اوال ساباق

 

سالومينه

۱دې کليسې دې مشر دې طرفه ګرون غايوس ته چې په رشتيا روبندې ګرون دائي. ۲دې مو ګرونه ملګريه! زه داعو کمه چې په ار کور کې بريولئ ګرځې او لکه څرنګې چې په روحاني رانګ روغ او جوړ يې، بيا داسې په سيراتي رانګ هه پنډيژه. ۳کله چې ځنې وريڼه روغلل او موته يې دې تو دې وفادورئي په حق کې شائدي روکړه او دا چې ته ار وخت په رشتينيې ليار ژوند تيراوې، نو ډير خواشول شومه. ۴دې دغې نه زيوته خواشولي موته په بل ايڅ شي کې نشته چې کله ورومه چې دې مو الودينه په رشتينيې ليار راون دي.

 

دې غايوس ملګرتيا او دې ديوترفيس مخالفت

۵ګرونه ملګريه! ته په اغا خيذمات کې چې مسيحيونې ته يې کې ډير وفادور يې، که څه هه ته اغا نه پيژانې. ۶اغي دې دغ ځوئي کليسا ته وويل چې ته دې يغې سره څومره مينه کې. مهربوني وکه دې يغې سره په سفر کې داسې مراسته وکه لکه دې يغې خالکې په رانګ چې دې خدائ خيذمات کو. ۷دې ځکه چې اغا مسيح ته دې خيذمات کړلې په خاطر په سفر راون شول او دې بې دينه خالکې نه يي ايڅ مراسته ونه غوشتله. ۸بيا ميژ بايد دې داسې خالکې سره مراسته وکي او دې اقيقات په ړانګاولې کې دې يغې سره ملګري شي.

۹مو دې توسې کليسا ته يو خاط ولوژه خو ديوترفيس چې خپل ځون دې نورې نه چګ وشائي، دې مو خبرې نه مني. ۱۰که زه ديراغلمه دې يغې کورينې په حق کې چې اغا يې کو او دې ميژ په حق کې فضول او بدې خبرې کو، خبرې وکمه. اغا ليا په دا هه قناعت نه کو، بلکې ولمانه مسيحيون ته دې ارکلي ويلې نه هه انکار کو او نور هه نه پريژدي چې اغا ته ار کلائي ويائي او دې يغې مراسته کاوينکي دې کليسې نه ورړاوي.

۱۱دې مو ګرونه ملګريه، دې بدئي پيروي مه که، بلکې دې نيکئ پيروي که. کيم خالک چې نيک کورينه کو، اغا دې خدائ الودينه دي او څوک چې بد کورينه کو، يغې ايڅکله هه خدائ نه دائي ليدلئ. ۱۲ټول خالک دې ديميتريوس په حق کې شه شائدي ويرکاوي او اقيقات هه دا دائي. ميژ هه دې يغ په حق کې شه شائدي ويرکاوي او ته پئيژې چې دې ميژ شائدي رشتيا دو.

 

اخري خبرې

۱۳دې مو سره ډيرې خبرې شته چې غوړمه توته يې وليکمه، خو زه نه غوړمه چې توته اغا په قلم بندې وليکمه. ۱۴زه ايله لارمه چې ډير زر دې ووينمه او مخومخ درسره خبرې وکمه.

۱۵سالومتي دا وي په تو بندې. ټول ملګري دربندې سالومينه يائي، دې ميژ ار يو ملګري ته سالومينه ويايه.

Sorry, no results.
Please try another keyword