څليرويشتام ساباق
دې فيليکس والي په حضور کې دې پولوس محکمه
۱پينځه وريځې دې ورستې ستر امام حنانيا دې څو کاسونې مشرونې او دې ترتولوس په نوم دې يوه وکيل سره قيصريې ته رووراسيدل او دې پولوس په ضد يې خپله دعویٰ والي ته ويرمخته کړله. ۲کله چې پولوس رو وغوشتل شه، بيا ترتولوس خپله دعویٰ داسې شيري کړله، ”شوغليه، دې توسې دې شه مشرتوب دې واجې ميژ دې همېشه سولې نه بارخمن شولې او دې ميژ دې وطن دې شيګړې دې پوره ډير ضروري اصلاحات راون دي. ۳ميژ په ار ځوئي کې او په ار وخت کې دې توسې دې دغې چارې دې پوره دې زړه دې تاله نه ډيره مننه کي. ۴زه نه غوړمه چې دې توسې ډير وخت وخلمه، نو دې توسې نه غوشتنه کمه چې په مهربوني سره دې ميژ څو خبرې ته غوژ ونسئ. ۵ميژ ته ماليمه شويې دو چې دا يو مصيبت جوړه وينکائي ساړائي دائي او په ټوله دنيو کې دې يهوديونې په ميانځ کې شور ميندور پئيدو کاوي او دې ناصريونې دې مذابي دې ډالې مشر دائي. ۶په داغا رانګ يغ کوشش که چې دې بيت المقدس بې حرمتي وکو، خو ميژ اغا ونيوه. [ميژ غوشتل چې دې خپل شريعت دې مخه اغا محکمه کي. ۷خو ليسياس قوماندان روغائي او په زور يې اغا دې ميژ نه خلوص که ۸او دې يغ دعويدورانو ته يې امر وکه چې دې توسې حضور ته روشي.] که توس خپل دې پولوس نه پشتنه وکئ بيا پوئي و شئ چې دې ميژ دعویٰ رشتيا دو.“ ۹بيا نورې حاضرې يهوديونې هه په پولوس بندې داغا توماتينه ولګاول او ويې ويل چې دې ترتولوس ټولې خبرې رشتيا دي.
دې فيليکس په حضور کې دې پولوس دفاع
۱۰والي پولوس ته اشاره وکړله چې خبرې وکو او پولوس وويل، ”زه خبر يمه چې ډير کولينه شي توسې دې دغ قوم قاضي يئ، بيا زه په خواشولي سره دې توسې په مخکې دې خپل ځون دفاع کمه. ۱۱توس ته و په خپله ماليمه شي چې په دولاس وريځې نه زيوت وخت نه شي چې زه يروشلم ته دې عبادت کړلې دې پوره تللائي ومه. ۱۲ايچا زه نه يمه ليدلئ چې بيت المقدس کې مې دې چا سره باحث کړائي وي يا مي په عبادتخانې يا مې دې شار په کيم بل ځوئي کې خالک رو چګ کړائي وائي. ۱۳کيم توماتينه چې يغې په مو بندې لګولي دي دې يغې په حق کې توسې ته ايڅ ثبوت نه شي دير مخته کاولائي. ۱۴خو زه دې توسې په حضور کې دا مانمه چې زه دې خپلې نيکونې دې خدائ په عبادت کړلې کې دې تيشتن عيسیٰ دې ليارې پيروي کمه چې اغا يې غلط بولي. زه په اغا ټول شايون چې دې موسیٰ په شريعت او دې پيغمبرونې په کيتوبينه کې ليکل شوي دي، عقيده لارمه. ۱۵زه خدائ ته داسې ايله لارمه چې دئ يې لري او اغا دا چې نيک او بد خالک و دواسره دې قيامات په وريځ دې مړيې نه روژواندي کيژي. ۱۶بيا زه ار وخت کوشش کمه چې دې خدائ او انسانونې په حضور کې پوک ضمير ولارمه.
۱۷په څو کولې نه دې ورستې زه يروشلم ته روغلمه چې خپل قوم ته خيريات يوسمه او قرباني ويرکمه. ۱۸زه بيت المقدس کې دې پوکه ولې دې رواج دې سار ته راساولې نه دې ورستې يغې وليدمه. وولته نه دې خالکې ګاڼه ګيڼه او نه څه شور ميندور و. ۱۹خو دې اسيا دې ولايت ځنې يهوديون چې وولته موجود وي، بايد په خپله دولته حاضر شي او که دې مو په خلاف څه لري، بيا خپل توماتينه دا مخته کو. ۲۰يا پريژدئي چې په خپله دا خالک ويائي کله چې زه دې شورا په مخکې ويلوړ ومه په مو کې څه جرم پئيدو کو، ۲۱دې يوه شې نه اسې چې کله زه دې يغې په محکمه کې ويلوړ ومه او په چګ ژاغ مې وويل: ’زه نن دې دغې دې واجې محکمه کيژمه چې په دا عقيده يمه چې مړي و بيا روژواندي کيژي.‘“
۲۲خو فيليکس چې دې تيشتن عيسیٰ دې ليار نه شه خبر و، بيا محکمه يې وځانډوله او ويې ويل، ”کله چې ليسياس قوماندان رو وراسي، بيا و زه دې توسې دې دعوې په حق کې خپله پئصاله وکمه.“ ۲۳يغ يو منصبدور ته امر وکه چې پولوس دې نظير لوندې وسوتئ او اغا ته لژ څه ازودي ويرکئ او دې يغ ملګري ته چې دې يغ دې ضروراتينې دې پيره کاولې دې پوره څي او روڅي، اجازات ويرکئ.
پولوس دې فيليکس او دروسيلې په حضور کې
۲۴څو وريځې دې ورستې فيليکس دې خپلې شځې دروسيلې سره چې يهودئ وه، روغائي. يغ پولوس رو وغوشته او دې يغ خبرې يې چې په عيسیٰ مسيح بندې يې دې ايمون روړلې په حق کې کړلې، وورويدلې. ۲۵خو کله چې پولوس دې صداقت، په خپل نفس بندې دې واک لارلې او دې قيامات دې وريځې په حق کې خبرې کړلې، نو فيليکس وورويدلي او ويې ويل، ”دې ويس دې پوره دامره باس دو. کله چې يو مناسب وخت پئيدو شي بيا و دې روغوړمه.“ ۲۶په داغا وخت کې اغا په دا ايله و چې پولوس و ورته رشوات ويرکو او دې دغې واجې و يې اغا ار وخت روغوشت او خبرې و يې ورسره کړلې.
۲۷کله چې دوه کوله تير شول، بيا پورکيوس فستوس دې فيليکس په ځوئي والي مقرار شه. فيليکس دې يهوديونې دې خواشوله ولې دې پوره پولوس په زندان کې پرياش.