دې کيتوب پيژاندګالي
دې متي انجيل دې عيسیٰ مسيح دې زيژاولې دې وخت نه دې مارګ پره دې بيا روژواندي کيدلې تر وخته دې يغ دې ژوند بروبار تفصيل پيش کاوي. متي دې عيسیٰ مسيح دې نژدې شاګردونې نه و. دا انجيل دې متي دې خو دې ۶۰ نه دې ۶۵ ميلودي کولينې په ميانځ کې ليکل شوائي دائي. مخکې په دا نه چې متي عيسیٰ مسيح وپيژاني اغا يو ټيکس ټولاوينکائي و او دې ظاليمونې روميونې دې پوره يې چار کړله. اغا دې يهوديونې دې خو نه يو وطن خرڅاوينکائي او خائين ګاڼل کيده. په دا برسيره، په خاص رانګ ټيکس ټولاوينکي فاسد خالک و او په ډير ټيکس په روټولاولې سره يې وګاټه لوس ته رو وړله، اغا دې قاتلونې غلې او بادکوريې په ډاله کې شمير کيدل. خو کله چې عيسیٰ متي ته بالنه ويرکړله چې دې يغ شاګرد شي، بيا دې يغ ژوند بلکل بادال شه.
متي دې خپل ايستوذ عيسیٰ دې ژوند قيصه اسمون ته دې يغ دې پورته کيدلې نه ورستې ليکليې دو. څرنګې چې متي دې عيسیٰ سره وه بيا په داغا پوئي شه چې اغا دې خدائ مسيح دائي چې دې يغ په حق کې څو څو ووره دې وختينئ پيغمبرونې دې خو نه خبر ويرکړلائي شوائي و. متي دې خپل انجيل په وسيله ميژ عيسیٰ ته چې وعده شوائي مسيح دائي وير پيژاني. عيسیٰ ګوشي دې خپل قوم يهوديونې دې خلوصين دې پوره نه بلکې دې ټولې دنيو دې خلوصين دې پوره روغلائي دائي.
متي خپل انجيل دې عيسیٰ دې ناساب نومې په بيان کاولې سره شيري کاوي. دا شجاره دې ابراهيم نه شيري کيژي او دې داود بادشا تر الود پره راسيژي، ځکه چې خدائ وعده کړيې وه چې مسيح و دې يغ دې نسل نه دنيو ته روڅي. ځنې نور شايون چې په دا انجيل کې په اغا بندې ټينګورائي شوائي دائي دا دي:
– عيسیٰ مسيح لکه څرنکې چې دې پيغمبرونې په ليکنې کې روغلي دي، دې اسرائيلې دې ايلې پيرا کاوينکائي دائي.
– عيسیٰ مسيح دا واک او اختيار لري چې دې موسیٰ دې شريعت اصيل مقصد جاوات کو.
– دې کليسې چار دا دو چې عيسیٰ مسيح دې دنيو ټول خالک ته وير وپيژاني.
دې موضوګونې فهرست:
دې عيسیٰ مسيح شجاره او زيژاول: ۱ – ۲ ساباقينه
دې بپتسمه ويرکاوينکي يحيیٰ خذماتينه: ۳:_۱ – ۱۲
دې عيسیٰ بپتسمه ووخستل او دې شيطون اسواسې: ۳:_۱۳ – ۴:_۱۱
په جليل کې دې عيسیٰ کورينه او خذماتينه: ۴:_۱۲ – ۱۸:_۳۵
دې جليل نه دې يروشلمه پورې: ۱۹ – ۲۰ ساباقينه
په يروشلم او دې يغ په شو او خو کې ورستينئ افته: ۲۱ – ۲۷ ساباقينه
دې عيسیٰ بيا روژواندي کيدل او اسمون ته دې يغ په څټ خاتل: ۲۸ ساباق