څلوارام ساباق

 

پطروس او يوحنا دې جرګې په مخکې

۱پطروس او يوحنا ليا دې خالکې سره خبرې کړلې چې په دا وخت ځنې امامون، دې بيت المقدس دې سوتينکيې قوماندان او ځنې صدوقيون رو وراسيدل. ۲اغا ډير په قهر وي، ځکه چې رسولونې خالکې ته تعليم ويرکوو او اعلان يې که چې عيسیٰ دې مړيې نه بيا روژواندائي شوائي دائي او دا ثابته وي چې مړي و روژواندي کيژي. ۳يغې پطروس او يوحنا ونيول، خو دې دغې دې اماله چې لماشوم و، بيا اغا يې دې سابو وريځې دې پوره په زندان کې وسوتل. ۴خو ډيرې خالکې چې دا پيغام ورويده، بيا ايمون يې رواړ. دې يغې شمير نژدې پينځه زره کاسون ته وراسيده.

۵بله وريځ دې يهوديونې حاکمون، مشرون او دې شريعت عالمون په يروشلم کې سره روټول شول. ۶ستر امام حناس او قيافا، يوحنا، سکندر او دې ستر امام دې کورانۍ نور غړي هه وولته وي. ۷يغې پطروس او يوحنا رو واستل او دې جرګې په مخ کې يې ودارول او پشتنه يې ځنې وکړله، ”توسې په کيم قدرات او دې چا په نوم دا کور کړائي دائي؟“ ۸پطروس چې دې روح القدس نه ډاک شه، يغې ته ځاوب ويرکه، ”اې دې قوم حاکمونې او مشرونې: ۹که چيرې توسې نن دې ميژ نه دې يغ نيک کور په حق کې چې دې يغ شيال ساړي سره مو کړائي دائي پشتنه کئ او غوړئي په دا پوئي شئ چې اغا څرنګې روغ شه، ۱۰بيا توسې ټول او دې اسرائيلې ټول قوم دا په دا پوئي شي چې دا ساړائي چې دې توسې په مخ کې ويلوړ دائي، اغا دې ناصري عيسیٰ مسيح دې نوم په قدرات سره چې توسې په صليب لاک که او خدائ په څټ دې مړيې نه روژواندائي که، روغ شوائي دائي. ۱۱عيسیٰ اغا څوک دائي چې دې يغ په حق کې دې خدائ په کلام کې ليکل شوي دي:

کيمه تيژه چې راد کړيې ګلکارونې وه

اغا ويس شوه اصيله تيژه دې بنياد

۱۲خلوصين ګوشائي دې عيسیٰ په وسيله تر لوسه کيدائي شي. ځکه چې په ټوله دنيو کې بل داسې څوک نشته چې دې يغې په وسيله ميژ خلوصين مينده کي.“

۱۳کله چې يغې دې پطروس او يوحنا زوړاورتيه وليدله او پوئي شول چې اغا عام او بې تعليمه خالک دائي، بيا حيرون شول او ويې پيژاندل چې دې عيسیٰ ملګري دي. ۱۴خو څرنګې چې يغې اغا ساړائي وليده چې روغ راميټ دې يغې په ميانځ کې ويلوړ دائي، بيا ايڅ يې نه شول ويلائي. ۱۵بيا يغې پطروس او يوحنا ته امر وکه چې دي جرګې نه دا ووځي او بيا يې په خپل ميانځ کې باحث شيري که. ۱۶يغې وويل، ”دې دغې خالکې سره څه وکي؟ ځکه چې دې يروشلم ټول خالک پئيژي چې دا حيروناوينکي معجزه دې يغې دې خو نه وشوله او ميژ دې يغې نه منکرې دائي نه شي. ۱۷خو دې دغې دې پوره چې دا خبره نوره هه دې خالکې په ميانځ کې ړانګه نه شي، بيا اغا ته بايد خبردارائي ويرکي چې نور دې عيسیٰ په حق کې دې ايچا سره خبرې ونه کو.“

