پينځام ساباق

 

دې مسيح په ازودئي کې کلاک پوتې شئ

۱ مسيح ميژ دې ازود پنډيدلې دې پوره ازود کړي يې. بيا ويس په خپلې ازودئي کې ټينګ پوتې شئ او مه پريژدئي چې يورې بيا دې غلامئ ژغ دې توس په غوړه بندې کشيشول شي.

۲ موته غوژ ونسئ! زه پولوس توس ته يايمه، که چيرې توسې سونات کاول دې خلوصين يوه وسيله ګاڼئ، بيا مسيح چې دې توس دې پوره کيم څه کړي دي، توس ته يې ايڅ ګاټه نشته. ۳ زه يورې بيا په توسې ټينګورائي کمه، که چيرې څوک سونات شي، بيا اغا مجبور دائي چې دې شريعت په ټول حکمينه بندې عمل وکو. ۴ که چيرې په توس کې څوک کوشش کو چې په شريعت بندې په عمل کړلې سره صادق وګاڼل شي، بيا خپل تعلق دې مسيح سره خاتمه وائي او دې خدائ دې فاضل نه لرې پوتې کيژئي. ۵ دې ځکه دې ميژ ايله دا دو چې خدائ و ميژ په خپل نظير کې صادق وګڼي او دې دغ اماله ميژ دې روح القدس په وسيله چې دې ميژ دې ايمون دې ليارې په ميژ کې کور کو، انتظار کي. ۶ دې ځکه کله چې ميژ په عيسیٰ مسيح بندې ايمون ولرو، بيا سوناتيدل ليا نه سوناتيدل څه خاص خبره نه دو. کيم شائي چې ضروري دائي اغا ايمون دائي چې ځون نور ته په مينه کې جاواته وي.

۷ توس خو په روحاني رانګ شه ترقي کړه، بيا چا دې توسې مخه ونيوله چې دې اقيقات پيروي ونه کئ؟ ۸ دا کور دې خدائ دې طرفه چې توس يې روباللي يئ، نه دائي. ۹ لکه څرنګې چې خالک يائي، ”لژ خميره ټول ييړه خميره کاوي.“ ۱۰ زه باور لارمه چې توس و دې تيشتن سره په يوولي کې کيمه بله عقيده ونه منئ. خدائ و ار اغا چا ته چې توس يې انديشمن کړي يئ، که اغا ار څوک وي، سازو ويرکو. ۱۱ اې خوانديې او وريڼې! دې خپل ځون په حق کې بايد ويايمه، که زه تر ويسه دې سوناتيدلې په حق کې تعليم ويرکمه چې دا کور ضروري دائي، بيا ويلې تر ويسه ځاورل کيژمه؟ که چيرې اغا رشتيا وي، بيا و ايڅوک دې مسيح دې صليب په حق کې دې مو په تعليم خفا شوائي نه وائي. ۱۲ کاش چې اغا کاسون چې توس دې دغې پوره پريشان کاوي چې بايد سونات شئ، بيا اغا دا خپل ځونينه خاصيون کو.

۱۳ اې خوانديې او وريڼې! توس دې دغې دې پوره روبالل شوي يئ چې ازود پنډيژئي. خو دې دغې ازودئي نه خالي دې خپلې نفساني خواهشاتې په خاطر کور مه وخلئ، بلکې په مينه دې يوه بل خيذمات وکئ. ۱۴ دې ځکه چې ټول شريعت په يو حکم کې روټوليژي، ”دې خپل ګاونډي سره دې خپل ځون په رانګ مينه که.“ ۱۵ خو که چيرې توس دې يوه بل وينې تشئ او يو بل ته زيون رساوئي، بيا پام کئ، کني، بيا يو بل و بلکل دې ميانځه لرې کئ.

 

نفساني خواهشات او دې روح القدس ميوه

۱۶ نو زه دا يايمه، که چيرې توسې خپل ژوند دې روح القدس دې ليار وشونې سره سام تير کئ، بيا و دې خپلې نفساني غوشتنې دې مخه څه کور نه کئ. ۱۷ دې ځکه چې نفساني غوشتنې دې روح القدس دې غوشتنې په خلاف دي او څه چې روح القدس غوړي اغا دې نفساني فطرت په خلاف دي. دې دغ اماله توس نه شئ کړائي ار څه چې مم زړه وغوړي اغا وکئ. ۱۸ خو که چيرې توس دې خدائ دې روح القدس په ليار وشونه راون يئ، بيا مجبور نه يئ چې دې شريعت تابع ګرځئ.

۱۹ دې نفساني غوشتنې کورينه جاوات دي: جنسي بد اخلاقي، ناپوکي، عياشي، ۲۰ بت پرستي، جادوګري، ديشمني، جاګړې، کينه، قهر او غضاب، ځون خواشول، بې اتفاقي، ډالې جوړاول، ۲۱ بغض، نشه، مستي او داسې نور. زه توس ته بيا خبردارائي دير کاومه لکه څرنګې چې مخکې مو توس ته هه ديرکړائي و، څوک چې داسې کورينه کو دې خدائ دې بدشايئ په ميروث کې و برخه ونه لري.

۲۲ خو دې روح القدس ميوه دا دو: مينه، خواشولي، سکون، صابر، مهربوني، نيکي، وفادوري، ۲۳ نرمي او په خپل نفس بندې واک لارل. ايڅ شريعت دې دغې کورينې په خلاف نه دائي. ۲۴ بيا څوک چې دې عيسیٰ مسيح ليارتلينکي دي، اغا خپل انساني فطرت دې خپلې ټولې شوقې او غوشتنې سره په صليب کړي دي. ۲۵ که چيرې ميژ دې روح القدس په وسيله ژوند که، بيا بايد خپل ژوند دې روح القدس دې ليار وشونې دې مخه جوړ کي. ۲۶ بيا بايد غرور ونه کي، يو بل ونه ځوراوي او دې يوه بل سره کينه ونه کي.

Sorry, no results.
Please try another keyword