دا انجيل دې يوحنا دې خو نه چې دې عيسیٰ مسيح دې ډيرې نژدې شاګردونې نه و، دې پينځه اتيا ميلودي کولينې شو او خو کې ليکل شوائي دائي. دې ډيرې خالکې سره دا سول پئيدو کيژي چې عيسیٰ مسيح څوک دائي او يغ ته ويلې دې خدائ زيائي ويائي؟ يوحنا داغا سولينه ته په ځاوب ويرکاولې سره دې عيسیٰ رشتينائي سړيتوب خالق ته وير پيژاني، ځکه چې يوحنا دې نورې شاګردونې په ټول کې خپل زيوت وخت دې عيسیٰ مسيح سره تير کړائي دائي.
يوحنا عيسیٰ دې ازالي کلام په نيز وير پيژاني او دې اغا معجزې په بياناولي سره چې عيسیٰ دې ناخشې په څير وشولې شکاره کاوي، چې اغا وعده شوائي خلوصاوينکائي او دې خدائ زيائي دائي. دي دغې نه وره چې يوحنا په خالکې کې دې عيسیٰ دې ګرونشت خبرې کو، دې يغې مخالفتې په حق کې هه ليکلي دې چې دې عيسیٰ په مخ کې رو ميانځ ته کيژي.
يوحنا دې شاګردونې سره دې عيسیٰ دې نژدې وولي او دې اخلاصتوب هه يوداونه کو. مخکې په دا نه چې عيسیٰ ونيول شي او په صليب بندې لاک کړلائي شي، اغا خپل شاګردون دې داسې حالات سره دې مخومخ کيدلې دې پوره تايوره وي. يوحنا په خپله دې عيسیٰ دې نيولې، محکمې، په صليب بندې دې لاکاولې شائد و.
دې يوحنا انجيل دې ايمون دې انجيل په نوم هه مشهور دائي، يعني په عيسیٰ بندې ايمون چې دې تل پوتي ژواندين ويرکاولې سبب ګرځي. دا تل پوتې ژواندين اغا خالک ته ويرکاوه شي چې عيسیٰ جنت ته دې ليارې، اقيقات او ژواندين په رانګ قابيل کاوي. يوحنا اغا روحاني اصلاح ګونې بندې رڼوئي اچاوي چې عيسیٰ مسيح و دې ژوند په ارا وريځ خبرې کې وې چار ځنې ووخسته لکه يبه، ماړئي، رڼو، شپون او پنډغلائي تر څو خالک په روحاني اړه دې يغې په معنی پوئي شي او دې يغ رشتينائي سړيتوب خالک ته وير وپيژاني.
دې يوحنا انجيل دې جوړشت او دې مضمون دې مخې دې نورې درې انجلينې يعني متي، مرقوس او لوقا سره فرق لري. په دا انجيل کې دې عيسیٰ دې ژوند اغا پيشې او تعليمينه ته اشاره شويې دو چې په نورې درې انجلينه کې نشته او په داسې رانګ چې دې دغ کيتوب په ويلل سره دې عيسیٰ دې ژوند دې پيره خيال او فکر ليدنه کيژي.
دې يوحنا دې انجيل مهم او دې پام کړلې ټکي دا دي چې عيسیٰ دې يغ قدرات په وسيله چې په مارګ بندې يې لوره، خالک ته دې تل پوتې ژواندين ويرکاولې بالنه ويرکاوي. عيسیٰ دا ثابته کړله چې اغا ژوند ويرکاولائي شي، لکه څرنګې چې يې ايلعازر دې مړې نه روژواندائي که او لکه څرنګې چې په خپله دې مړينيې نه روژواندائي شه.
دې موضوګونې فهرست
سريزه: ۱:_۱_-_۱۸ ساباق
بپتسمه ويرکاوينکائي يحيیٰ او دې عيسیٰ اواليني شاګردون: ۱:_۱۹_-_۵۱ فاصل
دې عيسیٰ کورينه او معجزې: ۲ – ۱۲ ساباقينه
په يروشلم او شو او خو علاقې کې دې عيسیٰ دې ژوند ورستينئ افته: ۱۳ – ۱۹ ساباقينه
دې عيسیٰ بيا روژواندي کاول او جاواتاول: ۲۰ ساباق
په جليل کې شاګردون ته جاواتاول او دې کيتوب اخيري: ۲۱ ساباق