دې لوقا انجيل دې ۶۰ نه تر ۷۰ ميلودي کولينې پره دې لوقا په نوم يو ساړي ليکلئ دائي. لوقا يو غيريهودي طبيب او دې پولوس رسول دې نژدې ملګريې نه وه. لوقا دې پولوس سره دې عيسیٰ مسيح دې زري په رساولې کې مراسته کړله او زيوت سفرينه يې ورسره کړي دي. يغ دا زرائي چې دې عيسیٰ مسيح په حق کې دائي، دې تيوفيلوس په نوم يو ساړي ته چې په چګا رتبه مامور و، ليکلئ و (لوقا ۱:_۱_-_۴). لوقا دې څو عيني شائدونې نه ماليمات روټول کړل او دې روح القدس په ليار وشونه يې دې يغ نه يو منظم او سام تفصيل دې عيسیٰ دې ژوند په حق کې جوړ که.

لوقا په دا انجيل کې دا بيانوي چې انسان څرنګې دې عيسیٰ مسيح په وسيله خلوصين مينده که. په دا نه دې ورستې چې اواليني انسان ګناه وکه او دې خدائ نه لرې شه، اغا الهي منصوبه چې دې انسان دې خلوصين په خاطر جوړه شويې وه او نابيونې دې يغ په حق کې نبوت کړائي و، دې عيسیٰ مسيح دې ژواندين په پيشې کې عملي شه.

دې لوقا انجيل دې عيسیٰ مسيح په ژوند کې دې يغ دې زيژيدنې دې وخت نه دې اسمون تر خاتلې پره مهمې پيشې بيانه وي. په دغ انجيل کې عيسیٰ هه دې يهوديونې او هه دې نورې خالکې دې خلوصاوينکي په رانګ وير پيژاني. په دغ رانګ دې لوقا انجيل دې ټولنې دې ټيټ موقف خالکې لکه غير يهوديون، شځې، کونډې، دې ټولنې نه ورړل شويې خالک، غريبونې، محتاجې او معيوبې خالکې ته دې عيسیٰ په خيذمات بندې ټينګورائي کو. ټول انسانون مينه ته اجات لري او عيسیٰ دې مينې او محبت سار چنه دو. دې انسان ډير مهم او اساسي داړد ګناه دائي او عيسیٰ انسان ته دې ګناه نه خلوصين ويرکاوي. په دغ رانګ دې لوقا په انجيل کې په داعو، روح القدس، دې عيسیٰ په ماموريت ليا خيذمات کړلې کې دې شځې په رول او دې خدائ دې خو دې ګونائينې په باخشنه بندې زيوت ټينګورائي شوائي دائي.

دې لوقا په انجيل کې اساسي ټينګورائي دې خدائ په بدشايئ بندې دائي. دا اغا وخت دائي چې خدائ په خالکې بندې حکومت کو چې دې خالکې او دې ټولنې په ژوند کې مهم بادلينينه روميانځ ته کيژي. عيسیٰ دې خدائ په حکومت ليا واکمنۍ کې ځونته رول لري. اغا دې مسيح ليا وعده شوي بادشا په رانګ روغائي ترڅو په دنيو کې دې خدائ حکومت روميانځ ته کو.

دې موضوګونې فهرست

سريزه: ۱:_۱_-_۴

دې بپتسمه ويرکاوينکي يحيیٰ او دې عيسیٰ مسيح زيژيدنه او واړيکتوب: ۱:_۵ – ۲:_۵۲

دې بپتسمه ويرکاوينکي يحيیٰ ماموريت: ۳:_۱_-_۲۰

دې عيسیٰ بپتسمه او اوزميشتينه: ۳:_۲۱ – ۴:_۱۳

په جليل کې دې عيسیٰ مسيح ټولنيز خذماتينه: ۴:_۱۴ – ۹:_۵۰

دې جليل نه تر يروشلمه: ۹:_۵۱ – ۱۹:_۲۷

په يروشلم او دې يغ په شو او خو سيمې کې ورستينئ افته: ۱۹:_۲۸ – ۲۳:_۵۶

دې عيسیٰ بيا روژواندي کيدل، روشکاره کيدل او پورته خاتل: ۲۴:_۱ – ۵۳

Sorry, no results.
Please try another keyword