روميونې ته دې پولوس رسول خاط

 

دې کيتوب پيژندګالي

دا خاط پولوس روم ته دې خپل سفر دې تايوري په وخت کې وليکه. يغ غوشتل چې دې يغ زي ايماندورونې سره ليدنه کاتنه او دې يغې په ميانځ کې کور وکي او دې ورستې بيا دې يغې په مراسته اسپانيې ته لوړ شي. په روم کې ايماندورونې ته دې يغ دې ليکنې اصلي مقصد دې يهودي او غيريهودي ايماندورونې په ميانځ کې دې ايمون او عمل په يوولي بندې ټينګور کړل وي. په دغ رانګ په دا خاط کې ميژ ويني چې دې عيسیٰ مسيح په حق کې زرائي ميژ ته دا جواتوي چې خدائ څرنګې انسان په خپل نظير کې عادل جوړاوي او دا دې ايمون نه شيري کيژي او په ايمون بندې اخير ته راسيژي. په دا خاط کې دې عيسیٰ مسيح په وسيله دې خدائ دې خلوصين دې زري په حق کې دې پولوس دې خو پيره تشريح شويې دو.

اوال، دا زرائي دې خدائ عدالات او رشتينولائي څرګنده وي. ټول خالک يعني يهوديون او غير يهوديون دواسره دې ته اړتيا لري چې دې خدائ په نظير کې نيک او عادل وګاڼل شي. دې ځکه چې ټول خالک دې ګناه په واک کې دي او ګوشي په عيسیٰ مسيح بندې په ايمون روړلې سره دې خدائ په نظير کې نيک او عادل ګاڼل کيدلائي شي.

دوام، دا زرائي يو نوائي انسانيت رو ميانځ ته کاوي، دې ځکه چې ايماندورون ويس دې عيسیٰ مسيح سره په يوولي کې نوائي ژوند لري. که څه هه دې خدائ شريعت شه او رشتينائي دائي، خو اغا نه شي کړائي چې ميژ دې ګناه او مارګ دې واک نه وژغوري. دې دغ په ځوئي شريعت ميژ ته دا وشائي چې ميژ ګونانګورون يې. ګوشائي په مسيح بندې په ايمون روړلې سره کيدلائي شي چې ميژ وژغورل شي. ايماندورون دې خدائ سره په يوولي کې په صولحه او سالومتئ کې پنډيژي او دې خدائ دې روح په وسيله دې ګناه او مارګ دې واک نه ازود شوي دي.

درام، دا زرائي دې اسرائيلې سره دې خدائ وعده پيره کاوي، خو بيا هه غير يهوديونې ته په لايه خلوصين ويرکاوي. که څه هه ډيرې يهوديونې عيسیٰ راد کړائي و، خو دا رديدل دې خدائ دې مقصد يوه برخه دو ترڅو ټول خالک دا موقع ولري چې په عيسیٰ مسيح کې دې خدائ فاضل او خلوصين ترلوسه کو. خو په اخير کي پولوس په دا ډاډمن دائي چې يهوديون و تل عيسیٰ راد نه کو.

څلوارام، دا زرائي کليسا سره يو ميټائي او يو کاوي. مسيحيون په مسيح کې په خپل يوولي سره يو بل ته، ټولنې او خپل موجوده حکوماتي مقامينه ته خيذمات کو. دې روم کليسا په اغا وخت کې دې ډيرې قومينې نه جوړه شويې وه او پولوس ايماندورون دا ته اڅاوي چې يو بل ومني، که اغا په خپل ايمون کې کمزورائي وي ليا طاقتور وي.

پولوس خپل خاط په کليسا کې ايماندورونې ته په خپل سالومينه سره اخير ته رساوي. اغا دې خدائ ستوينه کو چې دې عيسیٰ مسيح په حق کې زرائي ټوله دنيو ته جوات شوائي او راسيدلئ دائي، ترڅو ټول وکړائي شي په اغا بندې ايمون روري، دې يغ اطاعت وکو او خلوصين وميمي.

 

دې موضوګونې فهرست

دې خاط سريزه: ۱:_۱_-_۱۷

دې خدائ عدالات او خلوصين ته دې انسان اړتيا: ۱:_۱۸ – ۳:_۲۰

دې خدائ دې خلوصين ليار: ۳:_۲۱ – ۴:_۲۵

په مسيح کې نوائي ژوند: ۵:_۱ – ۸:_۳۹

اسرائيل دې خدائ په پلان کې: ۹:_۱ – ۱۱:_۳۶

مسيحي چالند: ۱۲:_۱ – ۱۵:_۱۳

دې پولوس دې خو دې زري رسول او اخريني سالومينه: ۱۵:_۱۴ – ۱۶:_۲۷

Sorry, no results.
Please try another keyword