اوولاسام ساباق
په تسالونيکيه کې اله ګوله
۱پولوس او سيلاس دې امفيپوليس او اپولونيا دې شارينې نه تير شول او تسالونيکيې ته چې دې يهوديونې عبادتخانه په کې وه، وراسيدل. ۲پولوس دې خپل عادات دې مخه عبادتخانې ته لوړ شه او درې افتې يې دې ار سبت په وريځ دې خدائ دې کلام په حق کې دې يغې سره باحثينه وکړل ۳او دا يې ورته بيان او ثابت کړل چې مسيح بايد تکليفينه وزغمي او په مارګ نه دې ورستې بيا روژواندي شي. پولوس وويل، ”داغا عيسیٰ چې زه دې يغ په حق کې دې توسې سره خبرې کمه، اغا وعده شوائي مسيح دائي.“ ۴ځنې يهوديون او زيوت شمير دينداري يونانيون او نامتو شځې ومنل او دې پولوس او سيلاس سره يو ځوئي شول. ۵خو په داغا کور دې ځنې يهوديونې ورسره نيات کامي پيدو شوله. يغې څو ليا لوفر خالک دې چيلي نه روټول کړل او يوه ډاله يې جوړه کړله او په شار کې يې شور ميندور جوړ کړلي. يغې دې ياسون په کير امله وکړله او کوشش يې که چې پولوس او سيلاس مينده کو او خالک ته يې روالي. ۶خو چې کله يې اغا مينده نه کړل، بيا ياسون او ځنې نور ايماندورون يې دې شار واکمن ته په روڅکاول رو واستل او سيرې يې والې، ”دغې خالکې دنيو په بل مخ اړاولي دو او ويس دولته روغلي دي ۷او ياسون اغا په خپل کير کې ولمونه کړي دي. دغا ټول دې بادشا قانون موتاوي او يائي چې دولته يو بل بادشا دائي چې عيسیٰ ناميژي.“ ۸کله چې خالکې او دې شار واکمنونې دا خبرې وورويدلې، بيا ډير وارخطو شول. ۹بيا يغې دې ياسون او نورې ايماندورونې نه ضمينات وخاست او اغا يې پريشول چې لوړ شي.
پولوس او سيلاس په بيريه کې
۱۰څرنګې چې شپه شوه، بيا ايماندورونې پولوس او سيلاس بيريې ته ولاژل. کله چې وولته وراسيدل، بيا دې يهوديونې عبادتخانې ته لوړل. ۱۱دې بيريې يهوديون دې تسالونيکيې دې يهوديونې نه دې ازود خيال خاوندون وي. دې ځکه چې يغې په ډير شاوق سره پيغام ومونه او ارا وريځ و يې په غور سره دې خدائ کلام وييه، ترڅو په دا پوئي شي چې کيم څه چې پولوس يائي اغا رشتيا دي که نه. ۱۲بيا دې دغ دې اماله په اغا کې ډيرې خالکې ايمون رواړ او په دا رانګ ډيرې نامتو يونانۍ شځې او ساړيونې هه ايمون رواړ. ۱۳خو کله چې دې تسالونيکيې يهوديون خبر شول چې پولوس په بيريه کې هه دې خدائ کلام بيانه وي، بيا وولته روغلل چې خالک رو چګ کو او دې پولوس په خلاف يې رو پورته کو. ۱۴بيا ايماندورونې په مخ پولوس دې سمندر غوړه ته ولاژه، خو سيلاس او تيموتاوس په بيريه کې پوتې شول. ۱۵کيمې خالکې چې پولوس يې بدراګا کووه، دې يغ سره دې آتن دې شاره پورې لوړل. بيا پولوس اغا ته ليار وشونه کړله چې کله خپل کير ته په څټ وراسيدلئ، بيا سيلاس او تيموتاوس ته ويايئ چې زر تر زره آتن ته روشي.
