اوال ساباق
سالومينه
۱دې خدائ او دې تيشتن عيسیٰ مسيح دې خيذماتګور يعقوب دې طرفه دا دې اسرائيلې دولاس قابيلې ته چې په ټوله دنيو کې خوره ووره شوي دي، سالوم وي.
ايمون او حکمت
۲اې دې مو خوانديې او وريڼې! ار کله چې توس دې رانګ رانګ اوزميشتينې سره مخومخ کيژئي نو اغا يوه خواشولي وګڼئ، ۳دې ځکه توس پئيژئي چې دا دې توسې دې ايمون په ازميشت کې دې توسې صابر او زغم زيوتاوي. ۴کله چې دې توسې صابر او زغم نور هه زيوت شي نو توس و کامل او بې عيبه انسانون شئ او دې ايڅ شي کامائي و په توس کې نه وي. ۵خو که په توس کې په چا کې دې حکمت کامائي وي، نو اغا دا دې خدائ نه وغوړي چې اغا يې دې سخاوت دې مخه او بې دې داغا چې څوک ګرام کو ار چا ته ويرکاوي، نو اغا ته و هه ويرکړل شي. ۶خو کله چې څوک کيم شائي غوړي، نو اغا دا دې ايمون سره وغوړي او ايڅ شک دا نه کو، دې ځکه چې شک کاوينکائي دې داريوب دې يغې چاپې په رانګ دائي چې دې بود په وسيله ايلې دولې غورځاول کيژي. ۷داسې ساړائي دا په دا تامه نه پنډيژي چې موته و دې تيشتن نه څه لوسته روشي، ۸دې ځکه چې شاکمن ساړائي په خپل کورينه کې ټينګ ويلوړ نه وي.
غريب خالک او مالدار خالک
۹غريب ورور دا دې خدائ په مخکې په خپله سرلوړي بندې فخر وکو ۱۰او په دغ رانګ مالدار ورور دا په خپل عارضي حالت بندې چې دې خدائ دې طرفه دائي فخر وکو، دې ځکه چې اغا و دې ووشه دې ګل په رانګ دې ميانځه لوړ شي. ۱۱دې ځکه کله چې لمر دې خپلې سويځاوينکيې ګرمئ سره رووخيژي نو ووشه وچ کو، ګلون يې وريژيژي او شوئست يې دې ميانځه لوړ شي. نو داسې و مالدار ساړائي هه دې خپل کاروبار سره دې ميانځه لوړ شي.
اوزميشتينه او اسواسې
۱۲بختاور دي اغا څوک چې دې ازميشت په وخت کې ټينګ پوتې شي، دې ځکه کله چې اغا دې داسې ازميشت نه په کاميابئ سره تير شي، نو دې ژواندين تاج و چې خدائ دې يغې خالکې سره چې په ګرون دي وعده کړيې دو، ترلوسه کو. ۱۳څوک چې اسواسي کيژي، نو اغا بايد دا ونه يائي، ”خدائ زه اسواسي کړائي يمه،“دې ځکه چې خدائ دې ايڅ رانګ بدئي په وسيله نه اسواسي کيژي او نه هه څوک اسواسي کاوي. ۱۴خو يو کاس اغا وخت اسواسي کيژي چې کله اغا دې خپلې نفساني خواهشاتې په وسيله واڅاول شي او په ليمه کې روونيول شي. ۱۵بيا دې يغ نفساني خواهشات دې ګناه دې روپئيدو کيدلې سبب کيژي او کله چې ګناه خپل اخري حد ته وراسيژي، نو دې مارګ سبب ګرځي.
۱۶اې دې مو ګرونې خوانديې او وريڼې! چې غلط نه شئ. ۱۷ټول شه او کامل نعمتينه ميژ ته دې خدائ دې طرفه چې دې لمر، شپيژمئ او دې ستوريې پئيدو کاوينکائي دائي، روڅي. اغا نه بادليدينکائي دائي او نه دې سيورې په رانګ ګرځي او روګرځي. ۱۸يغ ميژ دې خپلې ارادې او رشتيني کلام په وسيله پئيدو کړي، ترڅو دې يغ په ټول مخلوقاتې کې لکه دې اواليني حاصل ميوه پنډ شي.
دې کلام ارويدل او په اغا بندې عمل کړل
۱۹نو اې ګرونې خوانديې او وريڼې! دا يود سوتئ چې ار څوک بايد په ارويدلې کې تيز، په خبرې کې ورې او په غصه کې سوړ ګرځي. ۲۰دې ځکه کله چې څوک غصه شي اغا نه شي کړائي چې دې خدائ دې صداقت مقصدينه پيره کو. ۲۱دې دغ اماله توس دې ټولې غير اخلاقي کورينې او ټولې بدې نه لوس وخلئ او په عاجزئ سره اغا کلام قابيل کئ چې دې توسې په زړينه کې کارل شوائي دائي او کړائي شي چې توس ته خلوصين ديرکو. ۲۲نو توسې بايد دې يغ په کلام عمل وکئ او خالي په ارويدلې سره يې خپل ځونينه مه غلطاوئي. ۲۳دې ځکه څوک چې کلام ته غوژ نسي او عمل په نه کو، نو اغا دې يغ ساړي په رانګ دائي چې خپل مخ په شيشه کې ويني. ۲۴کله چې اغا خپل ځون وويني او لوړ شي، نو په مخ دا ويرکو چې څيره يې څرنګې وه. ۲۵خو که چيرې څوک کامل او ازودي ويرکاوينکي شريعت ته په غور سره وکسي او په اغا بندې عمل وکو او څه چې وروي او نه يې ويراوي، نو خدائ و دې يغ په ټول کورينه کې براکات وچاوي.
۲۶که څوک خپل ځون ديندار ګڼي او خپله ژبه په واک کې نه سوتي، نو اغا خپل ځون غلاطاوي او دينداري يې ايڅ ګاټه نه لري. ۲۷دې پلور خدائ په نظير کې سيچه او بې عيبه دينداري دا دو چې په يتيمونې او کونډې بندې دې مصيبت په وخت کې پام وکو او پرې نه ژدي چې دا دنيو مم فاسد کو.