عيسیٰ او سامرۍ شځه
1 کله چې عيسیٰ خبر شه چې فريسيونې ارويدلي دي چې يغ په يحيیٰ نه زيوت ليارتلينکي پيدو کړي دي او يغې ته بپتسمه ويرکاوي، 2 (خو عيسیٰ په خپله نه بلکې شاګردونې يې بپتسمه ويرکاوله.) 3 بيا يې يهوديه پريشوله او په څټ جليل ته لوړ شه. 4 اغا مجبور و چې دې سامريې په ليار لوړ شي. 5 اغا دې سامريې يو شار ته چې دې سوخار په نوم يوديده روغائي. دا ځوئي اغا منځکه ته نژدې و چې يعقوب خپل زي يوسف ته وير کړيې وه. 6 په اغا ځوئي کې يو کييائي و چې دې يعقوب و او عيسیٰ چې دې سفر نه ستړائي شوائي و، دې کييي په غوړه کشينوست. دا دې غارمې وخت و.
7 په دا وخت کې يوه سامرۍ شځه روغله چې دې کييي نه يبه يوسي. عيسیٰ يغې ته وويل، ”خورې، لژ يبه روکه.“ 8 (عيسیٰ ګوشائي و ځکه دې يغ شاګردون دې ماړئي دې کړلې دې پوره شار ته تللي وي.) 9 سامرۍ شځې ورته وويل، ”ته يهودي يې او زه يوه سامرۍ شځه يمه. څرنګې کيدائي شي چې ته دې مو نه يبه غوړې؟“ ځکه چې يهوديونې دې سامريونې سره نوسته ويلوړه نه لارله. 10 عيسیٰ يغې شځې ته په ځاوب کې وويل، ”که چيرې ته په داغا خبره وائې چې دې خدائ نعمت څه شائي دائي او دا څوک دائي چې دې تو نه يبه غوړي، بيا تو و دې يغ نه غوشتنه کړيې وائي او يغ و درته اغا يبه دير کړيې وائي چې ژواندين ويرکاوي.“ 11 شځې وويل، ”شوغليه، دې تو سره خو څه شائي شته نه چې يبه په رو بوسې او دا کييائي ګړيب دائي، نو ته و دې ژواندين يبه دې کيمه رورې؟ 12 ايا ته دې ميژ دې نيکه يعقوب نه چې ميژ ته يې دا کييائي روکه هه ډير ستر يې، په خپله اغا، دې يغ زامن او دې يغ رامې او مول و هه دې دغ کييي يبه تشلې؟“ 13 عيسیٰ وويل، ”ار څوک چې دا يبه وتشي نو بيا و هه تژائي شي، 14 خو کيمې يبه چې زه يې وير کاومه او ار څوک يې چې وتشي بيا ايڅ کله و تژائي نه شي. زه چې اغا ته کيمې يبه وير کاومه اغا يبه و په اغا کاس کې دې چنې په رانګ بائيژي او تل پوتې ژواندين و ويرکاوي.“ 15 شځې وويل، ”شوغليه، اغا يبه موته روکه چې بيا ايڅ کله تژيې نه شمه او نه و بيا دې يبې دې وړلې پوره دولته روڅمه.“
16 عيسیٰ ورته وويل، ”لوړه شه، ميړه ته دې ژاغ که او په څټ ورسره روشه.“ 17 يغې په ځاوب کې وويل، ”دې مو ميړه نشته.“ عيسیٰ يغې ته وويل، ”ته رشتيا يائې چې ميړه دې نشته، 18 ځکه چې تو پينځه ميړينه کړي وي او ويس چې ته دې کيم ساړي سره پنډيژې اغا دې تو ميړه نه دائي. تو چې څه وويل اغا رشتيا دي.“ 19 شځې وويل، ”شوغليه، زه پئيژمه چې ته پيغمبر يې. 20 دې ميژ نيکونې په دا غره کې عبادت کووه، خو توس يهوديون يائي چې يروشلم ګوشائي ځوئي دائي چې بايد دې خدائ عبادت پکې وشي.“ 21 عيسیٰ يغې ته وويل، ”اې شځې، په مو بندې يقين وکه، اغا وخت و روشي چې توس و نه په دا غره کې دې اسموني پلور عبادت وکئ او نه هه په يروشلم کې. 22 توس سامريون اغا چاته عبادت کئ چې نه يې پيژانئ، خو ميژ يهوديون دې يغ چا عبادت کي چې ميژ يې پيژاني، ځکه چې خلوصين دې يهوديونې په وسيله روميانځ ته کيژي. 23 خو اغا وخت و روشي بلکه ويس رو غلائي دائي چې رشتيني عبادت کاوينکي و دې خدائ دې روح سره په رشتيني رانګ دې اسموني پلور عبادت کو، ځکه چې اسموني پلور دا رانګې عبادت کاوينکي غوړي. 24 خدائ روح دائي او ار څوک چې دې يغ عبادت کو بيا اغا دا په روح او اقيقات سره دې يغ عبادت وکو.“ 25 شځې ورته وويل، ”زه پئيژمه چې دې خدائ مسيح روتلينکئ دائي او کله چې اغا روشي بيا ار څه و ميژ ته جاوات کو.“ 26 عيسیٰ ورته وويل، ”زه چې دې تو سره خبرې کمه نو اغا زه يمه.“
27 په دا وخت کې دې عيسیٰ شاګردون په څټ روغلل او کله چې يغې وليدل چې اغا دې يوې شځې سره خبرې کو، بيا حيرون شول خو په اغا کې يک يوه هه پشتنه نه وکړله، ”چې ته دې يغې نه څه غوړې؟“ يا ”ته ويلې دې يغې سره خبرې کې؟“ 28 بيا شځې خپل ګاړائي پرياش، په څټ شار ته لوړله او خالک ته يې وويل: 29 ”روشئ او يو داسې ساړائي ووينئ چې مو دې ويسه پوره ار څه کړي دي اغا يې روته وويل. کيدائي شي چې اغا مسيح وي؟“ 30 بيا اغا دې شار نه وواتل او عيسیٰ ته ويراغلل.
