څلوارام ساباق

 

دې دنياوي شايونې سره مينه مه کئ

۱دې توسې په ميانځ کې جنګينه او لنجې دې کيمه روپئيدو کيژي؟ ايا اغا دې توسې دې نفساني خواهشاتې دې اماله چې په توس کې په جګړه کې دي، نه روپئيدو کيژي؟ ۲توس چې کيم شائي غوړئي، خو اغا په لوس نه ديرڅي، نو دا ته تايور يئ چې قاتل وکئ. توس دې نورې سره بخيلي کئ، خو څه چې غوړئي اغا لوسته نه شئ روړائي، نو جنګ او لنجه کئ. خو بيا هه کيم شائي په لوس نه ديرڅي، دې ځکه چې دې خدائ نه يې نه غوړئي. ۳خو که توس دې خدائ نه دې کيم شي دې پوره سول هه وکئ، نو اغا و يې دير نه کو، دې ځکه چې په بد نيت او دې خپلې خواهشاتې دې پيره کاولې دې پوره يې غوړئي. ۴اې بې ايمونه خالکې! ايا توس نه پئيژئي چې دې دنيو سره ملګرتيا کړل دې خدائ سره ديشمني دو؟ دې دغ اماله څوک چې غوړي دې دنيو سره ملګرتيا وکو، نو اغا خپل ځون دې خدائ ديشمن کاوي. ۵ايا توس ګمون کئ چې دې خدائ دې کلام دا وئينو اسې دو چې يائي، ”اغا روح چې خدائ په ميژ کې اچاولائي دائي اغا ډيرې ساختې غوشتنې لري؟“ ۶خو خدائ په ميژ بندې زيوت فاضل کو، نو دې دغ اماله دې خدائ کلام يائي:

”خدائ دې کبرجنې په ضد دائي، خو په عاجزونې بندې فاضل کو.“

۷نو دې دغ اماله دې خپل خدائ تابعدوري کئ او دې شيطون په مخکې ټينګ ودارئي، نو اغا و درنه وتشتي. ۸خپل ځونينه خدائ ته ويرنژدې کئ، نو اغا و هه توس ته ديرنژدې شي. اې ګونانګورونې! خپل لوسينه دې بدې کورينې نه پوک کئ. اې منافقونې! خپل زړينه پوک کئ. ۹غمجن پنډيژئي، وير او ژاړو وکئ. دې توس خاندو دا په ژاړو باداله شي او دې توسې خواشولي دا په غم. ۱۰خپل ځونينه دې تيشتن په مخکې عاجزون کئ، نو اغا و توس سرلوړي کو.

 

دې نورې په حق کې پئصاله مه کئ

۱۱اې خوانديې او وريڼې! يو بل پسې بدې خبرې مه کئ. څوک چې خپل ورور پسې بدې خبرې کو او ليا دې يغ په حق کې پئصاله کو، نو په اقيقات کې دې شريعت بد يايي او دې يغ په حق کې پئصاله کو. که ته دې شريعت په حق کې پئصاله کې، نو په شريعت عمل نه کې بلکې خپل ځون په اغا نه چګ ګاڼې لکه په خپله چې قاضي يې. ۱۲ګوشائي خدائ دائي چې شريعت ويرکاوي او هه قاضي دائي. ګوشائي اغا دائي چې دا قدرات لري چې خالک وژغوري او ليا يې دې ميانځه لرې کو. نو ته څوک يې چې دې خپل ګاونډي په حق کې پئصاله کې؟

 

په غورې کړل بندې فخر مه کئ

۱۳اې خالکې وروئي، توس چې يايئ، ”ميژ و نن ليا سابو پلونکي شار ته لوړ شي او وولته و يو کول تير کي، وولته و سوداګري وکي او ډيرې پائسې و وګاټي.“ ۱۴خو توس په دا نه پئيژئي چې سابو و څه کيژي، دې توسې ژوند څه شائي دائي؟ اغا دې ليګي په رانګ دائي چې دې لژ وخت دې پوره روجاواتيژي او بيا ورکيژي. ۱۵دې دغې په ځوئي بايد ويايئ، ”که دې تيشتن راضو وي نو ميژ و ژواندي پوتې شي او دا ليا اغا کور و وکي.“ ۱۶خو توسې ويس په خپلې غورې بندې فخر کئ او داسې غورې کړل بد کور دائي. ۱۷نو بيا څوک چې په نيکئ کړلې پئيژي او نه يې کو، نو اغا ګناه کو.

Sorry, no results.
Please try another keyword