دې کيتوب پيژاندګالي
پولوس دا خاط اغا وخت ليکلئ دائي چې دې قرنتوس دې کليسې سره دې يغې اړيکې دې فشار لوندې وې. ځنې خالکې وولته په جاواته دې پولوس سره خپل ساخت مخالفت وشيوه. خو په دا خاط کې پولوس دې يغې سره دې اړيکې دې شه کاولې دې پوره خپله ژوره ليوالتيا وشائي او دې داسې اړيکې روميانځ ته کاول دې يغ دې پوره دې ډيرې خواشولئ سبب کيژي.
دې خپل خاط په اواله برخه کې پولوس دې قرنتوس کليسا سره خپله اړيکه تشريح کاوي. اغا جاواتوي چې ويلې يې يغې ته دامره ساخت ځاوب ويرکه او اغا يې ګرام کړل. پولوس په داغا رانګ خپله خواشولي وشائي چې دې يغ دا کور په دئ کې دې توبې او روضي کاولې سبب شوائي دائي. بيا اغا په قرنتوس کې دې کليسې دې ټولې غړيې نه غوشتنه کو چې دې يهوديې په ولايت کې دې محتاجې ايماندورونې سره سخاوتمندانه مراسته وکو. دې خپل خاط په اخيرنئ برخه کې پولوس دې يو شمير خالکې په مخکې دې خپل ځون دفاع کو چې دې قرنتوس په شار کې يې ځونينه ستر رسولون ګاڼل او په يغ بندې يې ناحقه توماتينه لګاول.
دې دغ خاط نه ميژ کړائي شي چې په جاوات رانګ دې پولوس دې شخصيت خصلتينه ماليم کي او دې يغ په شخصي ژوند او دې عيسیٰ مسيح په خيذمات کې دې يغ صداقت او رشتينولائي په واضحه رانګ وکسي.
دې موضوګونې فهرست
دې خاط سيريزه: ۱:_۱_-_۱۱
پولوس او دې قرنتوس کليسا: ۱:_۱۲ – ۷:_۱۶
دې يهوديې دې مسيحيونې دې پوره مراستې: ۸ – ۹ فاصلينه
پولوس رسول دې خپل خيذمات نه دفاع کو: ۱۰:_۱ – ۱۳:_۱۰
دې خاط اخير: ۱۳:_۱۱_-_۱۴