شپيژام ساباق
عيسیٰ پينځه زره خالک ته ماړئي ويرکاوي
(متي ۱۴:۱۳-۲۱ او مرقوس ۶:۳۰-۴۴ او لوقا ۹:۱۰-۱۷)
۱په دا نه دې ورستې عيسیٰ دې جليل دې داريوب بله غوړه ته چې دې طبريې په نوم هه يوديژي، لوړ شه. ۲ګاڼ شمير خالک ورپسې وي، ځکه چې يغې اغا معجزې ليدليې وې چې دې بيمورونې دې روغاولې دې پوره يې وشويې وې. ۳عيسیٰ يوه غونډي ته وخوت او وولته دې خپلې شاګردونې سره کشينوست. ۴دې يهوديونې دې فسحې دې اختر وريځې نژدې وې. ۵کله چې عيسیٰ خو او شو ته وکاتل او ګاڼ شمير خالک يې وليدل چې دې ده طاراپ ته روراون دي، بيا فيليپوس ته يې وويل، ”دامره ماړئي و دې کيم ځي نه ووخلي چې دا ټول خالک يې وخوري؟“ ۶عيسیٰ دا خبره دې دغې دې پوره وکړله چې دې فيليپوس امتيان وخلي، ځکه چې اغا خپل پئيده چې څه وکو. ۷فيليپوس ځاوب ويرکه، ”دې سپينې زارې دوه ساوه سيکې ماړئي و هه نه شي پيره چې ار يوه ته لژ لژ هه وراسيژي.“ ۸دې يغ په شاګردونې کې يو شاګرد چې اندرياس نوميده او دې شمعون پطروس ورور و، يغ ته وويل: ۹”دولته يو ژڼکائي دائي. دې يغ سره دې ربشې پينځه ماړئي او دوه کابون شته، خو په اغا بندې و دې دغې دامره خالکې څه وشي؟“ ۱۰عيسیٰ اغي ته وويل، ”خالک ته وويايئ چې کشيني.“په اغا ځوئي کې ډير ووشه وي، بيا ټول ساړي چې شمير يې پينځه زره وه کشينوستل. ۱۱بيا عيسیٰ ماړئي رووخستله، دې خدائ شکر يې په ويوسته او اغا يې په نوستې خالکې بندې وويشله. دې کابونې سره يې هه داسې وکړل او چا چې څومره غوشتل ويرته يې ويرکړل. ۱۲کله چې ټول موړه شول بيا يې خپل شاګردون ته وويل، ”دې پوتې شويې ماړئي ټکړې رو ټولې کئ چې ايڅ شائي درنه ضايع نه شي.“ ۱۳نو شاګردونې اغا روټولې کړلې او دې ربشې دې پينځې ماړئي دې پوتې شويې ټکړې نه چې خالکې خواړليې وې دولاس ټوکرئي ډاکې شوې.
۱۴کله چې خالکې دې عيسیٰ دې قدرات ناخشه وليدله نو ويې ويل، ”دا په رشتيا اغا پيغمبر دائي چې دنيو ته روغلائي وائي.“ ۱۵بيا عيسیٰ پوئي شه چې اغا نيات لري چې روشي او اغا په زور بوځي او بادشا يې کو. نو اغا په څټ دې غونډئ سيمې ته لوړ شه چې وولته ګوشائي پنډ شي.
عيسیٰ په يبه دې پوسه ګرځي
(متي ۱۴:۲۲-۳۳ او مرقوس ۶:۴۵-۵۲)
۱۶کله چې لماشوم شه بيا دې عيسیٰ شاګردون کيز دې داريوب خو ته لوړل، ۱۷کشتئ ته وخاتل او په څټ دې کپرناحوم خو ته راون شول. شپه شوله او عيسیٰ ليا اغا ته په څټ نه و روغلائي. ۱۸په دا وخت ساخت بود لګيده او داريوب طوفاني شه. ۱۹کله چې شاګردون نژدې پينځه ليا شپيژ کيلوميټره مخکې لوړل، عيسیٰ يې وليده چې په يبه دې پوسه راون دائي او دې کشتئ خو ته رو نژدې کيژي، بيا اغا وډاريدل. ۲۰خو عيسیٰ يغې ته وويل، ”زه يمه، مه ډاريژئي!“ ۲۱بيا يغې وغوشتل چې اغا کشتئ ته دې ننه روالي، او په مخ کشتئ اغا ځوئي ته وراسيده چې دئ ويرتلل.
