درام ساباق

 

دې غير يهوديونې دې پوره دې پولوس رسول کور

۱په داغا داليل زه پولوس چې توس غير يهوديونې دې پوره دې عيسیٰ مسيح بندې يمه، دې توس دې پوره داعو کمه. ۲توس و خامخا ارويدلي وي چې خدائ دې خپل فاضل دې مخه موته دا چار روکړيې دو چې دې توس دې پوره يې سار ته وراساومه. ۳لکه څرنګې چې مو توس ته مخکې په لانډ رانګ بندې وليکل، دا پټ راز خدائ په خپله دې الهام په وسيله موته جاوات که. ۴مو چې توس ته څه ليکلي دي، که چيرې توس اغا ويايئ بيا و پوئي شئ چې زه دې مسيح دې پټ راز نه خبر يمه. ۵دا راز په واختينئ زمونې کې انسانون ته داسې نه و شکاره شوائي لکه څرنګې چې ويس دې روح القدس په وسيله دې خدائ سپيڅليې رسولون او پيغمبرون ته شکاره شوائي دائي. ۶اغا راز دا دائي چې غير يهوديون دې زري په وسيله دې يهوديونې سره په ميروث کې شريک دي، دوه سره دې يوه سيرات غړي دي او په اغا وعده کې شريک دي چې خدائ په عيسیٰ مسيح کې دې ميژ سره کړيې دو.

۷زه دې خدائ دې فاضل دې نعمت په وسيله چې موته يې دې خپل قدرات په وشولې سره روکړائي دائي، دې زري خيذماتګور شومه. ۸که څه هه زه دې خدائ په ټول خالک کې واړيکائي يمه، خو دا فاضل يې په مو کړائي دائي چې زه غير يهوديونې ته دې مسيح دې بې اندازې دولات مندئي زرائي وير کمه ۹او اغا پټه منصوبه ټول خالک ته شکاره کمه چې خدائ دې ټولې شايونې خالق دا راز دې ازل نه پټ سوتلائي و. ۱۰دې خدائ مقصد دا و چې ويس دې خپل حکمت مختلف اوړخينه دې کليسا په وسيله حاکمونې او دې واک خاوندونې ته په اسموني ځايون کې جاوات کو. ۱۱دې دغ پټ راز جاواته ول اغا ابدي مقصد و چې خدائ دې ميژ دې تيشتن عيسیٰ مسيح په وسيله عملي که. ۱۲بيا ميژ په مسيح کې او په يغ بندې دې ايمون په وسيله په زيړاور تيا او يقين سره کړائي شي چې دې خدائ حضور ته وير شي. ۱۳بيا زه دې توس نه غوشتنه کمه چې دې مو دې کړاوينې په خاطر چې دې توس دې پوره يې تيرومه مه بې زړه کيژئي، دې ځکه چې دا دې توسې دې پوره دې عزت سبب کيژې.

 

دې عيسیٰ مسيح مينه

۱۴په داغا داليل زه دې پلور په مخ کې په ګونډې کيژمه، ۱۵دې يغ چا په مخ کې چې اره کورانۍ په اسمون او منځکه کې خپل نوم دې يغ نه وخلي. ۱۶زه داعو کمه چې اغا توس ته دې خپل لوئي جلال دې مخه اغا طاقات دير کو چې توس په خپل باطن کې دې يغ دې روح په وسيله طاقتور شئ. ۱۷په دغ رانګ زه داعو کمه چې دې توسې دې ايمون په وسيله مسيح دې توسې په زړينه کې پوتې شي. زه داعو کمه چې دې خدائ مينه په توس کې وليې ړانګې کو او دې مينې په بنياد ويدون شئ، ۱۸ترڅو توس دې خدائ دې ټولې خالکې سره يو ځوئي دا توون ولرئي چې په دا پوئي شئ چې دې مسيح مينه څومره پراخه، ويژده، چګه او ژاوره دو ۱۹ترڅو دې مسيح اغا مينه وپيژانئ چې دې پوئي نه بهر دو، ترڅو توس دې خدائ دې کاملې معمورئي نه ډاک شئ.

۲۰جلال دا وي اغا چا ته چې په خپل قدرات سره کړلائي شي دې يغ څه نه چې ميژ ډير زيوت غوړي او ګمون يې کي چې په ميژ کې زيوت کور کو. ۲۱اغا ته دا په کليسا او په عيسیٰ مسيح کې تل ترتله په ټول نسلينه کې جلال وي. امين.

Sorry, no results.
Please try another keyword