يوويشتام ساباق
يروشلم ته دې پولوس سفر
۱ميژ دې افسيسانو دې مشرونې سره خدائ په اموني وکړله او دې يغ ځوئي نه راون شولې او په کشتئ کې مخومخ دې کاس جزيرې ته لوړي. په بله وريځ دې رودوس جزيرې ته وراسيدلي او دې يغ ځوئي نه دې پاترا دې شار باندرګاه ته لوړي. ۲په اغا ځوئي کې ميژ يوه کشتئ پئيدو کړله چې فنيقيې ته راونه وه، بيا ميژ په کې سوره شولي او لوړي. ۳کله چې قبرس دې لرې نه وليدل شه، بيا ميژ دې يغ دې سويلي خو نه تير شولي او دې شام خو ته راون شولي او دې صور دې شار په باندرګاه کې کيز شولي، دې ځکه چې وولته يې دې کشتئ نه سامان کيزووه. ۴په اغا ځوئي کې مو ايماندورون پئيدو کړل او يوه افته دې يغې سره پوتې شولې. دئ دې روح القدس په ليار وشونې پولوس ته وويل چې يروشلم ته لوړ نه شي. ۵خو کله چې افته پيره شوله، ميژ بيا په سفر راون شولي. دئ ټول دې خپلې شځې او واړيکيې سره دې ميژ سره ملګري شول او دې شار نه وواتل او دې سمندر په غوړه په ګونډې شوي او داعو مم وکړله. ۶بيا مم دې يو دې بل سره خدائ په اموني وکړله. ميژ په کشتئ کې سوره شولې او دئ په څټ خپل کورينه ته لوړل.
۷ميژ په سمندر کې دې صور نه خپل سفر جاري وسوتلي او دې پتولاماييس شار ته وراسيدلي. وولته مم دې ايماندورونې سره ستړي ماشي وکړله او دې يوې وريځې دې پوره دې يغې سره پوتې شولي. ۸په بله وريځ دې يغ ځوئي نه راون شولي او قيصريې ته وراسيدلي او وولته دې فيليپوس په کير کې چې زرائي راساوينکائي و، پوتې شولي. اغا دې اغي اووه کاسونې نه وي چې په يروشلم کې دې خوړو دې ويشلو دې پاره ټاکل شوي وي. ۹فيليپوس څالور پيغلې ليڼه لارلې چې دې خدائ پيغام و يې راسووه. ۱۰کله چې ميژ څو وريځې وولته وي، بيا دې يهوديې نه دې اګابوس په نوم يو پيغمبر روغائي. ۱۱اغا ميژ ته روغائي، دې پولوس ملاباند يې وخاست او په اغا بندې يې خپل لوسينه او پشې وتاړلې او ويې ويل، ”روح القدس داسې يائي: ’په يروشلم کې و يهوديون دې دغ ملاباند خاوند په داغا رانګ وتاړي او غير يهوديون ته و يې وسپوري.‘“
۱۲کله مم چې دا خبرې وورويدلې، بيا ميژ او دې يغ ځوئي خالکې پولوس ته زارئي وکړې چې يروشلم ته لوړ نه شي. ۱۳خو پولوس په ځاوب کې وويل، ”توس څه کئ؟ توس ويلې ژوړئي او دې مو زړه موته وائي؟ زه نه ګوشائي دا ته تايور يمه چې باندې شمه، بلکې دا ته هه تايور يمه چې دې تيشتن عيسیٰ په خاطر په يروشلم کې مړ شمه.“ ۱۴خو ده دې ميژ خبره ونه مانله، بيا غلي شولي او ومم ويل، ”څه چې دې تيشتن راضو وي داغاسې دا وشي.“
۱۵څو وريځې دې ورستې ميژ سفر ته تايوري وکړه او يروشلم ته راون شولي. ۱۶دې قيصريې څو شاګردون دې ميژ سره ملګري شول او ميژ يې دې مناسون کور ته چې دې قبرس نه و او دې اوالينئ ايماندورونې نه و، دې پنډاولې دې پوره بوتلي.
يعقوب او دې کليسې دې مشرونې سره دې پولوس ليدنه
۱۷کله چې ميژ يروشلم ته وراسيدلي، بيا ايماندورونې روته شه ارکلائي ووييه. ۱۸بله وريځ پولوس دې ميژ سره دې يعقوب دې ليدلې دې پوره لوړ شه او دې کليسې ټول مشرون هه په اغا ځوئي کې حاضر وي. ۱۹پولوس په دئ بندې سالوم وچوه او دئ ته يې دې يغې کورينې په حق کې پيره بيان ويرکه چې خدائ دې يغ په وسيله په غير يهوديون کې کړي وي. ۲۰کله چې يغې دا وورويدل، بيا دې خدائ ثنا يې وويله. بيا يغې پولوس ته وويل، ”اې وروره، ته وينې چې په يهوديونې کې په زرينه خالکې ايمون رو وړائي دائي او اغا دې موسیٰ په شريعت بندې ټينګ ويلوړ دي. ۲۱اغا ته دې تو په حق کې ويل شوي دي چې ته اغا يهوديون ته چې دې غير يهوديونې په ملکينه کې پنډيژي، تعليم ويرکاوې چې دې موسیٰ شريعت پريژدي. په داغا رانګ اغا ته يائي چې خپل الودينه مه سونات کاوئي او دې يهوديونې دې رواجينې پيروي مه کئ. ۲۲اغا خامخا دې توسې دې روتللې نه خبريژي، بيا څه وکي؟ ۲۳بيا ار څه چې ميژ درته يائي اغاسې وکه. دولته څالور کاسون دي چې نذر يې مانلائي دائي. ۲۴دې يغې سره لوړ شه او په ګاډه ورسره دې پوکه ولي مراسم په ځوئي که او اغا ته پائسې ويرکه چې خپل سرينه وخريي. بيا په داغا رانګ و اغا ټول په دا پوئي شي چې څه چې دې تو په حق کې ويلل شوي وي اغا رشتيا نه دي، بلکې ته په خپله هه دې موسیٰ دې شريعت سره سام خپل ژوند تيره وې. ۲۵خو دې يغې غير يهوديونې په حق کې چې ايماندورون شوي دي، ميژ اغا ته خپله پئصاله په ليکلي شکل لاژلئ دو چې اغا بايد دې يغې خواروک نه چې بتون ته مخ ته کيژي، دې وينې دې تشلې نه، دې يغ ځناور دې غوشې نه چې مردوړ شوائي وي او دې جنسي دې بد تعلق نه خپل ځونينه وسوتئ.“
۲۶بيا بله وريځ پولوس اغا څالور کاسون دې ځون سره بوتلل او دې يغې سره يې دې پوکه ولې مراسم سار ته وراساول. بيا اغا بيت المقدس ته لوړ شه چې اغا ته خبر ويرکو چې په څو وريځې کې و دې پوکه ولې مراسم پيره کيژي او په اغا نه دې ورستې و دې ار يوه دې پوره قربانئ مخته کيدائي شي.