خالک عيسیٰ غوړي
۲۲بله وريځ اغا خالک چې دې داريوب په بله غوړه ويلوړ وي وليدل چې وولته ګوشي يوه کشتئ وه او عيسیٰ په کې دې خپلې شاګردونې سره نه و خاتلائي، بلکې اغا ګوشي تللي وي. ۲۳بيا دې تبريې دې شار نه نورې کشتئ اغا ځوئي ته رو وراسيدلې چې خالکې پکې اغا ماړئي خواړليې وه چې عيسیٰ په دې خدائ شکر ياستلئ و. ۲۴نو کله چې خالکې وليدل چې وولته نه عيسیٰ و او نه يې شاګردون، بيا اغا په کشتئ کې سوره شول او دې عيسیٰ په مينداول پسې کپرناحوم ته لوړل.
عيسیٰ دې ژواندين ماړئي دو
۲۵کله چې خالکې عيسیٰ دې داريوب په بله غوړه مينده که نو ورته ويې ويل، ”ايستوذه، ته کله دولته رو وراسيدلې؟“ ۲۶عيسیٰ ځاوب ويرکه، ”په يقين سره زه توس ته دا يايمه چې توسې دې دغې دې پوره مو نه غوړئي چې دې مو معجزې مو ليدليې دي، بلکه دې يغې ماړئي په خاطر چې ومم خواړله او ډاک شوائي. ۲۷دې فاني خواړې دې پوره خوري مه کئ بلکې دې يغې خواړې دې پوره خوري وکئ چې دې تل پوتې ژواندين پورې پوتې کيژي، يعني اغا خوړه چې دې انسان زيائي يې توس ته ديرکاوي. ځکه چې پلور خدائ يغ ته اختيار وير کړائي دائي چې داسې وکو.“ ۲۸بيا خالکې پشتنه وکړه، ”ميژ څه وکي، ترڅو اغا کورينه چې خدائ يې دې ميژ نه غوړي سار ته وراساوي؟“ ۲۹عيسیٰ په ځاوب کې وويل، ”کيم کور چې خدائ يې دې توسې نه غوړي اغا دا دائي چې په اغا چا بندې ايمون رورئي چې يغ رو لاژلئ دائي.“ ۳۰نو يغې وويل، ”ته ميژ ته کيمه ناخشه جاواته وې چې ميژ يې وويني او ايمون دربندې روري؟ ته و کيم کور وکې؟ ۳۱دې ميژ نيکونې په داشته کې مان وخوړ او لکه څرنګې چې دې خدائ په کلام کې ليکل شوي دي:
’اغا دې اسمون نه اغي ته ماړئي ويرکړله چې ويې خوري.‘“
۳۲عيسیٰ يغې ته وويل، ”په يقين سره زه توسې ته دا يايمه چې دا موسیٰ نه و چې توس ته يې دې اسمون نه ماړئي دير کاوله، بلکې دې مو پلور دير کاوله او ويس اغا توس ته دې اسمون نه رشتينيې ماړئي ديرکاوي. ۳۳ځکه کيمه ماړئي چې خدائ يې ديرکاوي اغا دې اسمون نه رو نازليژي او دنيو ته ژواندين ويرکاوي.“ ۳۴يغې وويل، ”شوغليه، ميژ ته ار وخت دا ماړئي روکاوه.“
۳۵عيسیٰ اغا ته وويل، ”زه اغا ماړئي يمه چې ژواندين ويرکاوي. څوک چې موته روڅي اغا و ايڅ کله نه وژائي کيژي او څوک چې په مو بندې ايمون روري اغا و ايڅ کله نه تژائي کيژي. ۳۶خو لکه څرنګې چې مو وويل چې سره دې دغې چې توسې زه ليدلئ يمه خو بيا هه په مو بندې ايمون نه رورئي. ۳۷کيم خالک چې دې مو پلور يې مو ته رو کاوي اغا و موته روڅي او څوک چې موته