دوام ساباق

 

دې روح القدس نازليدل

۱کله چې دې پنتيکاست وريځ رو وراسيدله، ټول ايماندورون په يو ځي کې سره رو ټول شوي وي. ۲بيځيه دې اسمون نه دې يوه تيز بود په رانګ يو اووز روغائي او په ټول کير کې چې اغا په کې نوست وي، وولته دا اووز ړانګ شه. ۳وولته دئ ته دې يور دې لامبې په رانګ ژبې روجاواتې شوې او په اغا ار يوه بندې نازلې شوې. ۴اغا ټول دې روح القدس نه ډاک شول او څرنګې چې روح القدس اغا ته دې خبرې کړلې توون ويرکه، بيا په نورې ژبې يې خبرې شيري کړلې.

۵په اغا وخت کې پرهيزګوري يهوديون چې دې دنيو دې ار وطن نه روغلي وي، په يروشلم کې پنډيدل. ۶کله چې يغې دا اووز ورويده، بيا ډير خالک سره رو ټول شه او حيرون پوتې شول، ځکه چې ار يوه دې ايماندورونې خبرې په خپلې ژبې کې ورويدلې. ۷اغا ډير حيرون پوتې وي او ويل يې، ”ايا دا ټول جليليون نه دي چې خبرې کو؟ ۸نو بيا څرنګې ميژ ار يو په خپله مورانۍ ژبه دې يغې خبرې ووروي؟ ۹ميژ پارتيونې، ماديونې، ايلاميانې، دې بين النهرين پنډيدينکي، دې يهوديې او کپدوکيې، پنتوس، دې اسيا دې ولايت ۱۰او فريجيې او پمفيليې، مصر او ليبيا دې سيمې نه چې دې قيروان شار ته نژدې دي، رومي ميسوفر ۱۱چې اصيل يهوديون او څوک چې يهوديون شوي دي، کريتيون او عرابيون يي. خو بيا هه ميژ دې يغې خبرې چې دې خدائ دې حيروناوينکي کورينې په حق کې يې کو په خپلې ژبې کې ووروي.“ ۱۲دئ حيرون او وور خاطو ويلوړ وي او يو دې بل نه يې پشتنه کړله چې دا څه معنی لري؟ ۱۳خو نورې و مالانډې والې او ويلل و يې چې دا خالک نشه دي.

 

دې پطروس وعظ

۱۴بيا پطروس دې نورې يولاسې رسولونې سره ودريده او په چګ ژاغ يې دې خالکې ګاڼې ګيڼې ته په وئينو کې وويل، ”اې يهوديونې او دې يروشلم پنډا وينکيې! زه چې څه يايمه، غوړمه چې په اغا بندې پوئي شئ او په غور سره يې ووروئي. ۱۵لکه څرنګې چې توسې فکر کئ دا خالک نشه نه دي، ځکه چې ويس ليا دې ګائيز نه باجې دي. ۱۶بلکې، دا اغا څه دي چې يوييل نبي دې يغې په حق کې ويلي وي:

۱۷’خدائ يائي: په اخيرې وريځې کې و داسې وشي زه و خپل روح کمه نازل په ټول خالک بندې دې توسې ليڼه او زامن و دې مو پيغام رساوي دې توسې ځوانون و روياګونې ويني او دې توسې سپين ژيري و خوبينه ويني ۱۸اې، په اغا وريځې کې و په خپل غلامون او په وينځې بندې هه خپل روح نازل کمه او دئ و دې مو پيغام رساوي ۱۹زه و پوس په اسمون کې عجيبه کورينه وشايمه او لوندې په منځکه بندې حيروناوينکي ناخشې يعني وينه، يور او ساخت ليګائي ۲۰مخکې په دا نه چې دې تيشتن وريځ روشي يعني ستره او دې جلال وريځ بيا لمر و په تياره بندې بادال شي او دې سپيژمي رانګ و لکه دې وينې په رانګ سير شي ۲۱نو بيا و داس وشي چې ار څوک چې دې تيشتن په نوم مراسته وغوړي اغا و وژغورل شي.‘

۲۲اې دې اسرائيلې خالکې! دا خبرې ته غوژ ونسئ: عيسیٰ ناصري يو ساړائي و چې خدائ اغا توس ته دې معجزې، حيروناوينکي کورينې او دې ناخشې دې ليارې چې خدائ دې يغ په وسيله دې توسې په ميانځ کې وشولې، ثابته کړله چې اغا څوک دائي، لکه څرنګې چې توس په خپله په خبر يئ. ۲۳دا ساړائي توس ته دې خدائ دې ټينګې ارادې او پوئي دې مخه په لوس ديرکړل شه او توسې اغا دې بدکوريې په مراسته په صليب لاک که او مړ مم که. ۲۴خو خدائ اغا په څټ روژواندائي که او دې مارګ دې غذاب نه يې خلوص که، ځکه چې مارګ نه شوائي کړلائي چې اغا په خپلې مانګولې کې وسوتي. ۲۵ځکه چې داود دې يغ په حق کې ويلي وي:

’زه وينمه چې تل تيشتن دې مو سره دائي

اغا موجود دائي دې مو شي لوس ته

چې زه ونه لويژمه

۲۶بيا دې مو زړه دائي خواشول

کله چې کمه خبرې بيا ډير خواشول يمه

او پنډيژي په اميد کې و ارام سيرات دې مو

۲۷دې ځکه چې ته و مو نه پريژدې دې مړيې په دنيو کې

او ته و پرينژدې مړائي

دې خپل سپيڅلي خادم چې شي خاروپ

۲۸تو روته وشولې ليارې دې ژوند

په خپل ديدان و کې مو ډاک دې خواشولئ نه‘

۲۹اې ګرونې ملګريې! زۀ کړلائي شمه په پيره تسالي سره دې خپل نيکه داود په حق کې توس ته ويايم چې اغا مړ شه او شاخ شه او دې يغ قبر دې نن وريځې پره دولته موجود دائي. ۳۰خو داود پيغمبر و او پئيده چې خدائ ورسره وعده کړيې دو او قاسام يې خواړلائي چې دې يغ دې الود نه و يو کاس دې بدشايئ په تخت کشيناوي. ۳۱داود پئيده چې څه و شي او ويلي يې وي چې مسيح و بيا روژواندائي کيژي. يغ وويل چې خدائ و اغا دې مړيې په دنيو کې پرې نژدې او نه و دې يغ مړائي خاروپه ولې ته پريژدي. ۳۲خدائ داغا عيسیٰ دې مړيې نه روژواندائي که او ميژ ټول دې دغې شائدون يي. ۳۳نو بيا عيسیٰ پورته يواړ شه چې دې خدائ شي لوس ته کشيني او اغي دې اسموني پلور دې خو نه وعده شوائي روح القدس تر لوسه که چې دا روح په ميژ بندې نازل کو، چې ويس يې توسې وينئ او ووروئي. ۳۴دې ځکه چې داود په خپله اسمون ته نه و پورته شوائي، خو اغا يائي:

تيشتن وويل دې مو مشر ته

کشينه دې مو شي لوس ته

۳۵تر څو دې تو ديشمنون کمه

دې تو تر پشې لوندې

۳۶بيا دې اسرائيلې ټول خالک دې په يقين سره په داغا پوئي شي چې اغا عيسیٰ چې توسې په صليب بندې لاک کړائي و، خدائ اغا تيشتن او مسيح که.“

۳۷کله چې خالکې دا وورويدل، بيا زړينه يې موت شول. يغې پطروس او نور رسولون ته وويل، ”اې ګرونې ملګريې! ميژ بايد څه وکي؟“ ۳۸پطروس يغې ته وويل، ”توسې ار يو بايد دې خپلې ګونائينې نه توبه وبوسئ او دې عيسیٰ مسيح په نوم بپتسمه وخلئ، په داغا رانګ و دې توس ګونائينه وباخشل شي او دې روح القدس نعمت و تر لوسه کئ. ۳۹ځکه چې داغا وعده دې توسې سره، دې توسې دې الودينې او دې يغې خالکې سره دو چې په لرې ځائيون کې پنډيژي، يعني دې يغې ټولې سره چې دې ميژ تيشتن خدائ يې خپل ځون ته رو بولي.“ ۴۰پطروس اغا ته نورې ډيرې خبرې وکړلې او اغا ته يې خبردارائي ويرکه او ويې ويل، ”خپل ځونينه دې دغې زمونې دې بد کوريې خالکې نه وسوتئ.“ ۴۱کيمې خالکې چې دې پطروس پيغام ومونه، بيا اغا ته بپتسمه ويرکړل شوه. په اغا وريځ شو او خو درې زره کاسون دې ايماندورونې دې ډالې سره يو ځوئي شول.

 

دې ايماندورونې ژوند

۴۲ايماندورونې خپل وخت دې رسولونې نه دې تعليم په ورويدلي، دې يو بل سره په ملګرتيا، په ګاډه سره دې ماړئي خواړلې او په داعو کړلې تيرووه. ۴۳دې يغې حيروناوينکي کورينې او معجزې په واجې چې دې رسولونې په وسيله و جاواتيدل کيدلې، دې ټولې په زړينه کې و ډور پئيدو کيده. ۴۴ټول ايماندورون و سره ټوليدل او يغې چې ار څه لارل بيا ټول و په کې شريک وي. ۴۵يغې و خپل مول او جايداد خارڅوه او ار يوه ته و يې دې يغ دې ضروراتينې دې مخه پائسې ويرکاولې. ۴۶دئ و اره وريځ په بيت المقدس کې سره رو ټوليدل او په خپل کورينه کې و يې په خواشولئ او په اخلاص يو ځوئي ماړئي خواړله. ۴۷يغې و دې خدائ ثنا ويله او ټول خالک ځنې خواشول وي او تيشتن و اره وريځ دې يغې په ډاله کې دې خلوصين ميندينکيې خالکې شمير زيوتوو.

Sorry, no results.
Please try another keyword