پولوس بيت المقدس کې نيول کيژي
۲۷د دې پوک ولي دې رسمينې اووه وريځې ليا اخير ته نه وې راسيدليې چې دې اسيا دې ولايت ځنې يهوديونې پولوس بيت المقدس کې وليده. يغې خالک پسې رو چګ کړل او پولوس يې ونيوه ۲۸او سيرې يې واللې، ”اې دې اسرائيلې خالکې، مراسته وکئ او دې دغ ساړي په خلاف دې ميژ سره يو ځوئي شئ. دا اغا ساړائي دائي چې ار چيرې څي او دې ميژ دې قوم، دې موسیٰ دې شريعت او دې بيت المقدس په ضد ار چا ته تعليم ويرکاوي. په دا نه علاوه يغ يونانيون هه بيت المقدس ته رو واستلي دي او دا سپيڅلئ ځوئي يې ناپوک کړائي دائي.“ ۲۹اغا دې دغې دې پوره دا خبرې وکړلې چې دې مخه نه يې تروفيموس چې دې افسيس نه و، په شار کې دې پولوس سره ليدلئ و او فکر يې که چې پولوس اغا بيت المقدس ته رو واستلائي دي. ۳۰په ټول شار کې ګاډ واډي رو ميانځ ته شوله او خالکې دې ارې خو نه رو منډه کړل، پولوس يې ونيو او په څکاول يې دې بيت المقدس نه دې ورچانې رو ويوسته او په مخ دې بيت المقدس دروزې باند شولې. ۳۱کله چې خالکې اڅه کړله چې پولوس مړ کو، په داغا وخت کې دې رومي لشکرې قوماندان ته خبر وراسيده چې په ټول يروشلم کې غاوغو جوړه شويې دو. ۳۲قوماندان په مخ خپل عسکر او منصبدورون دې ځون سره کړل او دې ګاڼې ګيڼې خو ته يې ويرمنډه کړل. کله چې خالکې قوماندان او عسکر وليدل، بيا دې پولوس دې والې نه يې لوس وخاست. ۳۳بيا قوماندان پولوس ته نژدې ويراغائي او اغا يې ونيوه او امر يې وکه چې اغا په دوه زنځيرينه بندې وتاړي. بيا يغ پشتنه وکړله، ”دا ساړائي څوک دائي او څه يې کړي دي؟“ ۳۴ځنې خالکې و په سيرې کې يو څه ويل او ځنې و بل څه. وولته دامره شور ميندور و چې قوماندان پوئي نه شه چې اقيقات څه دائي. بيا امر يې وکه چې اغا نظامي قيلعې ته بوځئ. ۳۵کله چې اغا دې نظامي قيلعې پوړئي ته وراسيدل، بيا خالکې دامره زور رواړ چې عسکر مجبور شول چې پولوس په خپلې ايژې بندې يوسي، ۳۶دې ځکه چې خالک وير پسې وي او سيرې يې والي، ”دائي مړ کئ.“
پولوس دې خپل ځون نه دفاع کو
۳۷عسکرې ليا پولوس نظامي قيلعې ته نه و رساولئ چې قوماندان ته يې وويل، ”ايا زه کړلائي شمه چې تو ته يو څه ويايمه؟“قوماندان ورته وويل، ”نو ته په يونانۍ ژبه بندې هه خبرې کړلائي شې؟ ۳۸بيا ته اغا مصرائي نه يې چې څه وخت دې مخه يې اله ګوله جوړه کړيې وه او څالور زره قاتلون يې دې ځون سره داشته ته بوتلي وي؟“ ۳۹پولوس ځاوب ويرکه، ”زه يهودي يمه او په قيليقيه کې دې ترسوس دې شار نه يمه چې يو خاص شار دائي. مهربوني وکه اجازات روکه چې دې خالکې سره خبرې وکمه.“ ۴۰قوماندان ورته اجازات ويرکه، بيا پولوس په پوړئي بندې وداريده او دې لوس په پورته کاولې سره يې خالک ته اشاره وکړله چې غلي شي. کله چې دئ غلي شول، نو په عبراني يعني دې دئ په ژبه يې دې دئ سره خبرې شيري کړلې.