درام ساباق
پطروس او يوحنا يوه شيال ساړي ته شفا ويرکاوي
۱يوه وريځ دې مسپيشين درې باجې چې دې عبادت وخت و، پطروس او يوحنا بيت المقدس ته تلل. ۲يو ساړائي چې دې مور نه شيال پئيدو شوائي و، دې بيت المقدس دې يغې دروزې مخ ته چې دې کوشليې دروزې په نوم يوديده کشينوسته، ترڅو دې خالکې نه چې بيت المقدس ته و نناواتل، خيريات وغوړي. ۳کله چې يغ شيال ساړي وليدل چې پطروس او يوحنا بيت المقدس ته نناوځي، بيا دې يغې نه يې خيريات وغوشت. ۴پطروس او يوحنا اغا ته په ځير ځير وکاتل او پطروس ورته وويل، ”ميژ ته وکسه.“ ۵يغ شيال ساړي اغا ته وکاتل او تامه يې لارله چې دې يغې نه و کيم څه لوس ته کو. ۶خو پطروس وويل، ”زه سره زار ليا سپين زار نه لارمه، خو څه چې لارمه اغا توته دير کاومه. دې ناصري عيسیٰ مسيح په نوم امر کمه چې چګيژه او وګرځه.“ ۷بيا پطروس اغا دې شي لوس نه ونيوه او دې يغ سره يې مراسته وکړله چې ويې داروي. په مخ دې يغ په پشې او دې پشې په باندينه کې طاقات پئيدو شه. ۸بيا اغا زر چګ شه او په خپلې پشې بندې ودريده او راون شه. بيا اغا ساړائي دې يغې سره بيت المقدس ته نناوته، ګرځيده او ټوپينه يې والل او دې خدائ ثنا يې ويله. ۹ټولې خالکې وليدل چې اغا ګرځيده او دې خدائ ثنا يې ويله. ۱۰کله چې يغې دا ساړائي وپيژونده چې دا اغا ساړائي دائي چې دې بيت المقدس دې کوشليې دروزې په خوله کې و نوست و او خيريات و يې غوشته، بيا ټول حق حيرون شول چې په اغا بندې څه وشول.
دې خدائ په کير کې دې پطروس وعظ
۱۱په داسې حال کې چې يغ ساړي پطروس او يوحنا کلاک نيولي وي، ټولې خالکې په حيرونتيا سره په اغا ځوئي کې چې دې سليمان دې برينډې په نوم يوديدله، دې يغې خو ته منډې والې. ۱۲کله چې پطروس خالک وليدل، بيا اغا ته يې وويل، ”اې دې اسرائيلې خالکې، توس ويلې په دا کور حيرون شوائي او ويلې ميژ ته داسې کسئ؟ توس فکر کئ چې دا ساړائي ميژ په خپل قدرات او په ديندارئي سره شه که چې وګرځي؟ ۱۳دې ابراهيم، اسحاق، يعقوب يعني دې ميژ دې نيکونې خدائ خپل خيذماتګور عيسیٰ ته لوئي وير کړيې دو. خو توس اغا حاکمون ته په لوس ويرکه او دې پيلاتوس په حضور کې مم دې يغ نه انکار وکه، که څه هه پيلاتوس پريکړه کړيې وه چې اغا ازود کو. ۱۴توسې دې يغ سپيڅلي او نيک ساړي نه انکار وکه او دې يوه قاتل دې خوشي کاولې غوشتنه مم وکړله. ۱۵توس اغا څوک مړ که چې دې ژواندين سارچنه دو، خو خدائ اغا په څټ دې مارګ نه روژواندائي که او ميژ دې دغې شائدون يي. ۱۶دا دې عيسیٰ دې نوم قدرات و چې اغا شيال ساړي ته يې چې توس يې وينئ او پيژانئ، طاقات ويرکه. دې عيسیٰ په نوم او په اغا بندې ايمون روړلې سره دا ساړائي بلکل روغ شه او توس يې وينئ.
۱۷ويس اې دې مو وريڼې! زه پئيژمه چې توس او دې توسې مشرونې دا کور په ناپئيئ سره کړائي دائي. ۱۸خو خدائ چې کيمه پيشګوئي دې خپلې پيغمبرونې په وسيله کړيې وه چې دې خدائ مسيح و تکليفينه وزغمي، اغا يې پيره کړله. ۱۹بيا توبه وکوژئ او دې خدائ خو ته رو وګرځئ، ترڅو دې توسې ګونائينه وباخشل شي. ۲۰بيا و داسې واختينه روشي چې تيشتن و توسې ته روحاني سکون ديرکاوي. خدائ و توسې ته عيسیٰ چې دې توسې دې پوره ټاکل شوائي مسيح دائي، دير ولاژي. ۲۱لکه څرنګې چې خدائ دې خپلې سپيڅليې پيغمبرونې په وسيله ډيره مخ ته وعده کړيې وه، عيسیٰ بايد دې يغا وخته پره په اسمون کې پوتې شي، ترڅو ټول شايون په څټ جوړ شي. ۲۲ځکه چې موسیٰ وويل: ’دې توسې تيشتن خدائ و دې توسې دې خپل قوم نه دې مو غوندې يو پيغمبر رو لاژي. اغا چې ار څه يائي توس و ورته غوژ نسئ. ۲۳ار څوک چې دې يغ پيغمبر خبرې ته غوژ ونه نسي او اغا ونه ماني، بيا اغا و دې خدائ دې قوم نه ياستل شي او دې ميانځه و يوړل شي.‘ ۲۴سموييل او نورې ټولې پيغمبرونې چې په يغ نه دې ورستې روغلي دي په دا حق کې خبرې کړيې وې چې په دا وريځې کې و څه وشي. ۲۵توسې دې پيغمبرونې وارثون يئ او په اغا لوظ کې شريک يئ چې خدائ دې توسې دې نيکونې سره کړائي دائي، لکه څرنګې چې خدائ ابراهيم ته وويل: ’دې تو دې الودې په وسيله و دې دنيو ټول خالک براکات مينده کو.‘ ۲۶کله چې خدائ خپل خيذماتګور عيسیٰ وټوکه، بيا اغا يې اوال توس ته دير ولاژه چې توسې ار يو دې خپلې بدې ليارې نه رو ووړاوي او براکات درته دير کو.“