روڅي زه و اغا ايڅ کله نه کمه ورړه. ۳۸ځکه چې زه دې اسمون نه دې دغې دې پوره نه يمه روکيز شوائي چې خپله راضو پيره کمه، بلکې دې دغې دې پوره چې دې يغ چا راضو پيره کمه چې زه يې رو لاژلائي يمه. ۳۹او چا چې زه رو لاژلائي يمه دې يغ راضو دا دو چې ټول خالک چې يغ موته روکړي دي يو يې هه دې لوسه نه کمه وير، بلکې دې اخيرات په وريځ اغا روژواندي کمه. ۴۰ځکه چې دې مو دې پلور راضو دا دو چې ار څوک چې مو دې يغ دې زي په رانګ وپيژاني او په مو بندې ايمون روري اغا و دې تل پوتې ژواندين خاوند شي، او زه و اغا دې اخيرات په وريځ روژواندائي کمه.“
۴۱په دا بندې خالک په خپله کې سره وبړيدل، ځکه چې يغ وويل، ”زه اغا ماړئي يمه چې دې اسمون نه نازله شويې دو.“ ۴۲نو يغې وويل، ”ايا دا ساړائي دې يوسف زيائي عيسیٰ نه دائي چې ميژ يې مور او پلور پيژاني؟ نو بيا اغا څرنګې يائي چې زه دې اسمون نه رو کيز شوائي يمه؟“ ۴۳عيسیٰ ځاوب ويرکه ”په خپل ميانځ کې مه سره بړيژئي. ۴۴ايڅوک نه شي کړلائي چې موته روشي ترڅو اغا پلور چې زه يې رو لاژلئ يمه اغا موته رو نه والي، او زه و اغا دې اخيرات په وريځ روژواندائي کمه. ۴۵دې پيغمبرونې په کيتوبينه کې ليکل شوي دي:
’اغا ټول و دې خدائ دې طاراپ نه تعليم حاصل کو.‘
ار څوک چې دې پلور خبرې ته غوژ ونسي او دې يغ نه څه زده کو، اغا موته روڅي. ۴۶ايچا پلور نه دائي ليدلئ دې يغ نه وره چې دې خدائ دې خو نه روغلائي دائي. ګوشائي يغ خدائ ليدلئ دائي. ۴۷په يقين سره زه توس ته دا يايمه چې څوک چې په مو بندې ايمون روري اغا دې تل پوتې ژواندين خاوند دائي. ۴۸زه اغا ماړئي يمه چې ژواندين ويرکاوي. ۴۹سره دې دغې چې دې توسې نيکونې په داشته کې مان وخوړ خو اغا مړه شول. ۵۰خو کيمه ماړئي چې دې اسمون نه رو نازليژي اغا داسې ماړئي دو چې ار څوک اغا وخوري نو ايڅ کله و نه مړ کيژي. ۵۱زه دې ژواندين اغا ماړئي يمه چې دې اسمون نه رو نازله شويې دو. ار څوک چې دا ماړئي وخوري نو اغا و تل تر تله ژواندائي وي. کيمه ماړئي چې زه و يې ويرکاومه، اغا دې مو خپل سيرات دائي چې زه يې دې دنيو دې ژواندين په خاطر وير کاومه.“
۵۲په دا خبره يهوديونې په خپل ميانځ کې سره ساخت باحث شيري که او ويل يې، ”دا ساړائي څرنګې کړائي شي چې خپل سيرات ميژ ته روکو چې ويې خوري؟