پينځلاسام ساباق

 

په يروشلم کې ستره غونډه

۱ځنې خالک دې يهوديې نه انطاکيې ته روغلل او ايماندورون ته يې تعليم ويرکاوه، ”که توسې دې موسیٰ دې شريعت دې مخه سونات نه شئ، بيا خلوصين نه شئ مينده ولائي.“ ۲پولوس او برناباس دې يغې سره متفق نه وي او ډير ساخت باحث يې ورسره وکه او پئصاله يې وکړه چې پولوس او برناباس دا دې نورې ايماندورونې سره يروشلم ته لوړ شي او دې دغې موضوع په حق کې دا دې رسولونې او نورې مشرونې سره خبرې وکو.

۳دئ دې انطاکيې دې کليسې دې طاراپ نه ولاژل شول او په داسې حال کې چې اغا دې فنيقيې او سامريې نه تيرېدل، ايماندورون يې خبراول چې څرنګې غير يهوديونې ايمون رواړ. بيا دې دغ خبر په ارويدلې ټول ايماندورون ډير خواشول شول. ۴کله چې پولوس او برناباس يروشلم ته وراسيدل، بيا دې کليسې دې غړيې، رسولونې او مشرونې دې طاراپ نه ورته شه ار کلائي وويل شه او بيا يې اغا دې يغې ټولې کورينې نه خبر کړل چې خدائ دې يغې په وسيله سار ته رساولي وي. ۵خو دې فريسيونې دې ډالې ځنې ايماندورون رو چګ شول او ويې ويل، ”غير يهوديون بايد سونات کړل شي او اغا ته دې امر وشي چې دې موسیٰ په شريعت بندې دا عمل وکو.“

۶رسولون او مشرون سره رو ټول شول چې دې دغې موضوع په حق کې خبرې وکو. ۷په يوه ويژد باحث نه دې ورستې پطروس چګ شه او اغا ته يې وويل، ”اې وريڼې، توس پئيژئي چې څه وخت دې مخه زه خدائ دې توسې په ميانځ کې غوره کړمه چې غير يهوديون دې مو دې خولې نه دې عيسیٰ مسيح په حق کې زرائي ووروي او ايمون روري. ۸خدائ چې دې ار چا دې زړه نه خبر دائي، اغا ته يې دې روح القدس دې ويرکاولې په وسيله دا ثابته کړله چې خدائ اغا هه مانلي دي لکه څرنګې يې چې ميژ مانلي يي. ۹خدائ دې ميژ او دې غير يهوديونې تر ميانځ ايڅ فرق ونه که او دې ايمون دې روړلې په وسيله يې دې يغې زړينه پوک کړل. ۱۰بيا ويلې توسې ويس خدائ اوزميئ او دې دغې ايماندورونې په ايژه بندې داسې بور ژدئي چې نه ميژ او نه دې ميژ نيکونې وړلائي شه؟ ۱۱خو ميژ په داغا عقيده يې چې ميژ يهوديونې دې تيشتن عيسیٰ په فاضل خلوصين ميندلائي دائي، په داغا رانګ غير يهوديونې هه خلوصين ميندلائي دائي.“

۱۲دې غونډې ټول خالک غلائي پوتې شه او دې برناباس او پولوس خبرې ته يې غوژ ونيوه چې دې يغې ټولې معجزې او حيروناوينکي کورينې په حق کې يې کړلې چې خدائ دې يغې په وسيله په غير يهوديونې کې وشوليې وې. ۱۳کله چې دې برناباس او پولوس خبرې ختم شولې، يعقوب وويل، ”اې وريڼې، دې مو خبرې ته غوژ ونسئ. ۱۴شمعون ميژ ته ويلي وي چې خدائ څرنګې دې اوال وور دې پوره دې غير يهوديونې سره تعلق جوړ او دې يغې دې ميانځ نه يې دې خپل ځون دې پوره يو قوم غوره که. ۱۵دا دې پيغمبرونې دې خبرې سره سامه دو، لکه څرنګې چې دې خدائ په کلام کې ليکل شوي دي:

۱۶په اغا نه دې ورستې و زه په څټ روګوډ شمه. په څټ و دې داود ړانګ شوائي کير ابود او مضبيط کمه، ۱۷ترڅو چې نور انسانون تيشتن ته رجوع وکو يعني ټول غير يهوديون چې مو خپل کړي دي. دا اغا څه دي چې تيشتن يې يائي ۱۸چې دا شايون يې دې مخه نه شکاره کړي دي.“

۱۹يعقوب زيوته کړله، ”دا دې مو پئصاله دو چې ميژ بايد اغا غير يهوديون په تکليف نه کي چې دې خدائ خو ته رو ګرځي، ۲۰بلکې دې دغې په ځوئي اغا ته خاط وليکي او ورته ويائي چې داسې خواروک ونه خوري چې په مذابي رانګ ناپوک وي، ځکه چې اغا بتون ته مخ ته شوي دي او خپل ځونينه دې جنسي بد تعلق نه وسوتي او دې داسې حيوانونې غوشه ونه خوري چې مردوړ شوي وي او په داغا رانګ وينه ونه تشي. ۲۱ځکه چې دې مخته زمونې نه په ار شار کې دې موسیٰ دې شريعت په حق کې تبليغ کيژي او اغا په عبادتخانې کې دې ار سبت په وريځ ويلل شي.“

