څلوارام ساباق

 

دې ايماندورونې په ميانځ کې يوولئ

۱بيا زه چې دې تيشتن په خاطر بندې يمه، دې توس نه غوشتنه کمه چې داسې ژوند وکئ چې دې يغې بالنې قابل وي چې توس تر لوسه کړيې دو. ۲ار وخت په عاجزئ، نرمئ، صابر او په مينه سره يو بل وزغمئ. ۳ډير کوشش وکئ اغا يوولئ وسوتئ چې روح القدس يې په صولحه او سالومتئ کې رو ميانځ ته کاوي. ۴لکه څرنګې چې يو سيرات او يو روح القدس دائي، بيا داسې يوه ايله دو چې خدائ توس ورته روباللي يئ. ۵يو تيشتن دائي، يو ايمون او يوه بپتسمه، ۶يو خدائ او دې ټولې پلور چې په ټول نه چګ دائي، دې ميژ دې ټولې په وسيله کور کو او په ټول کې پنډيژي.

۷خو ميژ ار يوه ته دې مسيح دې سخاوت دې مخه يو نعمت روکړل شوائي دائي. ۸دې دغ اماله ليکل شوي دي:

”کله چې پورته چګ ځايون ته وير وخوته،

يوړل يې دې ځون سره زيوت بانديون

او خالک ته يې ويرکړل نعمتينه.“

۹کله چې يائي، ”اغا پورته چګ ځايون ته وير وخوته“دې دغې معنی څه دو، ايا معنی يې دا نه دو چې اغا مخکې دې منځکې ډير کوړته ځوئي ته کيز شوائي و؟ ۱۰بيا اغا څوک چې کوړته روکيز شه، دا هه اغا دائي چې دې ټولې اسمونينې نه پورته وخوت، ترڅو ټول کاينات دې خپل حضور نه ډاک کو. ۱۱دا خپل اغا څوک و چې خالک ته يې نعمتينه ويرکړل چې ځنې يې رسولون، ځنې يې پيغمبرون، ځنې يې زري رساوينکي، ځنې يې دې ايماندورونې شپونه او وشوينکي مقرار کړل. ۱۲يغ داسې وکړل ترڅو دې خدائ خالک دې کور او خيذمات دې پوره تايور کو، دې دغې پوره چې دې مسيح سيرات ته ترقي ويرکو ۱۳ترڅو ميژ ټول اغا يوولئ چې په ايمون او دې خدائ دې زي په پيره پيژندګالي کې دائي، تر لوسه کي او په ايمون کې بالغون شي او دې مسيح په اندزه کامل شي. ۱۴بيا نور و ميژ وړيکنکي نه وي چې دې چاپې په وجه ايلې دولې سنړ والي شي او دې انساني ار رانګ تعليم دې بود په وجه ايلې وورې يوړل شي او نه و نور دې خالکې دې چالاکئ او دې ټاګئ نه ډاکې منصوبې دې اماله بې ليارې کيژي. ۱۵بيا دې دغې په ځوئي ميژ بايد په مينه اقيقات ويائي او په ار حال کې په مسيح کې چې سار دائي، ترقي وکي. ۱۶دې يغ دې لوس لوندې دې سيرات ټول غړي دې يغ باندينې په وسيله چې دې يغې دې پوره تايور شوي دي، سره يو ځوئي کاوي او سره تاړي. کله چې دې سيرات ار غړائي په مناسب رانګ خپل کور کو، بيا ټول سيرات ترقي کو او په مينه خپل ځون جوړه وي.

 

په مسيح کې نوائي ژوند

۱۷زه توس ته دې تيشتن په نوم دا يايمه او په اغا بندې ټينګورائي کمه چې توس بايد نور دې غير يهوديونې په رانګ چې په خپل باطل خيالينه کې پنډيژي، ژوند ونه کئ. ۱۸اغا دې خپلې خيالينې په تيارې کې ډيب دي. اغا دې يغ ژوند نه چې خدائ يې ويرکاوي، بې برخې شوي دي، دې ځکه چې اغا جاهلون او زړينه يې ساخت دي. ۱۹يغې خپل دې شرم احساس دې لوسه وير کړائي دائي او خپل ځانينه يې عياشئ ته تسليم کړي دي او په شاوق سره ار رانګ ناپوک کورينه کو.

۲۰خو دا اغا څه نه دي چې توس دې مسيح په حق کې زده کړي دي. ۲۱څرنګې چې توسې دې شک نه وره دې عيسیٰ په حق کې ارويدلي دي او اغا اقيقات مم زده کړائي دائي چې په اغا کې دائي، ۲۲بيا توس خپل دې ګناه نه ډاک زوړ فطرت او دې ژوند تيراولې دې وختينئ ليارې نه چې دې نفساني خواهشاتې او غلاطاونې دې اماله خروپې شويې دي، لوس وخلئ. ۲۳بيا پريژدئي چې دې توسې روحينه او ذهنينه په کامل رانګه نوي شي ۲۴او توس دې نوي فطرت لباس وغوندئي چې په رشتيني صداقت او پوکولي کې دې خدائ په څيره کې پئيدو شوائي دائي.

۲۵نو دې درويغ دې ويلې نه لوس وخلئ او يو بل ته رشتيا يايئ، دې ځکه چې ميژ ټول دې يوه سيرات غړي يي. ۲۶دې غصې په وخت کې ګناه مه کئ او مه پريژدئي چې دې توسې غصه دې لمر لويدلې پره راونه وي ۲۷او شيطون ته موقع مه ويرکاوئي چې توس اسوسي کو. ۲۸غال دا نوره غلا نه کو، بلکې دې يغې په ځوئي دا خوري کو او په خپل لوسينه دا رشتينائي کور وکو، ترڅو دې يغ سره هه يو څه وي چې محتاجې خالکې ته يې ويرکو. ۲۹مه پريژدئي چې دې خولې نه مم بدې خبرې رو ووځي، بلکې دې توسې خبرې دا شې، په خپل وخت او دې نورې دې پوره مدد کاوينکيې وي. بيا څوک چې دې توس خبرې وروي، دې يغې دې پوره و دې فاضل سبب شي. ۳۰دې خدائ روح القدس مه خفا کاوئي، چا چې په توس بندې دې خدائ دې ملکيت مهر لګاولئ دائي او دې يغې وريځې ضمينات دائي چې توس و پکې خلوصين وميمئ. ۳۱دې ترخولي، غصې، غضاب، شور ماشور، تومات لګاولې او دې ار رانګ بدئي نه لوس وخلئ. ۳۲دې دغې په ځوئي په يو بل مهربونه او زړه سوينوک ګرځئ او لکه څرنګې چې خدائ په مسيح کې توس وباخشلئ، بيا توس هه يو بل وباخشئ.

Sorry, no results.
Please try another keyword