“ ۵۳عيسیٰ يغې ته وويل، ”په يقين سره زه توس ته دا يايمه چې تر يغه پورې چې توس دې انسان دې زي سيرات ونه خورئي او دې يغ وينه ونه تشئ نو توس و تل پوتې ژواندين ونه لرئي. ۵۴ار څوک چې دې مو سيرات وخوري او دې مو وينه وتشي نو اغا و دې تل پوتې ژواندين خاوند وي او زه و اغا دې اخيرات په وريځ روژواندائي کمه. ۵۵ځکه چې دې مو سيرات رشتيني خوړه دي او دې مو وينه رشتينيې تشوک دائي. ۵۶ار څوک چې دې مو سيرات وخوري او دې مو وينه وتشي نو اغا و په مو کې وي او زه و په اغا کې ومه. ۵۷لکه څرنګې چې اسموني پلور چې ژوند ويرکاوي زه رو ولاژلمه او زه دې دغې دې اماله ژواندائي يمه، نو په داغا رانګ ار څوک چې دې مو سيرات وخوري نو اغا و دې مو دې اماله ژواندائي وي. ۵۸دا اغا ماړئي دو چې دې اسمون نه رو نازله شويې دو او دا دې يغې ماړئي په رانګ نه دو چې دې توسې نيکونې وخواړله او مړه شول. ار څوک چې دا ماړئي وخوري نو اغا و تل تر تله ژواندائي وي.“
۵۹دا خبرې عيسیٰ اغا وخت په عبادتخانه کې وکړلې کله چې اغا په کپرناحوم کې تعليم ويرکاوه.
دې تل پوتې ژوند خبرې
۶۰دې يغ ډيرې ليارتلينکي چې کله دا خبرې ورويدلې بيا ويې ويل، ”دا ډيره ساخته دو، څوک کړلائي شي چې دا خبرې وماني؟“
۶۱عيسیٰ په خپل زړه کې پوئي شه چې شاګردون يې په دا خبره بندې بړيدل، بيا اغا ته يې وويل، ”ايا توسې په دا بندې خفا شوائي؟ ۶۲که چيرې توسې دې انسان زيائي ووينئ چې په څټ اغا ځوئي ته وير وخيژي چې مخته پکې و، نو توسې و څه فکر وکئ؟ ۶۳دا دې خدائ روح دائي چې انسانون ته ژوند وير باخشي، انساني قوات ايڅ نشي کړلائي. مو چې کيمې خبرې توس ته کړيې دي اغا هه روح دائي او هه ژواندين. ۶۴خو بيا هه په توس کې ځنې خالک شته چې په مو ايمون نه لري.“ځکه چې عيسیٰ ته دې يغې وريځې نه چې تعليم يې شيري که دا ماليمه وه چې څوک و ايمون نه روري او څوک و دې يغ سره خيانات کو. ۶۵بيا يغ وويل، ”په دا سبب مو توس ته وويل چې ايڅوک نشي کړلائي چې موته روشي ترڅو پره چې پلور ورته دا طاقات وير کړائي نه وي.“
۶۶په دا خبرې نه ورستې دې عيسیٰ ډيرې ليارتلينکي اغا پرياش او نوره يې دې يغ ملګرتيا نه وکړله. ۶۷نو عيسیٰ دې دولاسې شاګردونې نه پشتنه وکړله، ”ايا توس هه غوړئي چې مو پريژدئي؟“ ۶۸شمعون پطروس ځاوب ويرکه، ”اې ايستوذه، ميژ و چاته لوړ شي؟ دې تو سره اغا خبرې دي چې تل پوتې ژواندين ويرکاوي. ۶۹ميژ په تو بندې ايمون روړائي دائي او په دا بندې پوئي شوي يي چې ته دې خدائ سپيڅلئ يې.“ ۷۰عيسیٰ ځاوب ويرکه، ”ايا توسې دولاس سره مو نه يئ خواش کړي؟ خو بيا هه په توس کې يو کاس شيطون دائي!“ ۷۱عيسیٰ دا خبرې دې شمعون اسخريوتي دې زي يهودا په حق کې کړلې، که څه هه اغا دې دولاسې شاګردونې نه و، اغا و دې عيسیٰ سره خيانات وکو.