دا انجيل دې روح القدس نه دې الهام په ووخستلې سره دې مرقوس په نوم دې يوه کاس دې طاراپ نه دې ۵۵ نا ووخله دې ۵۶ ميلودي کولينه په ميا نځ کې ليکل شوائي دائي. کله چې عيسیٰ په دا دنيو کې و، اغا ار ځوئي ته تۀ او دا خبر و يې ويرکوو چې دې خدائ بدشائي دنيو ته دې يغ په روتاګ سره روغليې دو. په اغا وخت کې نوائي ژڼائې شوائي و. په يغ وخت کې مرقوس دې پطروس سره چې دې عيسیٰ دې شاګردونې نه و، ورسره بالاد و، په اغا نه ورستې چې عيسیٰ مسيح په څټ اسمون ته لاک شه، مرقوس دې خلوصين دې يغ زري په رساولې کې چې دې عيسیٰ مسيح دې طاراپ نه و، دې پطروس سره ملګرائي شه. مرقوس نوائي ژڼائې شوائي و.
مرقوس دې عيسیٰ قيصه په ارزونه او په زړه پورې په طريقه يې بيان کاوي او په اغا چارې بندې زور ويرکاوي چې عيسیٰ سار ته رساوليې وې، اغا دې بپتسمه ويرکاوينکي يحيیٰ دې خبر په حق کې دې يوې لانډې معرکې نه دې ورستې دې بپتسمې او دې عيسیٰ دې اسواسې په حق کې خبرې کو، ورستې په دا نه چې عيسیٰ شاګردون رو وبالل چې په يغ پسې راون شي. يغې وليدل چې عيسیٰ معجزې جاواته وي. پيريون وبوسي، دې خالکې ګونائينه باخشي او په پيره واک او اختيار سره تعليم وير وشائي، خو دئ دې يغ دې مړينې او بيا روژوانديدل پره دې يغ په معنی نشول پوئي، او په بل طاراپ دې عيسیٰ مخاليفينې دې يغ سره خپله بدي نوره هه زيوته کړله، په اخره کې مرقوس دې عيسیٰ دې دغې دنيو ژوند او دې اخري افتې کړه وړه او په صليب بندې دې يغ دې مړينې او په مړاول نه دې ورستې بيا روژوانديدل بيان کاوي.
مرقوس په دغ انجيل کې ميژ ته رو وشائي چې عيسیٰ خپل ځون ته دې ”انسان زيائي“ يائې، په بل ټکي داسې څوک چې په منځکه او اسمون بندې دې خدائ دې واک او اختيار استازيتوب کو. دا اغا څوک دائي چې خپل ژوند و دې لوسه ويرکاوي، اې ځکه چې خالک دې ګونائينې نه خلوص کو، اغا خپل قدرات واک او اختيار دې پيريونې په ياستلې، دې ګونائينې په باخشلې او بيمورون ته په شفا ويرکاولې سره جاواته وي، اغا دا تعليم هه ويرکاوي چې ار څوک چې دې يغ شاګرد شي، بيا اغا دې خورئي او کړاوينې سره مخومخ کيژي، لکه څرنګې اغا چې اغا په خپله دا خوري وزغمي او مړ شي، خو بيا هه په اخره کې عزت او دې هميشه ژوند دې عيسیٰ په ليار تاګ کې دائي.
داسې دې مرقوس په انجيل کې خدائ عيسیٰ ته خپل ګرون زيائي يائي، دا دې سيرات په تعلق نه بلکې په دا واجه چې يغ هوباهو اغا تعبيات وه کيم چې دې خدائ دائي، بيا په داغا واجې بندې عيسیٰ يغ تا ”پلور“ ويل. دې عيسیٰ داغا لقبينه يعني دې ”انسان زيائي“ او دې ”خدائ زيائي“ دې عيسیٰ دوا خاصلاتينه يا ذات جاواته وي چې اغا انسان هه دائي او الهي ذات هه دائي.
دې موضوګونې فهرست:
دې انجيل شيري: ۱:_۱_-_۱۳
په جليل کې دې عيسیٰ خذماتينه: ۱:_۱۴ – ۹:_۵۰
اې جليل نه يروشلمه پره: ۱۰ ساباق
په يروشلم او شو خو علاقې کې دې عيسیٰ دې ژوند اخري افته: ۱۱ – ۱۵ فاصلينه
دې عيسیٰ بيا روژوانديدل، شکاره کيدل او اسمون ته خاتل: ۱۶ ساباق