پولوس په آتن کې
۱۶په اغا وخت کې چې پولوس په آتن کې دې سيلاس او تيموتاوس دې پوره انتظار که، بيا کله چې يغ وليدل چې اغا شار دې بتونې نه ډاک دائي، ډير خفا شه. ۱۷اغي په عبادتخانه کې دې يهوديونې او دينداريې غير يهوديونې سره باحثينه کړل او ارا وريځ و يې دې شار په بازورينه کې دې يغې خالکې سره چې وولته ورسره مخومخ کيدل، هه باحثينه کړل. ۱۸ځنې اپيکوري او رواقي فيلسفونې هه دې يغې سره باحث که. ځنې خالکې و پشتنه کړله، ”دا جاهل څه ويائي؟“نورې و ويل، ”داسې ليده شي چې اغا دې نورې خدايونې په حق کې خبرې کو.“دا يې دې ځکه وويل چې پولوس و دې عيسیٰ او دې قيامات په حق کې زرائي ويرکاوه. ۱۹بيا يغې پولوس شورا ته چې دې مريخ په غونډئي کې وه، رو وسته او ويې ويل، ”ميژ غوړي چې پوئي شي چې دا نوائي تعليم چې ته يې ويرکاوې اغا دې څه شي په حق کې دائي؟ ۲۰ځنې خبرې چې ته يې کې اغا ميژ ته حيروناوينکې ليدائي شي. ميژ غوړي چې دې يغې په معنی بندې پوئي شي.“ ۲۱(دې ځکه چې دې آتن خالکې او يغې پرادئي خالکې چې وولته پنډيدل، دا خواشول چې خپل ټول وخت دې نويې نظريې په حق په خبرې کړلې او ارويدلې کې تير کو.)
۲۲پولوس دې مريخ دې غونډئي دې شورا په مخ کې ودريده او ويې ويل، ”اې دې آتن خالکې! زه پوئي شومه چې توسې ډير مذابي خالک يئ. ۲۳دې ځکه کله چې زه دې توسې په شار کې ګرځيدمه او دې توسې دې عبادت شايون ته مې کاتل، بيا دې قربانئ يو ځوئي مې وليده چې په ليکل شوي وي: ’دې يوه نوماليم خدائ دې پوره.‘ توسې چې دې کيم شي عبادت کئ او نه يې پيژانئ، دې يغ په حق کې توسې ته خبرې کمه. ۲۴اغا خدائ چې دنيو او ار څه چې په اغا کې دي، پئيدو کړي دي، اغا دې منځکې او اسمون تيشتن دائي او دې انسانونې په لوس جوړ شويې عبادت ځوئي کې نه پنډيژي. ۲۵په داغا رانګ نه اغا شايون ته کيم اجات لري چې انسانون يې په خپل لوسينه يغ ته تايوره وي، دې ځکه چې خدائ په خپله انسانون ته ژوند، سياه او ار څه ويرکاوي. ۲۶يغ ټول قومينه دې يو انسان دې نسل نه پئيدو کړل چې دې ټولې دنيو په ګوشي ګوشي ځائينه کې پنډيژي. دې يغې دې پوره يې واختينه او دې ځائيونې حادينه وټاکل چې چيرته و پنډيژي. ۲۷دې يغ مقصد دا و چې اغا دې خدائ په لاټه کې وي، اغا ته ځانينه وراساوي او پئيدو يې کو، که څه هه اغا دې ميژ ار يوه نه لرې نه دائي. ۲۸لکه څرنګې چې يو چا ويلي دي:
’په اغا کې دې ميژ ژوند، دې ميژ اراکات او دې ميژ موجوديت دائي.‘
لکه څرنګې چې دې توسې ځنې شاعرونې ويلي دي:
’ميژ هه دې يغ الودينه يي.‘
۲۹بيا څرنګې چې ميژ دې خدائ الودينه يي، بيا بايد داسې فکر ونه کي چې دې خدائ ذات دې يوې مجسمې په رانګ دائي چې دې انسان په هنر او مهارت دې سرې زارې، سپينې زارې يا دې تيژې نه جوړ شوائي وي. ۳۰په اغا وخت کې چې خالکې خدائ نه پيژونده، خدائ په دا شايون سترګې پټاولې. خو ويس اغا په ار ځوئي کې ټول خالک ته حکم کو چې توبه وبوسئ. ۳۱ځکه چې خدائ يوه وريځ ټاکليې دو چې اغا و دې صداقت دې مخې دې دنيو پئصالې دې يغ چا په وسيله کو چې يغ غوره کړائي دائي. او دې يغ کاس په بيا روژواندي کاولې سره يې دا خبره ټول خالک ته ثابته کړيې دو.“
۳۲کله چې يغې دې پولوس نه دې مړې نه دې روژواندي کيدلي خبره وورويدله، بيا ځنې په مالانډې وواللې، خو نورې وويل، ”ميژ و په دا حق کې په يوه بل وخت کې دې تو خبرې بيا ووروي.“ ۳۳بيا په داغا رانګ پولوس دې يغې نه لوړ شه. ۳۴خو يو څو کاسون دې پولوس سره يو ځوئي شول او ايمون يې رواړ، چې ديونيسوس چې دې مريخ دې غونډئي دې شورا غړي وي او په داغا رانګ يوه شځه چې دامريس نوميده او ځنې نور خالک هه ورسره وي.