31 په دا وخت کې شاګردونې دې عيسیٰ نه په کلاکه وغوشتل، ”ايستوذه، لژ څه وخوره.“ 32 خو عيسیٰ يغې ته وويل، ”دې مو سره دې خواړلې دې پوره داسې خوړه شته چې توسې ځنې ايڅ خبر نه يئ.“ 33 بيا شاګردونې په خپله کې يو بل ته وويل، ”ايا چا يغ ته خوړه رو وړي دي؟“ 34 عيسیٰ اغا ته وويل، ”کله چې زه دې يغ چا راضو پيره کمه او دې يغ کورينه سار ته وراساومه چې زه يې رو لاژلائي يمه، بيا دا و دې مو دې پورا داسې وي لکه ماړئي مې چې خواړلي وي. 35 ايا خالک دا نه ويائي: ’دې ويس نه ليا دې لاؤ وخت ته څالور مياشتې پوتې دي.‘ سترګې خلوصې کئ او وکسئ چې فاصل واختي پوخ شوائي دائي او لاؤ کړلې ته تايور دائي! 36 لاوګري خپلې مزديرئ ووخلي او دې تل پوتې ژواندين دې پوره حاصل رو ټولاوي ترڅو چې دې کارلې ووله او لاوګري په ګاډه سره خواشولي وکو. 37 نو دا رشتيا دي چې خالک يائي: ’يو يې کاري او بل يې ريبي.‘ 38 مو توس ولاژلئ چې دې يغې پاټيونې فاصلينه وريبئ چې توسې پکې خوري نه دو کړيې. نورې خوري پکې کړيې دو او توس دې دئ دې چارې نه ګاټه ووخلئ.“
39 په اغا شار کې ډيرې سامريونې دې يغې شځې دې شائدئي دې اماله چې ويلي يې وي، ”مو چې کله هه څه کړي وي اغا ټول يې روته وويل،“ بيا يغې په عيسیٰ بندې ايمون رواړ. 40 کله چې سامريون يغ ته روغلل او زورئي يې ورته وکړې چې دې يغې سره پوتې شي او عيسیٰ وولته دوې وريځې پوتې شه. 41 نورې ډيرې خالکې هه دې يغې دې خبرې دې اماله ايمون رواړ، 42 او يغې اغا شځه ته وويل، ”ميژ دې تو دې خبرې په سبب بندې ايمون ندائي روړائي، بلکه ميژ په دا خاطر ايمون رواړ چې په خپله مم دې يغ خبرې ورويدلې او په دا پوئي شوي يي چې اغا په رشتيا سره دې دنيو خلوصاوينکائي دائي.“
عيسیٰ دې يوه مامور زي ته شفا ويرکاوي
43 دوې وريځې ورستې عيسیٰ دې يغ ځوئي نه راون شه او جليل ته لوړ شه. 44 که څه هه عيسیٰ په خپله شهادت وير کړائي و چې يو پيغمبر ته خالک په خپل وطن کې عزت نه ويرکاوي، 45 نو کله چې اغا جليل ته وراسيده، خالکې ورته ارکلائي وويه. دئ هه دې فسحې په اختر کې يروشلم ته تللي وي او ار څه چې يغ په اختر کې په يروشلم کې کړي وي، يغې ليدلي وي.
46 نو عيسیٰ يورې بيا په جليل کې قانا نومې ځوئي ته چې يغ پکې وولته يبه په شاروپ بندې بادالې کړيې وې، لوړ شه. وولته دې حکومت يو مامور و چې زيائي يې په کپرناحوم کې بيمور پروت و. 47 کله چې اغا ساړائي خبر شه چې عيسیٰ دې يهوديې نه جليل ته روغلائي دائي، بيا ويراغائي او مينات يې ورته وکه چې کپرناحوم ته لوړ شي او زي ته يې چې دې مارګ په حال کې دائي شفا ويرکو. 48 عيسیٰ يغ ته وويل، ”ترڅو پرې چې توس معجزې او حيروناوينکې کورينه ونه وينئ بيا و ايڅ کله ايمون رونه ورئ.“ 49 يغ مامور ورته وويل، ”شوغليه، مخکې په دا نه چې دې مو زيائي مړ شي روسره لوړ شه.“ 50 عيسیٰ وويل، ”په څټ کير ته لوړ شه، زيائي و دې ژواندائي پوتې شي.“ يغ ساړي دې عيسیٰ په خبرې بندې يقين وکه او کير ته لوړ شه. 51 اغا ليا په ليار راون و چې نيکارون ورته په مخه ويراغلل او ورته ويې ويل، ”زيائي دې ژواندائي او روغ دائي!“ 52 يغ ځنې پشتنه وکړله چې زيائي مې کيم ساعت روغ شه. يغې ځاوب ويرکه، ”پارين مسپيشين يوه باجه اغا تبې پرياش.“ 53 پلور يې پوئي شه چې دا اغا وخت و چې عيسیٰ ورته ويلي وي، ”زيائي و دې ژواندائي پوتې شي.“ بيا يغ او دې يغې ټولې کورانۍ ايمون رواړ.
54 دا دې يهوديې نه جليل ته دې روتللې نه ورستې دې عيسیٰ دوايمه معجزه وه.