روراسيدلائي. 31 خو بيا هه په اغا خالکې کې ډيرې په يغ بندې ايمون رواړ او ويې ويل، ”کله چې مسيح روشي ايا اغا و په دغ ساړي نه زيوتې معجزې وشائي؟“

دې عيسیٰ دې نيولي دې پوره دې خدائ دې کير سوتينکي لاژل کيژي

32 فريسيونې دې عيسیٰ په حق کې دې خالکې ګانګوسې ورويدلي، نو دئ او مشرونې امامونې دې بيت المقدس سوتينکي ولاژل چې عيسیٰ ونسي. 33 خو عيسیٰ يغې ته وويل، ”زه و دې لژ نور وخت دې پوره دې توسې سره ومه او بيا و اغا چاته وير څمه چې زه يې رو لاژلائي يمه. 34 توس و په مو پسې ګرځئ، خو مو و مينده نه کئ او په کيم ځوئي کې و چې زه يمه وولې توس نه شئ روتلائي.“ 35 يهودي مشرونې په خپله کې يو بل ته سره وويل، ”دا ساړائي چيرته غوړي چې لوړ شي چې ميژ يې نشې مينده ولائي؟ ايا اغا غوړي چې اغا غير يهودي شارينه ته لوړ شي چې دې ميژ خالک په کې پنډيژي او غير يهودي خالکې ته تعليم ويرکو؟ 36 دې دغې خبرې نه دې يغ ماطلاب څه دائي چې توس و په مو پسې ګرځئ، خو مينده کاولائي و مې نشئ او په کيم ځوئي کې چې زه ومه توسې وولته نه شئ روتلائي؟“

دې ژواندين دې يبې ويلې

37 دې اختر په اخره وريځ يعني اغا وريځ چې ډير مهم مراسم په کې کړل شي، عيسیٰ ودريده او په چګ ژاغ يې وويل، ”که څوک تژائي وي نو اغا دا موته روشي او زه و ورته يو څه وير کمه چې ويې تشي. 38 څوک چې په مو بندې ايمون روري نو لکه څرنګې چې دې خدائ کلام ويائي: ’دې ژواندين دې يبې ويلې و دې يغ نه رو بائيژي.‘“ 39 عيسیٰ دا خبره دې روح القدس په حق کې وکړله چې په اغا خالک بندې و نازليژي کيم چې په يغ بندې ايمون روري. تر يغ وخت پرې ليا روح القدس نه و نازل شوائي، ځکه چې عيسیٰ ليا خپل جلال ته نه و راسيدلائي.

دې خالکې په ميانځ کې بې اتفاقي

40 کله چې خالکې دا خبرې وورويدلې بيا ځنې وويل، ”دا ساړائي په رشتيا سره اغا پيغمبر دائي چې ميژ ورته په تامه يي.“ 41 نورې وويل، ”اغا مسيح دائي.“ خو نورې وويل، ”ايا مسيح دې جليل نه روڅي؟ 42 ايا دې خدائ کلام دا نه يائي چې مسيح و دې داود دې کورانۍ نه وي او دې داود دې کلي يعني بيت لحم نه و وي؟“ 43 په داغا رانګ دې عيسیٰ په حق کې دې خالکې په ميانځ کې بې اتفاقي رو پئيدو شوله. 44 ځنې غوشتل چې اغا ونسي، خو ايچا لوس ورته نه ويراړ.

دې يهوديونې مشرون په عيسیٰ بندې ايمون نه روري

45 کله چې دې بيت المقدس سوتينکي په څټ مشرون امامون او فريسيون ته ويراغلل، نو يغې دې سوتينکيې نه پشتنه وکړله، ”اغا مم ويلې نه رواست؟“ 46 سوتينکيې ځاوب ويرکه، ”تر ويسه پرې ايچا داسې خبرې نه دي کړيې لکه دا ساړائي يې چې کو.“ 47 فريسيونې يغې ته وويل، ”ايا يغ توسې هه بې ليارې کړې يئ؟ 48 ايا توسې ارويدلي دي چې دې مشرونې او يا دې فريسيونې نه کيم يوه په يغ بندې ايمون رو وړائي دائي؟ دې شک نه وره چې نه، 49 خو دا خالک چې دې موسیٰ دې شريعت نه خبر نه دي، لعنتيون دي!“ 50 نيکوديموس چې دې فريسيونې دې ډالې نه و، يعني اغا ساړائي چې يو وور مخکې عيسیٰ ته ويراغلائي و، يغې ته وويل: 51 ”ايا دې ميژ شريعت ميژ ته اجازات راس کاوي چې کيم څوک مخکې په دا نه چې دې يغ خبرې ووروي او په دا پوئي شي چې يغ څه کړي دي، ګرام يې کي؟“ 52 يغې په ځاوب کې وويل، ”ايا ته هه جليلي يې؟ دې خدائ کلام ويايه، نو بيا و پوئي شې چې په جليل کې و ايڅ کيم پيغمبر پئيدو نه شي.“ 53 [بيا ټول خپل کورينه ته لوړل.

Sorry, no results.
Please try another keyword