۱۸يغې پطروس او يوحنا بيا رو وغوشتل او حکم يې ورته وکه چې نور و ايڅ کله دې عيسیٰ په نوم چا ته څه نه ويائي او نه و تعليم ويرکاوي. ۱۹خو پطروس او يوحنا ځاوب ويرکه، ”توسې په خپله پئصاله وکئ چې دې خدائ په نظير کې کيمه خبره سامه دو، ايا دې خدائ نه اطاعت وکي او که دې توسې نه؟ ۲۰ميژ چې څه ليدلي او ارويدلي دي دې يغې په حق کې غلي نه شي پوتې کيدائي.“ ۲۱جرګې پطروس او يوحنا ته يورې بيا ساخت خبردارائي ويرکه او بيا يې پريشول چې لوړ شي. يغې کيم داسې داليل پئيدو نه که چې دئ ته سازو ويرکو، ځکه څه چې شوي وي دې يغې په خاطر ټولې خالکې دې خدائ ثنا ويله. ۲۲کيم ساړي چې په دا معجزې شفا ميندليې وه دې يغ عمر دې څالويشتې کولې نه زيوت و.

 

دې ايماندورونې دې زيړاورتيا دې پوره داعو

۲۳کله چې پطروس او يوحنا يې پرې شول، بيا اغا خپل ملګري ته لوړل او څه چې مشرونې امامونې او دې قوم مشرونې ورته ويلي وي، اغا ته يې وويل. ۲۴کله چې ايماندورونې دا وورويدل، بيا په ګاډه يې خدائ ته داعو وکړله او ويې ويل، ”اې تيشتن تعالی، اې دې اسمون، منځکې، دريوبينې او ار څه چې په اغا کې دي، دې يغې ټولې خالقه! ۲۵تو دې روح القدس په وسيله دې خپل خيذماتګور او دې ميژ دې نيکه داود په خوله وويل:

’ويلې دامره شول په قهر نور قومينه؟

ويلې بيځيه منصوبې جوړاوي داغا قومينه؟

۲۶تايوره وي ځانينه جنګ ته بدشاون دې جهان

او يو ځوئي کيژي يو دې بل سره حکمرانون

دې تيشتن او دې يغ دې مسيح په خلاف‘

۲۷په اقيقات کې دولته په داغا شار کې هيروديس او پانتياس پيلاتوس دې غير يهوديونې او دې اسرائيلې دې خالکې سره دې تو دې سپيڅلي خيذماتګور عيسیٰ په مخ کې چې تو غوره کړائي دائي، سره يو ځوئي شوي دي. ۲۸دئ اغا کورينه وکړل چې تو په خپل قدرات او خپلې ارادې سره مخکې پريکړه کړيې وه چې بايد وشي. ۲۹ويس اې تيشتنه، دې يغې دهمکيونې ته کسه او خپلې خيذماتګورونې ته دې دا طاقات ويرکه چې په پيرا زيړاورتيا سره دې تو پيغام بيان کو. ۳۰خپل لوس دې رو ويژد که چې خالک شفا مينده کو او دې تو دې سپيڅلي خيذماتګور عيسیٰ په نوم معجزې وشائي او حيروناوينکي کورينه وکو.“ ۳۱کله چې دې يغې داعو اخير ته وراسيدله، بيا په کيم ځوئي کې چې اغا رو ټول شوي وي، اغا ځوئي وخيزيده او اغا ټول دې روح القدس نه ډاک شول او دې خدائ پيغام يې په زيړاورتيا سره بيان که.

 

ايماندورون په مول او جايداد کې شريک دي

۳۲ټول ايماندورون په يوه زړه او يوه فکر وي. په دئ نه يو هه دا دعویٰ نه کړله چې دا دې يغ مول او جايداد دائي، بلکې ار څه چې يې لارل اغا ټول په کې شريک وي. ۳۳رسولونې په پيرا قدرات سره دې تيشتن عيسیٰ دې بيا روژواندي کيدلې په حق کې شهادت ويرکاوه او په اغا ټول بندې دې خدائ ډير فاضل و. ۳۴په اغا کې ايڅوک هه محتاج نه وي، ځکه ار چا چې منځکه ليا کورينه لارل اغا و يې خارڅول او پائسې و يې رو وړلې ۳۵او دې رسولونې په اختيار کې و يې ويرکاولې او دې محتاجونې په ميانځ کې و ويشل کيدلې. ۳۶دې مثال په رانګ يوسف چې رسولونې و ورته برناباس يعني تسلي ويرکاوينکائي ويل چې يو لاوي و او دې قبرس نه و، ۳۷يغ خپله منځکه خارڅه کړله او پائسې يې روړې او رسولون ته يې ويرکړلې.

Sorry, no results.
Please try another keyword