 

غير يهودي ايماندورون ته دې خاط لاژل

۲۲بيا رسولونې، مشرونې او دې کليسې ټولې غړيې دا پئصاله وکړله چې په خپل ميانځ کې يو څو کاسون غوره کو او اغا دې پولوس او برناباس سره انطاکيې ته ولاژي. بيا يغې دوه کاسون يعني يهودا چې دې برسابا په نوم يوديده او سيلاس چې دې ايماندورونې دې طاراپ نه يې ډير دراناوائي کيده، غوره کړل ۲۳او دې دغې په لوس يې داغا خط ولوژه:

”ميژ رسولون او مشرون توس ټولې غير يهوديونې ايماندورونې ته چې په انطاکيه، شام او قيليقيه کې پنډيژئ، خپل سالومينه يائي.

۲۴ميژ دا ارويدلي دي چې ځنې خالک چې دې ميژ دې ډالې نه تللي دي، توس په خپلې خبرې پريشانه کړي يئ او دې توسې فکرينه يې ګاډ واډ کړي دي، خو اغا ميژ نه دي دير لاژلي. ۲۵بيا ميژ ټولې په ګاډه پئصاله وکړله چې يو څو کاسون غوره کي او دې خپلې ګرونې ملګريې برناباس او پولوس سره يې توسې ته دير لاژي، ۲۶يعني اغا خالک چې خپل ځونينه يې دې ميژ دې تيشتن عيسیٰ مسيح دې خيذمات دې پوره په خاطره کې اچاولي دي. ۲۷بيا دې دغ اماله ميژ يهودا او سيلاس توس ته دير ولاژل چې اغا په خپله خوله بندې توس ته اغا څه ويائي چې ميژ ليکلي دي. ۲۸دا دې روح القدس او دې ميژ په نظير کې شه شکاره شوله چې دې دغې نه وره دا لوندې ضروري شايون په توس بندې نور بور نه وچاوي: ۲۹توسې بايد اغا خواروک چې بتون ته مم مخ ته کيژي ونه خورئي، وينه ونه تشئ او دې يغې حيوانونې غوشه ونه خورئي چې مردوړ شوي وي او خپل ځانينه دې جنسي بد تعلق نه وسوتئ. که توسې خپل ځونينه دې دغې شايونې نه وسوتئ بيا دا و شه کئ. دې خدائ په امون.“

۳۰بيا کله چې يهودا او سيلاس ريخصات کړائي شول، انطاکيې ته لوړل او دې کليسې ټول غړي يې سره روټول کړل او اغا خاط يې ورته ويرکه. ۳۱کله چې خالکې اغا ووييه، بيا اغا په دا تسالي کاوينکي پيغام بندې ډير خواشول شول. ۳۲يهودا او سيلاس چې په خپله پيغمبرون وي، په خپلې زيوتې خبرې يې يغې ته ډاډ ويرکه او تاکړه يې کړل. ۳۳وولته دې څه وخت تيراولې نه دې ورستې اغا دې ايماندورونې دې طاراپ نه په خير سره ريخصات شول او په څټ اغا خالک ته ويراغلل چې دئ يې لاژلي وي. ۳۴‏-۳۵خو پولوس او برناباس په انطاکيه کې پوتې شول او وولته يې دې ډيرې نورې سره يو ځوئي تعليم ويرکاوه او دې تيشتن عيسیٰ پيغام يې ارووه.

 

دې پولوس او برناباس جدا کيدل

۳۶څه وخت دې ورستې پولوس برناباس ته وويل، ”روڅئ چې په څټ لوړ شي او په اغا ټول شارينه کې چې ميژ په کې دې تيشتن عيسیٰ پيغام ارواولائي و، دې ايماندورونې سره ليدل کاتل وکي او وکسي چې اغا څرنګې دي.“ ۳۷برناباس غوشتل چې يوحنا چې دې مرقوس په نوم يوديده هه دې ځون سره بوځي. ۳۸خو پولوس دا مناسبه نه ګاڼله چې مرقوس دې ځون سره بوځي، دې ځکه چې اغا يې په پمفيليه کې پريشي وي او دې چارې دې اخير پره دې دئ سره پوتې نه شه. ۳۹دې پولوس او دې برناباس په ميانځ کې يوه داسې ساخته لنجه روپئيدو شوله چې دې يو بل نه ګوشي شول. برناباس مرقوس دې ځون سره ووخست او په کشتئ کې قبرس ته راون شول. ۴۰خو پولوس سيلاس خواش که او په اغا نه دې ورستې چې ايماندورونې اغا دې تيشتن فاضل ته وسپورل، اغا راون شول. ۴۱کله چې پولوس دې شام او قيليقيې په ليارې تيريده، بيا کليسې ته يې ډاډګيرنه ويرکړله.

Sorry, no results.
Please try another keyword